له يوه فلسفي څخه مې وپوښتل،
اې هوښيار عاليمه!
يواځيتوب به څنګه راته تعريف کړې؟ هغه يو څه وخت غلی وو، او بیا يې وويل:
يواځيتوب هغه حالت (وضعې) ته وايي، چې له تا سره د خوشالۍ خبرې يا د غم کيسې وي خو له تاسره داسې څوک نه وي چې ته يې له هغه سره شريکې کړې
ما بيا ترې وپوښتل:
او اجنبيت؟ (نابلدتيا)
هغه په شونډو کې ومسل او ويې ويل
نابلدتيا دا ده، چې ته به د لکونو خلکو په مينځ کې يې، خو ستا دماغ او زړه به په بل جهان کې سرګردان وي
ما يو بل سوال ترې وپوښتل
د خاموشۍ (چوپتيا) څه حقيقت دی
هغه يوه ژوره ساه واخيسته او ويې ويل
چوپتيا هغه ده چې ته به ښکاره غلی ښکارېږې، خو ستا په دماغ کې د خيال سمندر بهېږي چې هيڅکله به د درېدو نوم به هم نه اخلي
ما ورته وويل
او پختګي (کلک والی)
هغه تر څه وقفې وروسته وويل:
کلک والی هغه څه دی چې ته د خپل زړه د خواهشاتو په ضد د عقل فيصلو ته اوليت ورکړې
ما ورته وويل
د طاقت مطلب څه دی؟
هغه بره وکتل او ويې ويل
طاقت دغه دی چې ته د خلګو په وړاندې ځان مظبوط ښکاره کړې خو د ننه به ته ټوک ټوک يې
مابيا ورته وويل
تر انتظار (تاتمول) به سخت تکليف کوم وي
هغه په غم کې ډوب تللی وو او ويې ويل
ستا زړه چې له کوم څه سره تر حد زياته مينه لري
ترې ومې پوښتل
تر غم ډېر سخت څه شی دی
د فلسفي نظر له ډېر ژور خفګان ډک وو جواب يې راکړو
کله چې ته د غمونو سره دومره عادت شوې چې هغه ستا د وجود يوه برخه جوړه شي لکه د ساه اخيستل چې بغير د هغه نه ته ژوند کولو تصور هم نه شې کولی
په پای کې ما ورته وويل
دړد به څنګه پېژنو
هغه غلی شو او ناوخته يې وويل
دړد هغه دی چې د تورو ترتيب درنه بدل شي او د آرزو توری په آزار بدل شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.