حکومت په وچه کلکه نګه ملايي نه کيږي

سيد حسين پاچا

197

توريالی همت له پروفيسور ستانېزي سره له علمي اړخه سيال نه دی

حکومت په وچه کلکه نګه ملايي نه کيږي

ملا او مدرسه د حکومت برخه ده، خو حکومت نه دی، توريالي همت او ډلې يې ترې وروسته پاتې کليوالي مدرسه جوړه کړې ده

طالبي مشخصې ځانګړتياوې او د راتلونکې حکومتولۍ بڼه يې له مخکې نه د آی ايس آی د يو پلان له مخې ترسيم شوې او کرنيل امام ته سپارل شوې وه چې د هغو ځانګړو مشخصاتو له مخې ورته همغسې منجمد ذهنيته کسان له مدرسو او جوماتونو وروزي او په راتلونکې کې يې د خپلو پلانونو له مخې وګوماري چې همغسې يې وکړل

نوټ : د طالب په تېره مخکېنۍ پينځه کلنې  واکمنۍ کې پاکستان له موږ د زده کړې حق غصب او اخېستی وو او له ځان سره يې ساتلی وو او اوس يې هم دا دی بيا د خپلو بادارانو په مټ اخېستی او غصب کړی دی او نه يې راکوي. کله را ته فرهنګ، کله راته مذهب (دين)، کله راته نامناسب شرايط او کله راته يو څه او کله راته بل څه پلمه کوي. طالب (پاکستان) اول و اخر زموږ د خاورې او د نسلونو دښمن وو، دښمن دی او دښمن به وي. له طالبه (پاکستانه) د خير او د ښوونځيو او د پوهنتونونو د خلاصون او د مېرمنو د کار او د درنښت تمه مه کوئ. د پنجاب نظامي او استخباراتي بنسټونو د دوی ذهنيتونه سخت پرېمينځلي دي چې روحي درملنه يې له الهي نصرت او رحمت ناشونې ده. طالب، داعش او مجاهد دا ټولې پروژې د افغانستان د تخريب، سوځونې، له عصري – اسلامي زده کړو بې برخې کولو او له نړېوالې ټولنې نه د منزويتوب لپاره روزل شوي او ګومارل شوي دي.

کرنيل امام او استخباراتو يې طالب د خپل زاړه بادار د دغه پورته سپارښتنو له مخې له دين لېرې او ناخبره منجمد ذهنيته روزلی، ځکه خو يې د چرچېل په دغه روحيه روزلی چې خپل موخې په افغانستان کې پلې کړي.

کرنيل امام

د افغانستان د جهاد داستان

 ۴۷ او ۴۸ مخونه

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان په لاس کې وي او بل هر څوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروسته ما ته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

مشرانو غوښتل چې زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوي کمانډران ټرينينګ کړم، د دغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، دوی بايد د عصري زده کړو پر ځای ديني زده کړې ولري. ديني زده کړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي.

زمونږ داسې کسان په کار ول چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

د آی ايس آی او د کرنيل امام زړه نسخه ((تګلاره)) او ځانګړتياوې يې

کرنيل امام ته آی ايس آی دا نسخه ورکړې وه چې له دې نسخې سره سم کسان ورته وروزي او همغسې کسان يې ورته له بېلابېلو جهادي ډلو ټپلو چې زياتره يې د مولوي نبي محمدي د ډلې پورې تړاو لري. رښتيا چې مولوي محمد نبي خپله هم ساده ګل وو او د ډلې اړوند ملايان يې همغسې ساده ګان ول چې کرنيل امام ورته پخپل کتاب کې ورته اشاره کړې ده.

  • د افغان جهاد نګراني تل د پاکستان په لاس (واک) کې وي. که بل هر څوک رامخته کيږي، نو خپلې کړنې بايد د پاکستان تر نګرانۍ او لارښوونې له ليارې مخته يوسي.
  • داسې ساده ګان يې په کار ول چې هغه تش په نامه دينداره او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.
  • پنځوس نوي بولندوي ورته وروزي.
  • د عصري زده کړو پرځای ديني زده کړې ولري.
  • ديني زده کړې يې هم د منل شويو نړيوالو عصري سيستمونو پرځای پر مدرسو او جوماتونو ورټولې وي او تمرکز يې بايد ټول پر ديني زده کړو وي.

