منظور پشتین یو ځوان پښتون مبارز دی، چې په ۱۹۹۴ کال کې په جنوبي وزیرستان کې په یوه کلیواله علاقه کې په یوه غریبه کورنۍ کي زیږیدلی دی. پلار يې عبدالودود محسود په خپل کلي کې د لومړني ښوونځي ښوونکی دی. پښتین د پښتنو د محسود د قبیلې سره تړاو لري .
دغه پښتون ۳۲ کلن زلمی چې اوس د پښتنو د ژغورنې غورځنګ پیاوړي رهبردی، وايي چې پلار يې کله هم دوی ته مېوه نه ده راوړې او د ښوونکي په توګه یې ټول معاش په کتابونو ورکاوه .
منظور پښتین خپلې لومړنۍ زده کړې په جنوبي وزیرستان کې د خپل کلي په ښوونځي کې کړې دي.
هغه خپلې ثانوي زده کړې د (بنو په آرمي پبلک سکول) کې او لوړې ثانوي زده کړې یې په (کرک) کې بشپړې کړې دي. پښتین واېي “زما پلار زما د ښوونځي د ذده کړې لپاره پیسې په پور اخیستې او یوازې زه پوهیږم چې موږ څومره ځوریدلي یو.
پښتین په ۲۰۱۶ کال کې د ډېره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون کې د وترنری طب د فاکولتي څخه دفراغت سند ترلاسه کړیدی.
په وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستان د وسله والو ځواکونو د پوځي عملیاتو له امله، د منظور پشتین کور وران شوی او لوټ شوی دی او کورنۍ ېي څلورځله کډوالۍ اود مهاجرینو په کمپونوکې په ډیرو خرابو شرایطو کې ژوند ته اړ شویده.
منظورپښتین دپي ټي ام په نامه دپښتنو دترټولو لوي غورزنګ ،دپښتنو ترټولو کاریزماتیک ، ځوان مشردی، چې دپاکستان دفوځ او استخباراتو له خوا په پښتنو باندي دشوو اوروانو ظلمونوسره مخالف اودبشري حقونوټینګ سوله یز مبارز دی.
منظور د زړورتیاء، په مظلومانو باندې دزړه سوي، رښتیا ویلو، دعاموخلکو سره دډیر ښه او احترامانه سلوک او ټینګي سوله ایزي مبارزي له کبله په ټولو پښتنوکې ډیرزیات محبوبیت پیداکړیدي اوپه ډیرکم وخت کې ېي دپښتنو ځوانانو په منځ کې په ملیونونو طرفداران پیداکړیدي .
منظوردبشري حقونو په لومړي صف مبارزینوکې شمیرل کیږي.
منظور پشتین همیشه سره خولۍ چې تور ټکي هم لري، په سرکوي. هغه واېي چې دغه خولۍ ورته دده یوغریب مزدوکاردوست ورکړیده. دغه خولۍ اوس د (د پښتون ژغورني غورځنګ) چې منظور ېي مشردی،سمبول ګرځیدلی دی، اودده ټول ملګري ېي په سرکوي.
دغه قسم خولۍ په افغانستان کې جوړیږي ، اودافغانستان په شمال کې ېي ډیری افغانان په سر کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ
له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې دپښتنوټوله سیمه د شوروي اتحاداو لویدیزو هیوادونوترمنځ د سړې جګړې له کبله ، دتودي جګړې په ډګر کې پاتې شوې ده.
پدغه سیمه کې دپاکستان فوځ او استخباراتو اسلامي افراطیان ځاي په ځاي کړی وو.
وروسته چې کله په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا اوناټو فوځونه افغانستان ته راغلل ، او د ترورستانو دغو ځالو او مرکزونو ته متوجې شو،دپاکستان دفوځ او استخباراتو دتروريزم سره دمبازي په بهانه په ډیر مهارت دامريکې نه دری دیرش (۳۳) ملیارده ډالر واخيستل خودتروريستانو په عوض ېي دبیګناه ځاېي خلکو کورونه بمبارد کړل، ۸۵ زره عام بیګناه پښتانه ېي يا ووژل، ياېي بنديان اولادرکه کړل . کورونه ، دکانونه اوبازارونه ېي ورله وسوزول اویاېي په بلدوزرونو، بمونو ، راکټونو اوبمباریو وران کړل، په ځمکو کې ېي ورله ماینونه(بمونه) وکرل . په زرګونوبیګناه اوبي وزله کورنۍ ېي مهاجرت ته مجبوري کړي، چې اوس هم په ډيره خوارۍ اوذلت دمهاجروپه کمپونو کې ژوندکوي.
