ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم ، محمد ګل مومند
دوهمه برخه
د پروفیسر ډاکټر زیرکیار لیکنه.
د پرفیسر زیرکیار پیژندګلوی: داکټر زیرکیار په پښتنی انګړ کی، یواځی یو منلی او غښتلی لیکوال او د ځانګړی سبک خاوند نه، بلکه د سیاسی او او ټولیزی پوهی او معرفت په آسمان کی یو ځلانده ستوری ګڼل کیږی.
داکتر زیرکیار د کابل، جرمنی او د متحده ایالاتو په پوهنتونو کی استاد پااتی شوی دی.
پروفیسر زیرکیار لاندنۍ لیکنه د «خلیل اولسی ادبی جرګی» ته دهغه سیمنار په اړوند لیکلی ده چی د پورتنی ادبی جرګی لخوا د پیښور په «پرس کلپ» کی د پښتو ژبی او پښتونوالی لوی مفکر او مدافع محمد ګل مومند بابا به ویاړ او افتخار، د نامتو متبحرعالم پوهاند استاد صدیق الله رشتین صاحب په مشرۍ او ریاست او پیاوړی متفکر لیکوال محترم (همیش خلیل) په اهتمام، تنظیم شوه وه.
په اصطلاح جهادی دوره کی، د پښتونخوا په مرکز پیښور کی د داسی غونډی تنظیمول دا په ډاګه څرګندوی چی محمد ګل مومند نه ځانله د افغانستان په موجوده اربعه حدودو کی بلکه په پښتونخوا کی د ټولو پښتنو ورونو، عزیزانو،عالمانو ادیبانو او سیاست پوهانو له نظره، یو ادبی، سیاسی او، ټولنیز مشر او لارښود وه.
دا ده د پروفیسر زیرکیار لیکل شوی طلایی لیکنه د «خلیل اولسی ادبی جرګی» ته.
د مومند بابا نصیحت:«سردار کیږه مه»
د جهاد د سیاسی خیرات په اوږدو کی چی له ډډی څخه یی «ستمی اسلام» راووت، د ټول افغان هویت د ملاتاریات، خراسانیانو، تجزیه غوښتونکی ستمیانو او سقویانو په لاس او پردیو لکه ایران په امر یرغمل شو او د ټول هیواد مادی او معنوی شتمنی د پاګلوسیاسی قلندرانو په کند او کچکول کی ولویدی.
په داسی افغان دشمنه وضع کی، د «یوه ژوندی مړی» یعنی مفکر محمد ګل مومند، یا په بل عبارت د «د پښتو ژبی او پښتونولۍ بابا» یادول په درنه توګه او د څو بعدی شخصیت لمانځل، د یوه داسی څپیڅلی بغاوت پیل دی چی د ټول افغانستان، هرډول میرڅمنان یعنی غلیمان او دشمنان به حتی د شمالی قطب په کنګل کی هم خولی کړی.
د پاګلانو په کلتور کی د «ژوندیو مړو» درناوی کول او د هغوی ارشادات، نغوږی، او نصایح، د ملت په شعور کی خوندی کول، د هیواد وطن پال منور قشر کلتوری، علمی او ملی وظیفه ده.
پدی اړه او ارتباط د «خلیل اولسی ادبی جرګی» مشر، ملی متفکر «همیش خلیل» ته ښی چاری او مبارکباد وایم.
د لوی میرویس نیکه او ستر احمد شاه بابا په هکله د ښی او درنی وینا ویل، لیکل او درناوی، ګوندی یو څه آسان کار بریښی، خو د افغانی نړۍ او انګړ د ستر څیړاند «محقق» ښواند «لارښود» سمون وال او پیاوړی او غښتلی پوهیدونکی، مدبر واګیالی «سیاسیتمدار» او په دیری او جرګی کی د پوخ شوی ولسی شخصیت یعنی د مفکر محمد ګل مومند، او دهغه په نغوږو، نصایح او ارشاداتو پوهیدل ، چی له مړینی وروسته یی هم د جهاد د سیاسی خیرات تحولداران، ستمی او سقاوی دلالان او بادران، بونګولی او لاره یی تری ورکه کړیده، څه ګران کار بریښی.
د میرویس نیکه او ستر احمد شاه بابا په مشرۍ، په افغانستان کی د صفوی او مغلی اسلام تاریات واکمنانو شیطانی دسیسی، استعماری یرغلونه او مظالم پای ته ورسیدل او پر ځای یی رشتینی افغانی اسلامی دولتونه ټینګ په پښو ودریدل چی د هیواد ملی برم او حیثیت اعاده شو.