همداسې د ښاغلي سيد بلال فاطمي دغه وروستۍ او ځينې نورې يوټيوبي مرکې يې چې له ځينو بېلابېلو مخکېنيو او وروستيو رسنيو سره يې کړي دي او په هغو کې يې ځينې هغه کسانو ته هم په زغرده او بربنده توګه اشاره کړې ده او د هغوی نومونه يې ښوولي او افشا کړي دي چې د نجونو له زده کړو او د مېرمنو له کار سره سرسخت مخالف دي چې دا په زغرده ښوونه او پر ځای نيوکه يې د درنښت وړ بولم او درناوی يې کوم. کاشکې چې دغسې نور خلک او هېوادوال هم رامخته شي او د دوی دغه نومونه او کړنې لا پسې بربندې او نومونه يې ملت ته ورښکاره او په لاس ورکړي چې په راتلونکې کې بيا د خپلو دغو نامشروع کړنو او له ملت سره د ستر ظلم او زياتي حساب وکتاب پر وړاندې مسؤول او يو په يو حساب ورکړي.

زه پر خپل استاذ محترم شيخ نور محمد ثاقب باندې پر زغرده غږ کوم چې شيخ صاحب محترم تاسې خو يو عالم دين ياست. که يو خوا ته دې بېګانه نظاميان او استخبارات دي، خو بلې خوا ته دې بيا ملت او ولس دی چې دا هم له پامه غورځول په کار نه دي. له بېګانه وو د سړي رغيږي، خو له خپل کورکلي، مهلت، له ملت او ولس نه – نه رغيږي.

که ستاسې له ډلې د نديم، حنفي، شيخ دلاور، شيخ عبدالحکيم، حبيب الله اغا، شيخ هبت الله، ملا حسن اخوند او داسې نورو له زده کړو سره د مخالفت، دښمنۍ او د مخنيوۍ خبرې کيږي او مخالفت او دښمني له هېچا پټه نه ده، خو تاسې خپله شخصًا، شيخ دلاور، شيخ عبدالحکيم او مولوي عبدالکبير ته هېڅکله په کار نه وه او په دې ازاري لوبه کې يې برخه نه وای اخېستی. ښه به دا وه چې تاسې خو د بېګانه وو په استخباراتو کې لوبېدلی نه وای او ځانونه مو ترې ساتلی وای، خو له بده مرغه چې ستاسې ځينو دوستانو تاسې دې بدنامو سوړو ته ورپېژندلی نه وای. چا چې د بېګانه وو له دې بدنامو سوړو سره يارانه کړې ده، نو هغوی بيا هېڅکله ښه ورځ ليدلې نه ده.

شيخ صاحب نورمحمد ثاقب،

تاسې د بې نظيرې د کاکا نصيرالله بابر مرکه او د هغه د زړه هغه پټې خبرې او زړه دښمني راخېستې ده چې تاسې يې هم ولولئ چې څه يې ويلي دي؟

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus River.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

***      ***      ***

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

***      ***      ***

کرنيل امام

د افغانانو وينه مرداره ده – پرېږده چې تويه شي.

شيخ صاحب دې کرنيل امام بيا اته يا اتنيم کاله له ملا محمد عمر سره تېر کړي دي، چې دېته خو هم تاسې ښه سوچ وکړئ چې څه يې کول؟

جنرال حميد ګل :

سوال : حقانی نیٹ ورک کی اہمیت کیا ہے؟

جواب : حقانی نیٹ ورک کی اہمیت یہ ہے کہ اگر حقانی وغیرہ کی جو سوچ ہے وہ انتہائی پاکستانی سوچ ہے یعنی پاکستان کے ساتھ اس کو آپ کہہ لے کہ میں اپنے داعیہ پہ آپ کو بتاؤں کہ حقانی صاحب کو جب میرے دونوں بیٹوں نے جہاد پہ جانا تھا انہوں نے خواہش کی تو میں نے انتخاب کیا تھا حقانی صاحب کا کہ ان ساتھ جائیں گے اور یہ انہی کے ساتھ گئے عمر اور عبداللہ دونوں مختلف اوقات میں افغانستان میں جہاد کیلئے شریک ہوئے۔

حقانی صاحب میرے جتنے ہی پاکستانی ہے۔

حکمتیار ہو یا حقانی ہو  ان کے بارے میں بڑے وثوق کے ساتھ کہہ سکتا ہوں کہ وہ اتنے ہی بڑے پاکستانی ہیں جتنا میں ہوں۔ تو اسلئے.

https://www.youtube.com/watch?v=L6PgGF1CiMU

DG ISI Hamid Gul: Haqqani & Hekmatyar are as Pakistani as I am.

