دا كيسه په كابل كې د نويمو كلونو دكورنيو جنگونو په مهال كښل شوې وه:
”بدبخت ملت چې قهرمان نه لري :
ځواب : بدبخته ملت چې قهرمان ته اړتيا لري “
دبرښت دگاليلو گاليله له ننداري څخه
هغه له ډېره وخته وروسته دې ښار ته راغلی و، په زلميتوب کې له دې ښاره تللی و، دا ارمان يي له کلونو راهيسې په زړه کې غوټه پاتې و، چې يو وار خو دا لرغونی ښار چې د نوموړي په کې د اوسيدو مرغ او نصيب نه و، وويني. له نيکه مرغه همدې هيلو او اسرو د کلونو هڅو او کوښښونو په يوه توره شپه کې دې ښار ته را ورساوه، له خوشاليتيا نه په کالو کې نه ځاييده .هيښ پاتې و، چې دا دومره کراړې ستونزې څرنګه يو دم له منځه ولاړې، څرنګه دا ستوغ ګړنګونه او کږليچونه ورته په هوارو لارو بدل شول. خپل هوډ او د نورو سرښيندنې يي په زړه کړې، له ځان سره يي وويل:
”هوکی !كله كله د وګړو هوډ اوتکل ستر غرونه او سرکښ سيندونه هم ايلولای شي، لاروې له ستړي سفر وروسته خپل منزل ته رسوي او په مړاوو ارمانونو کې يو ځلي بيا نوی سا پوه کوي.“
ښار ته له را رسېدو وروسته ډېرې ورځې اوښتې وې، چې هغه د ښار د نندارې لپاره د ښار پر ټنډه يو سپآره غره ته وخوت او د خپل لروين په ذريغه يي د ټول ښار ننداره وکړه، په خپلو ليوالو سترګو يي لاندې پروت ښار ته وکتل.
د ده د خاپوړو ښار چې د هغه جګړنه مارو ،د تختونو،لوټ تالان پر اثر پر کنډواله بدل شوی و، په سترګو کې يي اوبه وګرځيدې، څو سړې ساوې يي وشړلې، په غمجن سوچ کې ډوب شو.
هغه ښار چې يو وخت په ښادمنو خنداو کې ډوبيده، نن لکه هدېره چوپ او خاموش ايسيده، په هدېره بدل شوی، لکه چې ټول ښار د وېر او ماتم ساندې وايي، کورونه يي هم په قبرونو بدل شوي او يا د يوه بې رحمه وژل شوي شهيد جسد ته پاتې کېده، داسې چې د سر له ويښتو هم زيات په ډېرو مرميو سوری سوری وي او د شهادت د ويلو يي هم څوک نه او بې نظمه پروت وي، لاس يو چيرته او پښه يي بل چيرته !او کله خو پرې دا سور اسمان داسې بريښيده، چې هر ان د نيمزالو کونډو او يتيمانو د بې سره او بې تاله اواز د خفګان لپاره خپله پنجه راکوزوي، چې ګوندې د ښار فضا ورته تتې وريځې جوړې نه کړي او…
خو هغه په خپلو زرکينو سترګو د ښار د چوپتيا اوسکون تماشه کوله، ماتم او غم ته يی فکر نه کاوه .نوموړی دځان په باب دخپلې ځانغوښتني په مقياس داسې احساس کاوه، چې ګوندې عقاب دی، شاهين دی، د ښار په کنډوالو الوزي او ټول ښار اود هغه ښار مړې ارواګانې د ښار ټول خځلې او خاشاک، لوړې او ژورې، ديوالونه او ستنې، ټول او ټول د هغه د قدرت او عظمت ننداره کوي.د هغه د يوې بريالۍ داړې په تماشه دی. د هغه د بريو او په ښار باندې د هغه ذهني پروازونه هم په نوموړي کې د عظمت او لويي احساس بيا بيا پياوړی کاوه او د هغه د کمترۍ د احساس جبيره يي کوله.
