شپون و، بل څوک نه و/ لومړۍ برخه

دوکتور لعل پاچا ازمون

117

له امریکا غږ نه به مې کله ناکله یو خوږ غږ اورېد، له سپوږمۍ سره یې ما غوندې د خوشکو لیکونه لوستل او په ټوکو ټوکو کې به یې یوه نیمه سر بداله خبره په پسته پسته کې وهله، په خوګیاڼواله ژبه غږېده، د کندوز  خان آباد، درقد،  بنګي غاړه او سمڅې یې په خوله وې، د کودیخېلو کلاګانې او د شوکاڼو یاد به یې تل کاوه، جنغوزي به یې یادول، دا کلیوال سړی چې د لفظونو لښکر یې په ورغوي کې ګرځاوه، شپون و.

یو وخت مې  په کابل مجله کې دده د تیورۍ او کره کتنې لیکنې لوستې وې، د لیکوالۍ یو چپټر یې هم په ګوتو راغلی و، خو ډېر ژر مې یوه استاد له لاسه وتروړه؛ دده دیدن ته پسخېدم، دا ارمان مې په زړه و چې څه وخت به یې ګورم؟ دده یو تصویر مې د《زوړ سړی او سیند》تر نامه لاندې ژباړلي ناول او د بېنوا صاحب په اوسني لیکوال تذکره کې لیدلی و، په انځور کې یو خوارنجوکی سړی ښکارېده، زما په ذهن کې هماغه خوارونجوکی شپون و، هماغه انځور مې د ذهن پر پرده اوښته را اوښته، دده د نامه له اورېدو سره به مې د لیدو تلوسه زیاته شوه، کال ۱۳۷۳و، یوه ورځ د استاد پوهاند صدیق الله رښتین کور ته چې د مردان په بغداده کې و، لاړم. له استاد سره مې شپه شوه،  له ده سره په ناستي او شپه کې مې دا ګټه وکړه چې د استاد شپون د راتګ زېری مې واورېد، ده وویل:

ـ شپون را ته د کتنې لپاره حال را لېږلی دی، نو پېښور ته به لاړ شم، شپون او سناتور اغا جان چکنوری دواړه به وګورم.

په دا شپه مې له خوشحالۍ نه سترګه پټه نه کړه، د استاد شپون انځورونه مې د ذهن پر پرده جوړول او خندول، دعا مئ کوله چې:

– خدایه! ته دا شپه ژر سبا کړې چې استاد شپون ژر وګورم.

له ځانه سره مې ویل:

ـ  له لویانو سره چې ګرځې، لوی، لوی خلک به ګورې.

سهار ملا د بانګ لوډسپیکر وټناګاوه، له الله اکبر سره سم یې را پاڅولم، ځان مې تګ ته تیار کړ، استاد رښتین هم چای له مخه کړ، چای مو تود تود  وڅښه، نور نو نېغ د پېښور فلاینکوچ ته شو، استاد که څه هم ناروغه و، تګ ور ته ګران و، خو زما په خاطر یې له استاد شپون سره لیده را دمخه کړه، شپون صاحب ور ته ویلي وو چې زه دې لیدو ته درځم، خو ده ویل چې هغه مېلمه دی، حق یې دی چې ستړي مشي ته یې لاړ شم.

استاد را ته وویل:

ـ یونیورسټي بک ایجنسۍ ته ځو، انعام الله میا صاحب ګورو، هغه مې یو کتاب چاپ کړی، هغه به هم را واخلو او له هغه ځایه به شپون ته زنګ ووهو.

همداسې وشول، لومړی یونیورسټي بک ایجنسۍ ته چې په خیبر بازار کې وه، لاړو.   دا وخت سخته ګرمي هم وه، میا صاحب استاد رښتین ته ( پښتو نثر هنداره) کتاب ډالۍ کړ، استاد سمدستي پر هغه کتاب ما ته ډالۍ ولیکله، بیا یې میا صاحب ته وویل :

–  دا د وفا دفتر شمېره ده، را سره مخ یې کړه.

