نن په نړۍ کې داسې دوه نړیوالې ننګوونکی مسلې ګرمې روانې دي چې په ټوله نړۍ یې اغیز شیندلی دی چې په راتلونکی کې به هم نړۍ ډیره متاثره کړي متاثره ځکه چې نړۍ به بدله کړي، زه به په دې دواړو نړیوالو مسلو په سیاسي، نظامي او اقتصادي برخه کې ژور نه ځم، تاریخ نه راسپړم، یواځې یو ځغلنده رڼا برې اچوم.
خو، معنوی اړخ به یې یو څه ژور وڅیړم.
زما دا لیکنه په دواړو مسئلو په معنوي اړخ څرخي.
تر ټولو څخه لومړی د یوکراین جګړه ده.
د جګړې په پیل کې په نظامي حمله کې چې غلطه محاسبه وشي جګړه اوږدیږي دا د نظامي متخصصینو خبره ده.
روسانو په یوکراین حمله لنډه حساب کړئ وه خیال او پلان یې دا وو چې په څو ورځو او څو اونیو کې د یوکراین مسله به یوطرفه کړي.
مګر جګړه د روسانو د خیال او فکر څخه ډیره بره اوږده شوه. اوس په دې مسله کې نړیوال دواړه زبرځواکونه ښکر په ښکر شوی دي. هر یو په دې فکر کې دی که دی جګړه کې پاتې راغلم راتلونکې مې پیکه ده.
او دا همداسې هم ده.
روسان په دې فکر کې دي که دا جګړه وبایلو امریکا مو ارامه نه پریږدي د یوګوسلاویا په سرنوشت مو اخته کوي. پوتین یوه خطرناکه خبره کړې ده ((چې روسیه نه وي نړۍ دې نه وي)) نو سړی ویلی شي چې دې جګړه څخه د اور ډیرې لمبې خیژي.
امریکا دا انګیري که دا جګړه وبایلی مخکې په افغانستان کې یې هم جګړه وبایلله په نړۍ کې به د امریکا زبرځواکي د پوښتنې لاندې راشي.
د دې جګړې خطرناکه والی په دې کې دی چې په دې جګړه کې د نړۍ ستر نظامي قوتونه لکه له یوې خوا روسیه، چین، ایران، شمالی کوریا او داسې نور له بلې خوا امریکا، ناتو، اروپایی اتحاد او د امریکې ځنې دوست هیوادونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دخیل دي.
مخکې مو وویل دې جګړې په پایله کې امریکا خپله راتلونکې پیکه او خواره ګوري. همداسې د اروپایی ټولنې میډیا دا زمزمه کوي که روسیه د یوکراین په جګړه کې برلاسې ووتله، وار د اروپا دی دوی په سر کې یې پولنډ او جرمني دی. د لیتوانیا درې هیوادونه یې خو بیخي پخې مړۍ دي.
لکه څنګه چې د روسانو د یوکراین په قبضه کولو کې محاسبه غلطه وختله همداسې د غربیانو محاسبه هم پوچه وختله. امریکا او د اروپایی ټولنې فکر دا وو چې په دې جګړه کې به روسان په اقتصادي لحاظ له خپو وغورځوي. خو داسې ونه شول. په اقتصادي لحاظ روسیه نه یواځې چې خواره نه شوه پلکه لاپسې غښتلې شوه.
د پوتین دوهمه خطرناکه خبره چې بار بار یې ویلي دي که ((د هر هېواد په اسلحې زما هېواد په نښه شو هغه زما مدعی دی)).
اوس د امریکې ولسمشر بایدن او اروپایی ټولنې چارواکو د یوکراین ولسمشر زیلنسکي ته د اسلحو د استعمال خلاص مټ ورکړی دی جګړه ورځ په ورځ تیزیږي او پراخیږي.
همدا اوس چې دا لیکنه کوم خبر کې راغلل چې یوکراینی قواوې د روسانو په خاوره کې ۳۰ کیلو متره وړاندې تللي دي.
