په خپلو شته امکاناتو په کور دننه د بسیاینې اقتصادي،
انکشافي پلان او طرحې
لیکلړ
د سر خبرې……………………………………………………………………………………………………………۲
زموږ د اقتصادي ودې سرچینې……………………………………………………………………………………….۳
زراعتي انکشافي بانک………………………………………………………………………………………………..۳
د انکشافي هڅو د ملاتړ بانک…………………………………………………………………………………………۴
د تازه او نوې ځمکې ایجادول او خړوبول…………………………………………………………………………….۴
د قبرستانونو انتقال هغه ساحو ته چې اوبه کیدل یی ناممکن وي……………………………………………………….۶
د سیندونو او رودونو د بسترونو د پراخوالي مخنیوی………………………………………………………………….۶
د ړندو کاریزونو بیا ځلي احیا…………………………………………………………………………………………۶
د زابرونو کیندل………………………………………………………………………………………………………۷
د جلغوزو او پستې د ځنګلونو ویش…………………………………………………………………………………..۷
افغانستان د طبي بوټو او دانو په عمده څادرونکې بدلول………………………………………………………………۸
د زراعت میکانیزه کول………………………………………………………………………………………………۸
معدنیات………………………………………………………………………………………………………………۹
ترانزیت………………………………………………………………………………………………………………۹
توریزم یا سیاحت…………………………………………………………………………………………………….۱۰
هغه فرمانونه چې وروسته به د قانون برخه شي…………………………………………………………………….۱۱
د سر خبرې:
د کوم انکشافي اقتصادي پلان خاکه چې زه خپل ملت او چارواکو ته وړاندی کوم، دا زما د ماشومتوب د وخت په ډنډ کې د غونډاري وارول ندي چي معلومه کړم غنډاری او یا تیـږه مې په څومره وخت کی د اوبو تل ته رسیږي. بلکی اوس د ډنډ یا د اوبو ژوروالی نه یوازی ماته بلکی هر لوستی هیوادوال ته معلوم دی. یوازې لاس په کار کیدل او تنظیم غواړي. زه وایم په خپلو شته امکاناتو لاس په کار کیـږو، هم له خپل او هم د نړۍ له تاریخ نه الهام اخلو نه ډنډ ته غونډاري واروو او نه هوا متروو، بلکی عمل کوو. مخکی تر دې چې خپل اقتصادي پلان ته راشم د پلان او یا د پلانونو د عملي کیدو د بستر د برابریدو خبره کوم، ما په خپل ټول ۶۱ کلن ژوند کی یوازی یو ځل د شهید داود خان د ۵ کلن او ۲۵ کلن اقتصادي پلان خبره اوریدلې وه چې هغه نیمګړې پاتې شوه. هغه پلان به چیرته موجود وي، موږ په ۴۳ کلن دوران کی یوه تیږه په بله چې موږ د خودکفایي لور ته بوځي نده ایښې. یا غلامو چارواکو نه غوښتل او یا زموږ په خاوره متجاوزینو، په هر حال ماهي چې هر وخت له اوبو وباسې تازه ده. نو ملا صیب اقتدا مو درپسې کړې او په نیک بخت دی نیسو. خپل امامت صابت کړه مه ځان د سوال ټیکلی ته کینوه او مه خپل دروند ملت، ډېر ظرفیتونه لرو که استفاده ترې وکړو همداسې چې نظامې اړخ کې مو نړۍ ګوته په غاښ کړې انشالله په اقتصادي اړخ کی به هم ګوته په غاښ شي، په همدی هیله د خپل ګران هیواد اقتصادي ودې سرچینې له خپله انده چارواکو او خپل دروند ملت ته وریادوم.
۱: زراعت او مالداري
۲: معدن
۳: ترانزیت
۴: بشري قوه
۵: توریزم
۶: تجارت
۷: اوبه او زموږ ابشارونه
زموږ همد اد اقتصادي ودې سرچینې ایجاب کوي چې د په کار اچولو لپاره یی یو سلسله بنسټونه ایجاد کړو که هغه په هره بڼه وی.
۱ـ هر څومره ژر چي کیدلی شي د حکومتولۍ یو سیستم باید په پښو ودروو چې نه میراثي وي او نه غیر اسلامي.
۲ـ د مختلفو برخو د پالیسۍ او کړنلارو جوړولو اداره چې هم پالیسی جوړې کړي، هم یی وارزوي او هم یی تعقیب کړي( که کار نه ورکوي چي تغیر پکی راوستل شي). کیدای شي همدا د پالیسی میکرانو اداره د پلان وزارت په چوکاټ کی جوړه شي.
۳ـ هر وزارت او یا څو وزارتونه چې مشابه فعالیتونه ولري د اړونده کارپوهانو د یو ګروپ لخوا رهبري شي یعني وزیر یوازی د فعالیتونو د پیل او پای او د کیفیت مسوول وي نه د فعالیت د اغیزمنتیا، او دا مسولیت به د هغه ګروپ په غاړه وی چې نوموړی فعالیت یي ډیزاین او پلان کړی وي.
۴ـ د ژر خودکفا کیدو په منظور اړینه ده چې خصوصي سکتور وده وکړي او په قوانینو او پالیسیو کې همدي سکتور ته هڅوونکي شرایط برابر شي.
۵ـ د ملي ګټو مشخص کول، تعریفول، د ولس تر اذهانو رسول او په همدې برخه د سختو نه د سختو قوانینو تنفیظ جې هیڅوک یی د تخریب هڅه ونکړي او د ګاونډیانو تانګونه هم سست کړي.
زما په باور زموږ ملي ګټې به لاندی ډول دي:
ـ د قانون په شمول زموږ د دولت بڼه که هغه په هر ډول وي.
ـ ځمکنی تمامیت.
ـ اسلام.
ـ جهاد.
ـ ملت.
ـ د تجاوز پر وړاندې زموږ د ملت حساسوالی.
ـ زموږ د ملي قیامنو د ورځو په شمول زموږ دیني او ملي ورځې.
ـ افغانستان.
ـ زموږ ملي او علمي شخصیتونه او زموږ د ملت حماسې.
۶ـ مارکیټ ته په ځانګړي ډول د هند او پاکستان بازارونو ته زموږ د صادراتو خوندیتوب، چې په هیڅ حالت کی دا چاره ټکنی نشي حتی که د جنګ حالت وي.
