اوس مې له سیوري سره څه ووایم
پوه شوم چې سیوری مې غږېـږي له خپل ځانه سره
اوس مې له سیوري سره څه ووایم
څه وکړمه
چې څه ورتووایمه
نه یې مني
نن مې ورتووې چې دې عکس اخلمه
بل خوا یې وکتل
بیا وبونگېده
زه هم نور غلی شومه
زه له خپل سیوري سره څه ووایم
خپلو غمو سره غږېـږي او چورتونه وهي
څه ورته ویلی نه شم
سپـینږیری شوی دی
زړه بدی به شي
چې مازدیگر مهال شي
لکه غمونه دی اوږدېـږي پسې
غـلی روان وي او لـه ځـان سـره خـنـدا هـم کـوي
چې په خپل حال یې خبردار کړم بیا ژړا هم کوي
۰۲/۰۴/۲۰۲۳
هېدر سلیف
ډنمارک
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.