کینیازدالګورکي لیکي :
ما په روسیه کې د خارجه وزارت سیاسي او حقوقي پوهنځی لوستی ؤ د دې لپاره چې زما راتلونکې دنده په ایران کې په پام کې نېول شوې وه پارسي ژبه مې هم زده کړې وه ، په 1834م کال تهران ته خپلې خاصې ټاکلې دندې ته راغلم ،
څرنګه چې له پارسي ژبې سره د عربي ژبې کلمات ډېر ګډ دي باید څه عربي مې هم زده کړې وای ،
ما د مازندران د سیمې د “اسک ” د کلي چې په
” لاریجان ” کې واقع ده یو معلم پیدا کړ چې نوم یې شیخ محمد او د روحاني شخصیت حکیم ګیلاني له شاګردانو څخه ؤ د میاشتې مې یو تومان او لس ریاله ایرانۍ پیسې اُجوره ورکوله ما مروج علوم لکه صرف ، نحو ،تاریخ ، معجم او څه نور علوم زده کړل،
او د خپل معلم ترمخه مسلمان هم شوم ، هغه ته مې وویل که زما سفیر زما د مسلمانۍ په موضوع خبر شي راته ځاني خطر دی بل دا چې زه خو د
اته ویشتو کالو یم سنت کېدل زما لپاره هم ضرر لري،
زما لپاره خپل د ” تقیې” اصل یا یوه لاره جوړه کړئ .
شیخ محمد خپله یتیمه ورېره د ” رخسار ” په نامه درلوده چې د زوی په نوم یې کړې وه مګر زوی یې تر واده مخکې مړ شوی ؤ ، شیخ هغه جنۍ ماته په نکاح کړه زه په شیخ زیات ګران شوم ماته یې د زوی خطاب کاوه ، شیخ کوښښ کاوه چې ماته ډېر شیان زده کړي د اقلیدس آثار ، حساب ، د ابوعلی سینا د شفا کتاب مختلفې شرحې او قوانین ، منطق ، علم کلام یې راته وښودل ، زه په څلورو کالو کې واقعاً دیني عالم شوم ، شیخ به کله کله زه د شپې له پلوه له ځان سره د خپل استاد او مرشد ” حکیم ګیلاني ”
کره چې د تهران د نوروزخان کوڅه کې یې شانداره او لوی کور ؤ بېولم ، د روژې په میاشت کې مې خپل سفارت ته خبر ورکړ چې په دې میاشت کې زه د شپې له پلوه سفارت ته نشم حاضرېدلای ، په حقیقت کې زما اصلي ماموریت له خپل سفارت نه پټ ؤ ، ما تقریباً یوه میاشت د حکیم ګیلاني په کور کې په ویښه تېره کړه ، د دوشنبو او جمعو په شپو کې مو ذکر هم درلود چې زیاتو خلکو برخه پکښې اخیستله ما د ځان لپاره د طریقت ملګري هلته زیات پیدا کړل، میرزاحسین علي او میرزا یحیی د میرزا اَقان نوکران او رشته داران وه دواړو زما سره زیاته مینه پیدا کړه له هرې خبرې او حادثې څخه به یې ماته اطلاع راکوله ماهم ورسره لازمه مرستې کولې ،
حکیم ګیلاني زما د خسر معلم او مرشد زما په مسلمانۍ پوره باور نه درلوده ، زه له دې اړخه لږ څه اندېښمن وم ، خو زما د هر سوال ځواب به یې راکوه، ما یوه ورځ د نوموړي حکیم څخه وپوښتل :
لوی ایران چې یو اړخ ته یې هندوستان بل اړخ یې له حبشې سره نښتی ؤ ختیځ او لوېدیځ یې مطیع شوي ؤ څرنګ یې د یونان ، عربو او مغلو څخه شکست وخوړ هغه په ځواب کې راته وویل : هغه ډول چې خارجي جسم د بدن د ناجوړۍ او درد سبب ګرځي او مزاج خپل اعتدال له لاسه ورکوي اجنبي او خارجي ملیتونه هم په بل مملکت کې همدغه کار کوي ، وروسته یې مثالونه هم ورکړل ، د یهودانو او مزدکیانو زکر یې هم وکړ چې هغوی څنګه د ایران په خاوره کې نا امنۍ او اختلافونه واچول ، وروسته یې د ایران په غرب کې