۷ـ له ګاونډیانو سره د انرژۍ د تولید په داسی پروژو کار کول چې انرژي کی راسره فیصدي شریک وی، دا چاره د هیواد په شرق کی ډیره د عملي کیدو وړ ده د همدې حوزې د سیندونو ابشارونو او په کمه اندازه د زراعتي ځمکو د ضایعه کیدو او یا هیڅ نه ضایعه کیدو ته په کتو په دوه درې لسیزو کی موږ د آبي انرژي په عمده صادروونکي هیواد بدلیدلی شو. دا طرحه ده او په دې د دې برخي اړونده کارپوهان پرې زیات فکر کولی شي.
زموږ د اقتصادي ودې سرچینې:
زراعت:
دا چې زموږ هیواد یو زراعتی هیواد ده او له بل اړخه زموږ د هیواد هوا ښه ده او د غلو او دانو کیفیت مو هم ښه ده، له نورې نړي علاوه لنډ په لنډو د زراعتی پیداوارو مارکیټ(هند او پاکستان) هم لرو. او له بله اړخه په صنعت کي له بهر او ګاونډیانو سره سیالي نشو کولی نو عادلانه پریکړه به دا وي چې خپله ټوله پاملرنه زراعت ته واړوو. دا چې د زراعت او نورو ورته فعالیتو رشد او پراختیا زموږ په شان یو غریب هیواد کې چې کروندګر مو خپل سنتي کشت او کار نه غیر نوښت او بدلون سره علاقه نه لري او که بعضې علاقه لري خپله اقتصادي وضعه یی د دې اجازه نه ورکوي چې نوښت رامنځته کړي. نو پدې برخه کي تجربه شوي طرحه دا ده چې موږ دوه ستر بانکونه یو د زراعتي بانک په نوم او بل د انکشافي هڅو د ملاتړ بانک ولرو، که موږ خپله توجه همدي دوه بانکونو ته واړوو نو بی له شکه به موږ په خیټه ماړه کړي. دا بانکونه کولای شي چې موږ د خارجي موسساتو چې دا ۴۰ کاله یی موږ په سوال اموخته کړي وو خلاص کړي. او پدې برخه کي موسسات په بله بڼه تشویق شي چې له همدې بانکونو سره تخنیکی او مالي مرستي وکړي. د همدی بانکونو د ارزښت په وجه ده چې زه (غلام نبي ګل) چې د کلیوالي اقتصاد د رغاوي او نورو نوښتي کارونو کی ۲۰ کلنه تجربه لرم، خپلو چارواکو ته د خپلو مختلفو وړانديزو په سر کی د بانکونو د ایجادلو وړاندیز کوم او د کار پیل همدا ګڼم.
زراعتي انکشافي بانک:
بی ګټې قرضه او یا بل اسلامي شکل چې د سر پیسی ورکي نشي یعني د دفتر مصارف او له ډالرو سره تفاوت پر واچول شي دا بانک به په هر ولایت کي څانګه لري. ولایتي هري څانګي ته د ولایت د مساحت، نفوسو او بیرته پاتي والي په تناسب سرمایه بیلیږي. دا بانک د مسلکي کسانو په موجودیت په مختلفو برخو کی کار کوي، دا بانک د بانکدارۍ له مسلکی کسانو علاوه د زراعت د مسلکي کسانو یو څو کسیز بورډ هم لري، چي پروپوزلونه وارزوي.
د انکشافي هڅو د ملاتړ بانک:
دا بانک په مختلفو برخو کي کار کوي، په مرکز یعني کابل کی د مختلفو برخو مسلکي غړي لري چې پروپوزلونه ( پشنهادونه) وارزوي. دا بانک هغه چاته لومړیتوب ورکوي چې یو ابتکار یی کړی وی او مخکي له مخکي لاس په کار شوي وي، یا یې د پیسو له کمبود، یا یی د هیواد په داخل د وسایلو له کمبود نه او یا د تخنیکی افرادو له کمبود سره مخامخ وي. نو دا بانک به د اړونده وزارتونو سره په شریکه له بهر څخه دې ستونزې ته جواب پیدا کوي.
پورته دواړه بانکونه لکه نور بانکونه په ولایتونو کی نماینده ګۍ لري.
ـ د قرضې د ورکړې پروسیجیر جوړول د بانکونو کار ده.
ـ پورته دواړو بانکونو ته پیسی د دولت له بودیجې نه برابریږي. زما باور دا ده چې دې بانکونو سره اسلامی بانک او نور بشرپال بانکونه او هیوادونه هم بلاعوضه مرستی وکړي.
ـ دا چې په اسلام کی یو چاته قرض حسنه ورکول ډېر ثواب لري، داسی کسان په ټولنه او نوره اسلامي نړۍ کې ډېر پیدا کیږي چې دي بانکونو سره مرسته وکړي. ځکه پیسی یی بار بار استعمالیږی او بار بار ثواب ګټي. دنفلي صدقاتو پیسی هم دې بانکونو ته راتلای شي. زما په باور که یو چاته صدقه ورکوي هغه شاید یو څو ورځي په خیټه موړ کړي او که د بانک په حسنه قرضه یو څوک د کاروبار څښتن شي او د همدې قرض اخیستونکي په څنګ کې چې کاروبار یی روان کړی نور نفر کار وکړي بیا څو فامیلونو ته دایمي ډوډۍ برابره شوي ده، نو واضح ده چې د الله په نزد یی ثواب زیات ده.
ـ د همدي بانکونو د تقویي نورې لارې دا دي چې د نغدو پیسو په خوا کې زراعتي میکانیزه وسایل او نور خلکو ته په اقساطو په پور ورکړي او یو اندازه ګټه وکړي.
ـ د مملکت د علیا ګټو په خاطر باید زموږ تجاران د وارداتو او صادراتو یو یا دوه فیصده دی بانکونو ته ورکړي او دا چاره د مالیی وزارت لخوا تر سره شي.
ـ دا بانکونه باید په پراخه پیمانه د نشراتو څانګي ولري چې خلک په دې قانع کړي چې له دې بانکونو سره مرسته وکړي ولو که یو افغانۍ هم وي.
د بانکدارۍ دا سیستم چې زه پرې خبره کوم نوی ده، تقریباً له درې لسیزو راپدیخوا په داسی یو سیستم فکر کوم، په تیرو شلو کالو په امریکایی حکومتولۍ کې ورته زمینه برابره نه وه، ځکه امریکا نه غوښتل چې زموږ هیواد په خپلو پښو ودریږي. دا د بانکدارۍ نوی سیستم به کار ایجاد کړي، د زراعتي او مالداري محصولاتو تولید به د نیاز کچې نه پورته کړي، شخصي سکتور به وده وکړي، د هیوادوالو د خوراک کیفیت به ښه کړي، نوښتونه به زیات شي او د همیش لپاره به د سویی تغذیی مخه ونیول شي.
