موږ ته د ارواښاد ګیله من وزیر دعا

سید عبید الله نادر

257

د جولای په لسمه د روانه کال ۲۰۲۴ د چهار شنبی ورځ چې تر یوه ورځي د مخه پوری ارواښاد ګیله من وزیر د روغتون په بستر کې ډیر شدید ټپی پروت وو،ما یو مات او ګوډ شعر لکه د نورو شاعرانواو ادیبانو په څیرد ده د روغتیا او سلامتیا د غوښتلو په پار لیکلی وو.

او په کې می د پاک رَب څخه ده ته، د سلامتیا دعا کړې وه ،او د هغي نه د مخه می چې هغه مهال ارواښاد ګیله من وزیر په زندان کې بندی وو. ما یو لنډ مضمون د ده په اړوند لیکلی وو .چې د ۲۰۲۴ کال د همدې کال د اپریل په میاشته کې می مضمون په فیسبوک کې خپور کړ، نو همدغه مضمون او خپل شعر می په همدغه ورځ اته او نهه خپرندویه ټولنو ته ولیږه چې ټولو کې خپور هم شو .

څو شیبې می دمه وکړه، او د چایو ګوټ می وکړ او د ګوټ سره سم می فیسبوک خلاص کړ. لکه دا ټوله نړۍ او دنیا چې په دي مرض اخته ده زه هم په همدي مرض ګرفتار یم.

چې د فیسبوک پر مطالبو می نظر ولګید و می لیدل چې د ګیله من وزیر د مرګ خبر خپور شوی ډیر پری غمجن شوم . لمړی خو زما هیڅ اعتبار او یقین را نه غی خو د ځانه سره می وویل: ورځه که ډیرو شریک کړی وي ، او هم با اعتباره دوستانو شریک کړی وي نو دا خبره به رښتیاوي. که نه غلطه ده کاته می چې ډیرو شریک کړی وو ،خو ما وویل :خدای تعالی دي غلطه ثابته کړي.هماغه ورځ تر ډیره پوری می د ده دا تصویر سترګو ته راته د ده په خوانۍ می هم ډیر زړه درد وکړ . او دا چې د ده څخه واړه بچیان پاتي شول پری نور هم خفه شوم.

خو څه وکړو چې د ظالم او بیرحمه قاتل د لاسه، ډیره د تعجب خبره ده چې،  د پاکستان په پلازمینه کې دومره لوی سړی که څه هم د سن له لحاظه کوچنۍ وو خو د پوهی او درک له لحاظه لوی سړی وو  او لویه هستي وه.

یاني بیرحمانه په رڼا ورځ په پلازمینه کې وژل کیږي ،چې زه نه پوهیږم چې دا د اسلام آباد امنیت دي پوځیانو قاتلانو صرف د خپل ځان له پاره راوستی او که د خلکو له پاره ؟

د پښتنو او افغانانو له پاره خو چور اسلام برباد ثابت شو.لنډه یې دا چې ټوله ورځ می د ده تصویر تر سترګو کیده خو ورته می دعا ګانې کولي اګر که مونږ له نژدي نه، سره نه و لیدلي خو ده سره زمونږ د افغانانو او د بری پشتونخواه د ځوانانو شور او اخلاص می چې ده ته لیده نو زما هم مینه ورسره وه . د خلکو مینه او خلاص ته می چې کاته نو ما ویل : ګیله منه آشنا ته مړ نه یې ژوندی یې ،خو دا په حقیقت کې مړه مونږه یو،که د زړه په سترګو خپل حال ته وګورو او ځیر شو. زه فکر کوم د زړه سره ګیله منه! چې ته مونږ ته لاسونه لپه کړه، او لاسونه جګ کړه او دعاووي وکړه .

(چې ای خدایه! ته په خپل فضل او کرم دا ژوندي متحرکې جنازې چې مونږه یو او زمونږ رهبران دي دا ټول وبخښي او د پنجابیانو د پوځ دا په آخور کې لوی شوي جنرالان او کر نیلان او دا د رنډۍ خانو متولدین د انسانیت لارې ته سم کړې ،او دوی ته په ځمکه باندی د انسانیت د اوسیدو طریقه وښایي. او دا حرامیان سمې لارې ته راولي او دوي ته هدایت وکړې ،او دوی ته د قناعت د توفیق نعمت نصیب کړې چې نور د ډالرو د ګټلو له پاره د پښتنو په سر سودا ونه کړي . ځکه د رسوایي او بی آبرویي تر سرحده دوی ډالرو پسي منډې ووهلي او تر اوسه یې لا وهی ،او د ډالرو ګټلو له پاره ځانونه دومره رسوا نه کړي، او ونه شرموي او دوی ته توفیق د قناعت د دي له پاره هم ور په برخه کړې . چې نور د پښتنو په سر سودا باندی دوی ډالری و نه ګټي ،او نوره دنیا هم و نه غولوي چې پیسې تری و شکوي .دوی ته دي څیښتن تعالی د قناعت نعمت ور حاصل کړي ،او ګل خانانو ته یې سیاسي شعور او د معرفت په رڼا کې ژوند نصیب کړې او د بیدارۍ له نعمته یې برخورداره کړې او پولیسو ته یې د مسولیت احساس ورکړې او یو سیاسي درک او زړه سوی په خلکو ورنصیب کړي ، او پوځ او پوځیان او جنرانلانو ته یې حیا ورکړي ، او د اخلاقو له نعمته یې برخورداره کړې، اود دوي لاس پوڅو ته هم حیا په نصیب کړې،او افغانان هم د دوی له شره خلاص کړې)،د یوسف جان په دي څو ټکو چې د یوې مرکې په پای کې د یو شاعر سره وویلي ، او د ده دزړه نه راوتلي څو کرخي د زړه وینا باندی چې د درد خبری دي مضمون لنډوم چې وایي : ګیله من هم مونږ نه ګیله من لاړ. ګیله من د دي قافلې یو ښکلی سردار وو ،چې چا مړ کړی مونږ وایو چې بد یې کړي ،او ظلم یې کړی .د یو ډیر ښکلی غږ. په مری یې لاس کېښود ،خو بیا هم ګیله منه! ته مړ نه یې ستا ټکي به همیشه ژوندي وي او دغه ټکي به د انقلاب سر نامې وي د زړونو نه به و نه ووځې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.