پردۍ جګړې او جعلي جهاد ته جهاد مه وايئ

سيد حسين پاچا

173

د همت او حميدزو د پاموړ :

پردۍ جګړې او جعلي جهاد ته جهاد مه وايئ

پردۍ جګړه او جعلي جهاد مو د تېرو جهاديانو په څېر پر خلکو مه زبادوئ. که جهاد مو د خدای لپاره کړی وي، نو تاسې پوی شئ او خدای مو. د خدای معامله خو له آخرت سره ده. دا جهاد خو تاسې جهادي، طالبي او داعشي غوبلمارو تېری په شرمونو وشرمولو

ګواښنې او د سرونو پرې کول مو لا هماغسې په روح و روان کې دي او له بدويت او بربريت لا راوتلي نه ياست. زده کړه د نجونو مشروع حق دی او مه يې ترې اخلئ او ورځ تر بلې منفورېږئ

خواجه محمد آصف :

د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی.

خواجه محمد آصف د پاکستان په حکومت کې له ملي اسامبلۍ راواخله تر دفاع وزارت او د بهرنيو چارو د وزارتونو په څوکۍ پاتې شوې او يو وخت همدا د اوسنۍ ادارې واکمنان به د همدې څارګرې ادارې او د نظاميانو په نغوته او لمسونه افغانستان ته د جنګ، افغانوژنې او تخريب لپاره راتلل، خو نن سپين باز شوی او لا نن هم د رسنيو له ستېژه خلکو ته ګواښنې او د منافق ټاپې پرې وهي، نو پوښتنه دا ده چې د يو چا استاذ، روزونکی او تمويلوونکی د هېواد د دفاع وزير او د بهرنيو چارو د وزير په توګه منښته کوي، نو زه له دغه سر زورو نه پوښتم چې په تاسې کې لږ عقل او هوش هومره نشته چې دا خپلې خبرې مو د خپلو نيمه بادارانو او روزونکيو، تمويلوونکيو او له رااستولو والا سره هم پرتله کړې چې ايا يو له بله سره ربط لري او يا نه؟

کرنيل امام

د افغانستان د جهاد داستان

نولسم مخ

دا زموږ خپل جنګ وو

د خپل کتاب په يو بل ځای کې بيا وايی چې دا زموږ خپل جنګ وو، موږ د بل چا لپاره جنګ نه دی کړی. موږ بايد دې جنګ ته ورننوتی او دا بايد موږ کړی وی، نو په دغسې دوه اړخه پېچلو دعوو کې چې طالب يې جهاد بولي او پاکستان يې خپل جنګ بولي او دا جنګ يې هم د طالب په لاس کړی دی، نو طالب خو د پاکستان د يوې مزدورې حکم رانغاړي

https://fb.watch/uHKGKwl0sc/

https://www.facebook.com/watch/?v=508422975126032

جنرال حميد ګل :

سوال : حقانی نیٹ ورک کی اہمیت کیا ہے؟

جواب : حقانی نیٹ ورک کی اہمیت یہ ہے کہ اگر حقانی وغیرہ کی جو سوچ ہے وہ انتہائی پاکستانی سوچ ہے یعنی پاکستان کے ساتھ اس کو آپ کہہ لے کہ میں اپنے داعیہ پہ آپ کو بتاؤں کہ حقانی صاحب کو جب میرے دونوں بیٹوں نے جہاد پہ جانا تھا انہوں نے خواہش کی تو میں نے انتخاب کیا تھا حقانی صاحب کا کہ ان ساتھ جائیں گے اور یہ انہی کے ساتھ گئے عمر اور عبداللہ دونوں مختلف اوقات میں افغانستان میں جہاد کیلئے شریک ہوئے۔

حقانی صاحب میرے جتنے ہی پاکستانی ہے۔

حکمتیار ہو یا حقانی ہو  ان کے بارے میں بڑے وثوق کے ساتھ کہہ سکتا ہوں کہ وہ اتنے ہی بڑے پاکستانی ہیں جتنا میں ہوں۔ تو اسلئے.

https://www.youtube.com/watch?v=L6PgGF1CiMU

DG ISI Hamid Gul: Haqqani & Hekmatyar are as Pakistani as I am.

https://www.youtube.com/watch?v=2ZGfs6VD8I0

Former Pakistan ISI Chief: Haqqani and Gulbudin both are both as patriotic Pakistani as I am

https://www.youtube.com/watch?v=L6PgGF1CiMU

DG ISI Hamid Gul: Haqqani & Hekmatyar are as Pakistani as I am.

https://www.youtube.com/watch?v=2ZGfs6VD8I0

Former Pakistan ISI Chief: Haqqani and Gulbudin both are both as patriotic Pakistani as I am

خدای به په څه پېژنې ؟ د هغه په قدرتونو.

