غزل

شمائله سليمي

131

په حسرت هم زما نه دى، په ارمان هم زما ندى
ژوند که شهرِ نا پرسان دى، نا پرسان هم زما ندى

دا دعا مې هم پردۍده، دا منشا مې هم اسيره
دا نصيب هم له ما ورک دى، دا اسمان هم زما ندى

دا منصب د نورو نورو، دا ښکارېږي چې د ستورو
په تقوا هم زما نه دى، په ګِريان هم زما ندى

په نامه د خپل صورت مې، حال د کونډې تماشه کړ
دا چې ما دى څيرې کړى، دا ګرېوان هم زما ندى

د خوديت په ګدۍ ناست دي، ټول له مخې خپل سري کا
شهزاده د وطن څه چې، پاده وان هم زما ندى

خداى خبر کومې شغلې ته، د معراج په نيت ولاړ دى
هسې وايم ژوند روان دى، ژوند روان هم زما ندى

په خپل حق شومه منکره، بيا مې ووې شمائلې
دا جنون هم صحرايي دى، دا داستان هم زما ندی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.