شپه

عبدالوکیل متین

194
لکه شبنم مې کرۍ شپه په شوګيرو تېره کړه
ګل خبر نه و ما ېې مينه په اغزو تېره کړه

زه يو بې کوره مسافر له قافلې نه پاتې
د ژوند قصه مې رڼو ستورو ته په شپو تېره کړه

چا مې ريښې ګرېوان ته ست د پيالې هم و نه کړ
تمامه شپه مې د دې ښار په ميکدو تېره کړه

زما د تندې سوي حال ته ساقي و نه کتل
ژبه مې څو ځلې د شونډو په پترو تېره کړه

چا راته وی دا ميخانه د قبا پوشو ځای دی
ما د قبا د تعبير شپه تر سپېدو تېره کړه

غم د سبا نه و له هغه قبا پوشه سره
چا چې جرعه د می له ستوني په نېشو تېره کړه

مړه قسمته! تا خو هم په ړندو سترګو ليدم
هره شېبه مې د ګرېوان په څيرېدو تېره کړه

له ما متين سره سوا له درده هېڅ نه وو
ما مات قلم ته د زړه کړيکه په قصو تېره کړه
————— سپټمبر – ۱۲ – ۲۰۲۴
منټيکا – کليفورنيا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.