دا کتاب چي اصلاً د سردار مارشال شاه ولي خان یاداښتونه نومیږي. د مارشال شاه ولي خان لخوا په ۱۹۵۹م کال د افغانستان د خپلواکۍ د څلوېښتمي کلیزي په ویاړ په کابل کي په دري ژبه لیکل سوی او په کابل کي پنځه ځله چاپ سوی چي د ښاغلي داود افغان لخوا په پښتو ترجمه سوی دی.
سردار مارشال شاه ولي خان چي د کابل په سوبمن یا فاتح سره شهرت لري د ۱۸۸۸م کال د آپریل میاشتي پر ۱۶نېټه زېږېدلی او د ۱۹۷۷ کال په آپریل کي وفات سوی دی.
نوموړی د سردار محمد یوسف خان زوی او د سردار یحیی خان لمسی دی او د خپل ورور اعلیحضرت غازي محمدنادر خان د مصاحبینو او د افغانستان د پخواني او وروستي پاچا اعلیحضرت محمدظاهر شاه ـ اکا “تره” او د جنرال سردار عبدالولي پلار و.
سردار شاه ولي خان په ۱۹۰۶م کال کي د شاهي ساتونکو بولندوی، په ۱۹۲۱ کال کي د سپرو پوځیانو بولندوی او په ۱۹۲۶م کي د افغانستان د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د شاهي پوځ غړی و.
ده په اماني دوره کي د خپل ورور اعلیحضرت نادرشاه سره یو ځای د جنوب په محاذ کي د پیرنګیانو پر خلاف د افغانانو په درېیمه جګړه کي پوځي دنده درلوده.
کله چي په ۱۹۲۹م کي اماني رژیم له منځه ولاړ او پر هیواد حبیب الله کلکاني “بچه سقاو” واکمن سو او هیواد یې د یوه ستر ناورین سره مخ کړ. شاه ولي خان د خپل ورور نادرشاه سره له فرانسې، پېښور او بیا پکتیا ته راغله او د جنوبي لاري یې د محمد نادرخان په مشرۍ یې ولسي ځواکونه منظم کړل او د ۱۹۲۹م کال د اکټوبر پر لسمه یې کابل فتح کړ.
له دې فتحي وروسته محمدنادرشاه، سردار شاه ولي خان ته د “مارشالۍ” رتبه ورکړه او همدارنګه یې پر لوړو پوځي دندو وګماره.
دا چي د دوی کورنۍ هم په ارګ کي د سقاویانو سره په بند کي وه نو یوه ورځ مارشال شاه ولي خان د مېړاني یوه چیغه وکړه چي تر اوسه هم د کابلیانو په غوږونو کي ازانګې کوي. په داسي حال کي چي پر سقاوي ارګ یې مرمۍ اورولې وویل: “هیڅ پروا نه کوي که دا ګولۍ زما د کورنۍ پر سینه یا د دښمن پرسر ولګیږي. دا هر څه د خپل ګران وطن د ژغورني او نېکمرغۍ لپاره کوم. الله اکبر!”
د دې لومړي او یوازي مارشال په اړه کتابونه بېلابېل موضوعات را اخلي او د غازي امان الله خان سره یې په ناځوانۍ تورنوي.
د نادرخان کورنۍ نه یوازي افغانستان ته نجات ورکړ، بلکي د سقاویانو دور ته یې هم د پای ټکی کښېښود چي پر دې خدمت باید وستایل سي.
موږ همېشه د چا سل ښېګڼيـپه یوه بدي نفي کوو او چلیپا پر راکاږو چي دا انصاف نه دی یا نیم انصاف نه دی.
که د غازي سره د دوی لږ اختلافات یوې خواته کړو او بیا د حبیب الله کلکاني وروسته د دوی د کورنۍ واکدارۍ ته وګورو نو ځیني خدمتونه یې هیڅ د هېرېدو نه دي، لکه په زیاتو ولایتونو کي زېربینایي پروژې عملي کول لکه د کندهار دهله رغوول او ظاهرشاهي کانال، د کجکي بند پراختیا، د لویو ولایتونو تر منځ د لارو جوړول، سقاوي دوره پای ته رسول او…
د غازي امان الله خان لخوا د خپلواکۍ اخیستلو وروسته، د نادرخان او مارشال شاه ولي خان په لاسونو له سقاویانو د کابل فتح د تاریخ دوهم زرین باب دی چي باید هېر نکړل سي، چي په دې دواړو کي د مارشال شاه ولي خان کورنۍ لوی رول ادا کړی دی.
