دغه کتاب چی ښاغلی محمد معصوم هوتک په ۲۰۲۴ ع کال په کندهار کی د علامه رشاد د خپرندوی ټولنی په مرسته په ۳۳۶ مخونو کی چاپ کړی دی، په حقیقت کی یې د خپل ژوند د لوړو او ژورو یوه برخه، د فرهنګی معلوماتونو او د خپل وخت کلتوری ارزښتونو، انعکاس وړاندی کړي دئ .
د کتاب د منځ پانګي لنډیز :
ښاغلی هوتک د خپل ژوند پېښي د وړکتوب د دوران اود ښونځی د لومړنیو وختونو څخه پیلوي او په دغه لړکی د ۱۹۵۳ع کال د هغي ( بلوا) یادونه کوی چی د سردار محمد داودخان په وخت کی د ښځو د مخ لڅۍ په اړوند رامنځ ته سول.
دی لیکي :
« … په دغه وخت کي د كندهار نائب الحكومه عبدالغني خان گردیزی وو.
دی محافظه کار سړی او په کندهار کي له ۱۳۳۰ ش کال راهيسي نائب الحكومه وو او نه ئې غوښتل چي د خلكو مذهبي افكار ولمسوي. څرنگه چي د مخ لڅۍ په برخه کې مركزي حكومت كم عملي اقدام نه وو کړی، نو غني خان هم د ملايانو د دغه حرکت پر خلاف دریځ و نه نیو عبد الغني خان : په ۱۳۳۸ ش = ۱۹۵۹ع كي له نائب الحکومگۍ څخه معزول سو او پر ځاى ئې محمد صدیق خان وزیری د نائب الحکومه په توگه راغی دا سړی بیا فوق العاده افراطي او مغروره محمدزی وو.
د ده د راتگ په لومړیو شپو ورځو کي صدراعظم سردار داود خان د ۱۳۳۸ ش کال په جشن کي خپله مېرمن لڅ مخ راوايستله.
په کندهار کي هم محمد صدیق خان وزيري په ولايت مقام کي يو مجلس جوړ کړ او په هغه کې د دولت مامورین مکلف کړل چي له خپلو لخ مخو مېرمنو سره برخه واخلي.
دې مجلس ته ئې د کندهار ښار مخور او سوداگر هم ور وبلل. دا یو افراطي عمل وو چي تر سره سو ما په دغه وخت کي د ماپښين له خوا په ارگ بازار کي د خپل اكا د زوی ملا عبدالسلام صحاف په دوکان کي پر نوموړي باندي ديني کتابونه لوستل.
زما ددغه مجلس د جوړېدو دقیقه نېټه په یاد نه ده خو د مجلس ورځ مي ښه په ياد ده چی لڅ مخي مېرمني له خپلو مړونو سره د ولايت ودانۍ ته رواني وې.
زموږ په دوکان کي حاضرو کسانو به مخونه واړول او توبې به ئې کښلې.
په دا سبا ئې خبر سوو چي دې مجلس ته د معارفو مدير عبدالباري خان اشنا بي له مېرمني حاضر سوى وو اومحمد صدیق خان وزیري په سپکو سپورو له مجلس ایستلی او پر هم هغه ځای ئې د دولتي وظیفی څځه دده د دایمی طرد حکم کړی وو.
… د ولایت مجلس تېر سو او د ملایانو تبلیغ په تېره بيا د صمد اخندزاده تونده تیزه ژبه تر پخوا لا هم پر خروښ راغله او د ۱۳۳۸ ش کال د قوس پر دېرشمه نېټه په خرقه شريفه كي ملايان راغونډ سول. احساساتي ويناوي ئې وکړې.
په مسجدو کي ئې اعلانونه وځړول او سبا ته ئې د مظاهرې په توگه لومړی حرکت د صمد اخندزاده د مريدانو په مشرتابه او گډون له عمران کوڅې څخه پيل کړ او هرات بازار ته راووتل او د چارسو له لاري ئې تر خرقې شريفي پوري مارش وكړ . له هغه ځايه بيرته ښار ته را غبرگ سول.
په دوهمه ناحيه كي ئې د نجونو مکتب ته اور واچاوه خو په ښځو ښوونکو او نجونو ئې هيڅ غرض و نه کړ.