د مسیحیت مشکلات بیان کړل، د اسلام دین په هکله یې بیان وکړ چې دغه دین په کوم قوم ، ژبه او نژاد پورې اړه نه لري ، خدای ج دا دین د خپل ډېر ښه بنده پواسطه د ټول جهان لپاره خوښ کړ چې انسانان یو دین ولري او په خپلو منځو کې سره وروڼه وي ، د اسلام د پیغمبر تر رحلت وروسته ځینو د اسلام په اُمت کې نفاق او بدبختۍ پیدا کړې ، وروسته یې وویل : د خدای دین تل یو دی ، هغه چې د حضرت ادم ع نه نیولې تر موسی ع عیسی ع او خاتم النبیین ص ته بهتر ویل شوي دي ټول سره یو دي
د خدای ج سنت تغیر نه کوي ، که بشر د خاتم الانبیا په سنت لاړ شي داسې دی لکه د ټولو انبیاو په لاره چې لاړ شي ، وروسته یې په مقایسوي ډول د اسلام او نورو په منځ کې اوږد تفصیل ورکړ ، بیا یې وویل که د اروپا ملتونه مسیحي دي دا توپک او توپونه دڅه لپاره دي چې بشر پرې وژني ؟ په انجیل کې خو راغلي دي که څوک تاسې د مخ په راسته خوا په چپلاخه ووهي تاسې هغه ته د مخ چپه خوا وړاندې کړئ ، ولې دا مسیحیان په هغه رفتار نه کوي؟
فی سبیل الله جهاد د اسلام سنت دی چې د منافقانو او ناوړه خلکو سره تل په مجادله کې اوسئ ، او دبشر له منځه اختلافات لرې کړئ .
کینیاز دالګورکي په خپل یاداشت کې لیکي :
د روسیې یواځینی لوړپوړی دښمن چې ابوالقاسم نومېده دی د ایراني پاچا قایم مقام ؤ د حکیم ګیلاني سره یې پټ تګ راتګ درلوده ، ما هڅه کوله د راکړل شوې دندې له مخې په یوه شکل یې له منځه یوسم ، ما د روژې د میاشتې ټولې پېښې او تر لاسه شوي اطلاعات خپل خارجه وزارت ته ولیکل ، چې د هغه راپور له مخې زما په تنخوا کې زیاتوالی راغی زما کار ورځ په ورځ پرمختګ کاوه ، دخپل هېواد سفیر او نایب یې ما سره حسادت پیدا کړی ؤ او مرکز ته به یې زما په باره کې لیکل چې ،
دی مسلمان شوی ده او د ایراني علماو په څېر لویه لنګوټه تړي ، عبا اغوندي او د ایران د علماو سره ګرم تګ راتګ لري ، خارجه وزارت فقط دومره ورته لیکل چې په هغه کارو غرض مه لرئ زموږ څار لاندې ده ، ما د خارجه وزارت سري یا ” مخفي چارو دفتر” څخه د شیخ محمد لپاره د میاشتې د لسو تومانو په مقدار تخصیص واخیست ،
په داسې حال کې چې د شیخ محمد مصرف د میاشتې دوه تومانه ؤ ، شیخ محمد د دې دراَمد له پس انداز څخه د حمام څو اطاقونه او ځان لپاره یو ښه کور جوړ کړ ، ژوند یې ښه شو زما لپاره یې هم په کور کې یو صندوق جوړکړ چې د کوټې د شا طرف څخه پکښې لیک لوېدای شو ، که زما ملګرو به ماته څه ویل غوښتل هغه خبر لیک به یې د هغې لارې صندوق ته اچوو ، هغه به ما را اخیست ،
کینیاز وایي چې ما په دوهم کال کې د ایراني اخوندانو د کالو اغوستلو او لنګوټه تړلو طریقې هم زده کړې او د مرکز د هدایاتو په اساس مې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوله ، یو ځل مې ظل سلطان فتح علیشاه د ایران د پاچا د وژلو لپاره تحریک کړ خو زه په دې خبر نه وم چې زموږ حکومت د ولیعهد د زوی محمد میرزا سره جوړه کړې وه کله چې مرکز هدایت راکړ ژر مې کاره لغوه او رویه مې بدله کړه ،
