ننی افغانستان د سیمې د بیلابېلو ژبو او قومونو یو ګلستان ګڼل کیږي. دې سیمې د تاریخ په اوږدو کې ستراتیژیک موقعیت لرلی او له لرغوني ډبرینې دورې څخه د انسانانو لخوا د استونګې لپاره غوره شوی او وروسته بیا د تمدنونو او امپراتوریو د پراختیا لپاره د یوې څلور لارې په توګه کاروول شوی دی.
د افغانستان موقعیت، تاریخ او بیلابېلې قومي ډلې یو ځانګړی فرصت وړاندې کوي چې څنګه ملتونه او قومي ډلې رامینځته کیږي او د فرهنګي لویو بدلونونو او ټکنالوژيکو پرمختګونو په تاریخ کې د عصري ډیموګرافیک جوړښتونو باندې اغیزه کوي. په دې لیکنه کې د یوې مفصلې جنيټيکي مطالعې کې ترې ګټه اخیستل شوې ده.
د افغانستان د پښتون او تاجیک قومونو د جنیټیکي جوړښت پرتله کول د یادو قومونو ډېر زیاد ورته والي ښيي او همدارنګه دا هم په ګوته کوي چې د افغانستان پښتون او تاجیک قومونه د قفقاز د شمال، اروپا او نني ایراني د وګړو په پرتله د هند د شمال او لوېدیځ قومونو له وګړو سره له جنیټیکي پلوه ډېر نږدې والی لري. دغه پایلې ښیي چې هزاره او ترکتبار قومونه له پښتون او تاجک قومونو سره په پرتله جلا او بېلابېل جنیټیکي جوړښت لري. همدارنګه، پایلې ښیي چې د هزاره او ترکتبار قومونو ژبنی اختلاف یوه نوې کلتوري پدیده ده. (پلوس وان جریده، د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۲۸ چاپ)
په دې څیړنه کې، د افغانستان د څلورو لویو قومي ډلو: هزاره ګان، پښتانه، تاجیکان او ازبیکان په لومړي ځل د ۵۲ باینري نښانو او ۱۹ لنډو پرلهپسې تکرارونو په مرسته چې په غیر نوترکیبي Y-کروموزوم کې تحلیل شوي دي. په ټولیزه توګه ۲۰۴ افغاني نمونې ور سره له۸۵۰۰ څخه زیاتې نورې نمونې چې د افغانستان د تاریخ لپاره له مهمو ګاونډیو جمعیتونو څخه د مهاجرتونو او فتوحاتو له لارې راټول شوي او مطالعه شوي دي، لکه ایرانيان، یونانیان، هندیان، د منځني ختیځ خلک، ختیځ اروپایان او ختیځ آسیایان.
پایلې ښیي چې ټول اوسني افغانان په پراخه کچه یو ګډ میراث لري، چې د یو غیر مشترک جوړښت درلودونکي نیکونو څخه سرچینه اخلي. دا نفوس ښايي د نوسنگي انقلاب او د لومړنیو کرنیزو ټولنو د جوړېدو په موده کې رامنځته شوی وي. پایلې همدارنګه څرګندوي چې د افغانانو ترمنځ توپیرونه په برونزو دوره کې پیل شوي دي، چې احتمالاً د سیمې د لومړنیو تمدنونو د جوړېدو له امله و. وروسته مهاجرتونه او یرغلونه په بېلابېلو ډولونو د قومي ډلو لخوا جذب شوي دي، چې د وګړو ترمنځ یې جنیټیکي توپیرونه زیات کړي او افغانانو ته یې په منځنۍ آسیا کې ځانګړې جنیټیکي تنوع ورکړې ده.
د «انسیستوروف Ancestrove» انټرنیټي مجله کې چې د ۲۰۲۴ کال د مې په ۱۷مه نیټه خپره شوې، ښيي چې د DNA یا جینیټکي مطالعاتو له مخې د هزاره قوم نسبي جوړښت داسې دی: ۵۵٪ ترک او مغولي، ۳۶٪ آریایي (پښتون او تاجک)، او ۹٪ چینایي.
