افغانستان کې له یو میلیون ډېر ماشومان او ښځې له مرستو بې‌برخې دي

64

په هېواد کې د بېوزلۍ په اړه د کورنیو او نړیوالو اندېښنو په دوام، د خوړو نړیوال پروګرام تازه ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله دلته څه باندې یو میلیون ماشومان او ښځې له مرستو بې‌برخې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له یو میلیون ډېر ماشومان او ښځې د دوی مرستې نشي ترلاسه کولی.

د دې ادارې په وینا چې اوسمهال ‘د بشري مرستو د نه‌ترلاسه کېدو په برخه کې’ تر ډېره افغان ښځې ځپل شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي تر دې وړاندې هم د اړمنو افغانانو د لاسنیوي په موخه د بودیجې د کمښت خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې د بودیجې کمښت په افغانستان کې میلیونونه کسان له مرستو بې‌برخې کړې دي.

بلخوا یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه ادارو هم بار بار په افغانستان کې د بېوزلۍ پراخېدو او بېړنیو بشري مرستو ته د اړتیا پر زیاتوالي اندېښنې څرګندې کړې دي.

د ویلو ده چې په هېواد کې د بېوزلۍ ستر لاملونه وروستي سیاسي بدلونونه، بې‌روزګاري او له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري راستنېدل بلل شوي دي.

خامه پرس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.