۱ ) د تازه او نوې ځمکي ایجادول او خړوبول:
د نن څخه ۵۰ کاله پخوا شهید داود خان په زراعتي ځمکو کي د کورونو جوړول منع کړي و، د هغه له شهادت وروسته د افغانستان په زرهاوو هکتاره اباده درجه اول ځمکه په کورونو بدله شوې. دا په داسی حال کي ده چې موږ یو هکتار شاړه ځمکه نده اباده کړې. او په همدې موده کې مو نفوس دوه برابره زیات شوی. د وخت تقاضا دا ده چې لاس په کار شو، زه د لویو بندونو جوړولو او د لویو کانلونو د ویستلو وړاندیز نه کوم، زما طرحه دا ده چې د خپل نیمسي سره پښې غځوو، په خپلو امکاناتو له ولس سره په شریکه طرحې جوړوو او هغه عملي کوو. موږ همداسی ظرفیتونه ډېر لرو د بیلګی په ډول موږ په خپل هیواد کې د اوبو څلور حوزې لرو، له دې څخه زه یوازی د کابل د سیند د حوزې د درې ولایتونو ( کنړ، لغمان، نورستان) کي د یوی موسسې د سروې په اساس چې مدیرا نومیده ۲۹ واړه او متوسط کانالونه سروې شوي و، چې د په لاس راتلونکي ځمکي رقبه یی د همدې درې ولایتونو د موجوده اباده ځمکې نه زیاته وه. دا کار د افغانستان د اوبو په ټولو حوزو کي ممکن ده.
په هیواد کې د شوروي تر ماتی وروسته د مجاهدینو د حکومتولۍ په اوایلو کي د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې همداسی یو حرکت چې باید نوي کانالونه وباسي شروع شو. څو کلیو په شریکه د یو کانال کیندلو ته ملا وتړله، ۸۰ فیصده په خپلو امکاناتو حتی د کانال د مسیر ټاکلو او سروي نفر د سیمي یو بیسواده با تجربه کس و، دې کانال ۱۰ کیلومتره طول درلود، ددې کانال کیندلو ۷ کاله دوام وکړ. خو اول کلی ته یو کال کی اوبه ورسیدی او د نوی ځمکي جوړولو کار پکې شروع شو، د دي کانال د جوړولو جذابیت په دي کې و چې ټول کار ولس کړی. د کانال د شروع کولو نه یی وړاندې ورته پالیسی او کړنلاره جوړه کړې. پدې کړنلاره کی دا شامل و چې د شخصی ملکیتونو جدا کول او علامه ګذاري کول له اجتماعي ملکیتونو څخه. کوم افراد چې په کار کی سهم اخلي هغه ته ځمکه ورکول کیږي، په خپله کار کول د دې کار ګټه دا ده چې پیسی له کلیو څخه نه وځي، د سیمی د نورو قومونو او موسساتو نه مرسته غوښتل او نور.
جالبه دا ده چې کله د دې کانال کار نیمایی ته ورسید د سیمی نورو قومونو ته هم ډاډ پیدا شو چې دوی هم داسی سخت کارونه کولی شي. هغوی هم په کانالونو کیندلو شروع وکړه، که څه هم د دی سیمی ۵۰ فیصده علاقه سرد سیره ده او ځیني برخی یی یوفصله دي خو بیا هم تر ۸۰ فیصده د خلکو د خواراوبار مشکلات حل شوي دي. که چیرته همدا خلک باغدارۍ ته مخه وکړي زما باور ده چې دوی به د خپلو کلنیو مصارفو نه علاوه مازات پیسی لاسته راوړي. دا سیمه د حکومت او ولسونو په خدمت کی ده، هر څوک کولی شي هلته لاړ شی او کافي زده کړه تري وکړي.
د انکشافي او پراختیایي فعالیتونو یو مهم اصل دا ده چې پر خلکو او ولس باندې تکیه وشي. او همدارنګه بله مهمه خبره په دې برخه کې دا ده چې هم له ولس او خلکو نه زده شي او هم خلکو ته وښودل شي. په تیر شل کلن اسارتي دوران کې د ډېرو پیسو باوجود دا کار ونشو، د نړۍ د نورو ځایونو تجربي دلته پلی شوې چې نتیجه یې ټولو لیدلې ده. چې اشرف غني په ډاګه اعلان وکړ چې ۹۰ فیصده زموږ خلک د فقر د کرښې نه لاندې ژوند کوي.
زموږ د مبارک دین حکم دا ده چې په مادي برخه کې د اسلامي ټولنې ټول افراد د خوراک، پوښاک او هستوګنځي (کور) له اړخه مساوي او هم سطحه ژوند ولري او یا ډېر فاحش تفاوت پکې نه وي. د کمونیزم د فلسفې اساس چې یو وخت یی نیمې دنیا پیروي کوله کور، کالي، ډوډۍ وه او دا شعار یی له اسلام څخه اخیستی. په اسلام کې که د چا پر تن جامې نه وي لمونځ یې نه کیږي او همدارنګه که خیټه یی وږې وي په لمانځه کې یی حضور نه برابریږي. او که یو مسلمان کور ونلري د ستر انتظام یی نه کیږي. د صدر اسلام نه واخله بیا تر ننه پورې د اسلامي نړۍ ډېری متفکرینو او لویو عالمانو دې ته زړه نده ښه کړی چې په خپلو هیوادو کې د حکومتونو برخه شي، دا له دې ویرې چې توازن به رامنځته نشي کړای. په کفري ټولنو کې حکومتولي اسانه ده، که اشتباه وکړي یوازې د دنیا حساب یی په مخکې پروت ده که ډېر تاوان وکړې بلې دورې ته به د کامیابۍ چانس له لاسه ورکړي. خو که مسلمان حاکمان توازن رامنځته نکړي او خپل رعیت ته کور، کالي او ډوډۍ برابره نه کړي هم به یی په دنیا مخ تور وي او هم په اخرت.
په تیره نیمه پیړۍ کې د نړۍ دوه اول قدرتونه ډېری زموږ هغه شاه زلمو مات کړه چې په دا لوی افغانستان کی یې نه یو لویشت ځمکه درلوده او نه خپل کور او کوډله. هغه چې همدې مادروطن په ناز او نعمت روزلي وه، یا له دښمن سره شوه او یا یې دښمن ته پناه یوړه. اوس لازمي دا ده چې د همدې د ناز نعمت والاوو شتمني او جایدادونه زموږ د دواړو معرکو د شهیدانو او بې پولې او پټي مجاهدینو باندې وویشل شي، او که امارت اسلامي دا کار نه کوي نو نوی ځمکه او جایداد دې ورته پیدا کړي. او هغه په لاندې ډول:
د پورته ذکر شوي هدف لپاره چې یتیمان د جایدادونو خاوندان شي او په عین حال کې زموږ د زراعتي پیداوارو کچه لوړه شي او ملي اقتصاد مو وده وکړي لاندې چارې باید ترسره شي.