وروسته ئې په هرات دروازه کي سينما ته اور واچاوه. حکومت پر بې وسلو مظاهره چيانو گولۍ وچلولې او د تلفاتو شمېر ئې د بازاري اوازو له مخي دوو درو سوو تنو ته ورسېد.
خو ما په کندهار کي د استوگني او ژوند کولو تر پايه پوري داسي څوک و نه موند چي له کورنۍ څخه دي ئې په دغه ورځ د کوم تن د وژل کېدو خبره تصديق کړې وي. »
ښاغلی هوتک دا پېښه په تفصیل سره بیان کړی ده چی د کتاب د لنډیز په دې تنګ چوکاټ کی نه ځایږي .
ورپسې ئې خپل ټولګیوال چی زیاتره یې ماهم د نژدی پیژندل، معرفی کړی دي .
لکه : محمد صدیق ظهیر ، باری جهانی ،محمد صدیق حمیدی ،شام لعل ،سید محمد امین پالیال، نیاز محمد ،محمد یعقوب ،نور احمد ،صلاح الدین ، دصوفی ولی محمد زوی شیر احمد ، عبد الهادی دستیار، عبدالقادر پالوال و عبدالعلی ….
ښاغلي هوتک د ټولیتځنک د ساختمانی انجنیرۍ به څانګه کی د دوهمی ټولګی پوري زدکړی وکړی او بیا د ناروغی په اساس یې تأجیل واخیست او بیرته یې د ځینو ستونزو په اساس ونه کولای سوای چی نوموړو زدکړو ته دوام ورکړی .
دی تر دې عنوان لاندي ( زه اوسیاست سره زاړه نه سولو ) لیکی چی زموږ کورنۍ تر یوې اندازی علاقمند غړی درلودل چی سیاست ته د ده د ورګډیو یوه د انګیزو څخه ګني او لیکی چی :
« … له منځني ښوونځي څخه لېسی ته د کامیابۍ پروخت په افغانستان کی نوی اساسي قانون نافذ سو قانون نافذ سو (میزان ۱۳۴۳ش) په کور کي مو پلار او اکاگانو ته د مجلس نوې موضوع پیدا سوي وه زما په اساسي قانون ډېر سد نه رسیدی خو د دوی خبرو ته به مي غوږ نیولی وو.
په ۱۳۴۵ش کال کي د اولسي جرگې له پاره د انتخاباتو خبره توده سوه. په ښار کي دوې انتخابي حوزې وټاکل سوې چي زموږ د کور موقعیت په دوهمه انتخابي حوزه کي راتلی. په دې حوزه کي عبد الاحد خان کرزی او محمد علم خان بڅرکی کاندیدان سول.
…. زموږ ټولگيوالو ته ويل سوي ول چي په دوهمه حوزه کي به د محمد علم بڅرکي ملاتړ کوئ.
… دا وخت د افغانستان د استقلال د ورځي له جشن سره برابر وو. د کندهار د جشن په سیمه کي له کابل څخه د راغلو محصلینو په نوښت يو کمپ جوړ سو، په دې کمپ کي عبدالرحيم هاتف ويناوي وکړې.
ډېري پخې او علمي خبري ئې وکړې. يوه شپه اغا محمد خان کرزي د ويښ زلميانو او د شورا د اوومي دورې پر انتخاباتو باندي خورا په زړه پوري جذباتي وينا وکړه. د محمودي په ياد ئې له حاضرينو څخه وغوښتل چي يوه دقیقه چوپ ودرېږي.
دا کار په هغه وخت کی بيخي نوې خبره وه. د کرزي صاحب وينا موږ ځوانان دونده احساساتي کړو چي که ئې په دغه ورځ پر دولت ور مارش کړی وای، سرونه به مو نه وای دريغ كړي.
زما همصنفي محمد صديق ظهير هم په دغه کمپ کي پر استقلال مقاله ولوستله او د استقلال د گټونکي په توگه ئې د امان الله خان نوم ياد کړ چي په هغه وخت کي ئې چا د نوم اخيستلو جرئت نه کاوه. دا مقاله ښه استقبال سوه او بايد ووايم چي تر لوستلو ترمخه په طلوع افغان کي خپره سوی هم وه. دغه راز ويناوي او تحلیلونه زما پر مغز ښه لگېدل خو په ښوونځي کي د هغه وخت د مسلطو سیاسیونو په نظر ارتجاعی تحلیلونه ول چي ما ته به ئې خوند نه راکاوه.