دكمترۍ هغه احساس چې د زمانو زمانو راهيسې يې د هغه په خټه او ريښه کې ځای نيولی و، خو دا ځل دغو برياوو د نوموړي په تن او روان کې منفي احساس ورک کړی و، او يا يي نه غوښتل چې د خپل تير په باب ان فکر وکړي، چې په ټپي ښار د هغه د يرغل د هغه احساس او کړه وړه بدل کړي، فکر يي کاوه، چې هغه خو امپراتور(!) دی، يو امپراتور دی، يو داسې قومندان (!)دی، چې په امر يي غرونه له ځايه حرکت کوي او سيندونه دريژ کېږي. خو د هغه لويي دومره ستره ده، چې په هر څه کار نه لري، هغه کې د يوه ډېر عالي او بې مثاله امپراتور(!)، مشر او يا سر لښکر صفتونه شته، چې له پيړۍ وروسته اوس د ده په ځان او تن کې را ژوندی شوی دی.د لويي او عظمت د شان او دبدبې احساس د غرور او د مفرطي خودۍ احساس.دا ټول د هغه په کوچني تن او وچه ونه کې په زرکينو او له انتقامه ډکو سترګو کې او ان د هغه په ببرو ويښتانو کې تمرکز کړی دی.دا مهال هغه ځان يو فاتح باله، يو سلطان يي باله، يو بې مثاله سر لښکر او يا هغه امير چې د هغه له داړې څخه درويشت زره نهه سوه پينځه نوي ورځې(۱) د مخه د همدې ښار په يوه څلور لارې کې خپه او په يوه دړه وځړيده.
خو دا وار د نوموړي خفه شوي امير روح په معقوله (!)او برحق(!) ډول په سالم تن کې حلول کړي، نوموړي امير سره له دې چې گويا «عيار» (!)او کاکه“سړی و، خو ساده ګي يي درلوده، خپلو حريفانو په وړاندې يي هم له ځوانمردۍ کار اخيست، دا سمه نه ده، چې بې له ليده سړی و.همدې سوچونو او فکرونو هغه په سر واخيست ځان به يي بيا هم لوی احساس کړ، ځکه چې دا زمانه ډېر نيرنګونه لري او په دې نيرنګونو هغه اعدام شوى امير نه پوهېده. زه پرې پوهېږم، چې دا غرونه د اسمان ستوري او دا ټپي او له زګيرويو ډک ښار دا سيندونه، خوړونه ولې د هغه درناوی نه کوي(!)
ولې نه وياړي(!)
– حتماً چې وياړي(!)
خو کله چې به همدا اوسنې امپراتور (!) د ښار په کنډوالو ور سم او پرې ګرځيده به او بيا به يي د ځان ځاني ښامار«په تن کې داسې ټوپونه وهل چې په هر سوري ديوال په هره کنډواله، هر دوکان او پلورنځی، هره ودانۍ کې د يو پياوړي اتل يو نابغه او يو د فاتح عكس او د اوسني دوران د يو٫٫ ناپليون٬٬(!) تصوير ليده، چې د ملکونو د ايل کېدلو وروسته را ستون شوی وي، نوموړي په ټول ښار کې يوه ښکلا ليده، يو څه چې د هغه په تصويرونو د ښار کنډو کپر او سوی سکاره بدرنګي پټيږي.
خير دی، که ښار سوی ښکاری، خير دی، که په مرميو سوری سوری دی، خو يوه ښکلا خو لري او هغه په ټولو ديوالونو په ټولو دروازو په ټولو هټيو د بريښنا په ستنو په لاسي کراچيو او هر څه باندې د يوه فاتح او سوبمن(!) تصويرونه دي.