پر بچه سقاو “حبیب الله کلکاني” دا نیوکه نه ده چي هغه د یوه اوبه رسونکي “سقاو” زوی و.
ښه شی دي وي چي له هر دوکان څخه وي.
د سقاو د زوی ظلم، د سقاو د زوی ناپوهي، د سقاو د زوی کارونه، ده هغه وحشت او بربریت، د بشریت لپاره شرم او پېغور ګڼم. په شلمه پېړۍ کي د جهل او ناپوهۍ دا واکمني یوه ناوړه او بده پېښه وه. د افغان ملت ننګ او ناموس د هر ډول ګواښ و خطر سره مخ وو. …
د کابلیانو ورځ تر شپې تیاره سوې وه او شپه یې د تور دیو په بڼه وه چي هره ګړۍ یې د چور او چپاول څپې د هغو پر زړونو او سترګو ورایستلې.
حال دا چي کابل یوې جنګي چوڼۍ ته ورته و او خلګ نور د غلا، ځورولو او ټک و ټوک څخه پوزي ته راغلي ول، خو دا چي خبر سول چي نادرشاه خان او مارشال شاه ولي خان یې ژغوري ته راغلي دي نو له ډزو یې خوند اخیست او د جنګ په درېدو به خواشیني کېدل.
۱۲۹۸ه ش کال چي د انګریزانو څخه د افغانستان د آزادۍ کال دی، د نادرخان، شاه ولي خان او نورو زړورو افغانانو مېړانه د هېرېدني نه ده.
هم دوی ول چي د آزادۍ په جنګ کي تر وزیرستان، ټل او کرمي تر نیولو پوري ولاړل او انګرېزان یې شاتګ ته اړ کړل، چي وروسته یې بیا شپږ میاشتي دغه سیمي وساتلې چي بیا د خپلواکۍ د تړون د امضاءکولو پوري سیمي د افغان دولت برخي وي چي بیا امان الله خان یادي افغان سیمي د تړون له مخي بیرته انګرېزانو ته ور خوشي کړې.
همدا مارشال شاولي خان او سردارمحمد نادرشاه خان ول چي د قبایلو دواړو غاړو پښتانه یې پر یوه ټغر کښېنول، د هغوی تر منځ یې بدیو ته د پای ټکی کښېښود او د خپلواکۍ په تر لاسه کولو کي یې د یوې انګېزې له مخي وجنګول.
دلته د دې لوی اتل د څو خاطرو لنډیزونه ولولئ!.
د هیواد پر لور:
د دغو چارو او پاسپورټ تر مسئلې وروسته د هندي قیصر کښټۍ په وسیله له مرسلیزه ممبی ته ورسېدو. د ۱۳۰۷ه ش کال په دلوه کي د اورګاډي پواسطه له نیس څخه مارسلېز ته راغلو. په سبا کښتۍ حرکت وکړ.
سپه سالار “نادرخان” چي ناروغه و، ګړی په ګړی یې ناروغي زیاتېده. تبه یې ډېره سوې وه. څرګنده نه وه چي زموږ برخلیک به موږ تر کومه ځایه ورسوي او له افغانستان سره به په دې ناورین کي څه وسي.
زموږ لارښود ناروغ و. د کښتۍ پر لوړه به ناست وم او د شپې تر نیمایي به د ترخو اندېښنو په څپو کي ډوب وم.
د کښتۍ ډاکټر چي د سپه سالار “محمدنادرشاه” درملنه ور تر غاړي وه، اندېښمن ښکارېده. دا اندېښنې به زما پر سته تشویشونو او څپڅپانتوب زیاتېدلې.
د کلکاني د قومندان صدیق خان برید:
د غبرګولي پر ۲۳مه سهار په خپل ځای کي ناست وم، ناڅاپه حضرت صاحب راننوت. لا د چايو په خوړلو بوخت وم چي د محمد صدیق خان لیک راورسېد. دا لیک د ګردېز د خلګو په نوم و چي داسي پکي لیکل سوي ول: “د ګردېز خلګو ته! د حبیب الله په امر د اووه زره منظم پوځ له غښتلي توپخانې سره له تېري کنډوه را تېر شوي یو، اوس په سفید خاک یو. که مو په دوو
ساعتونو شاه ولي موږ ته تسلیم نه کړئ، خپلو عسکرو ته به د برید امر وکړم. وروسته به د هغو ویني چي تویېږي، هغه کورونه چي ورانېږي، مسؤلیت ستاسو پر خپله غاړه وي”.
