ډېر کم لکه موساد هغسې سازمانونه موندل کېدلای شي، چې په ورته وخت کې دې هم د دوستانو په مېنځ کې د شاباسي او هم دې د دښمنانو په مېنځ کې د سختې وېرې لامل وګرځي.
د موساد محیرالعقولو عملیاتو یاد سازمان په یوه افسانوي سازمان بدل کړی دی؛ بسنه به کوي، چې د لبنان په وروستۍ پېښه تم شو او هغو پیجرونو ته فکر وکړو، چې د حزب الله ډلې په غړو ورچاودلي دي.
که څه هم موساد له خپل پخواني دود سره سم رسماً ددغو عملیاتو په مسؤلیت منلو یا ردولو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په عمومي افکارو کې تقریباً په دې باور کې هیڅ شک نشته، چې دا عملیات دې د دوی له لوري نه وي ترسره شوي؛ اوس مهال چې پر څه پوهېږو، یوازې دادي چې د موساد اوسنی رئیس ـ دیوید بارنیا په غزه کې د حماس له منګولو نه د اسرائیلي اسیرانو د خلاصون په مذاکراتو کې ګډون کړی؛ خو که ځیر شو، نو تر ۱۹۹۰یمې لسیزې پورې دوی داسې تګللاره درلوده، چې آن د رئیسانو نومونه یې هم پټ پاتې کېدل؛
د لومړنیو معلوماتو له مخې د اسرائیلو د هوایي ځواکونو دغه مخکېنی افسر، تل آویو ته نږدې د موساد مرکزي دفتر لري او د کارکوونکو له درکه له CIA راوروسته د نړۍ دویم لوی استخباراتي سازمان دی.
د اسرائیلو یاد سازمان په رسمي ډول موساد بلل کېږي او د اسرائیلو هېواد له تاسیس نه څو میاشتې وروسته یعني د ۱۹۴۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې داسې مهال رامېنځته شو، چې هېواد یې له دریو لوریو نه د دوی د دښمنانو په کلابندۍ کې وو؛ خو هغه وخت داسې پېښې وشوې، چې ډېر ژر یې ورته د نړیوالو پام ور واړاوه:
په ۱۹۵۶ زېږدیز کال کې ـ د سړې جګړې په اوږدو او د شوروي دیکتاتور ستالین له مرګ نه دری کالونه وروسته ـ د موساد مامورین پر دې بریالي شول، چې په پولنډ کې له یوې سرچینې نه د کمونیست ګوند د رئیس ـ نیکیتا خروشچف د محرمانه وینا یوه نسخه ومومي؛ له هغې وروسته د اسرائیلو او متحده ایالتونو اړیکې د موساد له برکته لا ډېرې ټینګې او د اسرائیلو ددې استخباراتي سازمان اعتبار نور هم زیات شو.
له پورتنۍ پېښې څلور کاله وروسته په غالب ګومان موساد ددې سازمان د خپل تاریخ تر ټولو لوی کار ترسره کړ؛ د دوی جاسوسانو وکولای شول، د اروپایي یهودیانو د تبعید او قتل عام له اصلي مسؤلینو نه یو ـ آدولف آیشمن په بوئنوس آیرس کې پیدا کړي؛ هغه په یوه الوتکه کې د کارکوونکي په توګه اسرائیلو ته ولېږدول، همالته محاکمه او په ۱۹۶۳ زېږدیز کال کې په دار وځړول شو.
د کارپوهانو په خبره د اسرائیلو د نفوس رنګارنګي د موساد د ځواکمنتیا له لاملونو نه یو بللی کېږي، چې تر ټولو اوڅاره بېلګه یې الي کوهن دی؛ الي کوهن یو یهودي وو او په مصر کې په سوري الاصله پېژند را ستر او بیا د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې د مخفي جاسوس په توګه موساد جذب کړ.
دی لومړی بوئنوس آیرس او وروسته دمشق ته د یو سوري سوداګر په حیث راغی او هلته یې په شاهانه محلونو کې خورا کې لوی اعتبار په لاس راووړ؛ تر ډېره پورې معلومېدل نه، چې څرنګه اسرائیل په جولان کې د سوري سنګرونو په اړه معلومات ترلاسه کوي؟ خو په ۱۹۶۵ زېږدیز کال کې یو پیغام دده د ځان په قېمت تمام، سوري ځواکونو اسیر او په دمشق کې یې په عام محضر کې اعدام کړ.
د الي کوهن د ژوند کیسه چې په اسرائیلو کې د یو ملي اتل په توګه پېژندل کېږي، په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د نتفلیکس شبکې د جاسوس (Spy) سریال کې نندارې ته وړاندې شوې ده.
