لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۲۹۰ مه برخه

آصف بهاند

116

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه په لړ کې زه په دېرې خوارۍ سره نوې لنډۍ راټولوم. کله، کله ښاغلی ډاکتر حنیف حیران یوه نیمه نوې لنډۍ خپره کړي هغه راواخلم، کله زما اشنایان د مسنجر په مټ ځینې نوې لنډۍ راولېـږي او کله په عامو مجلسونو کې یوڅه نوي اورم او ډېر ځلې سندرغاړي هم د خپلو زمزمو په ترڅ لنډۍ زمزمه کوي هلته هم کله، کله نوې لنډۍ اورم او راخوندي کوم یې؛ خو کله، کله زما نالیدلی دوست ښاغلی عزیز نایبي په خپله فیسبوګ‌پاڼه یو شمېر لندۍ خپرې کړي چې ډېری یې نوې وي. دا دی بیا یې نن (۰۷/۰۹/۲۰۲۵) څو لنډۍ خپرې کړې دي چې ما ته نوې وي، ځکه مې ټولې راخوندي کړې او دلته یې له تاسو درنو لوستونکو سره شرېکوم:

 

د عشق مثال لکه کرکټ دی

څوک پکې اوټ شي، څوک چکې پکې وهینه

 

ما وېل چې ښځه به زه وکړم

د علي‌اباد په ناروغانو واوښتمه

 

د کټ په لنگه درته ناسته

د پښوو له گوتو نه دې باسمه ټکونه

 

ارمان ځوانۍ پسې په کار دی

کم عقل خلک د دولت ارمان کوینه

 

د یویشتمې پېـړۍ خلکو

راتلونکی نسل بم په کوم نوم یادوینه

 

په زړه دې څه دي راته وایه

خُمارو سترگو دې گیلې راوړي دینه

 

زما او ستا دومره تعلق و

لکه د لوی سفر واړه، واړه لمنځونه

 

د نصیبونو فیصلې وې

دا ته د چا او زه د چا ورسیدمه

 

د خپل قسمت نه به تېر نه شي

که څوک مرغه شي په هوا مزل کوینه

 

کېدای شي بیا دیدن و نه شي

پرېـږده چې نن دې غېـږ کې سمه وژاړمه

 

بېوفايي مې کړې نه ده

که ته اوبه راخړوې بېوسه یمه

 

د بنې غـږ راباندې وشو

لکه ډوډۍ په تناره کې وریته شومه

 

رُخصت دې واخیستو روان شوې

پېوند دې نه کړل په چړو وهلي زړونه

 

د مسافرو زړه نری وي

وړې، وړې خبرې زړه ته غورځوینه

 

څنگه د یو بل لیوني وو

څنگه مو واخیستل له یو بل نه لاسونه

 

د بابا کور مې اوس کندړ دی

کله چې ورشم، ورته ډیره وژاړمه

 

چې مړوندونو کې مې تنگ وو

هغه بنگړي مې اوس څنگلو ته راځینه

 

پټ به په زړه دردونه تېر کړم

بې ننگه تا ته به و نه وایم حالونه

 

ته به مې غواړې زه به نه یم

ژوند رانه لاره بېلوي نور مې پرېـږدینه

 

په ځنکدن مې را حاضر شه

بیا تر قیامته پورې نشته دیدنونه

 

خدای مې دې ستا په غېـږ کې مړه کړي

چې سر او پښې مې سموې، اوښکې دې ځینه

 

زما له مرگه یې خبر کړئ

چې جنازې ته مې راځي ټکرې خورینه

 

ژوند ته په شاته، شاته گورم

لکه بایللی جوارگر چې کور ته ځینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.