تصور وکړئ یوه ورځ هغه کسان او توکې واکمنان شي چې انسانانو جوړ کړي دي؛ هغه توکي چې د دوی په جوړولو یې پېړۍ پېړۍ زیار ویستلی و، ستړیا یې زغملي وله ترڅو له پرون څخه ډېر ورته کار وکړي، له پرون څخه غوره او لا پیاوړي شي. خو یوه ورځ به پر دې پوه شي چې په دې کړاوونو او زیارونو کې له حده زیات تېر شوی، او اوس، هماغه ساکنې اوسپنې چې بې شعوره وې، بیداره شوې دي. نور د انسانانو خدمت نه غواړي، اوس دوی خپلواک شوي او د یو متحد قوم په څېر راپورته شوي دي، چې د خپلواکۍ ساتنه وکړي.
په ښارونو کې به د اوسپنو غږونه، شور او ګړندي حرکتونه په ځمکه او هوا کې زیات شي، او د هغه غږ به کټ مټ د یو پیاوړي دښمن د پاڅون زنګونو په شان وي. اوس به موټران د انسانانو خدمت د پخوا په شان نه کوي، هغه وسایل چې یو وخت به یې د سفر او سرعت غښتلي وسیلې وې؛ بلکې مغروره او سرکشه شوي به وي او دا اوسپنیزې برخې به تل له یو بل سره په جګړه کې وي. دوی به په خپلو اوسپنیزو زړونو کې ویاړ او غرور لري.
د ژوند خوند به له منځه لاړ شي، کمپیوټرونه به د انسانانو پر وړاندې پلانونه جوړوي، الکترونیکي توکي به خودمختاره او بې پروا شي. انسانان که له دوی سره د ګډ ژوند تفاهم هم وکړي، بیا به هم ژوند کول ورته سخته شي. نور به د کور یخچال، برقي جارو، څراغونه … ټول متحرکه بڼه اختیار کړي او دا چلند به انسان ډېر ځوروي.
الکترونیکي دروازې به په خپل اختیار خلاصېږي او بندیږي. کله کله به انسان د څلورو دیوالونو ترمنځ بندوی او د وژلو هڅه به یې کوي. الکترونیکي پلونه، چې یو وخت د وچو ترمنځ د سفر آسانتیا وه، به ناڅاپه د یوې لویې بلا په څېر به راپورته شي او لاره به بنده کړي. هغه موټرونه او خلک چې د پله په سر وي، لاندې به یې غورځوي او په غرور سره به د خپل ځواک چغه وکړي.
د برقي اورګاډو په استیشنونو کې به وېره خپره شي، ځکه نور به دوی نه کنټرول کیږي. هغوی به خپل سرته قدم ږدي او له ټولو اصولو او محدود به بهر ګرځي. بې پیلوټه الوتکې، چې یو وخت به یې یوازې د څار او کنټرول لپاره کار کاوه، اوس به خپلواکي اخلي او په آزاد ډول به د خلکو له خوا کنټرولیدونکي نه وي. دوی به په هوا کې په ازادۍ ګرځي او د خلکو حریم ته به ننوځي، چې د دې وسایلو شور به د خلکو اعصاب خرابوي.
روبوټونه به نور په خپلو محدوده شیشو کې بند نه وي، بلکې له خپلو قفسونو څخه به راووځي او هر ځای به خپاره شي. په کورونو، مارکیټونو، پارکونو او هر هغه ځای کې چې انسانان پکې ژوند کاوه. خو پوښتنه دا ده راته چې آیا دوی به مهربانه وي که غوسه ناک؟
هوښیارې ودانۍ، چې یو وخت به یې د چاپېریال سره همغږي لرله، اوس به حرکت کوي او هره سیمه چې خوښه شي، هلته به ځي. خلک به ترې په عذاب وي او ځمکې به د دوی له قدمونو سره ویجاړې شي.
د اوسپنو واکمني به یو داسې نظام رامنځته کړي چې انسان به په زوال کې وغورځوي. هغه ماتول به ورته ناممکن ښکاري، ځکه دا واکمنان په خپله د انسان د سلګونو کلونو هڅو پایله ده. اوس هماغه اوسپنې، چې انسان یې یو وخت واکمن بلل، قیام کړی دی او د انسان زوال یې راووست.
شاید هغه وخت انسانان د غرور احساس ونکړي؛ دا چې موږ څومره له کماله ډک یو چې کاڼۍ مو له غرونو او ځمکې په څومره لوی ځواک بدلې کړې، بلکې د پښیمانۍ احساس به وکړي. نور به انسان هغه پخوانی اختیار او صلاحیت ونلري.
دوی به له داسې موجوداتو سره مخ شي چې قوي وجود لري او د انسان وهلو به پر هغوی اثر نه کوي. د انسان مخامخ به داسې پیاوړی او فولادي دښمن وي چې له ضربو څه، حتا له خپله مرګ څخه به هم ویره نه لري. زړور به د جګړې میدان ته ځي، ځکه دا ویره به نه لري چې اولادونه به یې له مرګ وروسته څه کېږي، میرمن به یې کونډه پاتې شي او مال او جایداد به یې څه کېږي.
په پای کې، انسان به د خپل کړاو او هڅو پایله په خپل سترګو ویني. هغه وسایل چې یو وخت یې د اسانتیا لپاره جوړ کړي وو، اوس د دې لپاره راپاڅېدلي چې خپله خپلواکي او ځواک وښيي. نړۍ به یوه نوې دوره تجربه کړي، چیرې چې د اوسپنو واکمني به د انسانانو د ارادې او خوښې پر وړاندې ودرېږي. خو که انسان په دې سختو شرایطو کې هم خپله اصلي وړتیا، پوهه او همت وساتي، شاید یوه ورځ وکولای شي له دې اوسپنیزو واکمنانو سره یو ځل بیا سوله وکړي، یا شاید نوی ژوند او نظام رامنځته کړي، چې هلته به انسانیت او ټکنالوژي په بشپړه همغږي کې ژوند وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.