اړه*-لنډه کيسه

عابد لويال دوتاڼی 

247
پينځه ويشت کاله وروسته ما خپل کليوال ظريف خان د سمندر غوندې په ستر ښار کراچۍ کې وليد دا بېخي يو معجزه وه ماته ځکه چې نه خو زه په ظريف خان پسې راغلی وم او نه ما ظريف خان ژوندی باله ژوندی مې ځکه نه باله چې هلته په کلي د ظريف خان يکې يوې خور څو څو ځله د ده په اروا پسې حلوا پخ کړې او وېښلې وه د ظريف خان خور به تر هر لمانځه وروسته ده ته د قبر د سوال او ځواب د اسانتيا او له پاک خدايه د مغفرت دعاګانې کولې
ما تصور هم نه شو کولای چې هغه مست او هست ظريف خان به زه په داسې حال وينم، که څه هم هغه وخت زه بېخې هلک وم، خو زما يادیږي د ظريف خان د چټې ځوانۍ کيسې به په موږ هلکانو کې هم کېدلې، دی به هغه وخت غالباً د پینځويشتو يا اووه ويشتو کالو وو.
زموږ او د ده کورنه سره څنګ پر څنګ وو، زموږ کلی د لوېديځ طرف ته له بازاره اووه کیلومیټره لرې وو، موږ هغه وخت د خپل کلي په ابتدايي ښوونځي کې سبق وايه، يو سهار تر لمانځه وروسته زموږ په کوڅه کې ناببره هوايي ډزې وشوې، کليوال ټول ویښ وو او سمدستي ټول کوڅې ته را وتلي وو، خلکو ظريف خان یاداوه او بد رد یې پسې ويل. د لاجمير اکا له کوره د ښځو د ژړا ږغونه را وتل.
له هغې ورځې وروسته ظريف خان لنډه موده ورک وو، خو ډېر زر بيرته راښکاره شو او بیا دوه کاله په کلي کې وو، کله چې موږ د کلي ښوونځی پای ته ورساوه او د ښار په لوی سکول کې مو داخله واخيسته، بیا مو ظريف خان ونه ليد او ژوندی زاڼی پسې ورک شو.
کليوالو به ويل چې کېدای شي ظريف خان مړ وي، ځکه چې په دې دومره عمر کې خو بايد يوځل چا ليدلي وای اخر پينځه ويشت کاله خو کم وخت نه دی؟
د ظريف خان د ليدلو معجزه داسې ده چې زه په خوارۍ مزدورۍ پسې کراچۍ ته راغلی یم نن مې څوارلسمه ورځ ده، خو د کار مې نن څلورمه ده، په کومه سیمه کې چې کار کوم دا ډېره لويه ابادي لري، دلته ډېرې کارخانې دي خو زه چې په کومه کارخانه کې کار کوم دا د پوستکو کارخانه ده، په دې کار خانه کې دننه په يوه خونه کې موږ پینځه کسان کار کوو، يو زه پکې نوی يم چې له کار سره لږ ناولده يم د نورو ټولو مزدورانو دلته ډېر وخت شوی دی.
د کارخانې اکثره کارګر پښتانه دي، دوې ورځې وړاندې يو ځوان اکبر چې په دې کارخانه کې مزدور دی او کور يې هم دلې نیزدې دی، ماته وويل ستاسې د علاقې يو سپين ږيری بابا دی، له ډېره وخته دلته څړه اوسي، وړوکی دوکان يې دی، که دې خوښه وي سبا هسې هم د رخصتۍ ورځ ده ور به شو.
ما ورته وويل، سمه ده چې کار نه شته، ورځ خو به هسې هم يو ځای تېروو، نو ده ته به ور شو، وبه يې وينو چې څوک دی.
