سریزه:
ټاپي پروژه چې د سیمې پۀ کچه لۀ لویو پروژو څخه ګڼل کېږي، پۀ هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره یو زرین چانس دی. د یادې حیاتي پروژې لۀ ګڼو ګټو سربېره، د فایبر آپټیک انټرنېټ شبکې جوړول هم د پلان ځانګړې برخه ده؛ چې پرمټ به یې افغانستان لۀ کیفیت لرونکي او تېز انټرنېټ څخه برخمن شي.
فایبر آپټیک:
فایبر آپټیک پۀ نړیواله کچه د انټرنېټي شبکو د یوې بنسټیزې برخې پۀ توګه د معلوماتو د لېږد یوه نوې او پرمختللې وسیله ده، چې پۀ شیشه کې د رڼا پرمټ ډېټا انتقالوي. پۀ ورستیو کې د دې ټېکنالوژي پۀ مرسته د انټرنېټ او مخابراتي شبکو چټکتیا، د معلوماتو د لېږد ظرفیت او د شبکو اعتبار لوړ شوی. د فایبر آپټیک لۀ لارې لېږدول کېدونکې ډېټا پرته لۀ خنډ او پۀ لوړ سرعت لۀ یو ځایه بل ځای ته انتقالېږي، چې د نورو ټېکنالوژیو پۀ پرتله یې یو ستر بدلون رامنځته کړی.
پۀ افغانستان کې د فایبر آپټیک انټرنېټ اغېزې:
پۀ افغانستان کې د ټاپي پروژې پۀ چوکاټ کې د فایبر آپټیک شبکې جوړېدل، یو ستر اقتصادي او ټولنیز بدلون راوستلی شي. افغانستان لۀ کالونو راهیسې پۀ انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو کې لۀ محدودیتونو سره مخ دی، خو د فایبر آپټیک انټرنېټ لۀ راتګ سره به پۀ دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه تر سترګو شي:
۱: د انټرنېټي خدمتونو کیفیت:
فایبر آپټیک چې د معلوماتو دلېږد لپاره پرته خنډه پۀ لوړ سرعت سره کار کوي، د افغانستان د انټرنېټ کاروونکو ته به چټک او ثابت انټرنېټي خدمتونه چمتو کړي او هغه ستونزې چې مخکې موجودې وې؛ حل شي.
۲: د انټرنېټ د بیو کمښت:
فایبر آپټیک ټېکنالوژي به د انټرنېټ د بیو پۀ کښته کولو کې مرسته وکړي. د دې ټېکنالوژي پرمټ به مخابراتي شرکتونه پۀ ارزانه بیه د انټرنېټ خدمتونه وړاندې کړي. دا به د سیالۍ یوه داسې فضا رامنځته کړي، چې د انټرنېټ بازار ته نوي شرکتونه راجلب او د بیو پۀ کمېدو کې مرسته وکړي.
۳: اقتصادي وده:
د چټک او ثابت انټرنېټ شتون به د سوداګرۍ پۀ برخو کې نوې لارې پرانېزي. داخلي او نړیوال سوداګر به وکولی شي چې پۀ آسانۍ سره خپلې شبکې پراخه کړي او د انټرنېټ لۀ لارې د نړیوالو بازارونو سره اړیکې ټینګې کړي. د دې ترڅنګ به د انټرنېټ لۀ لارې د خدماتو د وړاندې کولو، لکه آنلاین زده کړې، مشورتي خدمتونه او د نورو اقتصادي فعالیتونو اغېز ښۀ شي.
۴: ټولنیزې ګټې:
د فایبر آپټیک چټک او ارزانه انټرنېټ به د خلکو پۀ ورځني ژوند کې لوی بدلون رامنځته کړي. زده کوونکي به د زده کړو غوره سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي او عام وګړي به د ټولنیزو رسنیو لۀ لارې په آسانۍ سره لۀ نړیوالو او خپلو کورنیو سره اړیکې ټینګې کړي. دغه پرمختګ به په ټولنه کې د اړیکو او معلوماتو د پراختیا پۀ برخه کې هم ګټور تمام شي.
پایله:
پۀ ټوله کې ویلی شو چې د ټاپي پروژې لۀ اړخه د فایبر آپټیک انټرنېټ ټېکنالوژي به پۀ هېواد کې د انټرنېټي خدمتونو، اقتصادي ودې او ټولنیزو اړیکو پۀ برخه کې ستر بدلونونه ښکاره کړي. د انټرنېټ سرعت به زیات شي، بيې به ټیټې شي او خلکو ته به د چټکو او ارزانه انټرنېټي خدمتونو لاسرسی چمتو شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.