همدارنګه څرګندیږي چې د جینونو د لېږد بهیر له هند څخه افغانستان ته یوازې د پښتنو او تاجیکانو قومونو پورې محدود پاتې شوی دی او لږ تر لږه له هغه وخته رامنځته شوی چې په سیمه کې لومړني بشري تمدنونه، لکه د سند تمدن او د باختر-مارجینیا تمدن (د آمو او مرغاب سیندونو شاوخوا تمدن) جوړ شوي و. څېړنې څرګندوي چې د افغانستان لومړني اوسېدونکي د شمالي او لوېدیځ هند، منځنۍ آسیا، ایران او د شمالي قفقاز خلکو سره تر هغه مهاله ګډ نېکونه(اجداد) لرل چې د ښکار او راټولولو دوره پای ته ورسېده او کرنه پیل شوه، یعنې شاوخوا ۸ زره څخه تر ۱۲ زره کلونو مخکې.
له هغه وخت سره چې د زراعت دوره پیل شوه، د هغه وخت د اوسېدونکو جینیټکي ځانګړتیاوې، چې نن یې افغانستان بولو، د هندوستان او ایران د خلکو جینیټکي ځانګړتیاوو څخه توپیر وموند. د قومونو او ټولنیزو سیستمونو تکامل او بېلتون، په ځانګړې توګه د پښتنو او تاجکو، په افغانستان کې د برونزو تمدن له دورې، یعنې د ښار جوړونې له پیل سره، رامنځته کېږي.
مطالعات ښيي چې تاریخي مهاجرتونو او لښکرکشیو په افغانستان کې پر قومي جوړښتونو مختلف اغېز درلودلی دی. دغه څېړنې څرګندوي چې د فارس هخامنشیانو او مقدوني یونانیانو تاریخي مهاجرتونه او لښکرکشۍ، سره له دې چې په افغانستان او منځنۍ آسیا کې د ځانګړو قومونو، په ځانګړي ډول پر فارسیانو محدود جینیټکي اغېز ترسره کړی، خو له مقدونیې او بالکان سره د دوی د پام وړ جینیټکي اړیکه نه ده موندل شوې.
مطالعات همدارنګه څرګندوي چې د عربو لښکرکشۍ په اوومه میلادي پېړۍ کې، سره له دې چې په سیمه کې یې لوی فرهنګي اغېز پرېښود، خو د عربو د مهاجرت او استوګنې ادعاوې په دې سیمه کې د پام وړ جینیټکي اغېز نلري. د دغو لښکرکشیو جینیټکي اغېزې په سیمه کې د ځايي وګړو پر جوړښت نه دي لیدل شوي.
په افغانستان کې د مروجو ژبو جغرافیوي او قومي توزیع هم یوه پېچلې پدیده ده. که څه هم د هزاره او ازبیک قومونو جینیټکي جوړښت یو له بل سره تړاو لري، خو له ژبني پلوه دا دوه قومونه بېلابېلو ژبنيو ډلو پورې تړاو لري. د هزاره ګانو ژبه، لکه د پښتنو او تاجکانو په څېر، د هند-آریایي ژبو ډلې پورې اړه لري، دا په داسې حال کې ده چې د ازبکانو ژبه د ترکي ژبو کورنۍ پورې تړلې ده.
داسې ښکاري چې په افغانستان کې مروجه ازبیکي ژبه د یوې منقرض شوې ترکي ژبې مستقیم وارث ده، چې په ۱۵مه میلادي پېړۍ کې رامنځته شوې وه. دا په داسې حال کې ده چې د هزارهګانو او ازبیکانو ترمنځ جینیټکي بېلتون له دې وخت څخه وړاندې رامنځته شوی دی. دا حقیقت ښيي چې په افغانستان کې د قومونو ترمنځ ژبني اختلافات د وروستیو وختونو کلتوري بدلونونه څرګندوي.
