لیلی د ښته
د ډله ييزو قبرونو ساتنه
د پلټنې پروسه
( آرشیف )
لیکنه ۱۵ کاله مخکې په سیمه کې په هغه بیسارې جنګي جنایت رنا اچوي چي کورنی او بهرنی اړخونه په کې دخیل و. شیخ هبته الله په شمال کې د خپل مسافرت په لمړیو ورځو کې دښت لیلي ته لاړ او شهیدانو ته دعا وکړه. دا په داسې حال کې چې قاتلین او جنایتکاران د عفو تر پوښښ لاندې عادي ژوند تیروي. طالبان د مصلحت سیاست له مخې د عدالت په تأمین کې له تناقضاتو سره مخ دي او د آزمون له میدان څخه بریالي ندی وتلې.
د نړیوال قوانینو له مخې جنګي اسيران له خپلو حقوقو څخه بي برخي كول او په ځانګړي توګه يي وژل، جنګي جنايت او د اشد مجازات وړ ګڼل كيږي . د ۲۰۰۱ م كال د نوامبر ۲۹ مه نيټه په ليلي دښته كي د ډله ييزو قبرونو كشف په بي ساري توګه د بشر د حقوقو د نړيوالو سازمانونو پاملرنه ځان ته د دي په خاطر راواړوله چي په پيښه كي د امریکا مسئوليت مطرح دي. كه نه په افغانستان كي په تيروشلو كالو كي د هغه په شان په زرګونو جنايات شوي دي ، چي جنايتكاران نه يوازي دا چي مجازات شوي نه دي بلكي مكافات هم ور په برخه شوي دي. م . م سږكال تصميم ونيوه چي د پيښي د پلټني په مقصد يو پلاوي افغانستان ته واستوي . دغه كار دا واقعيت په ګوته كوي . چي نړيوالي ټولني دغه ټكي ته پام اړولي چي په افغانستان كي د جنګي جنايت كارانو حضور د مدني ټولني د جوړيدو د پروسي په وړاندي يو لوي خنډ دي . موږ په اوسني بحث كي د ډله ييزو قبرونو د ساتني او په دي هكله د پلټني په اړه غږيږو .
لومړى: د ډله ييزو قبرونوساتنه :
د جګړي په شرايطو كي د ډله ييزو قبرونو شتوالي د جنګي جنايت د ارتكاب يوه مهمه بيلګه ګڼل كيږي . په هيواد كي د شوروي تر يرغل وروسته جنګي اسيرانو وژنې ته د واکمني د تینګیدو په یو لاسوند کتل شوې.
د كمونيتسانو، مجاهدينو، طالبانو ( لمړي واكمني ) او د طالبانو تر سقوط و روسته د جنگی جنایت بیلګی موجودی دی .
الف : شوروي دولت سره له دي چي د نړيوالو قوانينو لاسليك كوونكي و، د افغاني جنګي اسيرانو په بي رحمانه وژلو تورن دي . په دغه مرحله كي د ډله ييزو قبرونو نښي نښاني د شوروي د نظامي واحدونو د نظامي هډي په شاوخواكي يا د زندانونو په نږدي سيموكي موجودي وي . بهتره به دا وي چي په يوه مناسب وخت كي د ډله ييزو قبرونو نقشي له روسانو څخه تر لاسه شي.
د ۱۹۹۶ م كال د مارچ ۱۸ نيټه يوه ډله ييزه هديره چي په كي ۸۰۰ مړي ښخ كړل شوي وو د كمونيستي نظام د جنايت د سند په توګه په ننګرهار ولايت كي د ۸۱ غونډ په نژديوالي كي كشف شوه. هغه ډله ييزو قبرونو چي د كمونيستي نظام د واكمني په وخت كي رامنځ شوي دي ، سره له دي چي په کی جنګي اسيران ښخ شوي دي او سره له دي چي د جنګي جنايت كارانو د جرم يوه مهمه بيلګه ګڼل كيږي، د ملي مقاومت او د هيواد د اصلي بچيانو د اتل والي يوه لويه نمونه ده . دغو هديرو په مذهبي لحاظ د زيارت ځاي او په سياسي لحاظ د راتلونكي نسلونو لپاره د ملي نواميسو د ساتني د قربانیانو څخه د امتثال يوه مرجع به وي.
ب : مجاهدينو د حكومت په وخت كي چي افغانستان په كورني جګړه اخته شو په زرګونو انسانان ووژل شول . په دغه وخت كي د جنګي اسيرانو د وژلو احتمال د نورو سيمو په پرتله د كابل په جګړو (افشار، دشت برچي) كي زيات ليدل كيږي . په ۱۹۹۵م كال كي د م.م د عمومي اسامبلي د ۲۰۷ مي ګڼي پريكړه ليك له مخي د م.م يو ځانګړي كميسيون بايد په افغانستان كي د بشر د حقوقو څخه سرغړونيو وڅيړي او په دي باب دي مستند راپورونه برابر او د م.م د عمومي منشي له لاري دي د امنيت شوراته وړاندي كړي . خو قضيي عملي بڼه غوره نه كړه .