د نوو کانالونو د کیندلو چارې په یو وخت کی زموږ د هیواد په ټولو لویو او وړو سیندونو کې د عملي کیدو وړ دي. او دا کار په دوه ډوله عملي کیدای شي.
۱ ) خپله د سیمي خلک خپلو سیمو کې سروې کوي.
۲ ) داخلي پانګه اچوونکې تشویق شي چې په دې برخه کې پانګه اچونه وکړي.
پورته دواړه لارې د حکومت لخوا د پروسیجرونو، پالیسیو او فرمانونو نافذولو ته اړتیا لري، او همدارنګه یو ځانګړې اداره باید په دې برخه کې د املاکو او یا زراغت وزارت په چوکاټ کې ایجاد شي چې اړونده کارونو ته رسیده ګې وکړي او هم په دې برخه کې پالیسۍ جوړې کړي او د کابینې تایید واخلي.
زما په فکر که چیرته د ولسي خلکو لخوا نوی کانال کیندل کیږي نو ۷۰ فیصده لاسته راغلې ځمکه ولسي خلک اخلي او ۳۰ فیصده دولت ته ورکوي. او که زموږ پانګه وال په دې برخه کې پانګه اچونه کوي نو ۵۰ فیصده لاسته راغلې ځمکه پانګه وال اخلي او ۵۰ فیصده یی د دولت برخه ده. دا یو اټکل ده چې اړونده ادارې لخوا چې جوړیږي به دا باید محاسبه کړي، د کانال مصارف او لاسته راغلي ځمکې مصارف وسنجوي. او بیا یی فیصدي وټاکي، په همدې برخه کې د پالیسیو او قوانینو په جوړولو کی باید له اوله روښآنه وي چې دولت ته په لاس ورغلې ځمکه زموږ د نیمې پیړۍ د دواړو معرکو د شهیدانو په ورثه وو، معیوبینو او هغه شاه زلمو وویشل شي چې په دې دواړو معرکو کی ثابت قدم پاتې شوي. په همدې برخه کې زما بل وړاندیز دا ده چې دولت هغه زراعتي ځمکې چې فعلاً یی په اختیار کې لري او دایجاري په شکل افرادو ته ورکړل شوي او هغه ځمکه چې د سلما بند د کانال او نورو کانالونو په لاس راغلې په یتیمانو ، غازیانو او زموږ د دواړو معرکو په معیوبینو وویشي.
۲ ) د قبرستانونو انتقال هغه ساحو ته چې اوبه کیدل یی ناممکن وي:
د حکومتونو له دندو څخه یوه دنده دا ده چې په نژدي او لري اینده فکر وکړي، په خواشینی سره چې زموږ تیرو حکومتونو دا فکر ندی کړی چې نفوس به زیاتیږي او د ځمکي له قلت سره به مخامخ کیږو، دا تیر غلام حکومت خو په لسګونه ښارونه او ښارګوټي په زراعتی ځمکو کی جوړ کړل، او پر دې علاوه یی د هغه افرادو مخه ونه نیوله چې د ښارونو په څنډو کی یی زراعتي شخصي ځمکي او جایدادونه درلودل. دی افرادو خپلی ځمکي په لوړ قیمت خرڅې کړي. تیر غلام حکومت په دی کی هم پاتی راغی چې دا ځمکي استملاک کړي او بیا یې په نقشه په خلکو وپلوري. که څه داسی استملاک هم جرم ده خو له دي نه به ښه و چې دوه تاوانه مو په یو تاوان بدل شوي وای. اوس خو مو هم زراعتي درجه اول ځمکه له لاسه ورکړې او هم ښارونو د قرون وستا د ښارونو په څیر پراختیا موندلی چې هم یی امنیتي چاره سخته کړي او هم د خدماتو رسولو.
تر کومه چې ماته معلومه ده یهودو او نصاراوو په دي اواخرو کي د قبرونو د پراختیا چاره داسی کړی چې هره کورني د ځمکي لاندی یو یا دوه ۱۰،۱۵ منزله سیمټي قبرونه لري چې د الماري د خانو په شان جوړ دي. په هره خانه کې یو مړی ږدي او په سمټي تخته یی مخه بندوي. دا د هغوی کار ده، زه د خپل مشکل د حل خبره کوم. دا چې زموږ هیواد غرنی ده او د لوړو غرونو او غونډیو نه جوړ ده، مسکني سیمو ته څیرمه داسی ځایونه ډېر لري چې اوبه کول یی ممکن نه وي.
که څه هم د قبرونو موضوع زموږ دین کی نه بلکی زموږ په عرف کی یوه حساسیت پاروونکې موضوع ده، زما هیله دا ده چې د ښاروالیو او حج اوقافو ادارو لخوا په دی مسئله په شریکه کار وشي او زراعتي ځمکو نه په اینده کي د قبرستانونو لپاره استفاده ونشي.
د حکومت او ښاروالي مسولیت به دا وي چې هر کلي او یا ښارګوټي ته چې قبرستانونه یی په زراعتي ځمکو کی دي د هغو لپاره په هغه ځای ساحه تعینه شي چې اوبه کول یی ممکن نه وي، او د دې په خوا کې ورته د امبولانس بندوبست وشي.
۳ ) د سیندو او رودونو د بسترونو د پراخوالي مخنیوی:
بله دریمه چاره چې موږ کولی شو د زراعتي ځمکو کمیت زیاد کړو، هغه د سیندونو او رودونو مهارول دي، په دی سره موږ کولی شو چې خپلو زراعتي ځمکو کی اضافه والی راولو. په دی برخه کی د افغانستان ټول سیندونه د اندیښنی وړ دي. خو تر ټولو زیات یی د آمو سیند ده، دا سیند د څو زره کیلومتره په اوږدوالي زموږ زراعتی ځمکي د سیند په بستر بدلوي. دا په داسی حال کي ده چې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان یو متر خاوره هم نه زیانمنوي. دا سمه ده چې دا لویه پروژه ده او ولس او زموږ حکومت په فعلي شرایطو کې د دي سیند د مهارولو توان نه لري اما د افغانستان نور سیندونه خپله د خلکو په توجه او همکارۍ مهاریدلی شي. زه خو ارقام نه لرم اما دا روښانه ده چې له دې سره به زموږ د زراعتی ځمکو اندازه د پام وړ زیاته شي.
