دين د خدای دی، نه د هبت الله، نه د نديم او نه د حنفي

سيد حسين پاچا

349

دين د خدای دی، نه د هبت الله، نه د نديم او نه د حنفي

شيخ دلاور او ستانکزی يې فرض، نديم او حنفي يې مباح او دغه بل ترې بيا چورلټ منکر دی

فرض په عباداتو، تعاملاتو او په ورځني ژوند کې خپلې معاني او مفاهيم لري، لکه ضال/ضلال چې په سورة فاتحه کې يوه مانا، په سورة يوسف کې بله مانا او په سورة والضحی کې بله مانا لري. نديم او حنفي دې سره د نورو يوځلې ځانونه په قرآني ترمېنولوژۍ پوی کړي داسې نه چې ځانونه له ايمانه خلاص نه کړي

د داسې بېګانه ګومارل شويو پر وړاندې ټولنيز پوهاوي او په کور ننه يو ملي – سرتاسري پاڅون ته ورو ورو اړتيا ليدل کيږي. د پنجابي استعمار له تورتمه او له راوړل شويو جُهّالو د رښتينې مبارزې او د خلاصون وخت دی

ضال [و لا الضآلين] : بېلارې ، بېغوره

ضلال انّک لفي ضللک القديم] : مينه ، محبت

ضالاً [ووجدک ضالًّا فهدی] : هڅه ، تپ و تلاش

***           ***           ***

اقرأ : ای اقرا الکتاب ای القرآن

په اقرأ کې اشاره کتاب چې قرآن عظيم الشان دی دېته اشاره ده نه هر کتاب ته. ځکه چې محمد صلی الله عليه وسلم خو د نزول او هم له نزول وروسته يوازې قرآن لوسته. هغه وخت کې خو نه اخبار وو، نه مجله وه او نه نور داسې کتابونه او نشرات البته تورات، زبور، انجيل او صحايف چې هغه هم مخکې نازول شوي وو او يادونه يې په کتاب الله کې شوې ده.

دا د دې مانا نه لري چې خدای مه کړه اسلام د زده کړې او د ليک لوست مخالف دی، بلکې اسلام يې هڅوي چې زده کړه وکړي. له شک پرته چې کتاب الله تر ټولو مرجح کتاب دی او ديني هر اړخيز پوهاوي ته الله تعالی ښه ويلي، نو ځکه يې ورته د (خير) توری کارولی دی.

امام شافعي رحمه الله علم بيا په دوه ډوله وېشلی دی :

علم الأديان چې له روح سره يې اړيکه ده او،

بل علم الأبدان دی چې له مادې سره يې اړيکه ده.

د لا ښه پوهاوي لپاره د قاضي فضل الله دغه ويډيوي وينا ښه بولم چې تر پايه ورته غوږ شئ چې ماده او روح سره څنګه تړاو لري او څه بېلګه بيانوي؟

https://www.youtube.com/watch?v=McikU0W4ClE

Bacha Khan University Charsadda (BKUC) Qazi Fazl Ullah 1 Pashto Bayan Video قاضی فضل اللہ

ان تر دې چې زموږ په پينځو اسلامي بناو کې هم هر رکن خپل خپل وختونه، خپل احکام او خپل شرايط لري. د بېلګې په توګه موږ پينځه وخته روژه نيولی نه شو. نه پينځه وخته زکاة ورکولی شو او نه پينځه وخته حج کولی شو چې دا هر يو رکن ځانته خپل خصوصيات او خپل ځانګړي شرايط لري چې د هغوی په پوره کېدو سره موږ ته متوجه کيږي، نو نديم او حنفي يې داسې انګېري چې علم ته په ((العلم فريضة علی کل مسلم)) د فريضة کليمه کارېدلې، نو دا سرتنبه ګان او نالوستي ورته د لمانځه د پينځو ارکانو له انګله ګوري چې داسې نه ده، بلکې اهميت يې له هر اړخيز پلوه زيات دی، نو ځکه ورته الله تعالی ((فسألوا اهل الذکر ان کنتم تعلمون)) ؛ ((هل يستوي الذين يعلمون والذين لايعلمون)) او همداسې يې په بېلابېلو ځايونو کې په بېلابېلو ډولونو بيان کړی دی.

همداسې لکه ((خيرکم من تعلم القرآن وعلمه))

(( وما كان المؤمنون لينفروا كافة فلولا نفر من كل فرقة منهم طائفة ليتفقهوا في الدين ولينذروا قومهم إذا رجعوا إليهم لعلهم يحذرون ))

د پېغمبر عليه السلام په وخت کې قابلې وې چې د ولادت او نورو اړوندو حالاتو کې به يې له ښځو سره مرسته کوله او همداسې نورې داسې قابلې هم وې چې هغوی به ختنې کولې چې هغه يې جراحي اړخ دی. ام المؤمنين عائشة رضی الله تعالی په درملنه کې د هغه وخت له حالاتو سره ډېره معلومات وو.