. د رايي اچوني ورځ راورسېده مازیگر د مدد خان جامع ته ولاړو رايي وشمېرل سوي.
. عبدالاحد خان د سل یا یو نیم سل رایو په تفاوت بریالی اعلان سو.
خبره خلاصه سوه. بڅرکي صاحب خپل زوړ بایسکل راکش کړ او موږ ته ئې په سړه سینه وویل: «راخی دا نو پېښېږي.»….
په انتحاباتو کی څرګنده لاسوهنه نه محسوسیدل ، البته د خلکو فهم نيمگړی وو. په انتخابانو کي د ښار د خلکو گډون په بيخي نازله سطح كي وو. خو انتخابات د هماغو شرایطو په پام کي نيولو سره آزاد گڼل کېدلای سوای. خو وروسته چي به کله کله په ښوونځي کي خبري کېدلې، زموږ دوو ښوونکو به د داسي فساد او لاسوهنو تخريبي بيان کاوه چي د افغانستان په اوسنيو انتخاباتو كي لا هم په دغه شدّت او حدت نه د انتخاباتو پر جریان کېږي. دې بيانو ته به موږ په پټو سترگو سر ښوراوه.
ښاغلی هوتک د خپل سیاسي ژوند پیل داسي بیانوي :
د خلق دیموکراتیک گوند په (۱۳۴۴ ش = ۱۹۶۵ع) كي تأسيس سوى وو….
د ميرويس ليسي په لسم ټولگي کی وم چې د ليسې د کفرانسو له ریاست د انتخاب مسئله زمورد تولگي د يو دوو تنو له خوا اداری ته پیشنهاد سوه، دا نو هغه وخت دی چې ليسې ته د عبد المجيد سر بلند او محمد ظاهر افق په نومونو دوو نوو راغلو
ښوونکو زموږ په تولگي او نور مکتب کي ښه پوره نفوذ کړی وو او زموږ د ټولگې د چا خبره لایق زده کوونکي ټول زما په ګډون ورسره مل سوی یا خوشبین سوی ول .
زما سازمانی اړنکی را تر دغه وخته پوری نه وی ورسره ټینګی سوی . خو زمانورو ملګرو ئې د سازمان غړیتوب منلی وو.
دا دوه تنه ښوونکي(ظاهر افق او مجید سربلند . ز . م ) د خلق دیموکراتیک جریان د لومړی ليکي خلک او مشران ول. دوی د خپل مضمون تر تدریس زيات په سياسي تبليغاتو وخت لگاوه .
د هیواد پر بده ورځ ئې خبري پر زده کوونکو ښې لكبدي. مملکت د دربدری عوامل ئې ډېر ساده بیانول او هغه دا چي يو خلک دي او بل ئې دښمنان د خلکو په دښمنانو کې دولت او حکومتي مامورین، خانان سوداگر سرمایه داران او استعمار چیان راوستل.
دوی ټول ئي مرتجعين بلل او د خیانت تور به ئې لا هم پر تاړه او د ارتجاع او مرتجع په ليكه كي ئې د دولت ټول مامورين له مديره نيولې بيا تر هغه لوړو رتبو پوري شاملول.
د مكتب اداره ئې د مرتجعینو مركز باله. له هغې سره ارتباط ئې د جاسوسۍ په معنا تعبيراوه.
له زده کوونکو سره ئې وضعه بالکل دوستانه وه په تېره بيا له هغو زده کوونکو سره چي د دوی خبرو ته به ئې سر ښوراوه.
دوی دواړه د کندهار ښار دوو مخورو کورنیو ته منسوب ول او د دغه معرفت له اسيته ئې د جلب و جذب ځواک هم زیات وو.
