ټاپي هغه ستره او اقتصادي پروژه ده، چې څلور هېوادونه تر پوښښ لاندې راولي. ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان هغه هېوادونه دي، چې په مستقیمه توګه به د دې پروژې له ګټو برخمن شي او دسترخوان به ېې له غلې ډک شي.
دا پروژه د ترکمنستان له ګازي ډګرونو پیل او د هندوستان پر خاوره پای مومي. اوږدوالی ېې، ۱.۸۱۴ کیلومتره دی، چې هوکړه لیک ېې په ۲۰۱۶میلادي کال کې د یادو هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې لاسلیک شو.
موږ ته ېې ګټه څه ده؟
د ټاپي د ګازو نل لیکه په یو کال کې، پاکستان او هند ته د ۳۳میلیارد متر مکعب ګازو د لېږد وړتیا لري. افغانستان چې د دې پروژې یو مهم غړی دی، بې ګټې هم ترې نه پاته کېږي او د شوي هکړه لیک له مخې به په کلني ډول څلور سوه میلیونه ډالر د ټرانزیټ حق(حق العبور)، په لومړیو لسو کلونو کې په کلني ډول پنځه سوه میلیونه مکعب ګاز، په دویم پړاو لسو کلونو کې، هر کال یومیلیارد مترمکعب ګاز او د درېیم پړاو لسوکلونو کې به هر کال یو نیم میلیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کړي، چې له دې سره به په هېواد کې د ګاز په بیه کې د پام وړ کموالی راشي او په ټوله کې به د ګازو په برخه کې زموږ ستونزه هواره شي.
د دې سترې پروژې سره به زموږ څلور زرو هېواد والو ته په مستقیمه او زرګونو تنو ته به په غیر مستیقمه توګه دندې پیدا شي. دا ستره پروژه، چې هرات، فراه، نیمروز، هلمند او قندهارولایت تر پوښښ لاندې راولي د دې ولایتونو اوسیدونکو ته به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د دې پروژې په اوږدو کې ۱۲ د فشار پمپونه نصبېږي، چې پنځه هغه ېې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان په خاوره کې جوړېږي.
د ټاپي مخفف TAPI
د ټاپي پروژې نوم، د څلورو هېوادونو له لومړيو تورو ترکیب شوی دی، چې لومړی نوم ېې
T: Turkmenistan
A: Afghanistan
P: Pakistan
I: India
سیمه ییزې اغېزې :
د دې پروژې په څنډو کې به نوي هټۍ، بازرارونه او تر څنګ به ېې خلکو ته کاري فرصتونه هم پیدا شي. د هېواد په اقتصاد پرمختګ کې حیاتي رول لري او د خلکو ژوند به هم ورسره هوسا شي. د دې سترې پروژې د پلی کیدو په څنګ نورې پروژې هم دي، چې دا به هم ورسره پلی شي. د نوري فایبر، برېښنا او اوسپنې پټلۍ هغه پروژې دي، چې د اقتصادي غوړیدا لامل ګرځي او په دې سره به هم خلک په دندو وګومارل شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.