د علامه صاحب رشاد لیکنه:
مفکر محمد ګل مومند د خپلی زمانی یو باخبره، پوه او زیرک منصبدار وه، له پوهی او ځیرکتیا سره یی د ولس درد او خواخوږی هم درلوده او د پښتنو دغو بدو ورځو ته ښه زیر وه، د ه ډیری شپی د پښتنو د غمخورۍ په فکر کی سبا کړلی او ډیری ورخی د ولس په غم کی لالهانده، پری تیری شولی.
پای کی یی وپتیله، هر راز چی وی د کم بختو پښتنو د تقافتی صرافت، سیاسی ویښتابه او اقتصادی نظم، هر کار ته به هرو مرو وردانګی او څو یی وسه رسی د قام او ولس ماته بیړۍ او کشتۍ به د ژغورنی او نجات غاړی ته پور وهی.
هر څوک د هر کار تر عهدی نشی وتلای، سترو کارونو ته، ستر همتونه په کار دی، دا مفکر محمد ګل مومند وه چی د قام ماتی بیړۍ ته یی اوږه ورکړه او خپل توان او قدرت یی د دوی د فرهنګی او اقتصادی ودی ته وقف کړ.
مفکر محمد ګل مومند په فرهنګی برخه کی د قام ژبی یعنی پښتو ته توجه وکړله.
تر ټولو دمخه یی په ۱۳۱۱ هجری شمسی کال کی، هغه وخت چی د کندهار د ولایت تنظمیه رئیس وه، پښتو انجمن جوړ کړ، د کندهار جریده (طلوع افغان) یی درست پښتو کړه، د دفتر او کتابت ژبه یی هم پښتو کړه، په خپله یی قلم راواخست، پښتو سیند (د ۱۳۱۶ هجری شمسی چاپ) کتاب یی ولیکه چی تر څلور زرو زیات پښتو لغتونه په کی معنی شوی وه، د رغونو (تورو) حرکات او سکنات یی په مخففاتو ښوولی وه دی.
د مصدرونو په برخه کی یی اشتقاقی تفصیلات هم شته، یعنی د زمانو په لحاظ یی د صیغو اشتقاق ته هم اشاری کړی دی.
د مفکر محمد ګل مومند بله مؤلفه (د پښتو ژبی لیار۱۳۱۷ چاپ) نومیږی چی د پښتو ژبی صرف او نحو یی په کی څیړلی ده. ددی کتاب په دریمه برخه کی یی (۱۵۶۶) مصادر د شاوندیو (متأسفانه د علامه صاحب په لیکنه کی د لاتین حروفو په نقلولو بریالی نشوم – تایپست) د ویش له مخی راوړی دی. د دی برخی یوه ښګیڼه دا ده چی د هر مصدر متمم یی ( که په ژبه کی وی) هم راوړی دی ، لکه د (لیدل) مصدر سره (وینل) او له کتل سره (ګورل) او داسی نور….
مفکر محمد ګل مومند ددی دواړو کتابونو په لیکدود کی، نوښتونه هم لری.
د ماموریت په مهال چی به مفکر محمد ګل مومند په هر ځای کی ؤ، هلته به د پښتو ژبی او ادب پوهانو انجمن جوړ ؤ، ده د پښتنو پوهان تشویقول چی په خپلو آثارو پښتو ژبه غنی کړی. (استاد خلیل الله معروفی هم، چی د دری ژبی د ادب، پیاوړی ژب پوه دی، د پښتنو پوهانو او لیکوالو لکه علامه حبیبی او استاد سیستانی او نورو ته مماثله توصیه لری- تایپست) کتابونه ولیکی، لغات راټول کړی او د پښتو ژبی ګرامر وڅیړی.
ده غوښتل د پښتنو کوچنیانو ته دی تعلیم په مورنۍ پښتو ژبه وشی، ولی په بله ژبه کی تعلیم او تحصیل د زده کونکی ډیر وخت نیسی او پر ذهن یی دروندوالی زیاتوی.
مفکر محمد ګل مومند د پښتونوالی پر مثبتو رواجونو ټینګ ؤ، او پښتانه یی د پښتونولۍ د ګټورو دودونو باندی ټينګار ته تشویقول.
د درغل، درواغو او غوړه مالی (چاپلوسی) څخه یی ډیره کلکه، کرکه او نفرت درلود، او ویل به یی چا دا عادتونه او خصلتونه، نه یواځی د دین له پلوه غندل شوی دی، بلکه په پښتونواله کی هم داسی خصلتونو ته هم د کرکی او نفرت په سترګه لیدل کیږی او د پښتنی فضایلو له مینځه وړونکی دی.
مفکر محمد ګل مومند چی په خپل ژوند کی څومره سیاسی تقوی، پاک نفسی او له قام او ولس سره خواخوړی درلوده، له نورو خلکو څخه یی هم د داسی فضایلو هیله درلوده او خلک یی داسی چارو ته تشویقول.
مفکر محمد ګل مومند خورا صریح اللهجه او پر حق ټينګ شخصیت ؤ. والی علی احمد خان چی په مشرقی کی د پاچاهۍ اعلان وکړ، مفکر محمد ګل مومند په څرګند ډول له دغه اعلان سره مخالفت وکړ، هرڅه تهدیدونه او مجازات چی ورکړل شو، د خپل هوډ او عزم څخه په میړانه، وانه وښت.
د مفکر محمد ګل مومند پام د قام او ولس د ځوانانو د روزنی او تربیی په څنګ کی د قام اقتصادی بهبود ته هم اوښتی ؤ.