دې جګړې څخه ډیر تریخ لوګی خیژي چې پایله به یې څه وي؟
یو خبره چې د نړیوالو ډیر امیدونه ورپورې تړلي دي هغه په امریکا کې راتلونکی نومبر میاشت کې د ولسمشرۍ انتخابات دي. که چیرې په امریکا کې نوی ولسمشر راشي کېدای شي چې د یوکراین جګړه او داسې نورې نړیوالې مسلې روسیې سره په مسالمت امیزه لارې په راکړه ورکړه حل کړي سره له دې چې امریکایی چارواکي دا انګیږي چې د امریکا ګټې په جګړه کې دي نړۍ په امریکا کې یو کینډی اتل مشر ته اړتیا لري چې په نړۍ کې سوله ټینګه کړی.
په هر حال د یوکراین او روسیې جګړې پایله به په راتلونکې زمانه کې ګورو.
دوهمه نړیواله ننګوونکی مسله د غزې جګړه ده.
په دې جګړه کې حماس ختا وتلی دی فکر یې دا و چې هم به دښمن ته خپل زور وښاییم او هم به خپل بندیان د اسرایلو له بنده خلاص کړم. حماس دا فکر هیڅکله او دا محاسبه نه وه کړې چې داسې جګړې سره به مخامخ کیږي چې ټوله غزه په کنډواله بدله شي او دومره بې شمېره تلفات به ورکوي.
همداسې د امریکا سیاسی، اقتصادی او نظامي مرستو د اسرایلو سترګې ړندې او غوږونه کاڼه کړي دی دښمن مچ په توپ او توغندي ولی. اسرایلو هم دا جګړه دومره اوږده حساب کړې نه وه.
اسرایل په دې فکر کې وه چې په هوایی بمبارۍ سره به حماس دومره ضعیفه کړو چې بیا به ډیر اسانۍ سره حماس د غزې څخه ورک کړي د غزې کنترول به په خپل لاس کې واخلو د جګړې په پیل کې یې همدا شعار زمزمه کاوه.
اما اوس یې عقل سر ته راغلی دی د حماس ورکېدل د اسرایلو خوب او خیال دی.
امریکا ډیر کوښښ وکړ او اوس هم په دې کوښښ کې ده چې د غزې جګړه پراخه نه شي او د دومره پراخېدو اټکل یې هم نه وو کړی.
دا دی په جګړه کې ایران، د لبنان حزب الله، د یمن حوثیان، عراقی او د سوریې مجاهدین حماس سره خوا کې ولاړ دي په ټول اسرایل کې یې اور بل کړی دی.
په ایران کې د اسماعیل هنیه وژنه جګړه لاپسې پراخه، درنده او ترخه کړیده.
د اسماعیل هنیه وژنه د اسرایلو تیروتنه وه لومړی دا چې هنیه د خبرو اترو او د سولې کولو سړی وو. دوهمه دا چې ځای ناستی یې سنوار د هنیه څخه هم په جګړه کې او هم په سوله کې ډیر جدی سړی دی.
ایران د جزب الله په لوی قوماندان فواد شکر او د اسماعیل هنیه په وژنه ډیر غوصه دی همدا ګوتڅنډنه کوي چې غچ به د اسرایلو څخه اخلي.
دا جګړه چې څوک څاري ټول په دې فکر کې دي چې د ایران حمله به څنګه وي؟ نمایشي به وي؟ فرمایشي به وي؟ او که ریښتنی نظامي به وي؟
دا لیکنه چې د ویبپاڼې پرمخ راځي هر څه به روښانه شوي وي. د حماس دومره لوی مقاومت او د حماس د ملګرو ملګرتیا څخه سړی اټکل کولی شي چې د غزې د جګړې پایله به د فلسطین مستقل هېواد جوړېدل وي.
د سوله دوستو هیوادونو ولسونو همدردی هم فلسطین سره څو برابره ده څو د غربی هیوادونو فلسطین په رسمیت وپیژانده.
دې جګړې څخه داسې ښکاري جې انشاالله د حماس او اسرایلو بندیان به تبادله شي. اسرایل به د غربی تړانګې څخه ووځي، دوه مستقل هیوادونه فلسطین او اسرایل به رامنځ ته شي.
