کونړته په لاتین کې کواَسپِس ؛ Choaspes
په پخوانی يوناني کې خواَسپیس؛ Khoaspes
او اوستاېي ژبه کې هووَسپه؛ ويل کيده.
کونړ د پخوانيو مؤرخانو په آثارو کي د خویس کنیر، کولو، کونر او داسي نورو نومونو هم راغلی دی .
کونړ (کونر) له دوو کلمو څخه جوړ شوي دي او په نورستاني لهجه کې يې معنا (د ښُونه دره) يا (د زيتون دره) ده .
د کونړ د خلکو ټول نفوس په ۲۰۲۱ ع کال کې ۲۲۴ ۵۰۸ تنه حساب شويدي چې ۹۸% ېي پښتانه او ۲% ېي نورستانيان، پشه يان او ګوجران دي.
د کونړ ۹۶% خلک په کلو او فقط ۴% ېي په ښاري منطقو کې ژوند کوي.
د کونړ ۱۳ لوی او واړه اوسیدونکي قومونه : صافي ( ساپي)، سالارزي، مشواڼي، شينواري، ماموند، ترکاڼي، الکوزي، مومند، ملکزي، بزرګخيل، ملاګوري، سرکاڼي، سادات، نورستاني، پشه ېي او ګوجر دي.
د کونړ ولايت ټول مساحت تقريبا ( ۴۹۲۵ کيلومتر مربع) دی چې % ۸۶ ېي غرنۍ او فقط ۱۲% ېي نسبتاً هواره ساحه ده.
د کونړ ولایت تر ۱۳۴۴ ش کال پوري لویه ولسوالي وه ، چې دننګرهار په ولایت پوري مربوط وه، خووروسته ېي ولایت ته ارتقاء وکړه، او اوس پنځلس (۱۵) اداري واحدونه یاولسوالۍ لري.
د کونړ مرکز اسعد اباد دي ، چې تاریخي نوم ېي چغانسرای دی، چې وروسته د چغه سرای، او بیا په رسمي ډول اسعد آباد ونومول شو.
اسعد آباد له جلال اباده ۸۰ کيلومتره (۵۰ ميله) او د ډيورنډ د فرضي کرښي نه ۱۳ کيلومتره (۸ميله) فاصله لري .
بايد وويل شي چې د۱۹ پيړۍ تر پايه پوري د کونړ مرکز پشد وو، چې وروستنی مستقل واکمن ېي د سید محمود پاچا پنامه یادیده، چې واکمني ېي د کونړ برسیره ، د اوسنۍ پښتونخواء د مومند ایجنسۍ، باجوړ، صوات، او بونیر پوري غزیده.
کونړ د کوزي پښتونخوا سره د ناواپاس له لاري چې د اسعد اباد نه تقريبا ۱۶ کيلومتره فاصله لري د سرک په واسطه وصل شويدی، چې کوچني تجارتونه د همدغي لاري او نورو کوچنيو فرعي لارو پواسطه ترسره کيږي.
———————————————————————————
د کونړ سیند
د کونړ سيندپه پخوانيو تاريخي او جغرفيوي اثاروکې د (راسا) 1 په نوم ذکرشويدي.
د کونړ سيند (۴۸۰) کيلومتره يا (۳۰۰) ميله اوږدوالی لري.
د کونړ سيند اساسا د دوه مهمو سيندونو څخه جوړ شويدی.
لومړی ښاخ ېي چې د اسمار، چترال، يا لوی سيند په نومونو ياديږي، د خيبر پښتونخوا د چترال په شمال کې د هندوکُس له يخچالونو او واورو څخه سرچينه اخلي، او د ( دارنوۍ) په منطقه کې د ازاد افغانستان خاوري ته داخليږي.
دا سيند د کونړ د سيند د اوبو ۶۰ -۷۰ سلنه کلنی اندازه تشکيلوي.
د کونړ د سیند دوم مهم خاښ د پيچ سیند دی چې په مرکزي نورستان کې د هندوکش د غرونو له يخچالونو څخه سرچينه اخلي, د نورستان او پيچ درې ځمکي خړوبوی او په اسعد اباد کې د اسمار يالوی سيند سره يوځای کيږي.
د کونړ سيند د ننګرهار د ثمرخيلو په منطقه کې د کابل د سيند سره يوځاي کيږي, او بالاخره د اټک د ښار په منطقه کې د اباسين درياب سره چې پخوا (دا ندوس درياب) پنامه ياديده يو ځای کيږي او بالاخره کراچۍ د ښار سره نږدي, په عرب سمندرکې تويږي.
د کابل حوزي د اوبو د فقط ۲۳% څخه په افغانستان کې کار اخستل کيږي، او پاتي ۷۷% ېي د پاکستان لوري ته بهیږي.
یوازي د کونړد سیند د تقریباً (یولس ۱۱ ) ملیارد متره مکعب اوبو څخه ، پاکستانی لوری مفته ګټه پورته کوي.
په اقليم باندي د کونړ د سيند تاثير:
د كونړ د سيند د يخو او پريمانه اوبو، او د دغه پريمانه اوبو له برکته، شنو ونو، باغونو، او شنو جلګو له کبله خدای تعالی د کونړ دولایت وادي ته خورا ښه اقليم او زړه راښونکې اب وهوا په نصيب کړيده.
