د کونړ سیند اقتصادي ارزښت

لیکنه: عبدالخالق کریمزی

302

اوبه د ژوند له اړینو اړتیاوو څخه شمیرل کیږی، انسان پرته له اوبو ژوند نشی تیرولی، اوبه د انسان په ژوند کې په مخامخ او نا مخامخ ډول ځانګړی اهمیت لری، په نړۍ کې هیڅ یو ژوندی موجود خپل ژوند پرته له اوبو مخ ته نشی وړلی، لکه څنګه چې الله ج فرمایي:
. …. { ﻭَﺟَﻌَﻠْﻨَﺎ ﻣِﻦَ ﺍﻟْﻤَﺎﺀ ﻛُﻞَّ ﺷَﻲْﺀٍ ﺣَﻲٍّ ….}
ژباړه: مونږ ټول ژوندي څيزونه په اوبو ژوندي کړي، او د ژوند د بقاء دپاره اوبو ته اړتيا لري.

که څه هم افغانستان د اوبو له کبله بډایه هېواد دی تفریبا ۷۵ میلیارد متره مکعبه د اوبو کلنۍ جریان لری خو یوازې له دیرش سلنې په هېواد کې ګټه پورته کیږی او نورې ګاونډیو هېوادونو ته بهیږی چې له ایران پرته له نورو هېوادونو سره موږ دا ستونزه نه ده حل کړی. افغانستان ټول ۱۳۰ کوچنی او لوی سیندونه لری چې ۴۳ یې لوی دی. چې د کنړ سیند هم له لوی سیندونه څخه ګڼل کیږی، دا سیند د پشه ای، مستو، لختو چترال او پیج له سیندو څخه جوړ د کونړ سیند ته د چترال سیند هم وایی د کونړ سیند خونی قلعه بلور داغ یا د پامیر د اوبو بند څخه سرچینه اخلی کونړ او ننګرهار خړوبوی او ثمرخیلو کې د کابل سیند سره یو ځای کیږی. اوږد والی ۴۸۰ کیلومتره دی او ۱۱ میلیاردو متره معکب اوبه لرونکی دی.

اوبو ته د هر شخص اړتیا د هغه د اوسېدو ځای، کار او د وجود طبیعت ته اړه لري. د بېلګې په توګه اوبو ته د یوه خټګر بدن چې د دوبي په تودو ورځو کې د سوځنده لمر لاندې خټې پخوي، د هغه کس په پرتله چې په دفتر کې د کمپیوټر تر شا ناست دی ډېره ده. د دې پر بنسټ هر کس اوبو ته یو شان اړتیا نه لري.

د امریکا د ملي علومو اکاډمۍ وړاندیز کړی چې یو سړی باید په یوې شپې ورځې کې ۳،۷ او ښځې باید ۲،۷ لیټره مایعات وڅښي. خو له دې کبله چې په یو شمېر خواړو کې مایعات شته نو سپارښتنه کیږي چې لږ تر لږه اته پیالې/دوه لیټره اوبه وڅښي.

د کنړ سیند اقتصادي ارزښت په لاندې څو مهمو برخو کې څرګندېږي:

1. کرنې او زراعت: د کنړ سیند او شاوخوا سیمو کې د اوبو رسولو له لارې زراعت ته وده ورکوي. د سیند اوبه د کرنیزو محصولاتو لکه غنمو، مېوو او سبزیجاتو لپاره حیاتي اهمیت لري.
کرنه او زراعت د کنړ سیند په سیمه کې مهم اقتصادي او ټولنیز ارزښت لري. دلته ځینې مهم ټکي چې د دې ارزښت څرګندوي:

الف. د اوبو رسولو سرچینه: کنړ سیند د زراعت لپاره یوه مهمه اوبه رسونه ده. د سیند اوبه د کرنیزو محصولاتو د اوبو کولو لپاره کارول کېږي، چې دا د زراعت د ودې لپاره ضروري ده.

ب. محصولاتو وده: د کنړ سیند شاوخوا سیمې د مختلفو کرنیزو محصولاتو لکه غنم، جوار، سبزیجات او میوې د کښت لپاره مناسبې دي. چې دا وده د صحي خوړو او اقتصادي ودې لپاره مهمه ده.

