وو نه وو، د خدای کړه وو، د بنده ورته کاته و. په يوه ښکلي او شنه کلي کې يو شپونکي له خپلې مور او وړې خور سره ژوند کاوه. دی عبدالله نومېده او د خور نوم یې رحيمه و.
خور په عبدالله ډېره ګرانه وه. عبدالله چې به رمه پيوولو ته بيوله نو له هغې خوا به يې د غره له لمنې ژيړ ګلان راټولول او خور ته به يې راوړل.
خو عبدالله به تل خواشينی و. هغه خپلې غريبۍ ته ځوریده او تل په دې فکر کې و چې څنګه شتمن شي. عبدالله به د خلکو رمه څړ ځای ته بيوله او په بدل کې به یې پیسې اخیستې. هغه ته به د پیسو او سرو زرو درلودل تر ټولو لویه خوشبختي ښکاریده.
يوه ورځ سهار وختي عبدالله له کوره په وتلو کې و چې د خلکو رمه څړ ځای ته بوځي. رحیمې ورمنډه کړه او په خوشحالۍ یې وويل: لالا! نن بيا راته ژيړ ګلان راوړې؟
عبدالله موسکی شو او ځواب یې ورکړ: هو خورکې. ولې به يې درته نه راوړم؟ ته خو زما نازولې او خوږه خورکه يې.
مور یې يوه ډوډۍ په شنه دستمال کې وپيچله او د اوبو له پتک سره يې ورکړه چې وږی او تږی نشي.
عبدالله رمه د غره لمنې ته بوتله. پسرلی و، هره خوا شنه وه. عبدالله خوشحاله و چې رمه به يې ښه وڅريږي. هغه پر يوه تيږه کېناست، شپیلې يې وغږوله او سندره يې ویله:
خدایه خدايه سره زر غواړم
ښه ډېر زیات يې تر غر غواړم
سره زر لویه خوشبختي ده
ژوند بې زره بدبختي ده
که یې ولرم پریمانه
زما دنیا به شي ودانه
کله چې ميږې مړې شوې، عبدالله پورته شو چې د غره له لمنې خپلې خور ته ګلان راټول کړي. له ځانه سره یې ویل: خدایه! موږ ته دې ولې ښې ډېرې پيسې او سره زر نه دي راکړي؟ هی هی! داسې وخت به راشي چې ښه ډېر سره زر او پيسې ولرم ؟ له دې نه لویه خوشبختي په دنیا کې نشته.
عبدالله يو ګل ته لاس اوږد کړ چې ويې شکوي خو په حيرانتيا يې وليدل چې هغه ګل نه دی، هېنداره ده.
خو کله چې يې يو وړکی سړی په هېنداره کې وليد نو لا پسې حيران شو. د هغه سړي یو لویشت قد و او د سرو او سپينو زرو په يوه غره خاته. په هر پل کې به يې د پښو لاندې د سرو او سپينو زرو تيږې له غره نه بېلېدلې او ښکته به په يوې کڅوړه کې لوېدلې.
عبدالله په حيرانۍ کوچني سړي ته وکتل او له ځان سره يې وويل: ما دومره وړکی سړی په خپل عمر نه و ليدلی.
کوچني سړي عبدالله ته په غوسه وويل: هېنداره بېرته کېږده.
د کوچني سړي په خبرو عبدالله لا پسې حیران شو او پوښتنه یې وکړه: ولې یې بېرته کېږدم؟
هغه ځواب ورکړ: نه وينې چې زه اوس سم په غره نه شم ختلی؟
عبدالله وويل: هو، هو. لومړی زر زر ختلې خو اوس نه شې ختلای.
کوچني سړي وويل: نو څه ته ګورې؟ هېنداره کېږده، که نه له غره نه لوېږم.
عبدالله زړه نازړه و چې هېنداره کېږدي، که نه.
په هغه يې زړه وخوږېد او آيينه يې کېښوده. خو بېرته يې واخيسته.
کوچني سړي وویل: خیر دی! آيينه بېرته کېږده، ګنې زه به ولوېږم او مړ به شم. عبدالله وويل: ښه. زه به يې کېږدم خو يو شرط لرم.
عبدالله له کوچني سړي وغوښتل چې هغه ته داسې يو څه ورکړي چې په هر لوښي يې ووهي هغه په سرو زرو بدل شي.
سړي ورته وويل: ګوره وه هلکه! ښه به وي چې زه په خپله خوښه يوه تحفه درته درکړم، که نه نو، ته به په لوی جنجال اخته شې.
عبدالله وويل: نه نه! ما ته داسې څه راکړه چې په هر څه يې ولګوم، هغه د سرو زرو شي. څومره به ښه شي! هر څه به له سرو زرو وي، کاسې، کاچوغې، ديګي! واه واه! ډېر به خوند وکړي. هر څه به پرې واخلم هېڅ ارمان به مې پاتې نه شي، زه به تر ټولو خوشبخته انسان یم!
کوچني سړي ورته ډېر وويل چې داسې مه کوه. نيکمرغي او خوشالي يوازې په سرو زرو کې نه ده.
عبدالله وويل: څنګه نه ده؟ زه دا درسره نه منم. په دې دنيا کې ټوله خوشالي يوازې پيسې او سره زر دي.
