په ډک محفل کې غېـږه راکړه
چې د رواج زولنې گډېوډې شینه
اختر د ټولو مبارک شه
د هغو مهشه چې انسان ازاروینه
منم چې بده ورځ راغلې
دلۍ ـ دلۍ غمونه زړه کې گرځومه
احمدولي اڅکزي لکه تل نن (۱۵/۱۲/۲۰۲۳) هم په خپل فیسبوکپاڼه کې یوه نوې خبره او هغه یې هم د لنډیو په باب کړې ده چې زه یې له مننې سرهمل، دلته راخوندي کوم:
«مېرمنې، لنډۍ او داستانونه…
په پښتني ټولنه کې ښايي تر بل هر وخت اوس مېرمنې زياتې حاشيې ته کړل شوي دي. که ورځني ژوند، علم، فن او که هنر دی، پکښې د مېرمنو لپاره ځای موندل او د ودې او پرمختګ امکانات ترلاسه کول هغه د انګريزي په اصطلاح يو «مشن ايمپوسيبل» يا يو ناممکن مديريت ته ډېر ورته کار دی.
خو د ټولو محدوديتونو، محروميتونو او بې عدالتيو باوجوده بيا هم مېرمنو د پښتو ژبې په ژوندۍ پاته کېدو، وده کولو او په بډايه کېدلو کې تر ټولو لوی او تر ټولو زيات حياتي خدمتونه کړي دي. دغه خدمتونه له ماشوم ته پښتو ښودلو څخه نيولې بيا تر شفاهي ادبياتو پورې غځېدلې يوه ډېره پراخه ساحه ده. زما په فکر د پښتو شفاهي ادب زړه او شهرګ يعني لنډۍ يا ټپې و دغې ژبې ته د پښتنو مېرمنو هغه تحفه ده، چې بې بها ده. د مېرمنو له لاسليک څخه برخمنه هره يوه لنډۍ په ځان کې يو داسې لوی او فصيح داستان او آن داستانونه رانغاړي چې ساری نه لري.
خدای دې زموږ مېندې، خوېندې او لوڼې راته تل خوشاله، آبادې او بريالۍ لري او الله دې موږ ته د دوی په حق کې د عدل کولو عقل، فهم او د عملي اقدام وس راکړي. آمين»
د د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لنډۍ راټولې شوې دي:
تا ليوني کارونه وکړل
لوفره ياره پلار مې کله درکوينه
زما اختر ته جوړه نهسته
تا د يوې پر ځای څلور گنډلي دينه
په ډک محفل کې غېـږه راکړه
چې د رواج زولنې گډېوډې شینه
په سیند کې ژر کښتۍ لاهو کړه
سبا اختر دی د خپل یار سلام ته ځمه
اختر د ټولو مبارک شه
د هغو مهشه چې انسان ازاروینه
اختر د ټولو مبارک شه
ډېر د هغو شه چې په بل وطن کې دینه
سپینه جوړه ستا فرمایش و
کنه وړوکی عید د تورو جامو وینه
کور دې خالي له غمه مهشه
پر ما راغلې ورځې ستا د لاسه دینه
چې مکتبي ته مې ورنهکړې
کتاب به يې ورک وي ما به گرده تاووينه
منم چې بده ورځ راغلې
دلۍ ـ دلۍ غمونه زړه کې گرځومه
د بدې ورځې بد ساعت دی
ځکه د ویر پیټی په زړه کې گرځومه
په نیمه شپه دې زړه را ډک شه
په نیمه شپه مې سترګې ډنډ ولاړې دینه
پر خولې به غټ برغولی کېـږدم
ستا د جفا به چا ته نه وایم حالونه
جانانه ومې پېـژندلې
د ډیرو یار یې په تا هسې غلط ومه
په وعدو ټینگ اوسه جانانه
د خلکو خولې به تورې خاورې ډکوینه
که د پیزوان خاطر دې نه وای
تــا بـه زمـا د مچو زور لـیدلـی ونـه
د خویندو مینه بې مطلبه
د وروڼو مینه تر مطلبه پورې وينه
خبر دې گډه وډه راوړه
حرام زاده ريباره بیا دې نه لېـږمه
د زنې خال دې مبارک شه
تا به د زړه په ځيګرخون وهلی وينه
د جانان غمه نور مې پرېـږده
شپه نيمايي شوه، مزدورۍ ته سبا ځمه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.