دا وخت کوم نابلده کس غوږ واخست، استاد ور نه د شپون صاحب پوښتنه وکړه، هغه یې سمدستي ورسره په ټلېفون وغږاوه، دوی دواړو سره وعده وکړه، ماته یې وویل:

– همدلته کېنو، اوس یې ورور راځي، له دې ځایه مو بیایي.

دا چې چېرته مې بیایي، دا یې و نه ویل، زه لا هم د استاد شپون د انځور په جوړولو بوخت وم، د دیدن شېبې مې له خپله ادې په ګوتو شمېرلې، انتظار تر څلوېښت دقیقو واوښت، یو لنډی سړی راورسېد، میا صاحب نه یې پوښتنه وکړه:

– رشتین صاحب!؟

هغه ور ته اشاره وکړه چې:

–  هلته وړاندې ناست دی.

سړی استاد ته را غی، له روغبړه وروسته یې ور ته ځان وښود:

–  زه د شپون ورور یم. موږ او تاسې ځو، هغه په تمه دی.

ـ چېرته؟

ـ وفا دفتر کې.

سړي  ټکسي را تاو کړه او د وفا دفتر ته چې دا وخت په ټاون کې له نهره اخوا و، روان شوو.

زما تلوسه د شپون لیدو ته شېبه په شېبه زیاتېده،  د استاد شپون زوړ انځور مې په ذهن کې اړاوه را اړاوه، خپل ځان به مې پوښت:

ـ  دا به څنګه سړی وي، هلته خو په تصویر کې ډېر ارام او خوار ښکارېده چې اوس به څنګه وي؟

په ټاون کې  نېغ په پټلۍ واوښتو، د پروفیسور عبدالرسول امین دفتر ته ورسېدو، د دفتر ور بېرته شو، د شپون ورور را ته مخکې و، نېغ یې پاس پوړ ته وخېژولو، استاد رښتین ته که څه هم پر پوړیو ختل ګران وو، خو د استاد شپون لپاره یې دا ستغې پوړۍ د زړه په مینه تر رنځپلو قدمونو لاندې کړې، پاس پوړ ته چې څنګه وختو، نو نوراحمد د کوټې ور بېرته کړ، یو لنډ، پنډ سړی له څوکۍ را پورته شو او استاد رښتین ته یې را منډه کړه، غږ یې وکړ:

– استاده! پخیر!!!

ما په دې شېبه کې د استاد شپون د پلونو څار کاوه، له ځانه سره مې ویل:

ـ هغه به په کومه بله کوټه کې وي، را به شي. هغه خو لنډ خوارونجوکی سړی دی.

استاد رښتین په کوزوڼوهلي غږ دغه لنډ پنډ کس ته په غېږ ورکولو کې وویل:

ـ پخیر راغلې!

ما ددې انتظار کاوه چې اوس به شپون راځي او استاد رښتین به پرې غږ کوي. دوی دواړو ستړي مشي خواره مشي اوږده کړه، په همدې ستړي مشي کې استاد رښتین ور ته وویل:

ـ زه درې شپې وړاندې خبر شوم چې ته له امریکا نه راغلی یې!

دغه سړی ور ته وايي:

ـ زه دلته امین صاحب خبر کړم چې ته په مردان کې اوسې، نو دوی ته مې وویل چې زه د هغه پوښتنې ته ځم.

استاد د امسا پر موټي ایښې زنه را پورته کړه:

ـ دا خو ما ستا حق و چې ستړي مشي ته دې راشم.

دې خبرې سره پوه شوم چې همدا استاد شپون دی.

سړي ما ته را کتل او استاد یې وپوښت:

ـ دا ځوان څوک دی؟

استاد رښتین په لړزاند غږ ور ته وویل:

– دا ځوان لعل پاچا نومېږي، تخلص ازمون کوي، زه ورته وایم؛ د ازمون پر ځای ازمېښت کېږده، خو دی په ازمون ولاړ دی. څه به وکړو ددې زمانې ادیبان دي نو…

شک مې په یقین بدل شو، دا خو هغه خوارونجوکی شپون دی، خو اوس په غوښه آباد دی، استاد شپون لومړی ما ته را وکتل او بیا یې استاد رښتین ته مخ واړاوه:

– ځه، پرېږدهیې،  همدا ازمون ښه دی.