د شپې له مړۍ خوړلو وروسته چې ویدېدم په زړه کې راوګرځېدل دا بابا به لا څوک وي؟ او دی هم زموږ د سیمې؟ کراچۍ ته خو نو زموږ د سیمې ډېر خلک په مزدوري پسې راغلې، هغوی اختر ته بيرته خپلو کورونو ته راځي او اکبر وايي چې دا بابا له ډېره وخته دلته څړه اوسي، پر کټ پروت يم، لټ پر لټ اوړم خوب نه راځي، په ذهن کې د دې بابا په هکله ډېر سوالونه جوړ کړم او بيا يې خپله ځواب کړم.
په دغو سوالونو او ځوابونو کې مې سترګې سره ورغلې وې، خپل کلی مې په خوب ليده، د کلي په کوڅه کې روان يم، له کلي ښه لرې ووځم، د ملک صاحب د باغ پر خوا ورشم خو نه باغ وي نه يې دېوالونه، شاو خوا و ګورم ټوله سیمه بدله وي، زه چې له کلي را وتلم سپينه د څوارلسم سپوږمۍ مې پر سر ولاړه وه، خو اوس چې پاس اسمان ته ګورم تکه تور تياره ده حيران يم دا کوم ځای ته راغلی يم، وېره مې وار په وار زياتېږي، پر سر مې بوج زياتېږي، ساه مې بندېږي، لکه چا چې پر خوله لاس رانيولی وي، خو ورسره له خوبه هم سوکه سوکه بيدارېږم، اخر د موبايل په الارم سم را ويښ شم، هر څه مې له ذهنه وځي، د کار په اړه فکر کوم خو بيرته را يادېږي چې نن خو رخصتي ده او له اکبر سره مې قول کړی دی چې هغه بابا ته به ځو.
تر لمبېدو وروسته مې په بيړه د سهار ناشته وکړه ځکه د اکبره پرله پسې ټیلیفونونه وو او بیا په منډه له کوټې را ووتم. لږ ساعت وروسته دوکان ته را ورسېدو، بابا له موږ سره ډېر په ګرانه روغبړ وکړ، ناجوړه وو، ډېره سخته تبه يې وه، اکبر زه ور وپېژندلم، له ما يې د ښار او کلي پوښتنه وکړه، ما چې د کلې نوم ور واخيست، په وړو تنګو سترګو کې و موسېد، بیا یې له ما د پلار د نامه پوښتنه وکړه، ما چې د پلار نوم ورته ووايه سم له واره يې وپېژانده، خو زه يې ځای ته نه شوم راوستلای ځکه دی چې ځوان وو زه هغه وخت هلک وم.
ما چې د نامه پوښتنه ترې وکړه ويل زما نوم ظريف دی، زما سترګو ته يو دم د چټ ځوان ظريف او پېغلې پرتمينې کيسه ودرېده، په فکر کې ډوب وم، پر دوکان خاموشي خوره وه خو اکبر ماته وويل صابره! د ظريف بابا ډېره سخته تبه راځه دا همت وکړو هسپتال ته يې ورسوو، بس ځنډ مو ونه کړ په یو ټیکسي موټر کې مو ورساوه، هغه ټوله ورځ مو له ظريف اکا سره په هسپتال کې تېره کړه، مازديګر د لمر پرېوتو په مهال مو ظريف اکا بيرته خپل دوکان ته را ورساوه، ما ژمنه ورسره وکړه چې بلې جمعې ته که خير وو بيا راځو او بيا به ښه ډېر مجلس کوو. په همدې وعده د ظريف اکا له دوکانه را ووتو.
بله جمعه سهار زه او اکبر بیا د ظريف اکا خوا ته ور روان شوو، د دوکان مخې ته يې ډېره ګڼه ګوڼه وه، خلک راجمع شوي وو، زموږ تر راتګ څو شېبې وروسته يو ايمبولينس هم را ورسېد، دوکان ته مې ور وکتل ظريف اکا د دوکان په غولې کې پټې سترګې اوږد پروت وو، د پښو ګوتې يې سره تړلې وې، د دوکان پر المارۍ يې د جېب څه کاغذونه او يو شناختي کارډ پروت وو، ما چې څنګه شناختي کارډ مخ ته ونیو د هغه نوم او د پلار نوم یې پر ليکلی وو. هغه ظريف خان اوس په دې دنيا کې نه وو چې د کلي د ډېرو پېغلو زړونه يې د خپلې ښایسته ځوانۍ په لمبو کباب کړي وو خو د ده د زړه مرغه بیا د لاجمير اکا د لور پرتمینې د حسن او مينې په قفس کې بند وو.