څومره ښکلي دي، څومره وړ او عالي دی، يو تصوير چې ښار ښکلی کوي او د ښار بدرنګي ورکوي!خو نوموړی له هغه وخته چې دې ښار ته راغلی و، په همدې سوچونو کې په همدې تصوراتو اوخيالونو و، ځکه د هغه تصورات او خيالات بې ځايه نه و، «زمان خو په هر دوران کې يو انسان او يو نخبه يو نابغه او يو اتل زيږوي، ټول انسانان خو د زمان او د دوران د اتل په څېر نه وي، نه، نه!»“ له ځانه سره په دې سوچ مشغول و چې :
”ناپليون يو وار وزيږيده او د ملکونو سوبې يي په نصيب شوې، خو دې هېواد هم يو اتل ته اړه درلوده، سره له دې چې تاريخ اوږد دی، دا زه منم، خو ريښتيا له دې ټولو کوم يو دومره لويه سوبه ګټلې ده، کوم يوه لويه امپراتوري ټوټه ټوټه کړې ده.(؟)
هو! تاريخ بايد نامرد نه اوسي، تاريخ بايد زما په څېر مرد (!)او ميړه(!)صبور او بيباک اوسي، بايد چريک اوسي!او د چريک په څېر جسور(!)خو زه له خدايه شکر ګذار يم، الحمد الله»
«زه د تاريخ او زمان پوروړی نه يم، بلکې دوی زما پوروړي دي، ما د عصر او زمان له ټولو هوښياريو کار واخيست او دې ښار ګوټي ته چې اوس په كنډواله بدل دى په بري سره راغلم.
د عقابانو ځاله(!) مې پريښوده، اوس نو بايد دا کنډر ښار زما منت دار وي، نه زه د هغه ، زه امپراتور شکن يم»
«زه يو اتل يو چريک يم، يو قهرمان چې په ساعت ګړۍ کې د ملکونو پناه کيږم او په عين وخت کې په بېلا بېلو سيمو کې حضور پيدا کولای شم، نو بيا ولې دا ساده وګړي زما د موجوديت شکر ګذاره نه وي؟خير دا به تاريخ قضاوت وکړي، تاريخ ښه قاضي دی»هغه دا ټول قضاوتونه خپل ذهن کې له ځانه سره وکړل، ځان يي د زمان په ټوله بوده اوتنسته کې ګز او ګام کړ، د عدالت په تله کې يي ځان وتللو، خو بيا يي په وران اوسوري سوري ښار کې خپل ذهني سفر ته دوام ورکړ.
”زه پوهېږم، چې ددې ښار وګړي دومره ناسپاسه نه دي، دوی اتل پرسته دي. دوی خپل قهرمان ستايي، حتماً چې اوس په هر کور کې دا ښکلي تصويرونه په ديوالونو ځوړند دي، دا تصويرونه چې بې مثاله تبسم لري، تبسم په حال کې ويستل شوی دی. نورانيت هم لري، ښکلا هم لري، دا مسکا ماناداره ده او ځيني ماناګانې لري او ميړونه بايد همداسې تبسم ولري، د ښه او بد پر وړاندې . موسكا . څوک وايي، چې ښار بد رنګ دی، هر څه ډېر دي، ارزاني زياته شوې ده، اوړه، وريجي، غوړي… او پاكستاني پاپړ او بيا دا ښکلي عکسونه، دا خلک څومره د خپلو اتلانو(!) قدر کوي، څومره يي درناوی کوي، نه، نه !خپل قضاوت هم کوي، اشتباه يي نه ده کړې“»
قهرمان(!) يوه شيبه اوږود وګرځيد، د ګرځيدو راګرځيدو وروسته د معمول په توګه خپلې قرار ګاه ته راغی، په څو مياشتو کې يي تصورات او خيالات پاخه کړي وو، اوس په دې باور و، چې هغه د زمانې يو بې مثاله اتل دی، هغه له خپلو معجزو(!)ناخبره و، خو يوازې همداسې پوهېده، چې بې سياله دی، ستوني ستاغ څملاست، ستړيا نورو فکرونو ته پرېې نښوده، ستړی ستومانه ويده شو، سترګې يي ورغلې، اوږد اسويلي يي وکړ، ويني چې :
«يو د اوږدې شملې خاوند چې په تور اس سپور دی، شمله يي تر رکابه پورې رسېده، زړه توره(شمشير ) يي له تيکي را ايستې ده، د مرميو قطارونه يي له دواړو ولو څخه په سينه را ځړوند دی، په ډېر قهر وايي:
زه مجبور يم، چې ټول رازونه درته ووايم، ته هم ورته اړه لري او زه هم ستا روح يم، ستا سيوری يم، له تا سره يو ځای ګرځم، ستا په روح او روان کې ځغلم.په هر ځاى کې له تا سره مل يم، هسې بې ګټې او بې وټې نه بلکې د يو هدف لپاره د يو داسې هدف لپاره چې پيړۍ وروسته هم د وګړو له ذهنه ونه ووځي او تل پاتې شي.