ت. د محلي اقتصاد ملاتړ: کرنه او زراعت د محلي خلکو لپاره د عاید یوه مهمه منبع ده. د زراعت له لارې تولید شوي محصولات نه یوازې د کورنیو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د بازار لپاره هم عرضه کېږي، چې په کور دننه او بهر ته هم د صادراتو جوګه وي، چې ښه مثال یی
سږ کال د کونړ ولایت څخه د څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکستان له لارې هند ته ۸۰۰۰ ټنه پیاز صادرات دی.

ث. د کارموندنې فرصتونه: زراعت په کنړ سیند کې د خلکو لپاره د کارموندنې مختلف فرصتونه رامنځته کوي، چې دا د ځوانانو لپاره یو مهم اقتصادي فعالیت دی.

ج. د چاپیریال ساتنه: چیرته چې اوبه وي هلته شنې بوټي او ځنګلونه وي، جې یوه ونه 18 انسانانو ته ښه هوا او اکسیجن برابروي ، نو دا کولی شي د ځمکې د ساتنې او د اکوسیستم د توازن په ساتلو کې مرسته وکړي.

په ټوله کې، کرنه او زراعت د کنړ سیند په سیمه کې نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې ټولنیز، کلتوري او چاپیریالي اهمیت هم لري.

2. ماهیانو نیول: کنړ سیند د ماهیانو د ژوند لپاره مناسب چاپیریال برابروي، چې له دې لارې د خلکو لپاره د خوراکي توکو یوه مهمه منبع ده. بلخوا د اقتصاد دنظره د ماهیانو اخستل او خرڅول په بازار کې د کورنیو د اقتصاد سره کومک کوي.

3. د انرژۍ تولید: د کنړ سیند د اوبو ځواک کارول کیدای شي د برېښنا تولید لپاره، په ځانګړې توګه د هایدرو الیکټریک پروژو له لارې، اقتصادي ګټې ولري.
د کنړ سیند د انرژي په تولید کې مهم رول لري، چې لاندې ټکي یې څرګندوي:

الف. د بندونو جوړول: د کنړ سیند په اوږدو کې بندونه جوړول نه یوازې د بریښنا تولید زیاتوي، بلکې د اوبو ذخیره کولو او د زراعت لپاره د اوبو رسولو په برخه کې هم مرسته کوي.

ب. د محلي ټولنو لپاره بریښنا: د کنړ سیند د بریښنا تولید پروژې کولی شي محلي ټولنو ته برېښنا ورسوي، چې دا به د ژوند معیار لوړ کړي او د اقتصادي فعالیتونو پراختیا ته لاره هواره کړي.

ت. د انرژۍ صادرات: که چیرې د کنړ سیند څخه تولید شوې انرژي کافي وي، نو دا کولی شي د نورو سیمو یا هیوادونو ته هم صادره شي، چې دا به د اقتصادي ودې یوه مهمه منبع وي.

په ټوله کې، کنړ سیند د انرژي په تولید کې یو مهم منبع دی چې کولی شي د محلي اقتصاد او چاپیریال ساتنې لپاره مثبتې اغیزې ولري.

4. تجارت او ترانسپورت: سیند د ترانسپورت یوه لاره هم ده، چې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مرسته کوي.

5. سیاحت: د کنړ سیند شاوخوا طبیعي ښکلاوې او تاریخي ځایونه د سیاحت لپاره یوه مهمه سرچینه ده، چې د محلي اقتصاد ودې ته وده ورکوي.
په اوسني وخت کې د گرځندوى او سياحت له لارې د نړۍ ډيرى هيوادونه ميلياردونه ډالر لاسته راوړي دغه اقتصادي ګټه هغه وخت شوني وي چې د سيلانيانو ژوند خوندې او د اوسيدو اسانتياوي ورته برابرې شوي وي .

د افغانستان په ختيځ کې کونړ هغه سيمه ده چې طبعي ښکلا يې د هر کورني او بهرني سيلاني زړه راماتولى شي، باید دولت سیاحت کوونکو او د سیاحت سیمو ته ځانګړې پاملرنه وکړﺉ.

6. د چاپیریال ساتنه: د سیند شاوخوا ځنګلونه او طبیعي منابع د چاپیریال په ساتنه کې مرسته کوي، چې دا هم د اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره مهم دی.

د دې ټولو عواملو له مخې، کنړ سیند نه یوازې د ځایی خلکو لپاره بلکه د ټول هېواد لپاره هم اقتصادي ارزښت لري.

د کرکټ اقتصادي ارزښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.