قرآن مکي خلکو ته يعنې د مکي قريشو ته چې مشرکين ول د هغوی د پوهاوي لپاره د هغوی پر خپله ژبه او خپل قومي نازل شوی چې دوی پوی کړي. ځکه محمد صلی الله عليه وسلم د همدې لپاره مبعوث شو چې خپل قوم (ټبر) توحيد ته راوبولي او له شرک نه منعه شي.

بله دا چې هغه هم د ابراهيم عليه السلام د دوعا په پار چې ((ربنا وابعث فيهم رسولا منهم يتلوا عليهم اياتک ويعلمهم الکتاب والحکمة ويزکيهم انک انت العزيز الحکيم)) او له دې سره اړوند بېلابېلې نيوکې الله تعالی پر خپله ځواب کړي او د نيوکه کوونکيو خوله يې ورتړلې ده.

قرآن نه حنفي و نديم او نه هبت الله ته راغلی، بلکې رسول صلی الله عليه وسلم ته راغلی، نو هر نالوستی او د بېګانه څارګري سوړو ګومارل شوي دې ځانونه د نبوت په مرتبه کې نه ګوري. په يوه مرداره استخباراتي معامله کې د پنجاب له نيمه نظامي او استخباراتي قشلو راټول او د يو منظم پلان له مخې راوستل شو او موږ راوتپل شول او راباندې حاکمان شول او له ځانونو يې اوس راته پرېښتې جوړې کړي دي او دېته نه ګوري چې مخينه يې څه ده؟

د اړتيا په صورت کې هر علم د فرض، واجب او فرض کفايي حکم رانغاړي. نفوس زيات دی او بله دا چې غريبو او بېوسو خلکو لېرې او بهر وړل له هر اړخه سخت دي. له اقتصادي ستونزو راواخله تر پاسپورټ، وېزې، سفري لګښتونو، د ژبې نابلدي او داسې نورې بلا ستونزې درواخله، نو ايا دا به ښه نه وي چې موږ پخپل هېواد کې ښوونيز بنسټونه ولرو؟ ښوونکي، ډاکټران، پروفيسوران او نور اړوند بېلابېل مسلکي خلک ولرو؟

ځينې کمعقلان چې د مفتي منير شاکر په شان په اواز او په څېره کې پېښې کوي وايی :

په ښځه باندې داسې تعليم نشته دی چې ښځه به ما ته دومره تعليم کوي چې هغه به له ځانه ماسټره او ډاکټره جوړوي. او دا ملايان غريبانان هم پکې دومره کمزوري شي چې، نه کنه مفتي صاحب دا ښځه چې مريضه شي، نو ته يې ډاکټر ته وړې، نو ډاکټرې ته ښه نه ده؟

نوته راشه کنه ملا علي قاري رحمه الله وګوره چې د ((فرج داخل)) پورې د ډاکټر لپاره د ډاکټر د ډاکټر سړي مريض ليدل جايز دي.

نوټ :

دا ناپوه او د مفتي منير شاکر د اواز او د څېرې مقلد ملا علي قاري رحمه الله د دليل په توګه کاروي، خو د ((ردُّ المختار علی دُرِّ المختار)) او داسې نور د حنفي فقهې کتابونه لوستې نه دي او بله دا چې هلته يې ښکاره د ضرورت (اړتيا) خبره کړې ده نه د اولی به ((مفتی به))، بلکې اولی او ښه خبره دا ده چې شرعًا، عقلاً او طبعًا (مزاجًا) دا ښه ده چې نارينه نارينه او ښځه ښځينه ډاکټره وګوري او معاينه يې کړي.

دا د مفتي منير شاکر صُوْرَتًا او صَوْتًا مُقلد دې لومړې له خپلې خور، مور، مېرمنې او لور هم وپوښتي چې هغوی چا ته ترجيح ورکوي؟

ښځينه ډاکټرې ته او که نارينه ډاکټر ته؟

ملا علي قاري رحمه الله چې دا خبره کړې ده هغه يې د اړتيا حالت او عذر لپاره کړې ده نه د عادي او نورمال حالت لپاره. ځکه د ښځې طبيعت او مزاج دا نه خوښوي چې نارينه ډاکټر ته دې ځان ښکاره کړي. که همدا ښاغلی لومړی تر څه پخپل کور کې يوه سروې وکړي، نو پته به ورته ولګيږي چې څوک څوک خوښوي؟

***           ***           ***

امارتي / طالبي غرغتې

شېرمحمد عباس ستانکزی

علم پر نر او ښځه دواړو يو شانته فرض دی.

***           ***           ***

شيخ شهاب الدين دلاور

تعليم د ښځو حق دی. له اول صنف نيولې له بغدادي قاعدې نيولې، تر بخاري شريف تر دکتورا پورې، د ښځو کار، زموږ خويندې اندېښمنې دي. ښځې حق لري چې د اسلامي مقرراتو او افغاني دودونو سره سم د وطن د بهبود او د خپلې کورنۍ د هوساينې لپاره کار وکړي.”

دلاور دا خبرې ۱۳۹۸ کال په دوحه کې د يوه بين الافغاني کنفرانس پر مهال کولې.

