پر روغـتـیـا د وزن د زیاتـیـدو او چاغـوالـی ناوړی اغیزی

لیکـونکۍ: دکتور عبدالاحد قاضی زاده

311

پر روغـتـیـا د وزن د زیاتـیـدو او چاغـوالـی ناوړی اغیزی

او د مـخـنـیـوی لاری چـاری

  ‎ د معاصری نړۍ د تخنیکی پراختیاؤ سره که له یوی خوا په ژوندانه کی ډیری اسانتیاوی پیداشوی خو له بله اړخه بیا که له همدی

سهولتو څخه ښه او محتاطانه ګټه وانخیستل شی ښایی  پر صحت ډیر ناوړه اغیزی او ناروغۍ رامینځته کړی  چی یو له دغو څخه هم د وزن زیاتوالۍ او چاغی ده چی د ترانسپورتی وسایلو دډیروالی سره او همدارنګه دزیات انرژی لرونکو خوړو د ډیر استعمال سره اړه لری .

چاغوالی نن سبا یو ستر روغتیایی ستونزه ده  چی که مخنیوی ونشی دا ناروغی ګن شمیر نورو ناروغیو لکه د شکری ناروغۍ،

دوینی د فشار د زیاتوالۍ، دزړه او رګونو، تنفسی ناروغی ، جنسی کمزورتیا او د ځینو سرطانی ناروغیو هم سبب کیدای شی.

  د نړی د روغتیایی سازمان د احصایی له مخی په ۲۰۲۲ کی له اتو تنو څخه یو تن د چاغوالی سره ژوند کوی او ویل شوی چی دوه نیم  بیلیون کاهل اشخاص( ۱۸ کلن او له هغه څخه پورته سن) د وزن زیاتولی لری چی ۸۹۰ میلیونه یی چاغ دی . په امریکا کی د چاغی پیښی په ۲۰۲۱ کال کی ۴۱۰۹سلنه ښودل شویدی.

د چاغوالی څخه مقصد د بدن د پوستکی لاندی د شحمی(غوړین) موادو تراکم یا ټولیدنه ده چی د وزن د زیاتوالی سبب کیږی خو دا مواد بیا د بدن د نورو غړو په چابیر کی او همدارنګه د عضلاتو به مینځ کی هم راټولیږی او پدی شان د غړو په وظایفو کی بدلونونه مینخته راولی. چاغوالۍ په عمده ډول د زیات خوراک او لږ فزیکی کار یا  استعمال څخه پیداکیږی او په لږ شمیر واقعاتو کی ځینی ناروغۍ لکه د داخلی غدواتو ناروغی ، د ځینو درملو دوامدار استعمال او جنیتیک یا فامیلی سببونه لری .

د وزن زیاتوالۍ او چاغوالۍ عموماً د (بی ام آی) له مخی په کاهلانو اندازه کیږی  او بی ام آی د اندازه ګیرۍیو شاخص یا لارښود دی چی د شخص (نارینه یا ښځه) د بدن وزن( په کیلوګرام یا پونډ )  د ونی یا قد په اندازه ( مربع متر) ویشل کیږی او حاصل یی د بی ام آی اندازه ده چی د ښه صحت داندازی حدود د ۱۸۰۹او ۲۴۰۹ترمنځ وی . خو که چیری دا اندازه د ۲۵ او ۲۹۰۹ترمنځ وی د وزن پر زیاتوالی او که چیری د ۳۰ او ۳۹۰۹ترمنځ وی شخص چاغ او ۴۰ یا پورته وی نو ډیر چاغ ویل کیږی . مثال: که یو شخص ۸۵ کیلو وزن ولری او ونه  یا دقد اندازه یی ۱۶۵ سانتی متر یعنی یو متر او ۶۵ سانتی وی د شخص د بی ام آی اندازه ۳۱۰۲۲دی یعنی د چاغ په ګروپ کی شمیرل کیږی . د پور تنی اندازه ګیری سربیره کله ناکله د یو بل ډول انداز ګیری څخه مخصوصاً د زړو اشخاصو او هم د اتلانو  د چاغی لپاره  استفاده کیږی چی ساده میتود دی اود کمر بند په شان یوه فیته د نامه له غوټی څخه شروع ، د ملا څخه راتاو او بیا دنامه غوټی ته رسیږی چی که چیری په نارینو کی ۴۰ انچه (۱۰۲ سانتی متر ) او یا زیات وی نو د وزن په زیاتوالی دلالت کوی ، خو د ښځینه لپاره دا اندازه ۳۵ انچه (۸۸ سانتی متره) یا زیات وی نو د وزن  زیاتوالی  حسابیږی و البته ماشومانو ته د هغو د ودی د ګراف چی په هر سن کی  متفاوت وی مقایسه او حسابیږی .