کوچني سړي وويل: ته چې داسې غواړې نو سمه ده. قبلومه يې خو ته ژر آيينه کېږده، که نه مرم.
عبدالله په حيرانۍ سره وليدل چې هغه کوچنی سړی له هېندارې را ووت او مخې ته يې ودرېد.
هغه عبدالله ته د سرو زرو يو ګل ورکړ او ويې ویل دا ګل چې په هر څه وموښې او ووايې چې واه واه نو هغه به په سرو زرو بدل شي.
عبدالله ډېر خوشاله و. هغه په منډه رمه کلي ته بوتله او کور ته لاړ.
عبدالله مور ته ورغږ کړل: ادې او ادې! چيرې يې؟
مور يې له تندورخانې ورغږ کړ: په تناره کې ډوډۍ پخوم.
عبدالله په خوشحالۍ ورغی او ويې ويل چې اوس به موږ تر ټولو پيسه داره او خوشبخته خلک یو. هغه مور ته ټوله کيسه وکړه. بیا یې د ډوډۍ دستمال خلاص کړ او د سرو زرو جادويي ګل يې مور ته وروښود.
بيا يې دا ګل په جايجوشې وموښه او ويې ويل واه واه. د واه واه په ويلو چايجوشه د سرو زرو شوه.
مور يې هکه پکه پاتې وه.
عبدالله دا ګل په ديګيو او کاسو ووهه او د واه واه په ويلو هغه ټول د سرو زرو شول.
په دې وخت کې رحيمې چې د خپل ورور او مور خبرې واورېدې، په منډه تندورخانې ته راغله او ورور ته يې وويل: ما ته دې ګلان راوړي که نه؟
عبدالله په ډېره مينه هغې ته وويل: هو زما خوږې خورې! زه به نور تا ته دغسې د سرو زرو ګلونه راوړم او ګل يې ورته وښود.
رحيمه ډېره خوشحاله شوه. ګل يې د عبدالله له لاسه واخيست او په خپل پيکي کې يې کېښود، هغه ولاړه، په هېنداره کې يې ځان وکوت او ويې ويل واه واه دا ګل زما په پيکي کې څومره ښه ښکاري.
د دې خبرې په ويلو، رحيمه د سرو زرو په تیږه بدله شوه.
عبدالله او مور يې ډېر خفه شول. رحيمه يې په تودو اوبو پريمينځله که ګوندې ښه شي خو هغه د سرو زرو د تيږې په شان وه.
عبدالله او مور يې ژړل او حيرانه وو چې څه وکړي.
عبدالله ډېر خفه و، نه يې ډوډۍ خوړله او نه یې خبرې کولې.
مور او زوی ناست وو او ژړل يې. نور نو عبدالله د رحيمې خوږ غږ نه اورېده، نه به چا ورته لالا ويلې او نه هم ترانې او سندرې. له سرو زرو يې زړه بد شو. ناڅاپه يې د لويشتکي خبره ور په زړه شوه چې د هغه کور له اوو سيندونو او غرونو آخوا د سرو زرو په ښار کې دی. نو تصميم يې ونيو چې ورشي او لويشتکی راپيدا کړي.
عبدالله په سفر پيل وکه. تله، تله، تله، تر څو چې له اوو سيندونو او اوو غرونو تېر شو.
هلته يې يو ډېر ښکلی له سرو زرو جوړ ښار وليد. هر څه ډېر ښايسته او پاک وو او سړکونه او کورونه یې په لمر کې ځليدل. خو عبدالله ته هېڅ هم ښکلي نه ښکارېدل. هغه له ځان سره وويل چې کوچنی سړی به څنګه پيدا کړم.
يو ناڅاپه يې هغه سړی مخې ته ودرېد.
هغه له عبدالله نه پوښتنه وکړه: ولې راغلی يې؟ ما ويل ته به اوس تر ټولو خوشبخته انسان یې.
عبدالله وويل: نه. اوس پوه شوم چې نيکمرغي او خوشالي په پیسو او سرو زرو کې نه ده. زموږ ټوله خوشالي زما د وړوکې خور په خندا او خبرو کې وه. خور مې په سرو زرو بدله شوې او لکه تيږه بې حرکته پرته ده. زه غواړم چې خور مې بېرته ښه شي. زما نور هېڅ هم نه دي په کار.
کوچني سړي له عبدالله وغوښتل چې د هغوی کور ته ولاړ شي او دمه جوړه کړي.
خو هغه وويل: که مې خور بېرته ښه شي نو دا به ستا ډېره مهرباني وي. زه زر بېرته ځم چې مور به مې له ډېرې ژړا مړه شي.
کوچني سړي له عبدالله وغوښتل چې سترګې پټې کړي.
کله چې يې سترګې بېرته خلاصې کړې، ويې ليدل چې په کور کې دی. خور يې هم بېرته ښه شوې او په ويښتانو کې يې يو د سرو زرو قيتک دی.
عبدالله پوه شو چې دا قیتک د لويشتکي ډالۍ ده.
رحيمې وویل: شکر خدايه! ورور مې راغی. ادې! ویښه شه. ورور مې راغی.
عبدالله وویل: اه خورکۍ! ستا خندا او زموږ د کور خوشالي په ټوله دنيا نه ورکوم. دا تر ټولو لویه خوشبختي ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.