د هندوکش په شمال کی ډیری ستری کاری مځکی، خورا شاړی او بی حاصله پرتی وی، اوبه بی منفعته بهیدلی او شاړی مځکی په ځنګلونو بدلیدل، د سیمی خلکو د کرهڼی په کار کی ځانونه ډیر نه زهیرول، د للمی لپاره ډیر دشتونه او ډاګونه د دوی په واک کی ؤ، ځانله یوی «قلبی» او تخم یی له دوی څخه غوښت، نور نو اقلیمی شرایطو (موسمی وریا او بارانونو) کښتونه ورپخول.
خو په افغانستان کی ځینی سیمی په تیره بیا د پښتنو ټاټوبی لکه پکتیا، ننګرهار، کنړ او قبایلی برخو او مخصوصا په ملیونونو خوارکی کوچیانو مځکی ندرلودی چې یی وکری، نو څکه ددی سیمو خلک دی ته اړ وه چی د مزدوریو دپاره د هندوستان لټو ته ولاړ شی، او غنم او جوار له هندوستانه راوړی.
مفکر محمد ګل مومند، دغو بی مځکی او خلک او کوچیان په زاریو او منتونو ور وبلل او بی خاونده دولتی مځکی یی د هندوکش په شمال کی پری وویښلی .
ده پدی توګه د هندوکش د شمالی برخو، ډیری بی خاونده بی حاصلی مځکی حاصل خیزی کړلی او د وطن بی کار او روزګاره وګړی یی په کار واچول او د نورو د مزدریو نه یی راوګرځول او د خپل ملک په ودانی یی وګمارل، د هیواد حاصلات یی زیاد کړل او د وږی سیمو ولس یی تر یو حده د خپل ملک او هیواد په حاصلاتو ماړه کړل.
مفکر محمد ګل مومند د قره قلی پوستکو انحصاری سوداګری او تجارت د یهودانو له لاسه وکښله، د سیمی خلک یی تجارت ته وهڅول او تشویق کړل. د «رشتیا» او «یو والی» په نومونو یی په مزار او بلخ کی شرکتونه تأسیس کړل، چی وروسته دا شرکتونه په خپل تجارت کی ډیر پر مخ ولاړل او ښو پانګو خاوندان شول.
د رسمی مأموریت تر استعفاء وروسته هم، د محمد ګل مومند ټاټوبی د پښتو ژبی او ادب د پوهانو او ارادتمندانو ټولنځی ؤ.
مفکر محمد ګل مومند تر مرګه پوری (۱۳۸۳ ه ق ) د پښتو له روزنی او د پښتو ژبی له پالنی نه لاس وانخست. د ورځی به یی د پښتو پالنی او پښتونولۍ تبلیغ کاوه او د شپی به یی د پښتنو د ژوند د پرمختیا او سر لوړۍ چرتونه وهل.
زما په ښه یاد دی د افغانستان د خپلواکي د بیا اخستلو څلویښتمه کلیزه وه، فخر افغان خان عبدالغفارخان هم کابل ته راغلی وه، د بابرشاه په بڼ «باغ » کی د خوشحال بابا او رحمن بابا د لیسو ځلمیانو زده کوونکو د رسم ګذشت مراسم ورته پرځای کړل، تر هغی وروسته ملی اتڼونه پیل شول، د خروټو د قام اتڼ چیانو هم برخه اخستی وه، دوی چی اتڼ کاوه رنګه دستمالونه یی به لاس کی وو او د اتڼ له حرکتونو سره یی سم ښورول.
ننګیالی محمد ګل مومند چی د فخرافغان تر څنګ ناست ؤ، د خروټو د اتڼ دا خصوصیت یی خوښ نشو، ناڅاپه ودریدۍ او په داسی حال کی چی یی خپله لکړه د اتن د حرکاتو سره سمه د توری په دود ښوروله او څرخوله، د خروټو اتڼ چیانو ته یی ور ږغ کړ:
«وغورځوی دا د پیغلو او میرمنو څپونی (دستمالونه) ستاسی پلرونو او نیکونو به په ملی اتن کی توری ښورولی او تاسی د پیغلو په شان رنګه سپوڼی (ستمالونه) ښوروۍ»
محمد ګل مومند په دی کلونو کی د ګوزن په ناروغۍ مبتلا ؤ، پښو یی ورسره ښه ملګرتوب نه کاوه، خو بیا هم له ناروغۍ سره سره یی د پښتنو ځوانانو د روزنی په خاطر د ملی اتڼ حرکتونه په خپله تمثیل کړل.
محمد ګل مومند او پاچاخان، دواړه اوس په موږ کی نشته، د پښتنو لښکر بی قافلی شوی دی، او قافله هم سالار نلری.
زه اټکل کوم چی د پښتنو بی سالاره قافلی، خطرناکی راتلونکی ته به دا دواړه لار ښوونګی مفکر محمد ګل مومند او پاچاخان عبدالغفارخان به هیس او حیران پاتی وی او په ډیر حسرت سره به دغه شلو لارو روانو پښتنو ته ګوری.
د تایپست تبصره: د هیواد لوی علمی، ادبی او سیاسی شخصیت علامه رشاد صاحب، محمد ګل بابا ته د یوه مفکر او سترملی شخصبت په سترګه ګوری، خو ملحد او چپی او کم اصل سید، حسینی میرغلام محمد غبار او میر صدیق فرهنګ او ټول فارسیستان او میرڅمن، د داسی ستر پښتون زعیم او مفکر پسی لکه د لیونیو سپو غپلی او لا پسی غاپی.
د خدای لعنت دی وی د پښتو ژبی او پښتنو پر میرڅمنو (دشمنانو) باندی.
نور په څلورمه برخه کی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.