***           ***           ***

مولوي شهاب الدين : د پوهنتون علم داسې فرض دی لکه موږ چې د ماسپښين لمونځ کوو

https://www.facebook.com/100095219360311/videos/1073040834136817/

***           ***           ***

نديم و حنفي

علم (زده کړه) مباح ده. د ټولې نړۍ علماء هم ننګوي.

خليلزاد يا د ننني عصر سامري او باجوه په ګډه ټوله نړۍ تير ايستله چې طالبان اوس هغه طالبان نه دي. له نړۍ سره اشنا دي او پوهيږي او اوس دوی بدل شوي دي.

***           ***           ***

يو بل بېنومه امارتی ملاتړی بيا په زغرده داسې وايی :

https://www.facebook.com/reel/1728581117942469

د نجونو زده کړه حرامه ده. هېڅ شرعي جواز نه لري. ترڅو چې اسلامي امارت او دا نظام وي په قسم چې له شپږم پورته د مکاتبو ور درخلاص نه شي.

ايا نجونې شرعي ستونزه لري؟

ترڅو چې اسلامي امارت وي له شپږمه پورته درباندې قسم دی چې د مکاتبو ور در خلاص نه شي. زه به يې خُلص درته ووايم. خلک به شف شف درته کوي او زه به يې خُلص درته ووايم. ما ته دا وضعيت معلوم دی تر څو چې اسلامي امارت موجود وي او دا نظام وي له شپږمه پورته يې دروازه والله که خلاصه کړې.

دليل يې څه دی؟

خو شرعي دليل لري او هر څوک که څه لري مهرباني دې وکړي او راشي  دې ورته او خبره دې ورسره وکړي. زه ملا نه يم – هغه د هغوی خپل کار دی. دا په اطمينان درته وايم.

د نجونو زده کړه حرامه ده هېڅ شرعي جواز نه لري.

يعنې حرام يې ګڼي؟

له شکه وتلی جواز نه لري.

هغه لومړنۍ زده کړې چې دين پکې زده کوې د هغې ورته اجازت شته. هغه دی مدرسې هم خلاصې دي او مکتبونه هم خلاص دي. دا هم خلاص دي او دا.

خبره د دې ده ګوره چې ما درته وويل دغه علماء چې زموږ لپاره څه خوښوي والله دا شل کاله يې چې څه راخوښول نن په عزت …

***           ***           ***

بي بي سي

سيد عبدالله نظامي

اسلام د نجونو د زده کړو په اړه څه وايی؟

https://www.facebook.com/BBCnizami/videos/992943702539241/

د نننۍ ادارې واکمنانو ((انسانيت humanity)) او ((ادب respect)) دواړه پرېښي، نو ځکه لار ترې اوس ورکه ده او سبا او ماښام د نور محمد تره کي په شان بېځايه او بېمناسبه فرمانونه هغه هم يوازې د نجونو او ښځو په تړاو صادروي، نو د پنجاب د نظامي او استخباراتي وړندو چرګوړو لار او ځانونه ورک دي، نو د ورک هبت الله، او د نديم و حنفي په څېر سرتنبه ګان هم دومره خلک شول چې دوی اوس د حنفي فقهې استازولي کوي يا للعجب!

حنفي فقه داسې نالوستيو او سرتنبه ګانو ته اړتيا نه لري. فقه ذکاوت ته وايی. زموږ ټول ايّمه مبارکه فقيه او وريع خلک ول. چا کې چې ورعه او پوهه نه وي، نو هغه ځان هم تباه کوي او نور هم تباه کوي او د نننۍ راتپل شوې ادارې دغسې سرزوره چارواکي د ځان او د ملت د دواړو ښکاره دښمنان او تباه کوونکي دي، نو يا الله ته مو له دغسې جُهّالو نه په خير سره په پوهه او دريات سره خلاص کړې. اللهم امين

نېکه مشوره

زما مشوره د لوړو تحصيلاتو وزير او د أمر بالمعروف و نهی عن المنکر چارواکيو ته دا ده چې قرآن يو عجيبه له حکمته ډک کتاب دی او قرآن په دوو ټکو ډېر ټينګار او سپارښتنه کوي چې هغه انسانيت humanity او درناوی respect دی.

لومړی دا چې له توپيري چلنده ځان وساتئ.

دويم دا چې نجونو ته د لوړو زده اجازه ورکړئ.

درېم دا چې له دوی سره ښه سلوک کوئ او دښمنانه چلن مو پرېږدئ.

د نړۍ علما مه ننګوئ خپل ځانونه مو پر انسانيت او د ادب پر ښو کړنو سنبال کړئ. ځکه چې شرافة الانسان بالعلم والأدب ….

تر څو به د پنجاب پر اوږو سپاره ياست؟ اخر خو به دې ځمکې ته راکښته کېږئ. له تاسې مخکې زموږ نور ډېر جهادي مشران هم د آی ايس آی او د ضياء الحق پر اوږو ناست ول، خو نن يې حال ګوره چې څنګه دي؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

https://www.youtube.com/watch?v=AxMf3Dq0IQo&t=9s

اميدوارم که مردم افغانستان اين پاسخ صريح ملاهای طالب را دريافت کرده باشند.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.