خو له بده مرغه د داسی سترو مشرانو او اتلانو څخه په پاتی نسلونو کی، د تیمور شاه درانی څخه رانیولی، ددی تومنه پیدا نشوه چی په خپلو دربارونو کی د هیواد د لوی ټبر او مشر نسل د ژبی سره انصاف وکړی، د دوی د بی مسئولیتیو او بی پروایی او ناپوهۍ او بیړاتوب له امله پښتو، بی درباره ملی ژبه پاتی شوه، څرنګه چی دوی په خپله ژبه کی بی ژبی، په خپل کلتور او ثقافت کی بی احساسه او پردی، خپل ولس ته پړه او ملامت او بالاخره دومره خړ سترګی او داسی ورک او سپک شول چی د سیالانو په مینځ کی، سترګی نشی غړولای.
د پښتو او پښتونوالی بابا، مفکر محد ګل مومند، د ټول افغان ملت، د ملت کیدنی په لور د اکثریت د کلتور او ثقافت د ساتلو او درباری کولو او د ملی هویت د اغیزمن کولو لپاره د پښتو سره پښتو کول حتمی ګڼل.
مفکر محمد ګل مومند یوغیرتمن رښتینی مسلمان وه، ده د دربار او په ارګ کی ناست واکمنانو او سردارانو نه بیره ندرلوده او خپل اند یا تفکر یی له هیڅ چا اوهیڅ قدرت څه نه پټاوه، که هغه د دربار حاکمان وه او که ستمی او سقاوی او د ایران ګوډګیان او فارسیستان.
د ستمی او سقاوی حلقو دپاره د جهاد سیاسی خیرات په کلتور او فرهنګ کی د ځینو اوپره او شلخی افغانانو ګډ وډ ظاهر او باطن او توری څیری څرګندی شوی.
دا ډول افغانان چی د سیاسی مجبوریتونو له امله «افغانستانیانو» په (غچکه) او (دمبوره) ګډیږی او نڅیږی، د مفکر محمد ګل مومند چغه په باطن کی اوری خو په ظاهر کی یی خپل غوږونه کاڼه اچولی دی.
په پیښور کی د سیمنار مشر خپل تأثر او ګیله داسی څرګنده کړه:«څه مهال چی د خلیل ولسی ادبی جرګی تصمیم ونیو او د پښتو بابا په یاد او درناوۍ کی یی د یوه عظیم الشانه ادبی تقریب فیصله وکړه، د افغانستان ځینوادادیبانو، محض د سیاسی مصلحت پر بناء (په پیښور کی د آی اس آی ایجنټانو او ملاتاریات کړۍ لکه ملانبی، ملا صبغت الله مجددی، ملا ګلب الدین، ملا ربانی، وهابی ملا سیاف، عراقی مهاجر ملا ګیلانی او ملا خالص، چی د ملی اوملیت د تفکر سره تضاد درلود) د سیمینار د جوړید و سره حساسیت وښود.
واقعیت دا دی چی د ملی مفکر محمد ګل مومند له زیار او هاند او د دربار سره د کلکی مبارزی له برکته پښتو ژبه په پښتنی انګړ کی چلند وموند، خو د «سردارانو» د بیړاتوب له امله، دربار او درباری دولت، د هیواد ملی او د اکثریت ژبه د دربار نه وویسته.
دربار، سردارانو او د دوی انډولو محمد زو او داسی نورو انډیوالانو، د شلخیتوب او بی فرهنګۍ لاره نیوله وه.
دی واقعیت، با با ډیر کړاوه چی د پښتو ملی ژبی سره په ټولو مؤسساتو:«دربار، ارګ، صدارت، کابینه، دولت، معارف او مطبوعاتو» کی څرګند تبعیض خوندی شوی وه، د ایران پټ لاس ددی تبعیض، تر شا محسوس وه.
د بابا خبری، ویناوی پخی او تلل شوی وی.
هغه به شلخیانو او پښتو کی لټانو ته داسی نغوږه یا نصیحت کاوه:«سردار کیږه مه، د پښتو سره پښتو یعنی پښتونواله وکړه او د خپلی ولسی او مورنۍ ژبی خدمتګار شه.»
د مومند بابا په اند، پښتو ژبه د افغان ملت د اکثریت ژبی په توګه، باید په دربار، ارګ، حکومت، دولت، معارف او مطبوعاتو کی خپل مقام او منزلت تر لاسه کړی وی.
پدی توګه مفکر محمد ګل مومند، د «پښتو او پښتوالی بابا»، ډیر دروند او د مسئولیت څخه ډک خطاب او تاریخی افتخار تر لاسه که.