زما د دوی له خبرو سره په ذهن کي ډېره جوړه نه وه خو د مرتجع له ټاپې څخه ځان ژغورل مي په اولیتو كي راتلل. زموږ په ټولگي کي د درې تنه چي زما صميمي ملگري ول او دا ملگرتيا مو تر ننه لا هم ساتلې ده خپلو ليکو ته جذب کړي ول او د کنفرانس ریاست ته د انتخاباتو وړانديز هم ددغو دوو تنو ښوونکو تجويز وو .»
ښاغلی هوتک دهغه وخت سیاسی فضا په تفصیل سره بیانوی او وائی :« د مکتب په مضامینو کی می چا لاس نه سوای را پیچلای . خو د ارتجاع او ارتقآ په بحث کی شین آمي وم … زه له دوولسم ټولگي څخه د فارغېدو تر وخته لا هم د گوند په ټیتو تشكيلاتو کي ساتل کېدلم پوهنتون ته تر شاملېدو وروسته په تېره بیا پولیتخنیک ته تر خان تبدیلولو وروسته په يوه ټوپ بې له دې چي په خان دي پوه سم د خپلي تحصيلي ساحې په گوندي تشکيلاتو کي د سرپرستي کمیتې غړيتوب ته ور ټېل وهل سوم . »
دی د هیواد څخه د راوتلو مجبوریتونه په تفصیل سره یادوی او وائې
کله چی راته وفهمول سوله چی د پوهنتون په کدر کی می پاته کیدو امکان نسته نو علامه رشاد سره می د مشوری په اساس می د افغانستان د علومو اکاډمی ته درخواست ورکړ .
« … اكاديمي ته ورغلم. ارواښاد ظاهر افق د اکاډیمی مرستیال وو. عريضه مي وركړه. ويل ئي چي له الایق صاحب څخه به امر واخلم اکادمین لایق صاحب دغه وخت د علومو اکاډیمی رئیس وو. بله ورځ چي مې پوښته وکړه، ځان ئې يوې خوا بلي خوا ته کړ! او راته وي ښوول چي تر دې کار تېر سه. په مات زړه ئې له دفتره را ووتلم او کور ته چي را رسېدلم له هيواده د وتلو تصميم مي قطعي سوی وو، خو د غوڅ اقدام جرئت مي لا نه درلود. »
په پای کی خيل او لادونه کویتې ته لیږی او بیا وروسته د کراچی په ښارکی د مهاجرت ژوند پیل کوی او بیا وروسته د۱۹۹۲ ع کال د جولای په دوهمه نېټه د کراچی څخه کاناډا ته روانیږی .
څه موده ورسته د بیت الحرام په لور سفر کوی په دغه هکله لیکی :
« … په هغه کال چي زه حج ته تلم (۲۰۰۱ع) د کاناډا له ټورنټو ښار څخه دوه گروپه افغاني حاجيان حج ته روان ول. د يوه گروپ مشر حاجي نيازمحمد الکوزی وو او د بل دا حاجي عبد الباقي قريشي حاجي نياز محمد الكوزى د کابل د شمالي دئ او حاجي عبد الباقي قريشي د کندهار د ملا فرح الدين اخند مشهور په اخند صاحب) له اولادې څخه دئ. زه د حاجي عبدالباقي قريشي په گروپ کي وم. د سفر کندهاري انډيوالان مي انجنير عبد الوافي هادي عبدالله ميوندي، عبدالله عطاء، داکتر سلطان بارکزی، جمال پوپل، عبدالباري معلم، حیات الله معلم سید عبدالرحمن شاه خوشحال او نور څو تنه افغانان يو مصری او درې تنې کندهارۍ ښځمني هم راسره وې.»