لکه څنګه چې وینو، د دې مطالعاتو پایلې له هغه څه سره سمون لري چې موږ یې د دې سیمو په تاریخ کې وینو. د بیلګې په توګه، د مغولو برید، د هغوی اوږدې واکمنۍ او همدارنګه د هغوی د ټیموریانو پاتې شونو په ماوراءالنهر، خراسان، سیستان، اراکوزیا، فارس، تخارستان، زابلستان، کابلستان او نورو سیمو کې ستر کلتوري او جمعیتي بدلونونه رامنځته کړل او په دې سیمو کې ګڼ شمېر د یرغلګرو قومونه مېشت شول، چې له جینیټکي پلوه یې له ځایي خلکو سره توپير درلود. دغو کډوالو، چې په مرکزي سیمو کې مېشت شول، د اوږدمهاله استوګنې او له ځایي خلکو سره د ګډ ژوند په پایله کې خپلې اصلي ژبې له لاسه ورکړې او ځایي ژبو ته یې مخه کړه. له صفویانو سره د قزلباشانو او فارس خلکو راتګ هم په دې سیمو کې د استوګنې لامل شو، چې هغوی د ځایي خلکو په منځ کې د شیعه مذهب خپور کړ.
دا پایله دې ته اشاره کوي چې هغه پخوانۍ نظریه، چې آریایانو له شمالي قفقاز څخه اوسني افغانستان ته او له هغه ځایه هندوستان ته مهاجرت کړی و، ناسمه ده. دا مطالعات برعکس ښيي چې د افغانستان پښتانه او تاجیکان د خپلو ګاونډیانو یعنې له لوېدیځ او شمال خلکو لکه د قفقاز وګړو په نسبت د شمالي هند له خلکو سره ډېری جینیټکي ورته والی لري. د دې جینیټکي مطالعاتو له مخې، د افغانستان پښتانه او تاجیکان له جینیټکي پلوه د منځني ختیځ، شمالي قفقاز، اروپا او ننني ایران قومونو په نسبت د شمال او لوېدیځ هند قومونو ته ډېر نږدې ورته والی لري. دا مطالعات برعکس ثابتوي چې د جینیټکي وراثت د لېږد بهیر له هند څخه افغانستان ته په ځانګړي ډول د پښتنو او تاجیکو قومونو ترمنځ جریان درلود.
پورتنۍ پایلې په حقیقت کې د میر غلام محمد غبار او احمد علي کهزاد نظریې تاییدوي، چې د افغانستان پښتنو او تاجیکو قومونو د نږدېوالي په اړه وړاندې شوې وې.
په همدې توګه، پروفیسور حقنظر نظروف د “دادیکهای پختون” اصطلاح په اړه باور لري چې “… تاجیکان او پښتانه دواړه له یو اصل او آریایي ریښو څخه منشاء اخلي…” نوموړی لیکي: “د تاجیکستان تاریخپوهانو د تاجیک ملت تاریخ یوازې په ماوراءالنهر او منځنۍ آسیا کې محدود کړی دی… په داسې حال کې چې ۶۲٪ تاجیکان په افغانستان کې ژوند کوي… او د دوی ونډه د تاجیک ملت د مادي او معنوي کلتور په رامنځته کولو کې له ماوراءالنهر تاجیکانو څخه ډېره ده. (مقام تاجیکان درتاریخ افغانستان، دوشنبه، 1999).
هو، پروفیسور حقنظر نظروف د پښتنو او تاجیکو د قومونو لپاره د آریایي ګډ منشاء نظریه وړاندې کوي، آیا رښتیا هم همداسې ده.
په تېرو څه باندې یوه پېړۍ کې، ډېری تاریخپوهانو او ټولنپوهانو ددې نظریې ملاتړ کاوه چې آریایان له شمالي قفقاز او جنوبي روسیې څخه درېيو لورو ته مهاجر شوي دي: لوېدیځ لوری یعنې اروپا ته، جنوب ته یعنې نننی ایران او جنوب ختیځ ته یعنې افغانستان او هند ته.
باید وویل شي چې دا نظر ډېره پخوانۍ تاریخي سابقه نلري. د لومړي ځل لپاره، انګریز څېړونکی سر ویلیام جونز په اتلسمه پېړۍ کې د هندي او اروپایي ژبو د ریښو د ورته والي په اړه پوه شو او د هندي او اروپایي ژبو اصطلاح یې وړاندې کړه. په همدې وخت کې، یو فرانسوی عالم چې آ دیپرون نومېده او د اوستا متخصص و. ده د اوستا لومړنۍ ژباړه اروپایي (فرانسوي) ژبې ته وکړه. هغه په 1760م کال کې هڅه کوله هغه قوم ته اشاره وکړي چې اوستا یې لیکلې وه. هغه د “آریا ویجه” کلمې څخه چې په اوستا کې موجود وه، په ګټه اخیستو سره د هغه فرانسوي معادل “آرین” (Arian) اختراع کړ او دغه قوم یې آرین ونموه.