ج : د طالبانو په واكمني كي په ۱۹۹۷ م كال كي د دسمبر په ۳۰ مه نيټه اټكل ۳۰۰۰ اسير طالبان د سيالو ډلو له خوأ ووژل شول او په ليلي دښته كي په يوه ډله ييز قبر كي خاوروته وسپارل شول. د دغه بي ساري جنايت تورونه پر پهلوان ملك او خليلي ( دواړه دشمال دائتلاف غړي) لګول كيږي . م . م دقضیي د پلټني په مقصد يو كميسيون وټاكه چي مشري يي د « شونګ يونګ » پر غاړه وه . تر ۱۴ ورځو وروسته چي پلټني دوام و مومند دوسيه د نامعلومو دلايلو له كبله تر نن پوري معلق پاتي شوه . د طالبانو تر سقوط وروسته بيا اټكل ۳۵۰۰ نفره اسير طالبان د شمال ائتلاف د ځواكونو له خوا ووژل شول ، چي په همدغي ليلي دښټه كي په ډله ييزو قبرونو كي ښخ شول .
په افغانستان كي د جنګي جنايتكارانو راتلونكي محاكمه موږ دي ته اړ كوي چي د ډله ييزو قبرونو په اړه لومړي په ټول ملي قلمرو كي پلټني تر سره كړو او وروسته د هغوي دساتني لپاره ترتيبات ونيسو . زما په اند دغه كار بايد د يوي ځانګړي اداري په واسطه چي د حكومت په تشكيلاتو كي ځاي پر ځاي كيږي تر سره شي. موږ كولاي شو چي دغه دنده د شهداء او معلولينو اوسني وزارت ته وسپارو .
د ډله ييزو قبرونو په اړه پلټني چي په واقعيت كي د جنګي جنايت كارانو په اړه د اسناد او مداركو د راټولولو مانالري ، دا ايجابوي چي حكومت بايد ملي بڼه ولري او د ټوپك تر حاكميت لاندي نه وي. په هر حال ! دغه اداره چي د يوي نظامنامي پر بنسټ د نړيوال سره صليب په همكاري په فعاليت پيل كوي بايد د كار يوه اجنډا ولري چي لاند يني بنسټيز مطالب په كي شامليږي :
– په ټول افغانستان كي د ډله ييزو قبرونو د جغرافيايي موقعيت د ژونديو او عيني شاهدانو په مرسته چي هرو مرو تر اوسه پوري شته دي راجستر كول .
– د هري هديري لپاره يوه ځانګړي دوسيه جوړول . په دغي دوسیي كي د امكاناتو په حدودو كي بايد د پيښي نيټه ، د مړيو شمير ، د شهيدانو هويت او د هغو د سياسي علايقو څرنګوالي څرګنده شي .
– د ټولو ډله ييزو قبرونو فلمونو او ويدويوي كاسټونه اخيستل ، تر څوچي كه تورن كسان قبرونه تاواني كوي او يايي له منځه وړي، اسناد يي موجود وي .
– د بين المللي سره صليب په مرسته د ډله ييزو قبرونو د ساتني په اړه امنيتي جدي ترتيبات نيول . له قراينو څخه داسي څرګنديږي چي وروسته له دي چي د “ايساف” ځواكونه په افغانستان كي ځاي پر ځاي شول ، د افغانستان پيښي د نړيوالو سياسي معيارونوله زاويي څخه كتل كيږي . د همدغه بهير له مخي په هيواد كي جنګي جناياتو ته ځانګړي پاملرنه اړول شوي ده . د اروپايي اتحاديي كيڼ اړخی چي د افغانستان په اړه په دغه برخه كي مخكښ ښكاري او مشر يي « فرانسيس ورتز» نوميږي ؛ د ۲۰۰۲ م كال د جون ۱۲ د اروپايي پارلمان په استازيتوب له نړيوال سره صليب او م.م څخه غوښتنه وكړه چي دليلي دښټي ډله ييزو قبرونو په اړه پلټني پيل او د هغوي د ساتني كلك تدابير ونيسي . سږكال په مي مياشت كي د بشر د حقوقو يوه امريكايي « او ، اين ، جي » (پي ، ايچ ، ار) د مزار شريف د ډله ييزو قبرونو په اړه يو مقدماتي راپور خپور او په هغه كي يي له نړيوالي ټولني او له افغاني مقاماتو څخه د هغو سيمو د ساتني غوښټنه وكړه چي ډيره جنايتونه په كي واقع شوي دي .”جان افمان ” چی نوموړي راپور يي برابر كړي دي وايي چه موږ كرزي او « دونالد رمز فيلډ » ( د امريكا د د فاع وزير) ته ليكونه استولي وو چي په كي د ډله ييزو قبرونو دساتني غوښتنه شوي وه . تر اوسه هيچ يوه پايله تر لاسه نه شوه . همدغو امريكائي او انګريزي و اكمنانو زمونږ غوښتني ته ځواب را نكړ او یوازی م ، م موږ ته داد ورکړ چي ذيعلاقه سيمي په منظمه توګه تر هغه وخته پوري تر نظارت لاندي نيول شوي دي چي دعدالت لومړني پروسه ( جنايي تحقيق د حقيقيت پيدا كوونكي كميسيون يا د نوموړيو دواړو پروسيجرونو مخلوط ) رامنځ ته شي .