۴ ) د ړندو کاریزونو بیا ځلي احیا:
څلورمه چاره چې زموږ د کر وړ ځمکه زیاتولی شي د ړندو کاریزونو بیا احیا ده. له یوي خوا د طبیعي وچکالۍ په وجه او له بلی خوا د واټرپمپونو په ذریعه د عمیقو څاه ګانو څخه د ځمکو اوبه کول ددې باعث شوي چې زموږ د هیواد ډیری کاریزونه ړانده شي. دا ډېر زیان اړونکی عمل ده، له یوې خوا زموږ د ځمکې لاندي د اوبو زیرمي ختمیږي او له بلی خوا د واټرپمپونو د رانیولو او د هغو د پرزو او روغنیاتو مصارف د دې باعث کیږي چې زموږ اسعار هغه هم د ډالرو په بڼه زموږ له هیواده ووځي. دا په داسی حال کي ده چې له کاریزونو نه په طبیعي شکل استفاده هیڅ مصارف نه لري یوازي پاکول غواړي چې د بشري نیرو په واسطه تر سره کیږي او موږ پریمانه بشري نیرو لرو. په دی برخه کې وړاندیز دا ده چې د کاریزي ځمکو شاوخوا دښتو کي د باران او واورې اوبه پرینښودل شي چې رودونو او سیندونو ته لاړې شي، دا چاره لکه د نورو ساختماني پروژو په څير ډېر مصارف نه غواړي. خپله د خلکو په واسطه کیدای شي چې په غرونو کې چک ډیمونه او په دښتو کې اوږده اوږده زابرونه حفر شي، او په هغو ځایونو کې چې د مصنوعي ډنډونو جوړولو امکانات وي مصنوعي ډنډونه جوړ شي. دا هر څه له محلي موادو جوړیدای شي. تقریباً په هر ولایت کې دولتي امکانات دومره شتون لري چې دوه درې بیلدوزرونه وپیري.
موږ په خپل هیواد کې دوه ډوله سیندونه لرو، یو هغه سیندونه چې دایمي اوبه لري او بل هغه واړه سیندونه چې موسمي اوبه لري. د موسمي سیندونو او رودونو اوبه د پسرلي په اوایلو کې زیاتي وي، دا چې په پسرلي کې له دې اوبو په اوبو خور کې ډېره استفاده نه کیږي نو اکثره دا اوبه له لویو سیندونو سره ګډېږي. که چیرته د همدې موسمي سیندونو او رودونو اوبه ډب شي او یا دښتو او ډاګونو ته تاوې شي له یوې خوا به زموږ د ځمکې لاندې اوبه تقویه شي او بلي خوا به له کاریزو سره مرسته وکړي.
پورته کارونه یوه تخنیکی سروې غواړي، فعلي حکومت که په دې برخه کې ډېر کار د پیسو د نشتون له کبله په پراخه پیمانه نشي کولای اقلاً شروع خو یی باید وشي.
د زابرونو کیندل:
د هغو لارو چارو په ترڅ کې چې زموږ د کر وړ ځمکه کی زیاتوالی راشي او په پایله کې مو زراعتي پیداوار زیات شي یو هم په جبه زاره ځمکو کې چې اکثراً یو فصله وي او یا هیڅ د کښت وړ نه وي په همدې ځمکو کې د زابرونو کیندل دي. دې چارې ته تر اوسه په شخصي ځمکو کې چا پام ندی کړی او په دولتي فارمونو کې زابرونه لږ و ډېر لیدل کیږي، او دا یو تخنیکي عمل دی او په ښکاره لدې سره یو فصله ځمکې دوه فصله کیږي او هغه بیني جبه زارۍ د کر وړ ګرځي. دا چاره د خلکو په وس کې نده دا کار باید حکومتونو له پخوا کړی وای، خو دا چې اوس د سوال ټيکلي ته ناست یو دا چاره راته اړینه ده پدې برخه کې لاندې اقدامات په کار دي.
ـ د مقرراتو او قوانینو تصویب.
ـ په ټول هیواد کې د جبه زاریو او یو فصله ځمکو سروې.
ـ د زابرونو د مسیرونو استملاک.
ـ د همدې سیمې یا ولایت لپاره د سکواټرونو رانیول.
که چیرته دولت په دې چاره کې بریالی شي دولت کولی شي چې همدا زابرونه د ماهیانو او مرغابیو د روزنې لپاره شخصي سکتور ته په اجاره ورکړي او لدې لارې به دولت کافي عاید ترلاسه کړي.
۵ ) د جلغوزو او پستې د ځنګلونو ویش:
فعلاً دا ځنګلونه د سیمې په قومونو پورې اړه لري همدا علت ده چې زیاتره وخت پرې د قومونو تر منځ جنګ جګړې هم پیدا کیږي. او له بلې خوا د حاصل بردارۍ په وخت ولسونه بیړه کوي چې حاصل زر راټول کړي. بعضې خلک مخکې له وخته دې کار ته اقدام کوي، او په نتیجه کې نیمګړی حاصل په لاس راوړي چې کیفیت یې ښه نه وي او په مارکیټ کې له ستونزو سره مخامخ کیږي. د حاصل په وخت محصول راټولوونکې لازم احتیاط نه کوي ځکه ټولنیز ملکیت ده، اکثره ونو ته زیان رسوي. او که چیرته همدا ځنګلونه لکه د زراعتي ځمکې په شان د افرادو خپل قواله یی ملکیت شي بیا هر څه ته پآم کوي. تر کومه چې د دولت د عوایدو خبره ده له دې سره دولت د مالیاتو په شکل کافي عاید په لاس راوړي.
