د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ایران کې د تېرو دوو کلونو پر تله د افغانانو اعدامونه زیات شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان، په ایران کې اعدام شوي کسان د ټولنې زیانګالی قشر ګڼي او په دې باور دی چې ممکن په ځینو مواردو کې بېګناه کسان هم اعدام شوي وي.
په ناروې کې د دې غیردولتي سازمان په وینا، د روان میلادي کال له پیله د اعدام شویو شمېر د تېرو څو کلونو پر تله لوړ ګڼل کېږي.
د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم له ازادي راډیو سره پرون پنجشنبه په خبرو کې وویل: “د ایران د بشري حقونو سازمان د شمېرو له مخې په روان ۲۰۲۴م کال کې د ایران په بېلابېلو زندانونو کې لږ تر لږه ۳۳ افغان وګړي اعدام شوي دي. دا د تېرو کلونو پرتله د پام وړ زیاتوالی دی. دوه کاله مخکې ۱۶ کسان اعدام شوي وو، تېر کال ۲۵ کسان او سږ کال چې لا ختم شوی هم نه دی، ۳۳ کسان اعدام شوي چې سږکال ډېری اعدامونه تر اوړي وروسته شوي دي.”
ایران د سږ میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانانو په ګډون څه باندې ۳۰۰ کسان اعدام کړي دي.
د ازادي راډیو د راپور له مخې، په ایران کې شاوخوا ۸زره افغانان بندیان دي، خو معلومه نه ده چې له ډلې یې څو کسان په اعدام محکوم دي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم وايي، په ایران کې زیات وخت محاکمې عادلانه نه وي.
مقدم وايي: په ټوله کې د افغان وګړو اعدامونه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د پام وړ زیات شوي دي. د طالبانو تر واکمنۍ مخکې کلونو کې د افغان وګړو اعدامونه ډېر لږ وو.
هغه زیاتوي: “موږ په ایران کې عادلانه محاکمه او محکمې نه لرو. زیات دغه وګړي به په یوه عادلانه محکمه کې نه وي محاکمه شوي، دوی مدافع وکیل نه درلود او ښايي بېګناه به وو. په ټوله کې د افغان وګړو اعدامونه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د پام وړ زیات شوي دي. د طالبانو تر واکمنۍ مخکې کلونو کې د افغان وګړو اعدامونه ډېر لږ وو. تر تېرو ۵ یا ۶ کلونو مخکې د سږکال په تېرو ۹ میاشتو کې د اعدامونو شمېر تر ټولو لوړ و.”
د مقدم په وینا، زیات کسان د قتل، د مخدره موادو د کار و بار او نورو تورونو له کبله اعدامېږي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د افغان وګړو په ګډون هغه کسان چې په ایران کې اعدامېږي اکثر یې د ټولنې زیانګالي کسان دي چې غږ یې تر نړیوالو په اسانۍ نه رسېږي.
د ایران حکومت په ګڼو ښارونو کې د افغانانو پر کار و بار او تګ راتګ محدودیتونه لګولي او په ډېرو مواردو کې د کوچنیو مسایلو پر سر هم افغانان نیسي او بند ته یې اچوي.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.