زمونږ په هیواد کی متأسفانه وزن ته څه اهمیت نه ورکول کیږی او حتی کله هم چاغۍ د ښه صحت نښه بولی ، زیاته پاملرنه ورته نه

کیږی او د څو لسیزو راپدی خوا د ټولنیز بدلونونو له کبله لا ډیر ی کورنی ښارونو ته مخه کړی( د امنیت ، بریښنا، پاکی اوبه ، ښه

مکاتب ، او شغل لپاره )   خو بیا دلته د ګرځیدو  شرایط او مناسب ځای نشته او ککړه هوا  بله ستونځه ده چی د سپورت  مقابل ته

 ممانعت دی  ، همدارنګه د ورزش عرف هم  لویانو کی نشته ، چی یواځی  د ښوونځی متعلمین لوبی کوی او خوانان کله چی د کار او وظیفی خاوند شی نو ددوی په ورځنی مهال ویش کی د ورزش لپاره ځای نه وی ،پداسی حال کی  چی په اطرافو کی هره ورځ په پټیو کی کار او همدارنګه لږ تر لږه په هفته کی یو یا دوه ځلی د کور د ضروریاتو د رانیولو لپار حتی ۶-۷ کیلو متره د تګ او راتګ واټن په پښو وهل   ښه فزیکی تمرین او ورزش ؤ  او غذایی مواد هم  طبیعی او د زیات انرژی څخه ډک نه ؤ چی صحت ته ښه مناسب غذا ګڼل کیده.

په ځینو ممالکو کی زمونږ د هیواد په شمول ، ماشومان په ګڼ شمیر سره په غذایی تشوشاتو اخته دی او په عین وخت کی لدی کبله چی لوړ غوړ لرونکی یا قند لرونکی مواد ،یا ډیر  مالګه لرونکی مواد(لکه سپوره ډوډۍ ، د کچالو او وریجو زیاد استعمال ، یا هم د حیوانی غوړو لکه وازده) ارزان او غذایی کیفیت یی ښه نه وی دوی زیات استفاده تری کوی  چی که فزیکی فعالیت کمښت ورسره مل شی نو د وزن  زیاتوالۍ او چاغی پیدا کوی

   د وزن د ډیروالی او چاغیدو روغتیایی عـواقـب: لکه څنګه چی پورته ذکر شو  شحمی ذری د ټول بدن په غړو ناوړه اغیزی لری د مثال په توګه د شحم او کولسترول تراکم د شریانی رګو په دننه کی ددی سبب کیږی چی رګونه تنګ شی  چی بیا  وینه او اوکسیجن ښه انتقال نشی کولای له همدی کبله د زړه د رګونو او دماغی او نور رګو د بندیدو سبب ګرځی .

د ۲۰۱۵ نړیوال احصایو ښودلی ده چی د بدن د وزن ډیروالی د څلور میلیونو  مړینو سره په جهان کی او د ۲۰۱۴ د احصایی له مخی په  امریکا کی د  ۳۲۰۰۰۰ مړینو سره ارتباط لرله او هر څومره چی د بی ام آی اندازه لوړه وی د مړینی فیصدی هم زیاتیږی  چی په خاص ډول سره دا وفیات د زړه د ناروغیو ، دماغی سکته ، د شکری ناروغی او ځینو سرطانی پیښو سره ډیر اړیکی لری .

چاغـوالۍ او د خیـټی د شاوخوا د شحمیاتو ډیرښټ د وفیاتو کچه ډیره لوړوی او زیاتو ناروغیوته د پورتنی ناروغیو په شمول زمینه

برابروی  او اوس ویل کیږی چی دا پرابلم د سګرت د ناوړو اغیزو څخه هم زیات شویدی .

 د شکری د ناروغی دوهم شکل په قوی ډول د چاغی سره اړه لری (۸۰ سلنه)، خکه چی شحم په عضلاتو کی د انسولین( هغه هورمون چی ګلوکوز دوینی حخه حجراتو ته انتقالوی) مقابل ته مقاومت بیدا کوی او پدی شان د قند سویه په وینه کی لوړ ځی .

چاغی د وینی د کولسترول او نورو زیاتو شحمیاتو د لوړوالی او اختلال سبب ګرخی .

د وینی فشار اکثراً په چاغو خلکو کی لوړ وی . د زړه د رګونو او همدارنګه دزړه د نـظـم تشوشات ( که بی ام آی له ۳۰ څخه زیات وی)  د چاغی سره ارتباط لری او همدارنګه د وریدی رګو بندوالی ( دوینی د تحثر یا پړن کیدو له کبله) او د سږو د رګو بندیدل هم په چاغو اشخاصو کی زیات وی .

د بدن د مفاصلـو (بندونو) درد ، نقرص ، د ځګر ، صفرا ، ګیډی تشوشات ، دوامداره قبضیت ، بواسیر او د پوستکی ناروغۍ

هم په چاغو اشخاصو کی  زیات پیدا کیږی .

د ستونی د عضلود سـسـتـی له کبله چاغ اشخاص ښه تنفس نشی کولای او ساه لنډی لری چی د شپی لخوا د تنفسی بندوالی

له کبله دوی اړخ په اړخ اوړی او ښه خوب نشی کولای چی د همدی دلیل له مخی دوی د ورځی ستړی ستومانه او په ناسته

ویده وی چی دا بندوالۍ بیا په تدریجی ډول د وینی فشار او د سـږو د رګو د فشار د زیاتوالۍ او د دماغی وظایفو د خرابوالی سبب

ګرځی .