کینیاز لیکي چې دامې پنځم کال دی چې په ایران کې تعلیم کوم زحمت باسم د روسیې خارجه وزارت له ما څخه خوښ دی او رخسار زما مېرمنې هم یو زوی چې زما په څېره ؤ وزېږاوه ، د هغه نوم مو علي دالګورکي کېښود او وزارت ته مې په دې اړه خبر ورکړ ، ما غوښتل په هر ډول چې کېږي د مسلمانانو په منځ کې اختلاف واچوم او موجوده اختلاف زیات کړم ، ما د روژې په میاشت کې څو نفرو ته د جاسوسي تعلیم ور زده کړ دی وایي چې ایرانیان په عام ډول وطن دوسته ، مغروره او زیرک خلک دي جاسوسي او چغلي بد عمل ګڼي ، دی وایي چې میرزاحسین علي زما له دوستانو څخه ؤ اطلاعات یې راته رسوول یوه ورځ چې هوا توده وه زما د ملاقات لپاره راغلی ؤ زه له ښاره دوه رباطه لرې تللی وم ، زما په صندوق کې یې داسې اطلاعاتي لیک اچولی ؤ : پرون ماښام د لمر لوېدو په وخت صدراعظم د حکیم ګیلاني کور ته راغلی ؤ زه د حکیم د نوکر محمد ګل په وسیله د صدراعظم د لیدو په پلمه د هغه په قهوه خانه کې داخل شوم ، حکیم صدراعظم ته وویل چې : داسړی ” محمدشاه قاجار ” د سلطنت وړ نه دی د اجنبي یعنې روسيې نوکر دی ، باید یو سپېڅلی ضميره شخص لکه “کریم خان زند ” پاچا شي صدراعظم وویل تاسې وګورئ چې دغه ناجوړه ځوان به هم لکه د پلار پشان له دنیا څخه ناکامه لاړ شي حق به حقدار ته ورسېږي ، کینیاز وایي چې د دې لیکل شوو اطلاعاتو سره سم ډېر ژر سفارت ته لاړم د غلام باشي سره شاهي ماڼۍ ته ورغلم چې یو مهم کار لرم غواړم شخصي یې پاچا ته په عرض ورسوم کله چې پاچا خبر شو راووت ما ورته وویل یو محرمانه مطلب لرم او د هغه لیکل شوو اطلاعاتو مسوده مې ورته ورکړه کله یې چې ولوسته ،
ماته یې په مشورتي ډول وویل :
په داسې حال کې چې د څو میاشتو را پدېخوا مې صدراعظم ته ټول اختیارات سپارلي له ما نه غواړي چې د روسیې د امپراطورۍ سره مخالفت پیل کړم او ایراني ښارونه بېرته دهغوی څخه وغواړم د فرانس یا انګلیس څخه پوځي افسران د ایراني عسکرو د تربیت لپاره وغواړم ، نوموړی راته وایي چې د دې کار لپاره انګلیس دولت بلاعوضه مرستې کوي ، کینیاز وایي چې زه د پاچا د دې ډول صراحت او صداقت څخه حیران پاتې شوم، چې د څو محدودو میاشتو شناخت له اثره یې د ایراني دولت ټول اسرار او محرمات زما په مخ کې کېښودل ، کله چې د پاچا خبرې خلاصې شوې ما ورته وویل : صدراعظم او حکیم ګیلاني باید دواړه له منځه لاړ شي ، پاچا وویل چې صدراعظم به سبا د هغه په خپلو خلکو له منځه یوسم خو د حکیم ګیلاني له منځه وړل څه مشکل کار دی ، ځکه چې هغه په هېواد کې د روحانیت لوړ مقام ته رسېدلی ده ، ما پاچا ته وویل
چې د هغه “حکیم ګیلاني ” کار ماته پرېږده پاچا زما له دې کار څخه ډېر خوښ شو او زه یې مچ کړم راته یې وویل :
له هغه وخته چې ته مسلمان شوی یې د مسلمانانو په درد خورې، په همدې فرصت کې پاچا ماته دوه د الماسو او زمرودو انګشترۍ وبښلې کېنیاز وایي :
کله چې کورته راغلم زهر مې جوړ کړل میرزاحسین علي چې له ماسره یې اشنایي او رابطه درلوده
را وغوښت یوه اشرفۍ مې هغه ته د زهرو سره ورکړه ور ته مې وویل په هر صورت چې کېږي دغه زهر په شربت کې حکیم ګیلاني ته ورکړه چې مړ شي نوموړی د صفری میاشتې په اته ویشتم تاریخ 1251 ه ق هغه ته زهر ورکړل او ومړ ، صدراعظم هم د لاله زار په باغ کې کور درلوده د پاچا په امر
