د عکس سرچینه،Seyed Rasoul Mousavi/x
په دې وروستیو کې یو ځل بیا ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو ډېرېدو رپوټونه خپرېږي.
د دې لړۍ په یوه تازه بېلګه کې د داسې قضايي حکم عکسونه خپاره شوي، چې پر دغو کډوالو د ډوډۍ نه پلورلو سپارښتنه پکې شوې ده. دغه حکم پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال ‘رسول موسوي’ د جمعې پر ورځ (د سپتمبر ۱۳مه) د کرمان په بردسیر ولسوالۍ کې د یوه نانوايي د مخې پر ښيښه د لګول شوي حکم عکس د انتقاد په ډول خپور کړی، چې پکې لیکل شوي “د څارنوالۍ په حکم پر [بهرنیو] وګړو د ډوډۍ پلورل منع دي.”
وروسته د بردسیر د عمومي او انقلابي څارنوالۍ مشر د دغه بنر په تړاو توضیحاتو کې وویل چې دا بندیز یوازې د ښار په کچه د سبسایډي ډوډۍ پر پلور لګېدلی او دا چې نور نانوایان په ازاد ډول ډوډۍ پلورلی شي.
دغه قضايي چارواکي زیاته کړې چې “[بهرني] اتباع د سبسایډي ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره د دغو وګړو د اوسېدو پنډغالي له درېیو ټاکل شویو نانوایانو ګټه اخیستی شي.”
د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکېدل
په دې وروستیو کې ایران کې د افغان کډوالو د شمېر لوړېدو په تړاو د رپوټونو له خپرېدو سره پر دغو کډوالو فشارونه هم ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.
په دې لړ کې د ایران د عامه نظم عمومي قومندان احمد رضا رادان تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د روان کال تر پایه “نږدې دوه میلیونه غیر قانوني وګړي” له ایران ایستل کېږي.
له دې سره هممهاله د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو په زور د زرګونو افغان کډوالو د ایستل کېدو رپوټونه هم خپاره شول.
بلخوا د ایران د کورنیو چارو نوي وزیر سکندر مومني هم له افغانستان سره د پولې تړل کېدو بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې چې “ډاډ ترلاسه شي نور د ناقانونه تګ راتګ امکان نشته.”
خو داسې ښکاري، د هغه څه خلاف چې ایراني چارواکي یې اعلانوي، دا پرېکړه یوازې په ناقانونه کډوالو پورې محدوده هم نه ده.
د بيبيسي ببرک احساس چې اوړمه ورځ (د سپتمبر ۱۲مه) له ایران سره پر پوله اسلام کلا بندر ته تللی و، وايي له دغه هېواده تازه په شړل شویو افغانانو کې یې داسې کسان هم لیدلي چې پاسپورتونه او یا په ایران کې د اوسېدو باوري اسناد یې درلودل.
نوموړی زیاتوي چې دغلته د طالبانو حکومت مسوولانو هم ورته تایید کړې چې په دې وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پاموړ چټکه شوې او په ورځني ډول له ۳ زرو ډېر کسان پخپله خوښه یا په زور افغانستان ته ور اړول کېږي.
د افغان کډوالو نیولو او ایستلو لپاره د ایران حکومت له اقداماتو سره کله ناکله تاوتریخوالی هم مل وي او وخت ناوخت یې د نیولو او شړلو پر مهال د زور زیاتي ویډیوګانې هم خواله رسنیو ته راوځي.
له کور، کار او زدکړو محرومیت
ایراني چارواکو د فشار په توګه د کار، کرایې کورونو او ان زدکړو په ګډون بېلابېلو خدماتو ته د افغان کډوالو د لاسرسي محدودولو ته هم مخه کړې ده.
په دې لړ کې د فارس ولایت د کډوالو او بهرنیو اتباعو د چارو عمومي مدیر ‘بهرنګ قرباني’ د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې “په دغه ولایت کې د غیرمجازو کډوالو هر ډول استوګنه، کاروبار او د هغوی د ماشومانو زدکړې منع دي.”
هغه ګواښ کړی چې که څوک دغو کډوالو ته کور، کار او یا په ښوونځي کې ځای ورکړي نو قضايي ادارو ته به ور وپېژندل شي.
د پلازمېنې تهران والي هم شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په ورته اعلان کې ویلي وو چې له اجازې پرته ورغلي بهرني اتباع به هلته له خدماتو محروم شي.
تر هغې ورمخکې د اصفهان والي ‘رضا مرتضوي’ ویلي وو دغه ولایت کې د ۶۰ زرو کډوالو زدکوونکو حضور پر ځايي خلکو او زدکوونکو فشار راوستی او دا چې دوی هڅه کړې د بهرنیو زدکوونکو د ونډې په کمولو سره ستونزه حل کړي، خو دا موضوع د نوموړي په وینا په ملي کچه ځانګړې توجه غواړي.
بلخوا د ایران ښوونې او روزنې وزارت ویاند علي فرهادي بیا اوړمه ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي: “د نړۍ هر ځای کې هغو کسانو ته درناوی کېږي چې د جنګ جګړو، سېلابونو او نورو ناخوالو له کبله چې انسانان ورسره مخامخېږي، بې ځایه کېږي.”
د ایران مذهبي مشر علي خامنهای په ۱۳۹۴ کال کې امر کړی و چې هېڅ افغان ماشوم، ان که په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد هم ونه لري، باید له زدکړو بې برخې نشي.
بی بی سی پښتو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.