د موساد له مشهورو تګلارو نه یوه دا هم ده، چې د اسرائیلو له دښمنانو نه د دوی غچ اخیستل په وخت پورې نه رامحدودېږي؛ د دوی په خبره هر چا چې د اوکتوبر د اوومې په مرګوني برید کې رول لرلی، له هر ډول ملاحظې پرته باید له مېنځه یووړل شي؛ اسرائیلي مقاماتو بیا بیا ټینګار کړی، چې د حماس تروریستانو پخپل لاس د خپل مرګ حکم لاسلیک کړی دی؛ د موساد رئیس ـ دیوید بارنیا هم تر دې وړاندې د موساد د مخکېني رئیس ـ زیوي زامیر د جنازې په مراسمو کې ویلي وو، چې که هر څوک د اوکتوبر د اوومې برید کې لاس لري، د خپل مرګ حکم یې لاسلیک کړی دی؛ ده د ۱۹۷۲ زېږدیز کال د مونیخ المپیکي سیالیو کې د یوولسو اسرائیلي لوبغاړو د وژنې عاملینو ته په اشارې زیاته کړه چې:
موساد نن هم لکه پینځوس کاله وړاندې له هغو خلکو او پلانوونکو سره به یې، که هر چېرته وي.، حساب و کتاب وکړي، چې د اوکتوبر په اوومه یې د غزې له پولې نه یرغل راوړی وو.
دا چې موساد تروریزم ته په تروریزم ځواب ورکړی، ددغه سازمان یوه له هغو ځانګړنو نه ده، چې نقدکوونکي یې ورته اشاره کوي.
په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې یوې فلسطینۍ ډلې د آلمان د المپیک کلي کې څو اسرائیلي لوبغاړي اسیر ونیول او بیا د آلماني پولیسو په عملیاتو کې ټول اسیران او د بایرن ایالت یو پولیس ووژل شو؛ موساد ددې پېښې لپاره یوه ځانګړې ډله تشکیل کړه او په راوروسته کالونو کې یې ددې برید عاملین هم ووژل.
د حماس ډله له ۱۹۹۰مې لسیزې را په دېخوا د موساد د فهرست په سر کې ځای لري؛ خو د ۱۹۹۷ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې د حماس په رهبر ـ خالد مشعل (اوسنی د بهرنیو چارو مسؤل) برید ددې ادارې له هغو لویو ناکامیو نه یوه ګڼله کېږي.
اسرائیلي جاسوسانو چې له کاناډایي پاسپورتونو نه په ګټه اخیستلو سره یې اردن ته سفر کړی وو، هڅه کوله، خالد مشعل مسموم کړي؛ د اردن پاچا ـ ملک حسین ته چې خبر ورسېد، دومره غوسه شو چې نتانیاهو یې مجبور کړ خپلو زهرو ته پادزهر هم ولېږي؛ څرنګه چې دې برید کې دوه اسرائیلي جاسوسان اسیر شوي وو، اسرائیل اړ شو چې د هغوی د آزادېدلو په بدل کې د حماس معنوي رهبر ـ شیخ احمد یاسین (په ۲۰۰۴زېږدیز کال کې د اسرائیلو په هوایي برید کې ووژل شو.) پرېږدي.
په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د حماس د نظامي رهبر ـ محمود المبحوح قتل د دوبۍ یوه هوټل کې په ورته، خو بریالي ډول ترسره کړی شو؛ وروسته اسرائیلي رسنیو، المبحوح په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کې د اسرائیلي سرتېرو د تښتونې او قتل، متفکر مغز وباله؛
ویلي کېږي چې اووه ویشت کسان ددې عملیاتو لپاره په اروپایي جعلي پاسپورتونو دبۍ ته راغلي وو او له برید وروسته یې سمدستي ښار پرې ایښی؛ نږدې یوه میاشت وروسته د دبۍ د پولیسو قوماندان په یاد قتل اسرائیل تورن کړل، خو اسرائیلو په دې عملیاتو کې خپله هر ډول مداخله رد کړه.
موساد نن سبا هم هماغه تګلاره تعقیبوي، لکه څرنګه چې یې تر دې وړاندې تعقیبوله؛ په اسرائیلو د حماس له برید وروسته ددغه هېواد لومړي وزیر ـ بنیامین نتانیاهو، موساد ته امر کړی، چې د ترسره شوي برید عاملین تعقیب او چې هر چېرته وي، پیدا او له مېنځه یې یوسي؛ د یادو غچ اخیستونکو اقداماتو له ډلې نه یې په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژنې پېچلو او له رازونو نه ډکو عملیاتو ته اشاره کېدلای شي.
پر دې سربېره موساد هستوي وسلو ته د ایران د لاسرسي په مخنیوي کې هم رول لوبولی؛ په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې دوی پر دې بریالي شول، چې د ایران هستوي تاسیساتو ته ستاکس نت ویروس دننه او د هغوی سانتریفيجونه له کاره واچوي… .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.