د نګارستان ماڼۍ ته راوغوښتل شو او په قتل ورسېده، کینیاز وایي ما شیخ ګیلاني له صدراعظم مخکې له منځه یووړ ، کله چې پاچا له دواړو ځان بېغمه کړ د هغوی جایدادونه یې ضبط کړل ، زه نو اوس پاچا ته دومره باوري شوم چې د هرې ورځې پېښې ، آن خپل شخصي معلومات یې ما سره شریکول ، میرزا اقاسي ایرواني یې زما په مشوره د نوي صدراعظم په توګه وټاکه ، دا زیات مطیع شخص ؤ ، زه پاچا سره دومره نږدې شوم چې زما سفیر ما سره حسد پیدا کړ ، زما اعتبار د ایران په دفترونو او خپله د روسیې په خارجه وزارت د مخفي ګمارنو څانګه کې ورځ تر بله زیاتېده ،
زما استاد او خسر ” شیخ محمد ” زما کامیابي د خپلې ورېرې “رخسار” چې زما مېرمن وه د هغې نیک فال او “ښه پښه ” بلل ، ویل یې چې دا ټول د هغې له برکته دي ، ما ورته وویل : ای شیخه دا ټول د اسلام له برکته دي ، رخسار ما سره ډېره مینه درلوه د شپې له پلوه مو شراب څښل د یوې اروپایي کورنۍ په څېر مو ژوند کاوه ، کینیاز لیکلي : هر معتبر شخص یا وطندوسته وزیر چې زموږ د دښمن انګلستان سره تګ راتګ کاوه هغه مو د خپلو رابطه دارو اخندانو په وسیله تکفیر کړ ، د صدراعظم یو ځای بل ځای لېږل هم زما په لاس کې شول ، ما معتبره ذینفوذه سرداران او شهزادګان د پیسو په ذریعه جذبول په لمړي سر کې زما مصرف شل زره تومانه ؤ بیا وروسته درې برابره شوه چې نږدې د ایران د دولتي لګښت نیم برابر ؤ ، په دولتي لویو منصبونو ګمارنۍ زما په لاس کې وې ، د روسیې دولت مخالفان مې ټول په یو بل نوم پاچا ته په خیانت تورن کړل ، ټول مې حذف کړل ، لنډه دا چې د پردې تر شا زه د ایران ټولواک وم ، کینیاز وایي چې زما د بخت ښې ورځې ناڅاپي واوښتې زوی مې د دانو او
تڼاکو له کبله په پنځه ورځو کې مړشو په تهران کې وبا راغله زما خسر ، مېر من مې رخسار ، او خواښې مې ټول وبا ووهل په یوه هفته کې مړه شول ، زه څه مده وروسته روسیې ته لاړم د خارجه وزارت له لوري پاچا وغوښتلم تر څنګ یې کېنولم یو مفصل او معتبر باور لیک او تقدیر پاڼه یې راکړه ، کینیاز لیکي :
په اسلام کې ظاهري پاتې کېدلو هم را باندې دومره اثر کړی ؤ نږدې ؤ چې خپله سمه حقیقي مسلماني اعلان کړم خو دې کار هم د روسیې له اوږد مهاله اهدافو او زما له دندې سره سر نه خوړ بېرته پښېمانه شوم ، روسیي امپراتو راته وویل د ایران له لوري د هرات اشغال څنګه کار ده ما ورته له ایران سره د هرات د نښلولو ګټې یو یو بیان کړې او ورڅخه مې وغوښتل چې له ایران سره باید د وسلو او نقدي مرسته وشي خو کله یې چې د خارجه وزیر سره مشوره وکړه هغه یې مخالفت وکړ ، او دلیل یې دا ویل چې هلته اوس انګلستان واکمن دی له هغه سره باید په دې وخت ټکر را نه شي ، ما چې هر څومره کوښښ وکړ چې د ایراني پاچا وفاداري له روسیې سره ثابته کړم ګټه یې ونه کړه انګلستان د هرات په ځواب کې د بوشهر د “خازک ” جزیره اشغال کړه بیا هم امپراتور له ایران سره مرسته ونه کړه ایران مجبور شو له هراته خپلې قواوې وباسي .