https://www.youtube.com/watch?v=2ZGfs6VD8I0

Former Pakistan ISI Chief: Haqqani and Gulbudin both are both as patriotic Pakistani as I am

https://www.youtube.com/watch?v=L6PgGF1CiMU

DG ISI Hamid Gul: Haqqani & Hekmatyar are as Pakistani as I am.

https://www.youtube.com/watch?v=2ZGfs6VD8I0

Former Pakistan ISI Chief: Haqqani and Gulbudin both are both as patriotic Pakistani as I am

شيخ صاحب نور محمد ثاقب،

تاسې ته منحيث يو عالم ښه پته ده چې د انبياو او صحابه وو جهاد اصلاح (سمون) او توحيد وو چې له الله تعالی سره به په ذات او اوصافو کې شريک (سيال) نه پيدا کوې او همداسې د شرک دواعي (اسباب) به له مينځه وړل وو، لکه ابراهيم عليه السلام او محمد صلی الله عليه وسلم د خپلو قومونو بُتان مات کړل. د الله تعالی په کور يې درې سوه او شپېته بېلابېل بُتان اېښي او نومولي وو او همدغه کار د ابرهيم عليه السلام پلار هم کولو. بُتان به يې جوړول او بيا به يې نومونه اېښوول چې دا درته دا کوي او دا درته دا کوي او د مکې قريشو لا خپل هغه غټ بُتان د ((لات، منات او د عُزّی)) په نومونو نومولي وو او سوګندونه به يې پرې کول، نو زما پوښتنه له تاسې نه د يو عالم په توګه په جهادي او طالبي پيرونو کې دغه تخريبي کړنو ته په افغانستان چې د پاکستان د هر يو نظامي او غير نظامي چارواکيو او ان د سياسي چارواکيو او د اسلامپالو ګوندونو څنګه توجيه کوئ؟

ولې دا تخريبي کړنې او سوځونې په پاکستان او په کشمير کې ناروا دي او ولې په افغانستان کې روا دي؟

ولې جهاد په افغانستان کې روا دی او ولې په پاکستان او د پاکستان په اړوند کشمير کې ناروا دی؟

موږ کشميري سردار عبدالقيوم خان ته څه ويلي چې مشرف ته يې ويلي وو :

امريکايان بايد داسې بريدونه وکړي چې د کابل دوړې موږ په اسلام اباد کې ووينو.

ايا دا مو بد کړي چې له د افغانستان له ستر او نه بښونکي دښمن نصير الله بابر سره همدا پښتانه د کشمير جنګ ته تللي وو او د پاچا په وخت کې لوی جرګې پرېکړه وکړه چې دا تاريخي بدنامي ځانته نه پرېښوولی نه شو چې د هند و پاکستان په جنګونو کې د هند تر شا ودريږو او يو مسلمان ورته د شا له مخې په خنجر ووهو. تاسې د مشرف تاريخ وګورئ چې مور به يې بهرنيو مېلمنو ته ګډل او نڅا به يې ورته کوله. د هغې نڅاګرې زوی طالبان راټول او بيا سره منظم کړل او د ښاغلي کرزي او غني پر وړاندې يې وجنګول. زموږ سيد بلال فاطمي پاچا صاحب دې لږ نور ژور ولاړ شي چې ايا د پاکستان نيابتي جګړې ته جهاد ويلی شو او يا نه؟ همداسې د جهادي پير کې بلا ډېرې خبرې دي چې د پاکستان نيت له خپل پيدايښت نه تر ننه سم نه دي، نو موږ څنګه د خپل يو سرسخت دښمن نه چې مشروع حق يې هم زما لاندې کړی او نه يې راکوي او هم يې زموږ سياسي خپلواکي رانه غصب کړې او نه يې راکوي او له دې سره سره يې د تعليم حق هم رانه اخېستی دی. تاسې خو يو عالم ياست او تاسې ته هغه وخت چې د باړې په هاشميه کې واست ښه پته ده چې د طالبانو او د ملا صاحب محمد عمر په رامينځته کونه کې کرنيل امام څه رول لوبولی دی؟ هغه ټولې هغه پخپل کتاب کې شته چې تاسې يې ولولئ او بيا پرې خپل علم راولئ او منصفانه قضاوت وکړئ.

بيا هم تاسې دريادوم چې د نجونو ښوونځي چې تاسې ته يې هم د بندښت د پړې ګوته نيول کيږي له دغه ستر تاريخي مسؤوليته خپل ځان خلاص او سملاسي د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص او هم مېرمنو ته د کار اجازه ورکړئ.

