راپور: تاج محمد جاهد
پنجشنبه، ۱۴۰۳ د وږي ۱۵مه
د بغلان ادبي بهیر “فکري اکاډمیک لړۍ” خپله ۳۲مه ناسته ترسره کړه، د ګرد مېزي دغه غونډه د عبدالوهاب مومند په خبرو پرانیستل شوه او د فکري لړۍ په پیل او اغېزو یې خبرې وکړې، ورپسې د سیمینار وړاندې کوونکي ته بلنه ورکړل شوه چې په دې علمي سیمینار کې دوکتور وحید وطنیار “د نړیوال چاپېریال سیاست او د افغانستان اقلیمي بحران” په اړه موضوع درلوده چې منځپانګه یې “په افغانستان کې د چاپېریال وضعیت او د هغه د مخنیوي لپاره تګلارې” او حل لارو باندې بحث درلوده، د دوکتور وطنیار د بحث نچوړ داسې را غونډولی شو:
اقلیمي بدلون د یوې نړیوالې ستونزې په توګه جدي اقداماتو ته اړتیا لري. د دې بدلون مخنیوي لپاره لاندې ګامونه اخیستل مهم دي:
۱- د انرژۍ موثریت: د فوسیل سون توکو لکه سکرو، تېلو او ګازو پر ځای د بادي، لمریزه او هایدرولوژیکي انرژیو کارول.
۲- زرغون چاپېریال: د ځنګلونو او ونو کښت زیاتول؛ ترڅو د هوا ککړونکي مواد جذب کړي او د کاربن ډای اکسایډ کچه کمه کړي.
۳: صنعت او ټرانسپورټ کې بدلون: د موټرو او صنایعو لپاره د پاکو ټکنالوژیو څخه کار اخیستل، لکه برقي موټرونه او کم کاربن پروسې.
۴: د کثافاتو سم مدیریت: د بیا کارونې او د کثافاتو د کمولو په وسیله د میتان او نورو ګازونو د خوشې کېدو مخنیوی او د کثافاتو سم پروسس.
۵- د اړیکو او پوهاوي زیاتوالی: د اقلیمي بدلون په اړه د خلکو پوهاوي زیاتول، ترڅو هر څوک په خپل ځای کې مرسته وکړي، لکه د اوبو او برېښنا د کارولو پر مهال د سپما اصول رعایت کول.
۶: سیاستي بدلونونه: حکومتونه باید داسې پالیسۍ جوړې کړي چې د اقلیمي بدلون مخه ونیسي، لکه د کاربن مالیات او د شنو چاپېریالي پروژو ملاتړ.
د دغو اقداماتو ترسره کول به د اقلیمي بدلون پر وړاندې یو ګډ نړیوال هڅه وي.
همدارنګه دوکتور وحید وطنیار د اقلیمي بدلون (Climate Adaptation) په تګلارو هم خبرې وکړې چې د هغو اقداماتو ترسره کول دي، چې د خطرونو او ستونزو پر وړاندې مقاومت پیاوړی کوي او د زیانونو کمولو لپاره تدابیر نیسي.
د غونډې په ازاد بحث کې وسیم مومند، استاد جمعه خان توخي او عبدالمبین صافي خپل نظرونه او پوښتنې یې څرګندې کړې چې ویناوال ورته مناسب ځوابونه مطرح کړل. په دغه غونډه کې ګڼو فرهنګي مشرانو، فعالو ځوانانو او د بغلان پوهنتون استاد “توریالي اعتمادي” برخه اخیستې وه. ناسته د قاري صاحب قدرت الله په ښکلي دعایه پای ته ورسېده.
۱۴۰۳/۶/۱۶
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.