استاد رښتین زنه په موټي کې ونیوه:

– هو، ته یې له ځان سره هم قافیه کوې.

استاد شپون په خېټه کې وخندل:

– هو، له ماسره په قافیه کې جوړېږي!

استاد رښتین ور ته وویل:

ـ تاسې شاعران د کلمو په آهنګ او قافیو پسې ګرځئ.

استاد شپون ور ته وویل:

ـ ګرامر خو زړه را شین کړ.

ـ ګرامر چېرته منئ!؟

ـ ستا ګرامر منو، خو د هغه بل چې پښتو یې ترجمه غواړي، ګرامر سخت دی. داسې دی لکه له تیږو نه ډک موټر چې پر پیچومو خېژوې.

استاد رښتین ور ته وویل:

ـ ژبه د خلکو ده، ژبه مصنوعي کول نه دي پکار.

استاد شپون ما ته مخ را واړاوه:

– ښه ځوانه! ته اوس وایه ته څه شی لولې؟

– استاد! ما د ادبیاتو پوهنځی ولوست.

– چېرته؟

– څه په کابل او څه په ننګرهار کې

– ښه ډېر ښه، پښتو څانګه؟

– هو، پښتو څانګه!

– ښه، ښه!!! نور څه لیکې؟

– کله، کله شعر لیکم، یوه نیمه نثري لیکنه هم کوم.

– ښه، ښه! شاباسې، ته دې یو شعر ووایه.

د استاد فرمایش را باندې خوله را ماته کړه چې اوس ددې دواړو لویو استادانو په مخکې څنګه شعر ولولم. استاد شپون بیا را باندې غږ وکړ:

ـ مه شرمېږه، ووایه! رښتین صاحب در ته څه نه وايي.

دې خبرې سره یې وخندل:

ـ  زه پوهېږم چې رښتین صاحب در نه نثر غواړي.

هغه پر سترګیو ګوتې ووهلې:

ـ ژبه په نثر ژوندۍ ده!

استاد شپون ور ته وویل:

ـ زمه هم خلک نثر ته هڅوم، خو خیر اوس خدای ناکام راوستی، دده شعر به واورو.

ما ور ته وویل:

ـ زه شعر نشم لوستی.

استاد شپون را پورې کلک ونښته:

ـ ضرور به یې وایې.

ـ تاسې یې مخالف یاستئ!؟

استاد رښتین را ته وویل:

ـ مخالف یې نه یو، خو نثر ښه ګڼو.

استاد شپون بیا ټینګار وکړ:

ـ که این کی که پین کی دا پټی به شین کی

ما سره دا وخت د شعرونو لومړۍ ټولګه ( پرهرونه دي چې خاندي) مې چې تازه چاپ شوې وه، په لاس کې وه، وا مې ړوله یو آزاد نظم په مخه راغی ، نوم یې و:  میاعلي صاحب ته! دا مې ورته ولوست.

 استاد شپون دغه نظم ته وغوړېده، راپاڅېد، مُچې یې کړم ویې ویل:

– افرین، دا اوس شعر دی، په دې کې نوی فکر او  نوې خبره ده، د میاعلي صاحب زیارت خو ما لیدلی!

بیا یې په استاد رشتین غږ وکړ:

–  استاد!؟

هغه سر پورته کړ او ها یې کړ.

 –  میاعلي صاحب خو دې یادېږي؟

استاد په غږونو دروند و، استاد شپون ور ته غږ لوړ کړ:

ـ هغه زیارت ښییم!

– هو، هغه زیارت؟

– هو، دې ځوان ویلي دي، چې رهبران هغو زنځیرونو ته ور ولولئ او ویې تړئ!

استاد رښتین ور ته وویل:

– ښه وایي کنه، افغانستان یوه څوکۍ لري، دوی ورته اووه کسان جوړ کړل، اووه کسه او یوه څوکۍ، نو اووه کسه په یوې څوکۍ ځایېږي؟ دا ټول لېوني دي، دی رښتیا وايي دا ټول باید په میاعلي صاحب کې وتړل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.