ایدیا (فکر مفکوره)

71

:Idea , eda, idee,idée (ایدیا ( فکر مفکوره 

 

دا نوم په بنیادي ډول سره د لرغونې آریایې پشایې/ آریک ژبې ، د ادبیاتو پورې اړوند یو ترکیبي نوم ، اوله دوو برخو ( اِي = یو = یک ) او دوهمه برخه یې د ( دیک = ورکول = دادن ) دمصدر د مفرد مخاطب لپاره د حال زمانې د ( دیا، دایا = وریې کړه = بده ) فعل دی ، چې په شریکه سره یې معنی په لاندی معادله کښې 

ګورو : 

اِي = یو ، یوه = یک .

دیا ، دایا = وریې کړه/ ورکړه = بده .

اي + دیا ، دایا = اِي دیا / اِيدیا، ايدایا = یوه ورکړه ( د یوې مفکورې ، د یو فکر ورکړه / اظهار ) .

یک + دادن /بده ، دادن یک فکر / دادن یک مفکوره.

په پورتنۍ توضیح کښې ښکاره شوه ، چې د په اصطلاح د لاتین او یوناني د ( اِیدیا مفکوره/ فکر) نوم یواځې مفهوم ، توضیح او تشریح ده ؟

اما د ( اِیدیا = د یوفکر او د یوې مفکورې) اصلي ریښه په لرغونې آریایې ، د آریانا ویجو دعصر اوزمان ( آریک / پشایې ) ژبه کښې نغښتې دی !

نو له پورتنۍ توضیح او تشریح څخه دا په ډاک او ښکاره شوه ، چې د ( ایدیا = فکر ، یوې مفکورې، یو نظر ) ترکیبي نوم ، دلرغونې زمانې څخه رانیولې تر داننه زمونږ دکران هیواد په آریک / پشایې او هند و اروپایې لوڼو او لمسیوو ژبو کښې او په اصطلاح د لاتین په ژبو کښې هم ، په خورا نږدې مشابهه او ورته تلفظونو کښې شتون لري او د ( اِیدیا / ایدایا ) ترکیبي نوم د پشایې ژبې د ادبیاتو ملکیت دی !

د محترمو نظر خاوندانو او ژب پوهانو څخه ، هیله کوو ، چې د پورتني تحقیق په اړوند خپل ارزښتناک نظریات او لار ښوونې مونږ سره شریک کاندي .

په درنښت .

سپتامبر دریم ۲۰۲۴ .

« احمد جان ماڼو »

 

 اختر :

 ( اخ + تر = اختر ؛ آخ + تار= آختار ) :

ګرانو هیوادوالو ، ښاغلو ژب پوهانو او د ادب علاقمندانو ته :

مخکښې له دې ، چې د ( اختر) دنامه د ریښې او لغوي معنا په هکله وغږیږو او ځان ورباندې پوهه کړو ، چې د نوموړي نوم ریښه ، لغوي معنی او تعریف یې ، زمونږ د هیواد په کومه ژبه کښې شتون لري او دکومې ژبې د ادبیاتو ملکیت دی تر بحث او څېړنې لاندې راولو ،په دې اړوند غواړم مخکښې له هرڅه 

،د محتر م پروفیسور عبدالواجد « واجد» صاحب پر لاندینۍ لیکنه مکس وکړم ، کوم چې ما ته د هغه د فیسبوک په پاڼه کښې تر نظر راغله او په ډیره مینه اوعلاقه مې ولوستله ، چې عنوان یې د ( اختر ) وو ، لومړی غواړم د محترم پروفیسور « واجد» صاحب ټوله د ( اختر) په نوم د مساپرئ ګیله اوشکوه ، چې ورکې د خپل خوار او زار وطن د اوسېدونکو او د پردي ارام او هوسا هیواد د خلکو ژوند سره پرتله او تشبیح کوي د ( اختر ) دنامه په مفهوم مو پوهوي ، خو د (اختر) د ریښې ، د اصلي معنی او مفهوم په اړوند ،د «واجد» صاحب د نثراو شعر د لوستلو څخه وروسته، خپل څېړنیز نظر د ( اختر ) د نامه د ربښې او معنی په اړوند د ستاسې ښاغلو لوستونکو سره شریکوم !

  

#اختر

 

اختر خوشحالۍ ته وایي او خوشحالي په روغ صورت کې وي “متل دی چې روغ صورت اختر وي”.

که یو سړی ناروغ وي، له هېواده بهر وي، له خپلوانو، دوستانو او ملګرو څخه لرې وي، نو ‌د هغه به څه اختر وي؟ نو ځکه وایم چې:

 

د غیــره‌وو ســـره دا اختــــر بــه څـه کــړم

داسې څوک راســره نشتــه چې زړه ښـه کړم

 

خوشـحالــي راســره نشتــه دې اختــر کــې

چــې خپګان نکــړم نو وایه نور به څــه کـړم

 

بې خپګانـه مــې نور څـه نصیب کـې نشتــه

چـې لــه خپـل هېــواده بې‌وخته واتـه کــړم

 

د ځـوانۍ عمر مـې تېـر شـو خپـل هېواد کـې

اوس چــې زوړ شـوم د پردي هېواد لیده کړم

 

پس له دې به مې په ژوند کې خوښي څه وي

کــه هر څومره ښــو ګلانــو تـه کاتــه کـــړم

 

نور دې ژونــد کــې خوښــي نه وینم واجـده

که هـر څــو په ښــو ځـایونــو ګــرځېده کړم

 

د ( اختر ) دنامه ، ریښې او مفاهیمو له پلوه ، د پشایې ژبې له اړخه زما نظر :

 

اختر : 

 اختر : په پشایې ژبه کښې ،یو ښکلی ترکیبي نوم او له دوو برخو څخه جوړ شوی دی .