دلته چې زه له اسلامي نظامه دفاع کوم، نو دا زه خپله وظيفه ده او عبادت يې ګڼم او مسؤوليت يې ګڼم. نه د چا معاش ته ضرورت لرم. که ته وايی چې امارتی يې، خواخوږی نه، بلکې زه پخپله امارتی يم. پخپله د/له نېکه نه راشروع مجاهد يمه تر ننه پورې او تر لمسي پورې مې چې وسه ورسيږي خپل زوی، خپله لور او خپله لمسۍ به په دا خپل فکر، خپله تربيه څه چې اسلام وايی او د افغانستان باور او ارښت ايجابوي، نو په هغه به يې روزمه.

بي بي سي

له مولانا محمد خان شېراني  سره مرکه

https://www.youtube.com/watch?v=CoxlEw0A5iM&t=288s

https://pa.azadiradio.com/a/26829115.html

د طالبانو چې کوم رول او يا د مدرسې کوم رول په افغانستان کې وو، نوزه د هغې په حق کې نه وم.

پوښتنه :

ستاسو د اړيکو د خرابېدو لامل همدغه وو؟

خو دغسې نور به هم وي مطلب، خو په دغې کې ما خپل مناسب نه ګڼلو دا غلط کار دی.

پوښتنه :

يوه وروستۍ پوښتنه کوم مولانا صاحب او هغه دا چې پر تاسې باندې دوه وارې بريدونه شوي دي. يو وارې ځانمرګی بريد وو او يو وارې ځای پر ځای شوی بم  د ريموټ کنټرول له ليارې. څوک يې درباندې کوي او ولې؟

ځواب :

يوه پلا زه د مشرف په زمانه کې په اسلام اباد کې وم، نو زموږ يوې خفيه ادارې سربراه د بلوچستان د سطحې ما ته يو تېلېفون راکړ. راته يې وويل چې ستا ډېره خطره ده وما ته له بالايي هدايات شوي دي. ته به داسې ځای ته نه ځې او پلاني ځای ته به نه ځې او داسې ځای ته به نه ځې، خو ده هغه خپل تقرير خلاص کړ. بيا ما ورته وويل چې زه يو درخواست درته وکړم ته به يې ومنې؟

ده وويل خود به يې ومنم. ما ورته وويل چې ته مې مه وژنه. پورته نه د چا په لاس ختلی يم او نه د چا پر پښه ختلی يم. خلک مې څه کوي؟ خو خپله مهرباني وکړه.

مولانا صاحب بيا په يوه بله مرکه د يوې پوښتنې په ځواب کې وايی.

پوښتنه :

پخپله ځانمرګی بريدګر په دې پوهيږي چې دوی څوک دغو بريدونو ته يې هڅوي؟

ځواب :

نه، هغه خو يو ژڼی هلک دی. مثلاً د څوارلسو کلو دی. هغه بلکل يوه معصومه يوه جذبه لري. له حالاتو نه بالکل ناواقف [ناپوه / ناخبره] دی. په سياست نه، بلکې د کور له حاله هم ناخبره دی. دا ته او يا بل څوک چې ورته ذهن ورجوړ کړي، نو ته او هغه به خو به پر ځان خبر وي، نو والله اعلم چې ستا او يا د هغه خدای هېر دی او که يې آخرت هېر دی؟ او دا خو ډېره معصومه جذبه لري، نو هغه غريب خو ځوان هلک دی، جذبه يې شته، پوهه نه لري. چې دا ستا او يا د بل بيا پوهه شته، خو جذبه د خپل کار لپاره نه لرئ، نو جذبه مو د ده په کار ده او پوهه مو خپله ورسره مل کړې ده.

دا چې يو څوک نه کار کوي او نه د چا پيسو ته ضرورت لري، نو بيا دی څنګه اوتوکړی ګرځي؟ په کار خو دا ده چې دی اوس خپل مدرک او عايد روښانه کړي چې له کوم اړخه خړوبه کيږي؟

زه له ځېنو سر زورو نه پوښتم چې تاسې، ستاسې پلرونه او نېکونه د دې واک لري چې چا ته او هغه هم دغسې يو معصوم ژڼي هلک ته چې له هېڅ نه خبر نه دی او تاسې يې د بېګانه وو د لاسوهنې، سياسي اقتصادي او نظامي پراختيا غوښتنې لپاره د دين په نوم په غلطه وکاروئ؟

