لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۲۹۱مه‌برخه 

آصف بهاند

93

روزگار ته گوره څه یې وکړل
د ماهیپر تر کاڼوکلک وم، ویلې شومه

 

چې د وطن نصیب یې خوار وي

له شنو پنجرو نه بې ساتلي طوطیان ځینه

 

مسافري کولاى نشي

ﺯه يې يادېـږم په لسمه ورځ راځينه

د لنډیو په دې برخه کې دا لاندې لنډۍ تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کېـږي:

دنیا له مینې نه پیدا ده
‏چې نفرتوتونه خپروي، تباه دې شینه

 

ستا په تهمت مې جامې رنگ شوې

اوس به رنگ شوې جامې چېرته سپینومه

 

ستا په تهمت مې جامې رنگ شوې

اوس به رنگ شوې جامې چېرته زړومه

 

وطنه کله زرغونېـږې
دا ستا پر دښتو مو زلمي کرلي دینه

 

د ديدن ځای راته مالوم کړه

که د ‌چړو په څوکو لار وي در به شمه

 

چې د وطن نصیب یې خوار وي

له شنو پنجرو نه بې ساتلي طوطیان ځینه

 

مسافري کولاى نشي

ﺯه يې يادېـږم په لسمه ورځ راځينه

 

لاليه غرق شې ډمه نه يم

د زړه له درده ستا واده کې گډېدمه

 

د جدایي اور دې بل کړی

قطرې، قطرې غوښې د زړه پرې پخومه

 

روزگار ته گوره څه یې وکړل
د ماهیپر تر کاڼوکلک وم، ویلې شومه

 

مینې دې څه کانې راوکړې
د ماهیپر تر کاڼوکلک وم ویلې شومه

 

د سر زورۍ انجام دې ولید

د چغې سرته ـ سرته تلې، کونډه دې کړمه

 

زما دې لارې ته کاته وو

ستا له ویجاړه ملکه هیڅوک نه راځینه

 

ما ته دې ویلي، زما هېر دي

ما ته هغه خبره بیا وکړه میینه

 

د بې وسۍ نه ډکه ژونده
خواږۀ دې نه‌شته، د اجل تږې دې کړمه

 

په هغو لارو کې مورچې دي
چې پرې راتلل به د کوچيانو کاروانونه

 

مینه دې وکړه، بیا دې پرېښوه

څوک له کرلي کښته نه اخلي لاسونه

 

مینه دې وکړه، بیا دې پرېښوه

لکه مرغۍ چې ځاله جوړه کړي ترې ځینه

 

مینه دې وکړه، بیا دې پرېښوه

نیمه جنت نیمه دوزخ کې پاتې شومه

 

چې مې د تورو زلفو وار و

د چا به کار و، چا به هسې غږ کاونه

اوس مې له سیوري سره څه ووایم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.