همداسې توريالی همت چې د پبو په جلوزيو کمپ کې په لېوني مشهور وو وريادوم چې افغانستان يو زوړ تاريخي ټاټوبی دی او دې خاورې ته هېڅکله د پنجاب له سترګيو مه ګوره. دا خاوره د تاريخ په خورا سختو نازکو حالاتو او له سختو لوړو ژورو راوتلی چې بيا به هم راووځي او بيا به هم د علم او تمدن زانګو شي، خو ستاسې د پنجابي بنسټ د چړيانو به څه حال وي؟

ضياءالحق، اختر عبدالرحمان، مشرف، بابر، حميد ګل، کرنيل امام او نور تورمخي کارغان زموږ د خاورې دښمنان دي او تاريخ به يې هېڅکله ونه بښي.

ګرانه همت جانه،

ځان ډېر ملا ملا مه کوه!

زده کړه او کار د هر نارينه او ښځينه انسان حق دی او دا د وخت اړتيا او ضرورت دی. بې له زده کړې ژوند مخته نه ځي. مخکې خو به د مسلمان په نوم د حج په نوم د خلکو له سرحدونو تېرېدای شوې، خو کاشکې چې چا زه پخپله خاوره کې چې يوه فرضي کرښه تېرې شوې نه پرېږدي او بېلابېلې ستونزې راته رامخته کوي او مېوې او سبزيجات مو خوسا شي، نو همت جانه ته او رب العالمين دې چې پينځه وخته لمونځ هم کوې څنګه احساسوې او دا ښکاره زور زياتی ته څنګه توجيه کوې؟

ګرانه همت جانه،

دا ساده ګي دې پرېږده چې د نجونو زده کړه فرض ده او يا نه؟

څوک دې راته ثابت کړي چې د نارينه وو علم فرض دی او يا نه؟

تاسې د قرآن او د حديثو يادونه هم وکړه.

ته او انصاف دې چې زموږ د فقهې حنفي اړوند حاشيه ردُّ المختار علی دُرِّ المختار به دې لوستی وي او هلته وګوره چې څومره علم فرض دی؟

خلک مه ننګوه او نه ننګونو ته اړتيا شه، بلکې خپله پوهه دې زياته کړه چې له رسنيو سره له احساساتي کړنو راوګرځې. علم کې سکون دی او په ناپوهۍ احساسات دي او انسان خپل کنټرول له لاسه ورکوي، نو که ځان غواړې چې عالم اوسې، نو احساسات دې کابو کړه چې دا خپله ستاسې علمي کچه زياتوي.

د الله تعالی نېکبخته د پنجاب په مُريدۍ کې درته هېڅ ګټه نشته او هسې بېځايه لاپې هم مه کوه. تا خو مخکې ويلي وو چې په همدا نن وسبا کې مکتبونه خلاصوي، خو دا دی درې کاله تېر شول او درک دې ونه لګېده، نو د طالبانو يوه لنډۍ به در په ياد کړم :

ما ته دې دوه ورځې بهانه کړې

مياشتې دې تېرې شوې کلونه دې شمېرمه

په رسنيو کې ځينې لاپې مه کوه او يوټيوب کې همدا اوس هغه ژمنه شته چې تا وويل چې زه تاسې ته زيري درکوم چې مکتبونه به ډېر ژر خلاص شي او تاسې به ډېر ژر ښه زيری واورئ، خو هېچا په دې دريو کلونو کې له تاسې له ناهيلۍ پرته بل څه وانه ورېدل، نو ايا ښه به دا نه وي چې ((الدين النصيحة)) يو شی دې چې په واک کې نه وي، نو هسې بېځايه لاپې شاپې مه کوه چې لږ تر لږه خو په دروغو کې رانه شې او له دغه حکمه مستثنی شې چې ((فنجعل لعنة الله علی الکاذبين)) ايآ دا شرم نه دی چې د پنجابي استعمار لپاره خپله خپل ځان په الهي او اخلاقي مسؤوليت کې راولې، اخر ولې؟

پنجاب به تا ته له ندامت پرته څه درکړي؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

https://www.youtube.com/watch?v=NbtM6YSzWiE&t=2696s

لیدلوری: د اسلامي امارت او یوناما پر یو بل نیوکې-Viewpoints: Criticisms Between IEA and UNAMA

د سيد بلال فاطمي د پاموړ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.