اته زره اوه سوه شپيته ورځې تيرې شوې، چې کله زما روح ددې کرغيړن ښار په هغه څلور لارې کې زما له يوه بله تنه جلا شو، د جلا کېدو په وخت کې مې ورته ستا نښه ورکړې وه، چې اته زره اوه سوه شپيته ورځې وروسته به په يوه داسې تن کې چې ببر ويښتان ولري، نرۍ او دنګه ونه ولري او د مخ بار خو ګان يي همداسې وي، هغه به څوارلس زره دوه سوه پينځه ديرش ورځې وروسته پاخه عمر ته ورسېږي، بيا به زما تاج هم په سر کړی، نن له هغه ورځې پوره دوه ويشت زره نه سوه پينځه نوي ورځې شوې دي، چې زما روح په دغه لنډ تن کې کمال ته ورسيده.کله چې تاج په سر کړي، هغه به څوک نه ويني، يوازې خپله به خلک ويني، پخپله به پوهېږي، چې دی يو سر لښکر، يا باتور يو قهرمان او سردار دی. هغه به يو افسانوي قهرمان وي، په يو ان کې به له غرونو دريابونو او ځنګلونو پناه کېږي، خو په هر سنګر په هره پرخه او هره دره کې په عين وخت کې حاضر او موجود هم دی، د هغه برياوی به زياتې وي، نو اوس ته يي، اوس ستا روح تا ته پټ رازونه وايي، هغه رازونه چې غواړم، ستا سر پرې خلاص کړم او تا ته يي ماضي او مستقبل ووايم، تا ته ستا سيوری ستا روح خبرې کوي!))
((ته به د هندوکش په لوړو او ژورو الوزي، سترګې به دې له بازانو باج اخلي، توره به دې تيکی ونه پيژني، ته به د لښکرو سردار او د عالم افتخار وي، خو يو شی درته وايم، چې دغه روح ته دغه له افته ډک ښار تنګ دی، په دې کې ته نشي، ځاييدای، دا ډېره پراخه فضا غواړي، ددې روح د غورځنګ لپاره غرونه، ځنګلونه او غارونه هم کفايت نه کوي، داسې نه چې دا روح دی، په تن کې وي او د مدنيت او د مکتب په نوم د ساز او سرود په نوم بې مانا مفاهيمو سره ککړ او چټل شي، زه تلوار لرم، ته بايد دغه بې مانا شيان ورک او دړې وړې کړي، دا ټول بې مانا شيان دي، دا ددې باتور ”!“روح سره هېڅ ډول سازش نه کوي، په دې اساس تا ته وايم، چې زه ددې روح د لويي او عظمت په باب درته وايم، دا دهر چا او هر موجود کې نه را ژوندی کېږي، په هره پيړۍ کې څو واره ظهور هم نه کوي، دا د اور له ذاته دي، اورونه غو رځوي، دې له پيريانو او ديوانو چټک حرکت کوي، ددې روح جسد په افسانوي قهرمان بدليږي، په هره شيبه چې وغواړي، له ملکونو پناه کېدای شي، په هر ځای او هره معرکه کې حضور پيدا کولای شي،، خو په دې ښار کې دده وجود لکه په پنجره کې بند کړی دی، دې روح چې کله يي په يو امير کې ظهور کړي او بيا د غرونو سرونو ته ختلی دی، په بېلا بېلو زمانو کې را برسيره شوی دی.