ښاغلی معصوم هوتک په کاناډاکی هم په فرهنګی چارو بوخت ؤ او یو زیات شمیر ګټور اثار یې ټولنی ته وړانی کړی دی . چی د هغی جملی څخه یې په لنډه توګه دغه د یادولو وړ دي :
احمد شاهي کندهار ،( د لوی احمدشاه بابا دیوان – مشهور به دېوان هرا) ،د دغه اثر په هکله لیکی :
« … دا متن څو کاله راته پروت وو. د چاپ په لټه کې سوم. علامه رشاد مرحوم ئې هم د چاپ له پاره تلاښ وکړ او په دې لړ کي ئې ارواښاد محمد علم بڅرکی ته له شيمادا – جاپان څخه هالینډ ته په یوه لیک (داگست ۷ ۱۹۹۸ع) كي وليكل:
ننگیالی بڅركي چي د لوی احمد شاه بابا د ادبي ټولني مشر دئ هلته څه امکانات ورسره سته – معصوم هوتک د احمدشاه بابا د ديوان يوه انتقادي نسخه چاپوي – له معصوم سره دي مكاتبه وکړي گوندي يوه بل ته ئې ادبي مرستي ورسیږي »
( وګ : د محمد علم بڅرکی د ژوند ځني برخی ص ۵۹ دوهم چاپ )
پښتنی قبیلې او روایتی سجرې ،( د پولادی امیر تر سیوری لاندی) د انګریزی څخه ژباړه ، ښکار او کندهار ، د کندهار یاداښتونه (لومړی او دوهم ټوک ) شقری مجموعه ( روڼی شپې ) ، سل بګړۍ یو پوړنی ،کندهاری ورونه ،( پر معیاری ژبه د معیار په ژبه یوه څیړنه ) ،احمدشاهی شاهنامه ،ادیب شیخ ،کچکول ،پښتو متن سمیدل غواړی .د عبدلارحیم هوتک دیوان ، زر اویوه شپه داستان ( د دې داستان لومړی درې ټوکه د اروا ښاد محمد انور نومیالی په قلم ژباړل سوی دی او پاته برخه یې ښاغلی هوتک ژباړلی چی په کاناډاکی یې ماته هم د خپل لاسلیک سره، د فرهنګی سوغات په توګه ډالۍ کړی دئ . پر عمر او قلم یې برکت . ز. محقق ) ،
د تراکیانو په نوم کتاب د انګریزی څخه ژباړه ، د مولوي صالح محمد کلیات ، ….
او په پای کی ( زما په ژوند کی پاچاګښتۍ ) تر عنوان لاندی په لنډیز سره د سیاسی او ټولنیزو بدلونو یادونه کوی .
د ارزوني په نوم یو څو ټکي
زه چی د ښاغلي محمد معصوم هوتک (چی یو وخت یې څرک تخلص وو ) ، سره کابو د نیمی پېړۍ راهیسی د پیژندني ویاړ لرم ، بیله شکه چی هوتک صاحب نه یوازی دا چی یو لایق او استعداد لرونکی شخصیت دی بلکی د فرهنګی هڅو په هکله یې هم په نه ستړی کیدونکی توګه زیات اثار ټولنی ته وړاندی کړی دي .
په سیاسی ډکړ کی :
په هغه چاپېریال کی چی ښاغلی هوتک ژوند کاوه ، زه هم تر ډېره بریده د هم هغو شرایطو زیږنده یم .
نو لکه هوتک صاحب چی یادونه کړی ده دي د ځوانۍ په دوران کی د کیڼ اړخ سیاسي ډکر ته شامل سوی دئ . او موږ هم شهیدان یو چی دي د خپل استعداد له مخی په دې ډکر کی ښه وځلیدۍ او د خلق د دموکراتیک ګوند د یوه تکړه نطاق په توګه یې زیات شهرت تر لاسه کړ .
لکه دی چی خپله وائی په هغه وخت کی سیاسي فضا د کیڼ اړخو اندونو پر محور راګرځیدل .
په تیره بیا د پښتونستان او میرویس هوټلونو کی به همیشه ګردابونه او سیاسی بحثونه کیدل او ځوانانو به د زحمتکښانو د ژوند د ښه والی او د کور ، کالي ، ډوډۍ شعارونه ورکول . نو طبعآ به هر ځوان د استعمار ، استثمار او ظلم په خلاف د مظلومانو د حقه حقوقو په دفاع کی دریدئ .
هوتک صاحب هم د دغو عدلانه مبارزو د سرته رسولو ویاړ لری .
خو د کتاب د روحیې څخه داسی ښکاری چی دی پر دغو مبارزو پښیمانه وی او د ځآن د تبرئه لپاره ډول ډول دلایل راوړي .