که فرض کړو چې دکونړ سیند نه وای، په غرونو راحصاره دغه فرضي وچه دره به په اوړي کې سورتنور او په ژمي کې د وچې يخنۍ او بادونو له کبله ډيره يخه او د انسانانو د اوسیدو او ګذاري وړ نه وای .
دغه خو د خدای تعالی پیرزوینه ده ، چې د کونړ سیند يي افغانستان او کونړ ته ورنصیب کړیدی، خو بنده ګانو ته څه کول په کاردي ؟
۱. د اوبو د بندونو جوړول
همدا اوس افغانستان ۱۴۰۰ ميګاواټه بريښنا مصرفوي، چې ۶۰۰ ميګاواټه ېي پخپله په افغانستان کې تولیدیږي. اومتباقي ېي د ۲۸۰مليونو ډالرو په بدل کې د منځنۍ آسیا له هیوادو او ايران څخه په پیسو اخلي.
افغانستان ټول ۲۵۰۰ ميګاواټه بريښنا ته ضرورت لري .
د تخمين له مخي د کونړ سيند د۲۲۰۰ ميګاواټه بريښنا د توليد ظرفيت لري، پدي معنی چې که د کونړ د سيند د بريښنا د توليد د ټول ظرفيت څخه ګټه واخيستل شي, اوپه بل يو سيند هم د بريښنا بند جوړ نشي، د بريښنا د توليد داخلي ظرفيت ۲۸۰۰ ميګاواټو ته جګيدای شي، نو ۳۰۰ ميګاواټه ېي د ضرورت څخه اضافه کیږي، چې دغه اضافي توليد په ګاونډي هیوادونو لکه پاکستان او هندوستان خرڅولی شي ..
که یوازي هغه دوه بندونه، چې همدا اوس ېي سروي ترسره شويده ، جوړ شي 1500ميګاواټه بريښنا تري توليديدلی شي، چې نه يوازي د ټول کونړ کلو او بانډو ته به برق ورکړي، بلکې د افغانستان ټولو ولاياتونو ته کافي برق ورکولی شي.
خو د ډير تاسف ځای دی چې د کونړ په سیند د بند يا بندونو جوړولو سياسي بڼه غوره کړيده. يعنې زمونږ شرير او بدخواه ګاونډي پاکستان چې د جوړيدو له تاريخه تر اوسه پورې د افغانستان دښمن پاتې شويدی، د مختلفو فشارونو په وسيله نه پريږدي، چې د کونړ په سيند دې بند يا بندونه جوړشي. تاسو وليدل چې ناکامورا چې يوه وياله ېي د کونړ له سينده جدا کړه، اود ګمبيري سپيره ډاګ ېي په شين باغ او ښايسته پارک بدل کړ، پاکستاني استخباراتو د خپلو روزل شوو ترورستانو په واسطه وواژه .
د کونړ په سيند باندي د بند جوړولو نوري ګټي عبارت دي له :
د کرهڼي پراختيا . د سيلابونو په واسطه د ځمکو د تخريب مخنيوي، د ماهيانو د فارمونو جوړيدل ، د باغونو او ځنګلونو پراختيا، او داسي نورو ډيرو ګټوڅخه.
نو راځئ چې د کونړ په سيند د بريښنا د بندونو د جوړولو لپاره يو قوي کمپاين وچلوو، او د افغانستان له اوسنیو واکمنو وغواړو چې د کونړ په سيند د بريښنا بندونو جوړولو ته لومړيتوب ورکړي
۲- د سیالانیانو په جلب او جذب او د خلکو په اقتصادي وضعيت باندي د کونړ د سيند تاثير:
که د کونړ د سيند د اوبو په مرسته د کونړ د سیند په دواړو غاړو ښایسته باغونه، چمنونه او د سیل او تفريح ځايونو جوړشي، او زينتي وني ورپکي کينول شي، او ورسره د ژوند نور سهولتونه لکه هوټلونه او رستورانونه جوړشي، په نتیجه کې به ېي د زياتو داخلي او خارجي سيلانيانو توجو راجلب او د کونړ د خلکو په اقتصاد کې به ښه او رغنده رول ولوبوي .
۳- د کونړ د سیند په دواړو غاړو د استنادي دیوالونو جوړول:
باید په یاد ولرو چې د کونړ سیند د پریمانو ګټو د لرلو ترڅنګ ، کله چې د پسرلي او اوړي په موسم کې د واورو او یخچالونو د ویلی کیدو او سیلابونو د جاري کیدو له کبله د کونړ سیند طوفاني شي، هرکال د سیند په دواړو غاړو د خلکو زیاتې ځمکي تخریبوي.
لدي کبله د سیند په دواړو غاړو دا ستنادي دیوالونو جوړول ډیر ارزښت لري. څرنګه چې د دغو استنادي دیوالونو جوړول دعامو خلکو له وسه نده پوره، د دولت او خارجي مرستندویه مؤسساتو توجو دغه مهم ټکي ته راګرځول پکار دي.
په آخرکې به په دغو دوه مشهورو لنډیو خپلې خبري ختم کړم چې :
ما د کونړله سینده جار کړې – ځما جانان به پکې مخ وينځلی وينه
ځما د کونړ بيداره سينده – اواز دې جګ که، که راويښ وده قامونه
د توجونه مو مننه
———————————————————-
1.Rasa
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.