ايا ستاسې په سيمو کې له چا سره دا واک شته چې څوک دې چا ته دغسې د جنت ټېکټ ورکړي؟ جنت خو د هر چا هيله ده، خو د دې اوسنۍ ادارې واکمنان بيا ولې خپلو ځانونو او خپلو اولادونو ته پخپل لاس دغسې ټېکټونه نه ورکوي چې په دې پورته ويډيوو کې چې د نورو اولادونو ته ورته ورکول کيږي، ولې دوی له جنت نه ځان وروسته کوي؟ ايا جنت يې د ځان او د خپلو اولادونو لپاره خوښ نه دی که څنګه؟ اوس خو الجزيرې بربنډه کړه چې د امارت ځينو لوړو پوړو چارواکيو خپلې کورنۍ او اولادونه وختي دوحې ته د زده کړو لپاره استولي، نو ولې له جنت نه تښتي؟

دا څنګه امنيت دی چې قاضي نجيب الله جامع تری تم شو او غږ يې خاموش شو. ولې او څه شو؟ ولې رسنيو ته نه راوزي؟ امارت چې پخپلو ملاتړيو صرفه نه کوي، نو په نورو به يې څه وکړي؟

جنرال مبين به البته پايه قوي وي چې بيرته راخلاصيږي کنه پينځه وخته خو همدا ستاسې له لاسه په حوالاتو کې پروت وي، اخر ولې؟

طالبانو تر دې وړاندې د ۱۳۹۰ کال پر مهال د کابل پر انټرکانټينينټل هوټل د بريد ويډيو خپره کړې وه او د ځانمرګو په ګډون يې د حقاني شبکې د ۱۵ بريدګرو انځورونه هم په دې ويډيو کې ښودلي وو. پر کانټينينټل بريد د بهرنيو وګړو په ګډون د ۲۰ تنو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد او د ناټو په ملاتړ د افغان ځواکونو له لوري پای ته ورسېد.

د افغانستان د حکومت تر ختمېدو وروسته د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د طالبانو د وژل شویو ځانمرګو کورنۍ کانټينينټل ته راوغوښتې، د دې ځواکونو د کار «ستاينه» يې وکړه او د دې کورنيو پر ملاتړ يې ټينګار وکړ. تېر کال هم سراج الدين حقاني په کندهار کې د يوې غونډې پر مهال ويلي و چې يوازې د حقاني شبکې له غړو يو زر او ۵۰ تنو د يوه نيمې لسيزې پر مهال ځانمرګي بريدونه کړي دي. ده له طالبانو وغوښتل چې د خپل ځانمرګي ځواک «سرښندنه» هېره نه کړي.

د سراج الدين حقاني ورور بدر الدين حقاني چې شاوخوا لس کاله وړاندې د پاکستان په وزيرستان کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې ووژل شو، د ځانمرګو بريدونو د عملي کولو او روزنې په برخه کې يوه له وېروونکو څېرو څخه و. دی د طالبانو ترمنځ د «استشهاديانو د سالار» په نوم مشهور دی او د ده نوم پر نظاميانو او ملکيانو له خونړيو بريدونو سره تړلی دی. حقاني شبکه د «بدري» په نوم ځانمرګې ډله لري.

***           ***           ***

ښاغلی همت،

څوک چې د لغمان له شاهي کانال، د قوشتپې له کاناله او د هرات له پروژو سترګې پټوي. حق نه ويني او نه يې اوري، نو سترګې دې وړندې او غوږونه دې يې کاڼه شي او له حق يعنې د امارت له دې کارونو سترګې پټوي، نو دا سر يې بايد په دغه ځای کې پرې شي.

ښاغلی …،

تاسې د امارت په پيل کې له رسنيو سره په زغرده وويل چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه ډېر ژر مياشتې او اوونۍ خو لا څه چې په دې نن و سبا کې به خلاص شي او تاسې به يې خبر واورئ او زه له همدا اوس نه زيری درکوم. لله الحمد چې اوس هر څوک د ملا په ژبه پوهيږي :

ما ته دې دوه ورځې بانه (پلمه) کړې

مياشتې دې تېرې شوې کلونه دې شمېرمه

نو چې خبره دې نه اورېدل کيږي له ځانه د کجير او د ټپوس ورور مه جوړوه او هسې خپل ځان د بل لپاره په لويه ګناه کې مه اچوه. زه څه نه وايم، خو ځان هسې بېځايه په دې ګناه کې راوسته او ځان دې هسې اخلاقي کمزوری کړ. ګرانه همت جانه چې سپينه يې درته ووايم، نو هسې بېځايه مه غرتېږه!