مه مخکې وویل چې زما دا لیکنه د جګړې په معنوي اړخ څرځي. په دې جګړه کې چې څه بایلل هغه امریکا ده د امریکې په ملګرتیا اسرایلو په دې جګړه کې ټول انساني، بشري، ښځو او ماشومانو حقوق د پښو لاندې کړل.
اسرایلو روغتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه بمبار کړل. او ټوله غزه یې په ادیره بدله کړه.
اسرایلو د غزې ټول اوسیدونکی ماشومان، ښځې او سپین ږیري رفاح ته راټول کړل او اوس دا دی رفاح د اور لاندې نیولې ده. اسریلو په غزه کې نسل وژنه پیل کړې ده.
د غزې جګړه کې ټول نړیوال امریکا ګرم بولی او د ملامتیا ګوته ورته نیسي.
که امریکایی چارواکی حیا لري نور به دا حقوق او هغه حقونو نارې نه وهي امریکا په دې جګړه کې ټولو مسلمانانو او د سوله دوستو ولسونو په زړه کې د نفرت او کرکې تخم وکاره چې دا به زرغونیږي چې ډیره موده به د انسانانو له زړونو څخه نه وځي.
د اسلامی هېوادونو بالعموم او د منځني خیتځ هیوادونو باخصوص ولسونه او حکومتونه مایوسه کړی شو کیدی چې دا هېوادونه د امریکې پر ځای نورو هیوادونو لکه چین او روسیې ته مخه کړي.
د امریکایی چارواکو سترګې ړندې او غوږونه کاڼه دي نه ویني چې یو نه بلکه څو زبرځواکونه د سر په پورته کولو کې دی، نړۍ ویشل یکیږي مګر امریکا بیا هم په خپل خره سوره ده د جګړې لاره یې خپله کړې ده په دې یې سر نه خلاصیږي چې ((په زور کلي نه کیږي)).
امریکا باید د افغانستان او عراق له جګړې څخه ډیر څه زده کړی وای پخپلې پالیسۍ کې یې باید ژور بدلون راوستی وی.
د غزې د جګړې اور باید ژر مړ کړای وای.
دا دی د دې جګړې د اور شغلې لاپسې تیزیږي ورځ په ورځ د پراخېدو په حال کې ده
اسرایلو سره غرب په سر کې امریکا او بریطانیا کلکه ولاړه ده حماس سره په خوا کې ایران، د لبنان حزب الله، د یمن حوثیان د عراق او سوریی مجاهدین ولاړ دي. یواځې څو غریبو څپیرو یمنیانو مجاهدینو اسرایلو، برطانیې او امریکا ته په ملیاردونو ډالرو تاوان وراړولی دی او لاپسې اړوي. بحري لاره یې ورته څومره اوږده کړې ده.
بل حماس خپلو مسلمانانو ته د زیری خبر تیر کړ ((د نړۍ مسلمان مجاهدین موږ ته رسېدلي دي))
دا ښکاره ده چې جګړې هوایی قواوې نشي ګټلی، جګړه کې پلی قواوې ټاکونکی رول لوبوي.
افغانانو او عراقیانو ټولو هغو مظلومو ملتونو ته چې جګړې پرې تحمیل شوي دی دا الهام ورکړ چې د نړۍ هر رنګه اقتصادی او نظامی قوتو په مقابل کې نه یواخې دا چې جګړه کیدی شي بلکه ګټلی هم شي. په دې باید جګړه مارو هېوادونو عقل سرته راشي. زه د غزې جګړه په نیک فال نیسم چې په دې سیمه کې به دا د پیړیو پیړیو جګړه به انشاالله پای ومومي.
د اسرایلو او فلسطین جګړې د اسرایلو او فلسطین سربیره ټولو غربیانو ته او هم ټولو نړیوالو مسلمانانو ته د ناسور دانه ده. دا چې جګړه څومره اوږدیږي دومره پراخیږي.
ښه به دا وي او په کار هم همدا ده چې اسرایل په سر کې امریکا په رڼو سترګو ځمکنی واقعیت ومني، حق ته غاړه کیږدي چې یو مستقل فلسطین هیواد ته خپله ازادي ورکړي.
په ټوله نړۍ کې د یوې سراسري سولې په هیله
شتوتګارت، جرمني
۲۸.اګست. ۲۰۲۴
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.