مومند بابا د خپل دروند رسمی مأ موریت په مهال، سنه ۱۳۱۱ لمریزهجری کال په لوی کندهارکی «پښتو ادبی انجمن» پرانست، چی وروسته په ۱۳۱۶ کابل کی په «پښتو ټولنه » واوښت او د «طلوع افغان» اخبار یی چی د علامه حبیبی له خوا په فارسی ژبه خپریده، په پښتو ملی (اکثریتی) ژبه واړوه او حبیبی ته یی نقدی او د زمکی ورکولو انعام او مکافات منظورکړل.
همدا راز یی د دفترونو ژبه چی فارسی وه په پښتو واړوله.
مومند بابا په کندهار کی د میرویس بابا مقبره جوړه کړه او هم یی د میوند د جګړی د افتخار په اړه، د میوند یاد ساتونکی (څلی) جوړکړ.
دده د ریاست تنظمیه په دوره کی په کندهار کی داسی امنیت ټینګ شو، چی د جمعی د ورخی د لمانخه دپاره هیوادوال مجبور نه وه چی خپلی هټۍ او دوکانونه وتړی.
مومند بابا ته د لوی کندهار ولس د (ولی وزیر) خطاب ورکړی وه.
مومند بابا د شمالی صفحاتو د رئیس تنظیمیه په حیث په زرګونو پاردریایی مهاجرینو ته لکه ترکمنانو، تاجکانو او ازبکانو ته چی د شوروی کمونستی سوراستعمار له امله افغانستان ته پناه راوړه د اسلامی او بشری اخوت په رڼا کی د هوسا ژوند او سکونت زمینه برابره کړه او په ترکمنی ژبه یی ورسره خبری او مرکه کوله.
د مزار، بلخ او ایبک د ښار نقشی دده په وخت کی جوړی شوی او سرکونه یی جوړ او ترمیم کړل، د صنعت، کرهڼی، او تجارت او تجارتی شرکتونو د پرمختګ لپاره یی عملی ګامونه پورته کړل.
مفکر محمد ګل مومند د قره قل د پوستکو تجارت د یهودانو چی د ځینو درباری ذواتو سره یی اقتصادی اړیکی درلودی، د انحصار څخه وویست، همدا راز محمد ګل مومند هغه جنایت کاره یهودان چی د مسلمانانو د ماشومانو د اختطاف او (محمدی کولو- وژلو) کی یی برخه اخستی وه په خپل حکم اعدام کړل، چی یهودی او یهود مشربه ستمی حلقی تر نن ورځی پوری، مفکر محمد ګل مومند په ناروا تهمتونو او نومنو متهم کوی ښه مثال یی د میر غلام محمد غبار او میر محمد صدیق فرهنګ چی د چپی معتقداتو خاوندان وه، منفی کاذب تبلیغات دی.
میر محمد صدیق فرهنګ په خپل کتاب کی د اعلحیضرت محمد ظاهر شاه د هغی فرمان په اړه چی د پښتو ژبی د انکشاف او تعمیم دپاره د صدارت وکیل شاه ولی خان ته صادر شوی وه، د یوه فاشیستی حرکت په سترګه ګوری.
البته دا فرمان د اعلیحضرت محمد نادرشاه، د هغه تعهد په رڼا کی صادرشوی وه چی هغه د مومند بابا سره، د سقوی حکمرانۍ په چقولو او د ملت او هیواد د نجات په نتیجه کی، د مومند بابا د فیصله کوونکی ونډی له امله هغه سره کړی وه.
د محمد ګل بابا یو سترملی خدمت هم د بی وزلو او بی زمکی پښتنو کورنیو لیږدول او اسکان په شمالی صفحاتو کی بلل کیږی، دی ناقلینو ته هغه دولتی زمکی وویشل شوی، چی شاړی پرتی وی، پدی توګه د یوی خوانه دا دولتی شاړی زمکی د کرهڼی او زراعت لپاره یوه ګتوره او مثمره اقتصادی منبع وګرزیده او د بلی خوا د هیواد بی وزله پښتانه وګړی د زمکی خاوندان شول.
د مفکر محمد ګل مومند دا پلان، د پښتنو او نورو اقوامو د نزدیکت او ملی او قومیتی اتحاد زمینه برابره کړه، څرنګه چی د پښتنو او نورو اقوامو په مینځ کی کورنی خپلوۍ او ټولنیز مناسبات ټینګ او کوشیر شوی.
له بلی خوا که زرګونو پاردریایی اقوامو ته زموږ په هیواد کی د مهاجرت زمینه برابره شوه، ولی بی وزله پښتانه په خپل هیواد کی له داسی اقتصادی امکاناتو څخه بی برخه پاتی شوی وای؟
د خواشینی ځای دی چی نن د هماغه پاردرایی نسل اولاده، د ستمی او ضد پښتنی حلقو د منافقت په منتر کی ښکیل شوی او د مفکر محمد ګل مومند پر ضد په هیتلری پروباګند و اتهاماتو کی برخه او ونډه اخلی.