په ناببره توګه د محمد صدیق خان راتګ له دومره لوی ځواک سره ټول اندېښمن کړو. عبدالغني خان، وروڼه یې او نور زما د لارښووني په تمه سول. ټوله غونډه چوپ سوه، د یوه ګواښ احساس یې وکړ.
ما وویل ممکنه نه ده چي له ګردېزه وتښتو. که تاسو د محمد صدیق خان د برید توان نه لرئ، ښه به دا وي چي ما بندي کړئ او هغه ته مي وسپارئ.
د دوستانو په لاس بندي کېدل او د دښمن په لاس مرګ به تر دې ښه وي چي د خپل هیواد د ابرو ساتلو سپېڅلی تکل مات کړم. که چیري تاسو ما دښمن ته بندي و نه سپارئ، نو یوه لاره پاته ده، هغه دا چي له دښمن سره جګړه وکړو او بس.
غني د ټول ګردېز د خلګو په استازیتوب پاڅېد او ویې ویل: موږ ګردېزیا ځانونه په ناځوانۍ نه سپارو. تر څو چي روح مو په تن کي وي ستاسو تر مشرۍ لاندي به د خپل هیواد خدمت وکړو او له دښمنانانو سره به وجنګېږو.
په دې ناسته کي د ځدراڼو او منګلو مشران چي له ما سره راغلي وو هم حاضر ول. د عبدالغني خان خبري یې تائید کړې او ویې ویل تر څو چي ژوندي یو، د افغانستان د نوم او حیثیت ساتنه به کوو.
… زموږ څخه د ګردېز سقوط:
زه هم پر آس سپور سوم چي ډېر ژر ځان سپه سالار “نادرشاه خان” ته ورسوم او د کار لاري چاري ولټوو.
د آس زین به کله یو پلو کله بل پلو کږېدئ، معلومېده چي ډیري پیسې او د سپین زرو زیاتي سیکې د زین پر شا تړل سوي دي او د هغه دروندوالي موازنه خرابه کړې ده.
د آدم خان ورور له شا را پسې و او پرله پسې یې د خپل آس غوښتنه کوله، لنډه دا چي د نوموړي پر حال مي زړه وسوځېد او آس مي بیرته ور وسپاره، کله چي مي یې آس او پیسې ورکړې، په منډه د حضرت صاحب نورالمشایخ پر لوري د برېښنا په څېر وتښتېدئ.
زه او ملګري پلي روان سوو، یو ساعت مو د قافلې په دوړو او ګردونو کي وواهه.
یو سپور له لیري پر آس راښکاره سو چي کله یې زه ولیدم نو د آس مړاندي یې کش کړې. آس یې تر تناب
نیولی و را نژدې سو، په سترګو کي یې د میني ډېوې له ورایه ښکارېدې. ویې ویل زما نوم مراد علي دی او “هزاره” یم چي کله ته د سپرو سرتېرو مشر وې، زه د طبیلې مرستیال وم او ستاسي تر لاس لاندي مي خدمت کاوه.
دا آس زما خپل دی او زه یې تاته در بخښم، شرم دی چي پر دې لیري او خطرناکه لاري ته پلي ولاړ سې او زه سپور.
زه د ده پر ځوانۍ او سرښیندني ډېر حیران سوم هر څومره چي مي (نه) وکړل، ګټه یې و نه کړه، زه پر آس سپور سوم. ملګرو مي لاسونه مچ کړل او پرته له کومي تمي زما شاته پاته سول.
یو چل:
د شپې پر نهو بجو له ارګ څخه د استازو ډله راغله. په استازو کي سردار علي شاه خان، یو پیر او دوه شېخ ملایان شامل ول چي د شېخ او ملا په لاسونو کي سپین بیرغونه هم ول. علي شاه خان وویل چي ژر به د ارګ ټوله ماڼۍ وسوځوله سي او ستاسي کورنۍ به هم پکښي تبا سي.
که غواړئ چي کورنۍ مو د مرګ له ګواښه وژغورل
سي، نو پرېږدئ چي زه روغ رمټ هندوستان ته ولاړ سم، په دې صورت کي به خپل ځان تاسو ته وسپارم او ستاسي کورنۍ به وساتل سي، که نه نو دوه درې ساعته وروسته به مو ټوله کورنۍ وسوځول سي، یوازي یو موټی خاوره به یې په لاس درسي او بس.