د جلغوزیو او پستې له ځنګلونو علاوه زموږ هیواد نور ځنګلونه هم لري لکه نښتر، څيړۍ، وحشي بادام او نور. که څه هم زموږ هیواد د سیمې د هیوادونو په پرتله محدود ځنګلونه لري. او د یوې زړې سروې له مخې زموږ له انقلاب نه مخکې موږ درې فیصده ځنګل درلود، اوس فکر کیږي چې دا اندازه کمه شوې ده. په دې برخه کې کار ډېر اړین دی. د سیمې د هیوادو په هکله ډېر معلومات نه لرم خو اروپایی هیوادونه له ۴۰ څخه تر ۵۰ فیصده ځنګلونه لري، چې تر ۵۰ فیصدو پورته یی شخصي ملکیتونه دي. دا په داسې حال کې ده چې موږ په هیواد کې ځنګلي شخصي ملکیتونه نه لرو، وړاندیز دا ده چې دا ځنګلونه هم په افرادو وویشل شي او لکه د میوې د باغونو په شان ترې خلک ساتنه وکړې. او په توسعه کې یې برخه واخلي. او له همدې طریقه خلک امرار حیات وکړې. که یو ځمکه وال غنم او پنبه بازار ته عرضه کوي، دوی به لرګي عرضه کړي. په دې برخه کې زه یواځې افرادو باندې د ځنګلونو د ویش خبره نه کوم، بلکې د هغې غرونو رغونو خبره هم کوم چې یو وخت ځنګل وې او اوس په خرابه بدلې شوې. دا ساحې هم باید په افرادو وویشل شي او د خاورې او له بهر څخه د ارتفاع په تناسب ورته د مسلکې کسانو لخوا د بوټو او نیالګیو نوعه وټاکل شي. که څه هم د هیواد سمسورتیا د یو کال او پنځه کالو خبره نده خو دولتونه مجبور دي چې د اینده نسلونو لپاره پدې برخه کې کار کولو ته کار ووایي او منحیث د دولت ځان مسئول وګڼي.
په همدې برخه کې د څړځایونو مسئله هم مطرح ده شاید یو څوک استدلال وکړي چې له دې سره څړځایونه له منځه ځي. زما ځواب دا ده چې څړځایونه له منځه نه ځې بلکې د مالدارۍ بڼه تغیر کوي. په همدې برخه کې مشخص وړاندیز دا ده چې همدا سیمې په کوچیانو او مالدارو وویشل شي او د پلان سره سم دا شاړې اهسته اهسته د همدې خلکو لخوا په داسی ځنګلونو سمسورې شي چې هم د سونګ لرګي په لاس راوړي او هم د همدې ځنګلونو د ونو او بوټو د ګلانو نه د شهدو مچۍ استفاده وکړي. او هم دا خلک کولی شي چې د پسونو نسل وروزي نه د بزو(څيرلي).
افغانستان د طبی بوټو او دانو په عمده صادروونکې بدلول:
ما مخکي یادونه کړې چې زموږ د اقتصاد شاه رګ زموږ زراعت جوړوي او په همدې برخه کې موږ وړاندې تللی شو، دا چې زموږ د صادراتي اقلامو یو عمده رقم چې یو وخت د قره قل پوستکو جوړاوه. او اوس د جنګ او وچکالي په وجه زموږ د قره قل صادرات حفر ته راښکته شوي نو پکار ده چې په بدیلو لارو فکر وکړو.
دا چې د پخوا نه موږ د طبي بوټو صادرات درلودل، او اوس یی هم په کمه پیمانه لرو پکار ده چې په همدې برخه کې هم د وچې او تازه میوې او معدني ډبرو تر څنګ تمرکز وکړو دا چې یو وخت مو یواځې د وحشي بوټو صادرات درلودل او د دې بوټو نسلونه زموږ د بې احتیاطۍ په وجه په ورکیدو دي نو لازمه دا ده چې د همدې بوټو تخمونه هم په دښتو او غرو کې وپاشل شي او هم په ابادو ځمکو کې د نورو زراعتي محصولاتو په شان وکرل شي.
همدا اوس زموږ د ډېری طبي بوټو نسلونه ورک شویدي او یا د ورکیدو په حال کې دي. د بیلګې په ډول لاندې طبي بوټي په ورکیدو دي. شاتره، ګوزمورڼګ، سپیرکۍ، بادیان، شنه اغزي، خاکشیر یا سپرزه، خوږ ایړاپ، ویلنی، کټوالا او داسې نور.
یو فعاله او متعهد حکومت کولی شي چې نړي پدې قانع کړي چې موږ ته خیرات مه راکوئ بلکې زموږ طبي زراعتي محصولات وپیرئ او د کښت و کر لپاره یې له موږ سره قانوني تړونونه وکړئ. دا چاره به د یو جدې څار لاندې تر سره کیږي او غیر مسئولو کسانو او د مخدره موادو مافیا لاس ته به نه ورځي او یواځې او یواځې په درملو جوړولو کې به ترې استفاده کیږي. پدې برخه کې تاریاک او چرس یو عمده رقم ده او زموږ په هیواد کې په پراخه کچه تولیدیږی، د قانوني کیدو په صورت کې به یې ناوړه استفادې ته ځای پاتې نه وي. دا چې په اوس وخت کې د بعضو موسسو لخوا په انجه کار روان دی او یو اندازه مثبت نتایج هم په لاس راغلي او د دې تر څنګ باید په نورو بوټو چې په طبي برخه کې ترې ګټه اخیستل کیږي او تر اوسه زموږ په هیواد کې یې کښت رواج ندی موندلی، په ګوته شي او تجربه وي کښت یې پیل شي.
د زراعت میکانیزه کول:
د زراعت د میکانیزه کولو خبرې د ظاهرشاه د وخت نه کیدلې. دې چارې تر اوسه په پراخه پیمانه رواج ندی موندلی، وجوهات یې زیات دي لکه زموږ د هیواد جغرافیه چې اکثره غرنۍ ده او د ولس کمزوری اقتصاد چې د میکانیزه وسایلو رانیولو توان نلري. ما مخکې د بې ګټې بانکونو د ایجاد خبره کړې، که واقعاً غواړو چې دې هدف ته ورسیږو نو د همدې بانکونو لخوا په یو یا دوه لسیزو کې دی هدف ته چې زراعت مو میکانیزه شي او د حاصلاتو کچه مو لوړه شي په ډېره اسانۍ سره رسیدلی شو. لدې سره به زموږ بانکونه هم تقویه شي. ځکه بانک کولی شي د زراعت د میکانیزه کولو ټول وسایل لکه: تراکوتورونه، ترشیرونه، پمپونه او نور کروندګرو ته د یو څه ګټې په تر لاسه کولو په اقساطو پور ورکړي. پدې برخه کې د شهید داود خان له وخت د زراعتي ماشین الاتو په واردولو کوم ټکس نه وه موجود اوس هم باید نه وي. او له بله اړخه دا چې هیواد مو د اوسپنې له اړخه غني ده او د استخراج په صورت کې یې کولی شو چې د زراعت میکانیزه وسایل په داخل د هیواد کې تولید کړو. او که همدا کار د پیسو د نه موجودیت له کبله نشو کولی نو د معدن وزارت دې اوسني معدنیات هغه هیواد او کمپنۍ ته په قرارداد ورکړي چې د اوسپنې د معدن په خوا کې د پروسس فابریکې جوړې کړي او پر ځای د دې چې خامه اوسپنه یا فولاد زموږ له هیواده بهر کړي، باید زراعتي وسایل له همدې ځایه ګاونډیو مارکیټونو ته عرضه کړي.