په راتلونکو لسیزو کې، الماني لیکوالانو په تدریجي توګه د هندي او اروپایي ژبو ورته والی د نژادي ورته والي په توګه لوړ کړ. ځکه چې دوی په نژادي مساواتو باور نه درلود او د یو غوره نژاد په لټه کې و، نو د آرین نژاد تبلیغ یې پیل کړ. تر دې وخته لا هېچا په دري فارسي کې د “آریایي” اصطلاح نه وه جوړه کړې. د نولسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې، میرزا آقا خان کرماني لومړنی فارسي ژبی و چې د آرین نژاد یادونه یې وکړه. رضا شفق پخپل مشهور کتاب “د لرغوني ایران تاریخ” کې د لومړي ځل لپاره په شلمې پېړۍ کې د “آریایي” اصطلاح وکاروله.
له هغه وروسته د “آریایي” اصطلاح د فارس ناسیونالیستانو لپاره په یوه ایدیولوژیکه او نژادي بنسټ بدله شوه، لکه څنګه چې دوی د آدولف هټلر لاره تعقیبوله او د دې پر بنسټ یې د فارس رسمي نوم ایران کړ. د هخامنشیانو ډبرینې لیکنې له خاورې راویستل شوې، د هخامنشیانو پاچاهان آریایان وبلل شول، اهورا مزدا د دوی خدای شو او نور ورته ادعاوې مطرح شوې.
نن ورځ په ایران کې ډېر نامتو محققین په دې باور نه دي چې آریایان له شمال ختیځ څخه اوسني ایران یا لرغوني فارس ته کډه شوي دي. دوی د هخامنشیانو کتیبې د شاه د دربار جعلي اسناد بولي. له دې ډلې، د لرغوني ایران څېړونکی ډاکتر شاهرخ وفاداري او د ایران د تاریخ څېړونکی او د اکسفورډ پوهنتون استاد رضا ضیا ابراهیمي دي. دوی په دې اړه د بي بي سي فارسي تلویزیون سره په یوه مرکه کې خبرې کړې دي او د آریایانو د کډوالۍ تیوري، چې د یوه نژاد په توګه یادېږي، نه مني.
ډاکتر مازیار، چې د انګلستان د پورټسمیث پوهنتون کې د ژنیتیک استاد دی، په دې مرکه کې وايي چې د ژنیتیک علم د داسې کومې کډوالۍ پخلی نه کوي. هغوی وايي، موږ نه پوهېږو چې “آریا” په اوستا کې یوې ځانګړې قبیلې، ټولنیزې طبقې یا ژبې ته اشاره کوله.
په همدې لړ کې، د اوسني وخت ایرانی استاد ډاکتر غیاث آبادي د فرانسې رادیو فارسي څانګې سره په یوه مرکه کې ویلي چې د ایران خلک د دې خاورې اصلي اوسېدونکي دي او له بل ځایه دې سیمې ته نه دي کوچېدلي. د آریایانو په اړه، هغه وایي چې “آریا” (په اوستا کې)، او “آریو” (په کوشانیانو کې) د ننني افغانستان شمال او شمال لویدیځ ، د بلخ او هرات سیمو ته اشاره کوي.
دې څرګندونو سره په همغږۍ کې، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د قومونو په اړه د ژنیتیکي څېړنو پایلې، چې په “پلوس وان” مجله کې په ۲۰۱۲م کال د مارچ په ۲۸مه خپرې شوې، د آریایانو د کډوالۍ تیوري په مستدل ډول تر پوښتنې لاندې راولي.
Citation: Haber M, Platt DE, Ashrafian Bonab M, Youhanna SC, Soria-Hernanz DF, Martínez-Cruz B, et al. (2012) Afghanistan’s Ethnic Groups Share a Y-Chromosomal Heritage Structured by Historical Events. PLoS ONE 7(3): e34288.
https://doi.org/10.1371/journal.pone.0034288
Editor: Manfred Kayser, Erasmus University Medical Center, The Netherlands
Comments are closed.