دغي پروسي سږكال داكتوبر پر ۹ مه نيټه عملي بنه غوره كړه . م ، م تصميم ونيو چي په هيواد كي د ډ له ييزو قبرونو د شتوالي د پلټني په مقصد يو پلاوي د ميرمن « اسما جهانگير» په مشري افغانستان ته واستوي . په جولاي كي په ليلي دښته كي د ډله ييزو قبرونو د قصدي تاواني كيدو خبره راپورته شوه . د پي ، ايچ ،آر يوه پلاوي په بيړه سيمي ته لاړ او تر تحقيق وروسته يي اعلام وكړ چي پيښه د طبيعي عواملو ( باد ، باران …) له كبله رامځ ته شوي ده .
دويم: د ډله ييزو قبرونو په اړه پلټنې :
د ډله ييزو قبرونو شتوالي چي په كي جنګي اسيران ښخ شوي دي د بشر دحقوقو له عمومي اصولو څخه د سر غړوني بيلګي ګڼلي شو . په ۱۹۹۹ م كال كي د م .م عمومي منشي اعلام وكړ چي افغانستان په دريو لويو ښارونو كي ۱۲ څارونكي ځاي پر ځاي كوي . دبشر له حقوقو څخه سر فرانسيس ورتز د اروپايي اتحاديي دكيڼ اړخ رئيس سږ كال د جون په میاشت كي دخپلي اتحاديی په استازيتوب دليلي دښتي د وروستي پيښي د پلټني په اړه نړيوال سره صليب او م.م ته غوښتليكونه استولي وو . د جولاي پر ۸ مه « گوردان بت» د نړيوال سره صليب وياند ځواب وركړ چي : موږ په هيچ يوه پلټنه كي برخه نه شو اخيستي . زموږ لومړني دنده د جګړي قربانيانو ، ژوندي و ګړو او په جګړو كي د ورك شويو كسانو پاتي كورنيو ته مرستي رسول دي.
دا ويره شته چي په يوه پلټنه كي د نړيوال سره صليب ګډون د هغه پر فعاليتونو باندي چي له خلكو سره په آزاده توګه د تماس پر بنسټ يي جوړوي منفي اغيزه واچوي . په هر حال ! م.م به د ناپيليتوب او محرميت له اصولو سره سم نړيوال سره صليب ته اجازه ور نه كړي چه د پيښي په اړه د يوي محكمي په وړاندي شهادت ادا كړي . ميرمن « ماري روبنس » د م.م دبشري حقوقو د عالي كمشنري ويانده په ژنو كي فرانسيس ورتز ته وويل : « د بشريت ضد جنايت پر وړاندي بايد هيڅ ډول زغم موجود نه وي . د قضيي لپار اصلي مسوولين په پيښه كي اخته دولتونه دي . موږ په دي ډاډه يو چي دافغانستان دولت د تيرو جناياتو د پلټني په هكله صادق دي . د امريكا دولت به ورته دريځ ولري» .
د ماري روبنس خبره له واقعيتونو سره سمون نه خوري. تر اوسه پوري د انتقالي حكومت له خوا د پيښي د پلټني په اړه هيڅ يو اغيزناك ګام نه دي پورته شوي . او تر هغه وخته پوري چي په جنګي جناياتو تورن ټوپكيان او جنګسالاران په حكومت كي واكمن وي (بيړني لويي جرګي د هغوي قدرت ته مشروعيت ور په برخه كړي دي ) د كابل حكومت له خوا د پيښي د پلټني په اړه هيله مندي غير واقعبينانه ښكاري .
تجربو ښودلي چي د امريكا دولت هم د پيښي دتحقيق په اړه جدي نه ښكاري. سږ كال د جون د ۳۰ می دجولاي تر لومړني نیتی پوری د امریکایی قواوو له خوا د ارزګان پر يوه كلي د واده پر يوي غونډي باندي بمباردمان وشو چي ۴۸ وژني او ۱۱۸ ټپيان يي درلود . امريكانه يوازي دا چي د پيښي د پلټني په اړه يي جدي ګام پورته نه كړ ، بلكه د « لوماند » مياشتني خپروني په قول ( د اګست پر ۲۲، ۲۰۰۲ م كال ) پر م .م باندي فشار واچول شو چي خپل تحقيقي راپور چي په كي د امريكايي مقاماتو مسئوليت په ګوته شوي و ، مديا ته ونه سپاري. څلور كاله تير شول تر څو چي م ، م په دي بريالي شول چي د بوسني ۱۹۹۵ كال د جولاي د ډله ييزو وژنو په باب يو رسمي راپور وړاندي كړي . زما په اند په افغانستان كي ځيني كورني او بهرني دلايل شته چي نړيواله ټولنه دي ته هڅوي چي د افغاني جنګي ډلي د جناياتو د پلټني په اړه له چټكي كار واخلي . « پاي » ـ سپتامبر ۲۰۰۲
( آرشیف )
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.