د چاغوالی له کبله روحی  ــــ اجتماعی وظایف هم خرابیږی او عصبانیت ، اضطراب ، ډپریشن( شدید خفګان) او د عقل زوال

مینځته راځی  ، چاغ اشخاص  په مجالسو کی د ګډون نه ډډه کوی ځکه چی مطالب ښه نشی اخیستی، او د خوب حملی پری راځی او

همدارنګه ژرژر   د میتیازو ضرورت احساسوی  چی کرار کرار بیا مأیوسۍ ، ژور خفګان او انزوا خواته ځی.

په ښځو کی چاغوالۍ د عقامت ، غیر نورمال رحمی خونریزی ، د رحم سرطان  ، د رحم تومور او نور نسایی ناروغیو سبب ګرخی او حامله  چاغو ښځو ته د حمل او ولادت په وخت کی هم دیر اختلاطات او ستونځی پیدا کیږی .

چاغوالۍ په نارینوکی هم د جنسی کمزورتیا او عقامت اغیزی لرلای شی .

  د وزن د زیاتوالی او چاغی مـخــنـیـوی او تداوی : د تداوی مقصد د لا زیات وزن اخیستلو مخنیوۍ، د اوسنی حالت تداوی ، د اختلاطاتو له مینځه وړل او د ښه او با کیفیته ژوند رامینخته کول دی  چی لاندنی اهتمامات پدی برخه کی مرسته کوی:

لومړی ـ غذایی تداوی چی قندی یا خواږه او غوړین مواد او مالګی مصرف لږ او په عوض یی د سبو یاترکاریو ، میوی ، حبوبات او لوبیا خوړلو ته خلک و هڅول شی ، چی مدیترانیوی غذا هم په زیاته اندازه ترکاری ، میوی ، حبوبات ، لوبیا او په متوسط اندازی سره د شدو محصولات ، د چرګ غوښه او هګی دی  چی په غربی هیوادونو کی ډاکتران توصیه کوی .

دوهم ـ و منظم تمرین یا ورزش او فزیکی فعالیت او لوبو ته خلک و هڅول شی چی په اونۍ کی ۱۵۰ دقیقی یا هره ورځ ۳۰ دقیقی متوسط قدم وهل ( ۱۰۵ نه تر ۳یا ۴ مایله ) او یا تر خپلی فزیکی توان پوری ورزش وکړی .

دریم ـ   صحی مناسب ژوند ته د خلکو عادت د غذا او فزیکی فعالیت ، مناسب او کافی خوب ته تشویق او د تمباکو او الکهول استعمال ځخه ډډه کولوته و هحول شی  چی د میاشتو او کلونو موضوع ده او  د عامی پوهوی له لاری تبلیغ  او د خلکو تشویق  او له ډیر  انرژی ډک غذایی مواد (لکه سوډا ، جوس ، آیس کریم ، کلچو ) د مصرف کمولو یا محدودولو ته و هڅول شی.

څلورم ـ  روغتیایی کارکونکی  باید د ناروغانو په هر ویزیت کی د وزن ، قامت ، د وزن اندازی ته پاملرنه وکړی او لازمی مشوری ورکړی.

پنځم ـ د ماشومانو غذایی وضیعت ــ فزیکی فعالیت او غیر متحرک فعالیتو او وخت ته باملرنه وشی  او د سـل فـون ، تلویزون ، کمپیوتر  وخت محدود شی .

شپږم ـد حمل یا امید واری په دوران کی د میندو د وزن اخیستل باید مناسب وی او د ولادی داکتر تر نظر لاندی حمل پر مخ

لاړ شی څو چی د مور او ماشوم صحت زیانمند نشی ، او مور ماشوم ته د ژوند تر ۶ میاشتو پوری په یواخی دول خپلی شودی ورکړی او وروسته په تدریجی ډول نوری غذاوی شروع خو خپلو شدو ته د شتون په صورت کی تر دو کالو ادامه ورکړی .

اووم ــکه چیری د وزن د زیاتوالی یا چاغی علت ناروغۍ وی د مشخص معالج داکتر تر نظر لاندی تداوی شی او روحی ناروغان باید دیر و وهڅول شی چی فزیکی فعالیت او ورزش وکړی او پدی برخه کی مثبت نظر پیدا کړی.

اتــم ـ د وزن د بایلـلو درمل او جراحی عملیی د وزن د ضیاع د کلینوکو او معالج ډاکتر په مشوره توصیه او اجرا شی  اود پخپل  سر

مختلفودرملو استعمال څخه ډډه وشی .

په چتک ډول په لږه موده کی د وزن بایلل هم ښه ندی ( یعنی د یو حخه تر یو نیم کیلو په هفته کی ) او د صفراوی تیګو د رامینخته

کیدو سبب ګرځی  خو تر دو کیلو بوری په ۴ هفتو کی  ښه ګڼل کیږی.

نـکـات چـنـد در مـورد خــواب

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.