معدنیات:
معدنیات زموږ د هیوادوالو د روښانه ایندې په غرض یوه هیله او امید ده. دا هیله په واقعیت بدلیدلی شي پدې له لس هاوو کلونو خبره کیږي خو د پام وړ عملي کار تر اوسه ندی شوي. زما په باور دا ښه کار شوی ځکه تیرو فاسدو حکومتونو به زموږ دا شتمني هم له ملکه بهر کړې وه. خو اوس پرې کار اړین دی. په تخنیکي برخه یې خبره نشم کولی خو په اعظمي توګه ترې د استفادې او اړونده چارو خبره کوم، پدې برخه کې لاندې چارې اړینې بولم.
د معدنیاتو په برخه کې موږ له پخوا ډېر اشخاص ندي روزلي. د ټول هیواد په سطحه مو پدې برخه کې په مزار شریف کې یو تخنیکم درلود او د کابل په پل تخنیک کې یو دیپارتمنت، او له دې دواړو فارغ شوي اشخاص یا تقاعد شوي او یا یې وطن پریښی. په دې برخه کې نه یواځې دا چې د استخراج د برخې اشخاص وروزل شي بلکې د پروسس او له همدې معدنیاتو د استفادې او په کار اچولو اشخاص هم وروزل شي. او تر کومه چې ممکنه وې خپل معدنې خام مواد په پخو بدل کړو.
ـ د معدنیاتو استخراج او پروسس باید تر ممکنه حده داخلي سرمایه ګذارو ته ورکړل شي او که داسی څوک ونلرو اړینه ده چې زموږ پانګه وال فیصدي د خارجي کمپنیو سره شریک وي.
ـ د معدنیاتو او نورو برخو که موږ په هر اندازه داخلي سرمایه ګذارو ته په ډېرو امتیازاتو قایل شو بیا هم تاوان نه کوو. ځکه پیسی مو له یو جیب نه بل جیب ته ځي، اما پدې برخه کې زموږ د خپلو سرمایه ګذارو هر اړخیزه مطالعه لازمي ده. لکه سرمایه ګذار چیرته اوسیږي، فامیل یې چیرته ده، د خپلې سرمایی زیاته برخه یی په کوم هیواد کې په کار اچولې او له وطن او خپلو خلکو سره یی تعهد څنګه ده.
ـ اوس چې مو وطن په خپل لاس کې ده حکومت باید دا معلومه کړي چې په هلمند کې یورانیم او لیتیم لرو او که نه. د اوریدو له مخه چې امریکا او انګلیس په زیاته پیمانه همدا مواد استخراج کړي دي. که دا خبر ریښتیا وي نو هلته به یی د کیندنو اثار موجود وي او موږ کولی شو له قانونی لارو یی پوښتنه وکړو.
ترانزیت:
له پیړیو وړاندې زموږ هیواد له شرق نه غرب ته د تجارتي اموالو خصوصاً د وریښمو د انتقال آهمه لاره وه چې اوس هم د کابل جلال اباد تر منځ تنګی چې تجارتي مالونه پرې تلل د وریښمو د تنګي په نوم یادیږي. زموږ د هیواد ترانزیتي ارزښت د بحري تجارتي لارو د کشف په وجه له کاره ولوید، او تر هغې وروسته بیا د کمونیزم ناتار هر څه ګډوډ کړل. د منځنی آسیا هیوادونه چې له طبیعي منابعو ډکه سیمه ده کمونیزم وزبیښل او له دې سره زموږ د هیواد ترانزیتي ارزښت نور هم کم شو. پایله کې زموږ د هیواد ترانزیتي ارزښت په لسیزو راکت پاتې شو.
په هر حال زموږ د جغرافیې او زموږ د خلکو ګذشته دا په ډاګه کوي چې موږ له پیړیو وړاندې نړم او ملایم ملت و، او د شرق او غرب په اتصال کې مو مهم نقش درلود. له هر قوم او ملت سره مو د تفاهم ژبه درلوده، نو همدا علت و چې زموږ هیواد څو پیړي د ترانزیت او تجارت مهمه لاره پاتې شوې.
اوس چې د کمونیزم جنازه پورته شوې او د منځنۍ اسیا هیوادونه ( تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان، قزاقستان) او نور د استعمار له منګولو ازاد شوي او له طبیعي منابعو ډک هیوادونه دي او له بله اړخه دوی هم د بحر له نعمت نه محرومه دي نو اوس یو ځل بیا زموږ د هیواد ترانزیتي ارزښت د پام وړ کچې ته پورته شوی. ځکه له یوې خوا د منځنۍ آسیا هیوادونه خپلواک شوي او له بلې خوا د جنوبي آسیا هیوادونه د مرکزي آسیا منابعو ته سخته اړتیا لري. پدې برخه کې ظریفانه کار ته اړتیا ده او هغه په لاندې ډول:
ـ د دې ټولې سیمې د هیوادونو تر منځ د اعتماد او باور فضا رامنځته کول، په ځانګړي ډول د هند او پاکستان، د افغانستان او پاکستان، او همدارنګه د افغانستان او هند.
ـ د سرکونو او د اوسپنې پټلۍ معیاري کول. که په قرض وي او که په پور پدې برخه کې باید عاجل کار وشي.
ـ زموږ د هیواد او د سیمې د هیوادو وګړو ته د دې راکړې ورکړې ارزښت په ګوته کول، او په همدې برخه کې د سیمې او اړونده هیوادو لخوا یو مشترک تلویزیونې، انترنتي او راډیویي چینلونو فعالول چې د سیمې د هیوادو په ژبو نشرات ولري.
ـ د نړۍ هیوادونه پدې قانع کول چې هم مو ځمکه خوندي ده او هم هوا ځکه همدا اوس مو هوایې ترانزیت صفر ده.
ـ د سیمې د هیوادو لخوا د ترانزیت، کنفدراسیون ایجادول. دا پشنهاد باید د افغانستان لخوا د سیمو له هیوادو سره شریک شي.
ـ د لارې په اوږدو د رباطونو جوړول.
توریزم یا سیاحت:
د نړۍ د یو شمیر هیوادو د عوایدو د سرچینو په لړ کې توریزم اول مقام لري، زموږ هیواد هم چې د ظاهر شاه په پاچاهۍ کې امن وه له دې برخې زموږ عایدات له هرې برخې زیات وه.
