د زلزلې منځ ته راتلو نه مخکې وړانديينه

ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

144

په المان کې د MDR راډيو تلويزون د 13.05.2024 نېټې په 17:16 بجو کې يوه پوهنيز يا علمي خپرونه درلوده چې لاندې معلومات يې خپاره کړل :

د زلزلې منځ ته راتلو نه مخکې وړانديينه : په مځکه کې ډېر ژور برمه کوونې سره کېدی شي چې ښه خبر انتقال شي

د يوې نوې څېړنې له مخې د ځمکې په ډېر ژور کې کېدی شي چې د زلزلې د کېدو احتمالي خبر مخکې د مخکې اندازه شي . په انګلستان کې د زلزلې متخصيصينو ويلي چې تر 20 km کيلو مترو پورې ژور د ځمکې برمه کوونې سره کېدی شي چې د زلزلې منځ ته راتلو خبر مخکې د مخکې نه اندازه شي ، چې دې سره به وروسته د ډېرو انسانانو ژوند وژغورل شي . د زلزلې د کېدو مخکې د مخکې نه دقيق خبر د امکان په صورت کې د يو لوی زيان يا خطر څخه د انسانانو ژغورنه ده . دا چې دقيق دې هدف ته ورسيږو، نو د ځمکې په ډېر ژورو کې د زلزلې اندازه کوونه اهميت لرونکی دی . د انګلستان د زلزلې متخصيصينو د وينا په اساس، برمې بايد ښه حقيقي ژور ولاړې شي . دننه د ځمکې په ژورو کې د مګما Magma کنترولول، ډېر بنيادي او مهم کار دی .

د انګلستان د Imperial College څخه Catherine Booth وايي : « مونږه په ټوله نړۍ کې اورشيند Vulkane وليدل، هلته مو نظر نورو څېړنو ته ډېره ژور ه برمه کاري وکړه . زمونږه ټيم دومره ژور ه ځمکه وکندله، چې دې سره د مګما Magma ځايونو جوړښت يا ساختمان ښه پېژندل کېدل . نظر تېرو څېړنو ته زمونږه دا څېړنه دا ښايي، چې دا د مګما Magma د جګېدو قوت دی، نه د کلکو او ويلي شوو ډبرو د جوش يا انفجارد تناسب قوت .»

په راتلونکي کې دا څېړونکي غواړي چې دغه ژورې طبقې لا روښانه د جزئياتو سره وڅېړل شي . دلته بايد د د ريو خواوو نه دا داسې وڅېړل شي، چې د زلزلې منځ ته راتلل مخکې د مخکې ښکاره شي، چېرته چې د مګما Magma ځايونه او کومې ډبرې چې په دې کې زېرمه دي، بايد دې ته ډېر اهميت ورکړل شي  .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.