کله يي د يو خټګر په تن کې حلول کړي، چې هيڅکله يي برجوره کلا جوړه نه شوه کړای او نه يي د خټو چمان په رجو ونښتل، هېڅکله يي يوه ودانه جوړه نه شوه کړای بلکې په بېلا بېلو زمانو کې بيا هر څه بوس او کسکر کړي، ځکه يي د يو داسې سلطان په تن کې حلول کړي، چې راغلي او ټول ښار يي لوټلي او له لوټ وروسته يي بيا اور ور اچولی دی، اور د ښار له لوګو جوړې شوې وريځې او هم په دې اساس اسمان کې ګرځي او کله کله د باران له څاڅکو سره سرپ اوروي.
او کله خو دې روح په يو داسې تن کې حلول کړي، چې په کليو او قريو را سم شوی، خو بيا يي ټول ماشومان او تور سرې وژلې او د هغو په وينو يي ژرندې ګرځولې دي، نو واوره دا روح عادی روح نه دی، هر وخت په اسانۍ سره په يوه «پليد»تن کې چې د هېڅ وراني وس ونه لري، حلول نه کوي، بلکې يو داسې روح دی، چې کله هم په يوه عاجزه او بيوزلي تن کې حلول کړي، خو هغه چې هر وخت اوبو ژي دغونډۍ تر سره خيژوي پښه يي خوييږي او را پريوځي او په وار وار دا کار تکرار وي، چې ستړی شي، نو بيا په يوه داسې تن کې حلول کوي، چې ټول ښار د قهر او غضب په لمبو کې وريتوي او دې وګړو ته يو داسې درس ورکوي، چې تر ابده يي نه هيروې چې دوی د څه وړ دي او د څه وړ نه دي!))
((نو ګوره !خبر اوسه کله چې زه د همدې ښار په راکوز واټ کې په دړه وختم او روح مې له تنه رخصت واخيست، ما ورته يوه اشاره وکړه، چې په کوم تن او څه وخت حلول وکړي، هغه ټولې نښې نښانې مراعات کړي دي، هغه ته يي !سمه نښه يي موندلې وه، نو اوس بايد ته له دې ښاره زما غچ واخلي.
او ته بايد د عقاب په څېر له دې ښاره والوزي، له دې سوری سوري ښاره پرواز وکړي، دا ستا وړ نه دی، دا بايد وريت کړي، دا د انسان په خدمت کې جوړ شوی بې مانا شيان بايد که په هر نوم او نښان وي، په سکرو بدل کړي داسې چې ددې ښار وګړي د يوې پيړۍ لپاره ارام ژوند ونه کړي، ټول سر سانده او ليونيان شي، ټول په اوتو بوتو اخته شي.
د بت پرستو نښانې پرې نه ږدي، د ساز اواز وسيلې ماتې کړي، د هغو جنډې بايد د دوی د وينو د سيلاب د باسه نيزه وړی شي.
هېڅکله بايد د کتاب، قلم او مکتب په نوم بې مانا بنيادونه جوړ نه کړي، سازو اواز ونه کړي، ارام خوب ونه کړي، ازاد ونه ګرځي او د مرميو د ميوزيک پر ځای بل ميوزيک وا نه وري، جنګ ويني، وژنې، ترور او بربادي داسې افسانه شي، چې د زمانو له ذهنه وځي او دا ټولې يادونې ستا له نامه سره غبرګې وې، نو ګوره زه اوس ځم ستا روح يم، زه ستا سيوری يم، زما خبرې همدومره دي او بس.»
د اس د نعلونو په ټکاري(( قهرمان)) هم ورو سر را پورته کړ او بېرته د خپل روح د وصاياوو سره د خپل خوب د تعبير پسې په فکر کې ولاړ.
۱۳۷۱\۹\۸
نوټ : پورته دورځو اوشپو شميرنه(درويشت زره دوه سوه نهه ويشت ورځي ) د امير حبيب الله کلکاني درامنځ ته کيدو نه وروسته ددې داستان دليکلو پورې واټن جوتوي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.