که څه هم دی په ګوند کی د انتقادي نظریې د پیروانو د جملې څځه دی ، هغه انتقادی اندونه چی د مرحوم ظاهر افق په مشری د هیواد کابو په ټولو ولایتونو کی خپاره سول او په نتیجه کی د یو شمیر زیاتو تکړه کدورونو په شمول چی د هیواد د ګوت ګوټ څخه د ګوند څخه اخراج سول او یا یې هم د ګوند سره مقاطعی وکړی . په دې جمله کی معصوم هم په کندهار کی او ما (زمری محقق ) په ۱۳۵۱ کال کابل پوهنتون کی د ګوند سره د همدغو انتقادي نظریاتو په بنسټ اړیکی وشلولې .
خو زه د ده دې اند سره موافق نه یم چی د انتقادیونو دوې ډلي وی یوه د مرحوم افق او بله هم د معصوم ډله .
لکه چی هوتک صاحب وائی :
« د ظاهر افق ډلي عامه نظر ته داسي فهموله چي گويا د ارغنداو ټول ملگري دده
په ډله کي شامل کسان دي. د ګوند رهبرۍ ته یې همداسي ورفهموله چي موږ او دوی پر يوه سياسي پليټفارم راغونډ کسان يو.
د ظاهر افق دا کار له شخصي مناسباتو څخه ناروا استفاده وه چي ما پخپله د ناروا عمل په توگه په زړه کي غندله خو په خوله مي نه بيانوله. زموږ او د افق سياسي ملگرتيا په محيط کي دونده عامه سوې وه چي سره بېلوالی مو د چا زړه ته نه لوېده »همدغه کتاب ۸۰ مخ .
د شورا ټاکني :
بله خبره چی زه نه یم ورسره موافق هغه داده چی دمرحوم عبدالاحد کرزی او خدای بخښلي محمد علم بڅرکی د ۱۳۴۵ کال انتخابات چی په نتیجه کی کرزي په سلو رایو اضافه بریالی علان سو ګواکی عادلانه ټاکنی وی .
لکه چی لیکي :
« ترکومه ځایه چی زه اوس هغه ورځ را یادوم په انتخاباتو کی څرګنده لاسوهنه او نوره مداخله نه محسوسېدل …. انتخابات په هغه شرایطو کی آزاد ګڼل کیدل .»
همدغه کتاب ۶۳ مخ .
په داسی حال کی چی په هغه وخت کی حکومت پریکړه کړی وه چی په هر ډول چی وی باید د ویښ ځلمیانو استازی شورا ته کامیابه نه سی . په همدی اساس یې حتا د کندهار د محبس بند یان هم د عبدالا حد کرزی په ګټه د رایو اچولو ته ، را وایستل . اوخدای بخښلی عبدالشکور رشاد یې هم د انتخاباتی حوضی څځه ولاړ او بندی کړ چی وروسته یې د عسکری د دورې د نه تیرولو په خاطر د کاندیدو څخه محرومه کړی .
په دغه هکله خدای بځښلی هاتیف لیکی :
« انتخابات پیل سول ، پرته له دې چی د رایی ورکوونکو فهرست موجود وی ، یا دي د انتخاباتو مستقله اداره موجوده وي، د انتخاباتو قانون نه وو، انتخابات چی مهم اصل یې سریت دی ، هغه د تذکرو په رویت په ښاره دفتر کی ثبتیدل …
حکومت د خپل ټول خبرت او قدرت سره فیصله کړی وه چی له کندهار څخه د ویښ ځلمیانو د جملی څخه څوک رانه سی ځکه نو هغو ته د انتخاباتو امکان باقی نه وو پاته …»
و ګ / د عبدالرحیم هاتف لیکونه ( د عبدالظاهر څرک په نامه ) دولسم لیک او یا هم د زمری محقق ( د کتابونو د لنډیز ) اثر ۹۷ مخ .
لنډه دا چی که تر ځینو وړو تیر وتنو تیر سوو په ټول کی کتاب یو لړ زیات ارزښتمن معلومات رانغښتي دی .
خدای پاک دي ښاغلی معصوم هوتک ته روغ صحت او پراخه حوصیله ورکړی ، څو د فرهنګي چوپړ دې لړۍ ته دوام ورکړي .
د هوتک صاحب پر عمر او قلم دي برکت وی .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.