زما دوهم ماموریت :
امپراتور زما خدمتونو ته په درانه نظر کتل هر کله به یې غوښتلم او تر خوا به یې کېنولم ، یوه ورځ یې راته وویل : الګورکي ! “زه متوجه شوم چې کومه نوې خبره ده ” عتبات ” په اوسني وخت کې د کربلا سیمه ” د ایران او هند د سیاست مر کز ګرزېدلی موږ ورته بېتفاوته نشو پاتې کېدلای ته هلته لاړ شه د هغه ځای حالات زموږ په ګټه برابر کړه ، یوه اونۍ روسته هلته لاړم هلته مې یوه کوټه کرایه کړه ، لمړی مې څه نور اسلامي تعلیمات او هلته مروجه فقه علوم زده کړل ، د ” شیخ کاظم رشتي “چې د شیعیه مذهب لوی عالم او مدرس ؤ په تدریسي حلقه کې شامل شوم کله چې به ما د هغه څخه د درس د کومې موضوع په اړه پوښتنه کوله هغه به ماته د شک او تردید په نظر کتل ښایي هغه به پوهېده چې زه په درواغو ځینې مسلې مطرح کوم ، کینیاز وایي زه هلته د یو بل شیخ سید علی محمد سره اشنا شوم هغه د بهایي مذهب باني او چلوونکی ؤ د چرسو په چلم اخته ؤ او ریاضتونه یې کول ما د دې لپاره چې هغه غټ کړم او لویه دعوه پرې وکړم تر څو د شیعیه ګانو په منځ کې نوی مذهب او اختلافونه پیدا شي سید ته داسې خبرې کولې چې ګواکې د هغه په کړووړو او ویناو کې د پیغمبرانو اثار ویني ، خو ده به په ظاهره شکسته نفسي کوله ، هغه به چې کله چرس وڅکول زما خبره یې ښه اورېده زما مکررې ناستې او خبرو په هغه تاثیر وکړ خو وېرېده چې د مهدویت یا پیغمبرۍ دعوه وکړي ، ما هغه ته وویل چې ته مهدي یې ، هغه وویل زه مهدي نه یم ، ما ورته وویل په مهدویت کې تر تا زیات څه بهتر نشته ، کینیاز لیکلي چې : ما ورته وویل د ختیځ خلک پیریان لري که ته یې ونه نیسې بل یې نیسي ، زه تاته قول درکوم چې د ایران خلک ټول په تا عقیده کوي ، محض د ځان نه وېره او تردید لرې کړه ته هر څه ووایې خلک یې در سره مني حتی که ته په دین کې نوي روایات ایجاد کړې ، سید علی محمد ماته د زړه له کومي غوږ نیولای ؤ غو ښتل یې چې د پیغمبري دعوه وکړي خو جرآت یې نه درلوده ، بغداد ته لاړم قوي مطلوب شراب مې ورته راوړل چې زړور شي پرله پسي مې څو شپې پرې وڅښل کرار کرار سره محرم شولو ، ما هغه ته وویل چې په تاکې د پیغمبرۍ ، مهدویت ، او روحانیت ټول اثار موجود دي که هغه به یوه عادي خبره هم وکړه ما به ورته وویل ته د علم باب یعنی دروازه یې ، یوه ورځ یې راته وویل : زه د یو شېرازي بزاز زوی یم زه بېچاره شخص یم ریاضتونه مې د ځان لپاره دي ، په دې خبره مې زړه ولوېده ما ویل لکه چې خوارۍ مې اوبو وېوړې ، خو هڅې مې پرې نښودې بلاخره مې دې ته تیار کړ چې خپله پیغمبري اعلاکړي ، لومړی بصرې بیا بوشهر ته دخپلې دعوې سره لاړ ، هلته یې ځان نایب مهدي اعلان کړ ، کینیاز وایي زه له هغه سره وم ما ورسره مرسته کوله او په هر ځای کې مو د هغه ځای د خلکو د عرف او رواج سره سم هغوی ته نوي شیان حلال او حرام اعلانول ،ډېر زیات عوام پرې وغولېدل خو یو شمېر علماپرې پوه شول ډېریې وواهه اخر یې له هغه ځایه څخه وشاړه ما کوښښ کاوه چې څوک یې بندي نکړي له خپلې پېژندګلوۍ څخه په ګټې اخستنې مې هر چېرته له نیولو ژغوره ما سره وېره وه که دی ونیسي زما په هکله به ترې معلومات واخلي چې زه یې شریک یم ما یې د وژلو لپاره پلان جوړ کړ ځکه ما دومره کار کړی ؤ چې نور د ده وجود ته اړتیانه لېدل کېده خو یو کار خاماخا وشو چې یو شمیر پېروان یې هلته مریدان پاتې شول ، په اتفاقي ډول دې ورځو کې زما دنده لنډ مهال تهران ته لېږدول شوې ه یوه ورځ د پاچا حضور ته ورغلم هغه ته مې د خبرو په یوه برخه کې هسې ضمني وریاده کړه : دلته یو چا د پیغمبري دعوه کړې وه چې څنګه شو ؟ هغه وویل ما ولیعهد ته لیکلي چې د هغه څخه د علماو په مخ کې تحقیق وشي بیا د هغسې ورسره وشي ما ورته وویل پاچا صاحب د داسې خلکو ګناه ډېره لویه ده باید داسې دزواغجن او چالبازه خلک ژر تر ژره د عبرت لپاره ووژل شي په دې ډول مې ترې ځان خلاص کړ .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.