دوستان او ګرانو هیواد والو تاسي ټولو ته خپلی نیکی هیلی او سلامونه ډالي کوم.
د هر شيبي بري مو مونږ ته ویاړ رابښي.
خوشحالیم چه یواري بیا په ډیر ویاړ سره له یو ډیر ښه زیري، ستاسي په درانه چوپړ کښی یم.
د قدر وړ ملګرو، وطنوالو، ځوانانو، علمی او اکاډمیک شخصیتونو تاسي ټولو ته جوته ده چه هر شخص خپل په ژوند کښی ښي او ترخی خاطری له ځان سره لري.
او د شخصیتونو پیژندنه آسان کار ندي.
موږ تل هڅه کړي چه په وطن مین او د ولس واقعی خدمتګاران په ملی او بین المللی کچه په ښه توګه ولس او دنیا والو ته ور وپیژنو.
په دی کار کې هم خرما ده او هم ثواب.
له یوي خواه مونږه تاسي ټول کوم هغه چه په تیر شل کلن جمهوري نظام کې د هر چاروکې په شتونکې تیر شوي د استناد له مخي خبریږو او دبلي خواه څخه مو معلومات ډیر غني کیداي شي.
ښاغلی عبدالجبار (نعیمی) یو له هغو شخصیتونو څخه دي چه په تیر جمهوریت کې په هیواد دننه د څو ولایاتو د والی په توګه دنده تر سره کړي، او د افغانستان اکثریت خلک د د له څهري او کارونو سره آشنا دي خصوصاً دهغو ولایاتو با عزت خلک چه د ښاغلی (نعیمی) ماموریت په موده کې ورسره ول او له نږدي یی په مستند ډول د د لاس ته روړنی په مختلفو برخو کې لیدلي دی.
ښاغلی عبدالجبار (نعیمی) د میرمنو، ځوانانو، اساتیدو، علما او روحانیونو، قومی مشرانو همدا راز د امنیتی او دفاعی ځواکونو سره تل په همغږي کې پر مخ روان یو مسول مامور ؤ.
نو ځکه دا دی د خوښیو سره په ډیر جرائت ویلي شو چه د ښاغلی (نعیمی) کتاب د بریالی ماموریت په نوم یواري بیا چاپ ته ورسید.
په دی کتاب کې ډیر مهم او اړین موارد د یو بریالي مامور په مستند ډول نشر ته سپارل شوي.
موږ تل دا په ډاګه سره ویلي او لیکلي دی، چه په ګران هیواد افغانستان کې د کوتو په شمیر هوډمن او په هیواد مین سیاسي څهري او شخصیتونه ول چه د افغانستان لپاره پرته له کوم مقصد ولس او خپلی خاوري ته په پوره ایمانداری او صداقت، له دي چه له ډیرو خنډونو سره لاس او ګریبان ول خدمت کړي.
چه دا خدمات د هیچا له نظره لویدلی ندي.
زه د افغانستان هیواد د یو وګړي په توګه د ټولو هغو با مسولیت ځوانانو او خلکو څخه د زړه له تل مننه کوم چه د بریالي ماموریت کتاب په خامو موادو راټولونو کې زیار ایستلي دی.
همدار راز د کتاب له محترم او د قدر وړ شخصیت ژباړونکې څخه په خاص توګه منندويی کوم چه کتاب یی ژباړلي او نشر ته یی سپارلي دي.
ځای لري چه د ټولو قدرمونو دوستان او د کتاب مینوالو ته په درناوی بلنه ورکړم چه دا کتاب تر لاسه او په لوستلو کې د بریالي ماموریت ټکې او تجربه د راتلونکو نسلونو لپاره په راتلونکو کښی په ښه توګه ورسول شي.
په درنښت.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.