منظورپښتین د ۲۰۱۴ کال دمې په میاشت کې، په ګومل پوهنتون کې د خپلو زده کړو په ترڅ کې، د خپلې قبیلې د ځورولو پر ضد د ‘مسید ژغورنې غورځنګ ‘ په نامه فعالیت پېل کړ.
هغوی به د دې غورځنګ تر نامه لاندې اکثره وخت د پاکستاني پوځ د هغو بمباریو پر ضد احتجاجونه کول، چې هغوی به پکې د وسله والو د وژلو ادعا کوله، خو تر ډېره به په دغه ډول بریدونو کې ولسي بې ګناه وګړي قربانیان وو.
پښتین او ملګرو ځوانانو یې د ماین چاودنې، د ولسي وګړود تری تم کېدل او پر امنيتي پوستو د تګ راتګ پر مهال د خلکو ځورول هم په دې احتجاجونو کې غندل.
ښاغلی پښتین وايي، په ۲۰۱۴م زېږدیز کال کې چې د قبایلو د محصلینو سازمان مشر وټاکل شو، د قبایلي سیمې په ټولو محصلینو وګرځېد او یوازينۍ پوښتنه به يې همدا ترې کوله :
”ایا ژوند همداسې وي، لکه زموږ د قبایلي سیمې پښتانه چې يې تېروي؟ ”
د۲۰۱۸ کال دجنوري په میاشت کې د منظور احمد پشتین په مشرۍ د پي ټي ام یا پښتون ژغورني غورځنک غورځنګ چې تهداب ېي لا دمخه دمسید ژغورنې غورځنګ په نوم ایښودل شوی وو، کیښودل شو.
پی ټي ام دپښتنو یوسوله ایزغورزنګ دی ، چې دپاکستان دقانون په چوکاټ کې دننه سوله ایز فعالیت کوي.
دپاکستان داستعماري دولت نه د پی ټي ام عمده غوښتني دادي :
– په پښتنوباندی دپاکستاني فوځیانواو استخباراتو له خوا ظلمونه بندیدل .
– دزرګونولادرکه شووپښتنوپیداکول .
– دزندانیانو عادلانه محاکمه ، اودبیګناه زندانیانو خوشي کول.
– دپنجابي استعماري حکومت له خوا ددوي دشتمنیو دغلا او چور مخنیوی.
– دنظامي عملیاتو پنامه دبیګناه پښتنو دوژني اود هغوی دکورونو دورانوني او لوټلو مخنیوی.
– پښتنو ته دپاکستان دنورو قومونوپه شان مدني او بشري حقوق ورکول.
پشتين دپاکستان ددولت لخوا دخپلو پورته غوښتنو دعملي کولو په خاطر څوځلې ستر ستر لاريونونه وکړل، دی پخپله څو ځلي بندي شو ، دوژني په خاطرېي دسورلۍ په موټر ډزي وشوي، خودی په مرمۍ ونه لګيده اوبچ شو. دمنظورډير شميرتکړه ملګري ېي شهيدان شوي، بنديان شوي او شکنجه شوي دي, خودپاکستان حکومت ېي دغه قانوني غوښتني ندې منلي.
لدي کبله ېي د۲۰۲۴ کال داکتوبر په ۱۱ مه دټولو پښتنو دنماينده ګانو يوه ستره جرګه رابللې ده، چې دديرشوزرو نه زيات نمايندګان به پکې ګډون وکړي. پشتين اود هغه ملګري به پدغه جرګه کې په پښتنوباندې په تيرو څو کلونوکې دشوو او روانو ظلمونو حقيقي انځور وړاندې کړي, اودهغوې څخه به وغواړي چې ټول پښتانه په شريکه دپاکستان په حکومت فشار راوړي، چې پورته غوښتنې ورسره ومني.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.