م برهان

د امارت بل خواخوږی

د ښځينه وو د ښوونځېو خلاصون هغه وخت محتمل دی :

  • کله چې تعليمي نصاب تجديد شي.
  • تعليمي ماحول برابر شي د اختلاط دغه لويه فتنه آميزه پدېده او ستونزه رفعه شي.
  • اطرافي ولسونو ته د ښځېنه وو د تعليم انګېزه او روحيه ورکړل شي.
  • علما په متحدانه شکل او اتفاق حل ته ورباندې ورسېږي.
  • او توحيد نظر رامينځته شي.!.

تر اوسه نظام د دې مسايلو پر شفافه توګه د حلولو پر لوی کار مشغول دی.

له مخود نه

ښاغلی همت او حميد زويه،

https://www.facebook.com/reel/1728581117942469

دغه ستاسې ټول وزن، حيثيت او ظرفيت دی.

له اميرخان متقي راوخله تر تا او حميدزوی پورې هېڅ حيا او شرم در کې نشته. هم هلته په دوحه کې نړيوالو ته دروغ وايی او همدلته ملت ته دروغ وايی. ته وا دا خلک درباندې نه پوهيږي. خلک مو تېری له خپل ژونده بېزاره او توبه ګار کړي دي.

که د حميدزوی نه ياديږي ستاسو خو به ياديږي چې په لومړي جهادي پير کې زموږ دوو نومتو جهادي تنظيمونو حزب اسلامي او جمعيت اسلامي خو هم ستاسې په شان کوتکماران ساتلي وو چې يو يې عزيز مراد نومېده او زموږ په مينځ کې اوس نشته. هغوی به هم ستاسې په شان ښکرور دروغ ويل.

زه خو له حيدزوی ګيله نه لرم، خو ګيله مې له تا ځکه کيږي چې لږ تر لږه خو جومات او مدرسې ته سر ورښکاره کړی او خامخا به دومره حيا او شرم او د خدای وېره درکې وي چې تر جومات پورې خو وشرمېږې.

تا ته ښه پته ده چې قرآن الهي کتاب دی او الله تعالی د مکې قريشو ته د هغوی پر ژبه او د هغوی د خپل ټبره او قومي (تربور) محمد صلی الله عليه وسلم ته نازل کړ چې خپل قوم توحيد ته راوبولي او د الله تعالی له عذاب يې ووېروي.

اوس چې هغه مبارک پخپله ژبه د هغه وخت خلکو او صحابه و ته پخپله ژبه وايی چې ((العلم فريضة علی کل مسلم)) پېغمبر پوهېده چې موخه يې څه ده. صحابه هم پوهېدل. هغه وخت هېڅ ستونزه نه وه، خو اوس تاسې د پنجاب وړيا او ايله جاره ملېشه او ګومارل شوي نديم، حنفي او داسې نور په اسلام پوی شوئ او اوس تاسې فرضيت خلکو ته تعريفوئ، نو جنون نور څنګه وي؟

ته او رب العالمين دې،

ته به د محشر پر ورځ خپل رب ته څه ځواب وايی؟

له دين، له اسلامه، له شريعته او مذهبه مو تېری ملنډې جوړې کړي دي. خلک مو تېری پزې ته راوستي دي. سياسي – اسلامي او عصري علوم د ننني عصر يوه اړينه اړتيا ده چې موږ ورته له هر چا زياته اړتيا لرو. که موږ سياسي – اسلامي پوهاوی ونه لرو او له ساينسي علومو سره اشنايي ونه لرو، نو خلک مو د خپلو هر اړخيزو ګټو او موخو لپاره کاروي لکه چې دا تېر څلور نيمې لسيزې يې وکارولو او لا مو کاروي. سمه ده چې ((من يرد الله خيراً يفقهه في الدين)).

((مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ، وَاللهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الْأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللهِ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ))

افغانستان عملاً د پنجاب ګوتو ته ورغلی دی او هغه کارونه کوي چې هم زموږ او له اسلامي ټولو ارزښتونو سره اړخ نه لګوي.

هېڅوک حق نه لري چې د رسنيو له ستېژه څوک د پر سرغوڅولو او داسې نورو مهرونو او ټاپو لګولو وګواښي. رسنۍ د ګواښ ځای نه دی.

په درنښت

سيد حسين پاچا

https://www.youtube.com/watch?v=ye0wt9goGyU&t=91s

18 September 2024 || Zhwar lidoona

https://www.youtube.com/watch?v=EcdocYJCbug

د طالب پروژه د مولانا شېراني له مناظرې واورئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.