شېخ چي د حبیب الله کلکاني پیر و او هغه دوو ملایانو چي هم د علي شاه خبري تائید کړې، نو ما هم د سردار شاه محمود خان او نورو مشرانو سره صلاح مشوره وکړه، زما مشورې دوه ساعتونه وخت ونیو. پرېکړه وسوه چي د ویني تویېدو د مخنیوي لپاره دي د حبیب الله کلکاني غوښتنه ومنل سي.
شېخ او ملا مي د خلګو په مشوره ارګ ته ولېږل او سردار علي شاه خان مي راوګرځاوه.
د شپې پر ۱۲بجو له هغه ملایانو یو راغلی او ویل چي حبیب الله “بچه سقاو” موږ ته دوکه راکړه، کله چي یې موږ تاسي ته راولېږلو او تاسو قومي مشران د مشورې لپاره راوغوښتل، نوموړي له فرصته ګټه اخیستې او له خپلو خلګو سره یو ځای د ارګ له شمالي دروازې څخه د کوهدامن پر لور تللی دی.
د پاچاهۍ چاره:
په ټولیز ډول ټولي چاري سمبال سوې، ولس د خپل ګران هیواد د ژغورونکي سپه سالار “محمد نادرشاه” د راتګ په تمه و او خپل راتلونکی یې د هغه په راتګ پوري تړلی باله.
د تلي پر ۲۱مه سپه سالار له ځاځیو څخه د کابل پر لور را روان سو او د تلي پر ۲۲مه د چهلستون ماڼۍ ته راورسېد. ډلي ـ ډلي خلګ به د هغه هرکلي ته راتلل چي تر نورو مخکي د هیواد ژغورونکي په لیدلو مشرف سي.
زه هم د چهلستون ماڼۍ ته ولاړم او د خپلو چارو راپور مي نوموړي ته وړاندي کړ. سپه سالار زما ناڅيزه خدمتونه وستایل “لیکوال شاه ولي خان دلته د مارشالۍ رتبه اخیستې ده” او زه یې پر مخ او سر ښکل کړم. …
په چهلستون کي یې خپله کیسه بیان کړه او هغه صبر، زغم، مېړانه او پراخه حوصله مو چي د نوموړي څخه تل په مصیبت کي لیدل کېده؛ ولېدله.
ده په خپله وینا کي وویل چي زه د هیواد د نجات لپاره راغلی وم چي د دې هیواد د ځوانانو په ملاتړ او همت خپل هدف ته ورسېدم. …
د خپلو قهرمانانو له سرښېندنو یې مننه وکړه چي د
هیواد د تیاره دورې “حبیب الله کلکاني” په پای ته رسولو کي یې زیاتي قرباني ورکړې.
تالار چیغور پر سر واخیست او له سپه سالار نادرخان څخه د واک منلو غوښتني او بیعتونه شروع سول، خو نوموړي له خلګو وغوښتنه چي یا خپله امیر امان الله خان راوغواړي او یا د هغه د کورنۍ یو بل څوک خپل زعیم وټاکي.
ده وویل چي دی د یوه لوی هیواد چاري مخته نه سي وړلای ځکه له کلونو یې صحت هم نه دی ښه.
خلګو پرله پسې همدا غوښتني کولې چي وروسته د ترکیې قونسل چي په افغان اړ و دوړ کي هم له افغانستان څخه نه و وتلی د خلګو پلو ونیو او سپه سالار ته یې تر یوه حده قناعت ورکړ خو د نوموړي ټینګار پر غازي امان الله خان و… .
خو بالاخره د ګډوډیو د مخنیوي لپاره تر زیاتو چنو وهلو وروسته محمدنادر شاه دا چاره ومنله. …
څو ورځي وروسته په رسنیو کي په تفصیل راپورونه ورکړل سول چي حبیب الله کلکاني “بچه سقاو” او ملګري یې ونیول سول چي د خلګو په ټینګار، د مجلس په پرېکړه او د خلګو په کلکه غوښتنه اعدام سو.
تر اختلافاتو او لږو ستونزو ورهاخوا د غازي امان الله خان تر څنګ د محمدنادرشاه او مارشال ارمانونه هم همدا ول “د خپلواکۍ تر لاسه کول و ساتل او د هیوادژغورنه/نجات”.
ــــــــــــــ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.