د ملی مفکر محمد ګل مومند، شمالی صفحاتو ته د دی ناقلینو لیږدولو یو لوی هدف هم د شوروی اتحاد د لمسونونو او احتمالی تجاوز ته د یوه ملی سنګر جوړول وه، چی خدای مکړه په شمال کی میشت ترکمن او ازبک او تاجک قومنه او قومیتونه د نژادی او ژبنی اړیکو او احساساتو پر بنسټ د ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان سره د یوه پیوستون په فکر کی شی، هغه فکر چی وروسته د مسعود او ربانی او سقاوی او ستمی ډلو لخوا، قوام وموند او نن همدا دوی، د لوی تاجکستان په نجاست شخوند وهی.
باید په صراحت سره وویل شی که د ټول افغانستان وطن پالونکی وګړی، عملاْ د ملی هویت د ټینګولو په مورچل کی ځای ونه نیسی اوهمدا راز د جرګی، مرکی، ملی شعایرو، او واقعی لویی جرګی څخه د ملی حاکمیت د پلی کولو دپاره د ملی پرنسیپ په توګه کار وانخلی او د ملی لرغونو دودونو لکه ملی توغ او بیرق، ملی ترانی، ملی اتڼ، ملی او ولسی ټولو افتخاراتو د پیژندنی نه ځان بی خبره وساتی، نو د هغوی د وطن والی او ملیت غوښتنی احساس به بی خونده، نیمګړی ، ډنګر او د سؤال وړ وی.
مفکر محمد ګل مومند د ملی ژوند، پورتنی واګو، ستنو او ارکانو ته د ملت جوړونکی متشکله عناصرو په توګه او سترګه کتل او هغه یی «ملت ولی» یعنی « افغانی نیشنلیزم» د ودی او غښتلتیا بنسټ ګاڼه.
مومند بابا د چی اصلاْ کوچی وه، د وزارت د استعفی د مقام نه وروسته، خپل کوچانی ژوند ته دوام ورکړ، کله به په ایبکو، کله په کابل، کله به په کونړ او کله به په د ننګرهار د ګولایی په کلی کی اوسیده او په دی ډول یی د ملت او ولس د ځانګړو پرګنو سره خپل تعلقات ساتل.
لوی استاد پوهاند رشتین لیکی چی :«د بابا د وفات نه څو ورځی دمخه دده لیدو دپاره ورغلم، به همدی ورځ، سره لدی چی رنځور او زهیر ښکاریده، خو د لغاتو په څیړنه او تحقیق بوخت وه، قلم یی راخستی وه او نوی لغات یی لیکل.»
دا د محمد ګل بابا د پښتو ژبی د غناء سره مینه او عشق وه چی د ژوند د آخرو سلګیو پوری ورسره ملګری وه.
یو ځل د افغانستان پادشاه اعلیحضرت محمد ظاهرشاه، په هغه مهال چی مومند بابا متقاعد شوی وه او څه موده یی په بلخ کی ژوند کاوه، د بابا د لیدو دپاره، د هغه کورته ورغلی وه، پادشاه په فارسی ژبه او مومند بابا به پښتو ژبه مرکه کوله.
د خبرو په ترڅ کی اعلیحضرت وویل :« وزیر صاحب! من پښتو می فهمم ولی ګپ زده نمیتوانم»
مومند بابا هم ورته په ځواب کی وویل چی :«زه هم په فارسی پوهیږم خو خبری پری نشم کولای »
منظور دا چی مومند بابا په خپله عقیده کی د افغانستان د پادشاه پروا هم ندرلوده، محمد هاشم خان، شاه ولی او شاه محمود خان او نور درباریان خو لا څه کوی!
مومند بابا چی په ۱۸۸۴ میلادی کال، د کابل په اندرابی کوڅه کی زیږدلی وه، په ۱۹۶۴ میلادی کال د دهمزنګ په غره باندی په یوه دوه اتاقه خټین کرایی کور کی وفات شو.
داسی فقیرانه ژوند، هغه لوی افتخار دی چی د هیواد په تاریخ کی د هیڅ لوی دولتی شخصیت په برخه شوی ندی.
په همدی اړه د مشرقی د برخی او سمت یو معروف او مخور شخصیت مرحوم سناتور غلام نبی خان چکنوری، د مومند بابا د سیمنار په غونډه کی وویل چی:«محمد ګل خان مومند په وزارت کی فقیر وه او په فقرۍ کی امیر وه.»
واقعیت دا دی چی مفکر محمد ګل مومند ځانله یو وګړی نه وه، بلکه هغه د یوی مؤسسی حیثیت درلود او داسی یوه مؤسسه چی په آسانۍ سره له مینځه نه ځی.
پاتی په دریمه برخه کی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.