توریزم د ملتونو د نژدې کیدو او د معلوماتو د زیاتیدو عیني لاره ده، په صدر اسلام کې عربان چې له پخوا د تجارت لپاره مختلفو سیمو او هیوادو ته تلل او د اسلام له ظهور نه وروسته چې سیمې او کاروانونه په امن شول، تجارت لا رونق وموند. دا چې عربان پخواني عربان نه وه او اسلام یې په داد او ستد، معاشره او اخلاقو کې بنیادي تغیر راوستی وه، نو ډېری خلک چې په مختلفو سیمو او هیوادونو کې د دنیا او اخرت لپاره د مستقیمې لارې په لټه کې وه اسلام ته مخه کوله. اوس هم نړۍ له بی دینو خلکو ډکه ده، که ټول یې نه وي ډېری شمیر یې د یو دین او آیین د انتخاب لپاره په مطالعه بوخت دي. چې په دې کې د مختلفو دینونو د پیروانو صداقت، ریښتینولي او اخلاقو مطالعه هم شامله ده چې همدا ګروپ خلک یې مطالعه کوي او دا چاره د توریزم له لارې ښه ترسره کیږي. دا چې اسلام د اخلاقو، ریښتینولۍ او صداقت دین ده، که موږ په واقعي معنا د خپل دین هدایات د غیر مسلمو سیلانیانو چې زموږ له هیواده به په آینده کې په زیاته پیمانه لیدنه کوي کیږدو بې له شکه به مو غیر مسلم متاثره کړي وي.
تقریباً له نیمې پیړۍ راپدېخوا زموږ د خارجې اثعارو دا عمده سرچینه(توریزم) ړنده شوې د بیا اعادې لپاره یې هم وخت ته اړتیا ده او هم کار ته.
دا چې زموږ د هیواد ډېری تاریخي اثار په ځانګړي ډول د بودایی دورې اثار اګاهانه او غیر اګاهانه تخریب شوي نو زموږ د توریزم برخې ډېر زیان لیدلی ده. زما باور ده چې د همدې برخې اثار به تر ځمکې لاندې نور هم ولرو خو زمان ګیره ده د فعلاً لپاره اړینه ده چې خپل تاریخي اثار که هغه د اسلامي دورې او یا له اسلام نه وړاندې هغه په تخنیکي ډول خوندي کړو. او خپل خلک په دې خبر کړو چې پدې اثارو پسې بیځایه کیندنې ونکړي. ځکه له یوې خوا دا اثار له قیمتي موادو نه ندي جوړ او له بلې خوا د دې اثرو اهمیت په ځای پر ځای والي کې ده.
د ننګرهار د هډې صیب د بودایی اثارو موزیم چې اوس په خرابه بدل ده او یو وخت په نړۍ کې د بودایي اثارو مهم او نادره موزیم وه، او ما (د دې کرښو لیکوال) ترې د محصلي په دوران کې څو واره لیدنه کړې د هر خاص او عام توجه یی ځان ته جلبوله. دې موزیم د بودا دوه غټې نیم تنه مجسمې درلودې او له دې علاوه یې د وخت دربار تمثیلاوه. په هماغه وخت کې زموږ د استادانو د محاسبي له مخې یواځې له همدې موزیم څخه که نړۍ پرې خبره شوې وای د شرقي زون د څلورو ولایاتو خلکو ته چې بل هیڅ کار یې نه وای کړی ډوډۍ ورکوله، او د ښه ژوند او کاروبار څښتنان جوړیدل.
د توریزم په برخه کې وړاندیزونه دا دي:
ـ د تاریخي اثارو خوندیتوب که هغه په هره بڼه او د هرې دورې وي.
ـ د کیندنو او اثارو د حفاظت په برخه کې په پوهنتونونو کې د افرادو روزل.
ـ زموږ تاریخي ځایونو ته څیرمه هوټلونو او رستورانتونو لپاره د هوټلدارۍ او حسنه اسلامي برخورد په برخه کې د افرادو روزل.
ـ د ځانګرو ټکسی وانانو روزل.
ـ د سیاحت او توریزم په برخه کې عامه پوهاوی(میلمه پالنه، امنیت او خوندیتوب، د عالي اسلامي او افغاني کلتور تبارز).
هغه فرمانونه چې وروسته به د قانون برخه شي:
هغه عاجل فرمانونه چي وروسته د قانون برخه شي.
ـ له بهر څخه د وکیل په ذریعه د جایداد (کور، ځمکه…..) د خرڅولو د منعی فرمان.
ـ له بهر څخه د پاپړبابو، نوشابه جاتو، پلاستیکی ګلانو، پلاستیکی کڅوړو، مستعمل او نورو موټرو د نه واردولو فرمان تر یوې ټاکل شوی مودی پورې.
ـ په خوښیو او مراسمو کی د پلاستیکی ګلانو پر ځای د تازه ګلانو او یا تازه میوی د وړلو فرمان.
ـ په پلاستیکی پیکنګ کی د وارداتو د منعی فرمان.
ـ د دینی مدرسو د عصری کولو فرمان (لکه کمپیوټر، ریاضي، ژبې او نور…)
ـ په سیندو او ډنډونو کی د بمونو او برقي شارت په وسیله د ماهیانو د نه نیولو فرمان.
ـ په ملاتینو او نورو کیمیاوي موادو د دانی ککړولو او بیا پر هغي د مرغانو د نیولو د منعی فرمان.
ـ د تورونو او جالونو په وسیله د مرغانو د نیولو د نه استعمال مرغان.
ـ د وحشی ژوو د ښکار بندولو فرمان ( کیدای شی چي انواع د ښکار په یو فرمان کی راشي).
ـ په زراعتی ځمکه کی د ابادۍ کولو د منعی فرمان.
ـ د ځنګلونو د مختلفو انواعو د نه قطعه کولو فرمان.
ـ د میوی همرنګ د کراچي پر سر د سیوري نه جوړولو فرمان.
ـ په پوهنتونو ، مکاتبو او مدرسو کی بغیر د امادګي د کتابچي د ښوونکو د تللو د منعی فرمان.
ـ په شخصي کارونو کی د دولتي وسایطو د منعی فرمان.
ـ په دولتی ادارو کی له داخلي تولیداتو (خوراکي او غیر خوراکی) د استفادی فرمان.
ـ د خوښیو په مراسمو کي د پلاستیکی( یک بار مصرف) دسترخوانونو د استعمال د منعی فرمان.
۱/۲۰/۲۰۲۲
و ما علینا الا البلغ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.