ظريف خان له پرتمينې سره د لېونتوب تر حده مينه لرله، داسې شپه به کله هم نه وه چې ظريف خان او پرتمينې به له يو بل سره نه ليدل، هره شپه به د کلي شمالي لور ته په چمن کې تر نيمې شپې دواړه ناست وو، او د خپلې ميني په واړه جهان کې به يو بل ته غوږ وو.
هغوی به په تصور کې د خپل راتلوونکې خوشاله شېبې کتلې، د واده د ورځې خوشالۍ، د نکاح د شپې نزاکتونه، او تر ټولو زيات به دواړه دې ته خوشاله وو چې له دې پټ ليدو کتو به هم خلاص شوو. دوی که د يو بل په خبرو نه مړېدو خو اکثره به داسې لمحې هم راغلې چې دواړه به تر ډېره غلې وو، او خدای خبر چې د څه په اړه به په سوچ کې تللې وو
که ظريف خان له پرتمينې بغير يوه لحظه نه شوای تېرولای، نو په پرتمينې هم له ظريف خانه پرته مځکه سور اور وه، د دوی مينه ساده او سپېڅلې وه، د کلي او پښتو ټول نا ليکلې قوانين هغوی په پام کې لرل، يوه وړه غلطي هم دوی ته د سر په بیه تمامېدله، ځکه خو به ظريف خان هر قدم په ډېر احتياط اخيست، تر ځان يې هم ډېر خيال د پرتمينې ساتل، کليوال ټول د دې خبرې شاهدان ول، چې ظريف خان لاجمير اکا ته ډېرې جرګې د پرتمينې لپاره ور ولېږلې، خو دا سبب تر آخره معلوم نه شو چې هغه ولې نه منل، پرتمينه له ظريف خان سره تېښتې ته هم تياره وه خو ظريف خان ته دا کار بې پښتو ښکارېده، ځکه یې یو سهار د لاجمير اکا د کور مخې ته ټکان کړي وو او ورسره يې دا ږغ هم کړی وو چې پرتمينه پر ما اړه شوه بل څوک دې یې نه غواړي.
له ټکونو وروسته ظريف خان دوه کاله انتظار ورته کړی وو خو لاجمير اکا له خپل ضده نه اوښت، بیا ظريف خان خپل کلی او سیمه د همېشه لپاره پرېښول او پرتمينې هم پلار ته کرښه ایستلې وه، چې خپل تور وېښته به سپين کړي خو د بل په کور کې به د ټيټ سر ژوند ونه کړي او هغسې و هم شول. کراچۍ ته زما له راتګ دوې مياشتې مخکې پرتمینه د پلار په کور کې مړه شوه، ټول عمر يې بې واده تېر کړ، د کلي خلکو به د هغې غيرت او وفاداري ډېره ستايله.
زما په سوچ او ګمان کې هم نه وو چې زه به ظريف خان د ژوند پر وروستي ډګر وينم، ډېره مختصره جنازه يې وشوه، څو دوکانداران وو او دوه موږ وو، خاورې مو پر واړولې او د هغه خړ بې کتبې قبر ته مو لاسونه پورته کړل او بیا هر يو په خپله ترې ولاړو.
پای
عابد لويال دوتاڼی
___________________________
*اړه: ټکونه، ږغ: په افغانستان کې ټکونه، په شمالي پښتونخوا کې ږغ او د سوهېلې پښتونخوا په زياتو سيمو کې ورته اړه ويل کېږي.
دا دود پخوا ډېر وو خو اوس دومره نه شته، دا عمل به اکثر له کمزورې کورنۍ سره کېده، د يوې پېغلې نجلۍ د کور مخته به هغه وخت ټکان کېدل چې هغه نجلۍ به پلار يا وروڼو هغه کس ته نه ورکوله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.