 ۱- اخ / آخ : دا کلمه زمونږ دګران هیواد نږدې په ټولو ژوندیوو ژبو کښې یوشانته ده ، چې د خوشحالۍ او خفګان په وخت کښې ناببره د انسان د خولې څخه راوځي !

بیلګې یې:

که د خوشحالۍ خبره وي ، اورېدونکی وایې : آخ / اخ څومره خوښ شوم ، څومره خوندیې وکړ !

که د غم ، خفګان ، نقص، تاوان خبره واوري ، په ناڅاپې توګه وایې :

آخ / اخ : څومره بدخبر دی هیڅکله مې نه غوښتل ، چې داسې خبر واورم !

۲- د اختر د نامه دوهمه برخه ، چې د ( تر/تار ) کلمه ده ، په پشایې ژبه کښې ، د ( تاریک = لیدل = دیدن) د مصدر دګردان څخه د ( تار/ تر / تهر = وګوره = ببین ) د مفرد مخاطب فعل دی .

او س که مونږ د اکثریت هیواد والو او خاصتآ د پښتو په ژبه کښې د ( اختر = عید = اید ) نوم د پشایې ژبې له پلوه وڅیړو ،دا لاندې ترکېبي د ( اختر ) نوم د خپلې اصلي معنی سره ،چې په خپل زړي / آتم او په خپله تومنه کښې د ځان سره لري په لاس راځي :

یادونه :

 په پشایې ژبه کښې د ( اختر )د ترکیبي نو م دوهمه ټوټه ( تر ) په پشایې ژبه کښې د ( تار ) په شکل لیکل کیږي ، دا په دي خاطر ، چې د ( تر ) ټوټه له دوو ساکنو بې غږو تورو څخه جوړه ده ، چې دپشایې او دبلې هرې ژبې د ساکنو تورو تر شا فونیتیک / پېنېتیک = پیژندل = شناختن ؛ لپاره په خپل پای کښې د یو غږ یز توري د اواز احساس کیږي لکه : 

د ( تر ) د ( ت) ، ( ر ) تورو په مینځ کښې په تلفظ کښې مونږ د (ا/ ه) توري د ( تار/ تهر ) تلفظ احساسوو ، معنا دا ،چې ننی مروج د ( اختر) نوم باید د ( آختار / آختهر ) په شکل ولیکو لکه :

اخ = د ښو او بدو احساساتو ، د خوښیوو او ناملایماتو په وخت کښې په کار وړو او ناڅاپه مو د ( اخ) غږ له خولې څخه راوځي !

 په دې دوو د پشایې ژبې په مثالونو کښې د ( اختر/ اختار) معنا او مفهوم وینو .

اخ+ تر / تار= اختر= اختار :

 

۱ – اختار (اختر ) کاو سودري او خوشا لیس دووسي / دیواس شي .

پښتو معنې یې : اخ وګوره ځومره ښکلې او د خوشحالۍ ورځ ده !

۲- اختار (اختر ) کاو میچ او ادري دیواس / دوواس شيې!

پښتو معنی یې : اخ وګوره څومره بدمرغه او بدرنګه ورځ ده .

 

د پورتنیوو توضیحاتو څخه دا په ډاګه او ښکاره شوه ، چې د ( اختر / آختار ) ترکیبي نوم د پشایې ژبې د ادبیاتو ملکیت او معنی یې هم دقیق ، پرځای او درسته ده ؟.

د ښاغلو نظر خاوندانو، دانشمندانو او د ادب پوهانو څخه هیله کوم، چې د دغې څېړنیزې لیکنې د څرنګوالي په هکله خپل انتقادي او جوړوونکی نظر راسره شریک او لارښوونه وکړي .

په درنښت .

احمدجان « ماڼو ».

 

 

 

: کیسر Kisar,Kisara قیصر

دلرغوني په اصطلاح لاتین او عربي نوم څیړنه په پشایې / آریک ژبه کښې !

د کیسر/ قیصر نوم ښایې ،چې د عیسوي میلادي عصر دپیل څخه لا دمخه مخینه ولري !

د تاریخ په رڼا کښې د لرغونې زمانې څخه رانیولې لا تر دا ننه ، په لویدیزو ادبیاتو او د اسلام د دین د پیدایښت څخه دمخه د فارس په دولت کښې هم شتون لري او د هغه وخت اوزمان د فارس د دولت (پاچا / ټولواک ، امپراطور «دارا») هم د (کیسر = قیصر ) یعنی ( امپراطور) دنامه سره ، مختاړی او وروستاړی د ( کیسر دارا/ دارا قیصر ) او د اسلام د دین د راښکاره کیدو سره جوخت ، اعراب د (کیسر- کیسرا ) نوم ،د(قیصر ) په نوم اړوي او رواج مومي ، همداشان دلویدیزو هیوادو د ادبیاتو د ( کیسر / کیسرا = امپراطور ) نوم په ( قیصر = امپراطور ) اوړي !

په اصل کښې (کیسر ، کیسرا ، قیصر ) یو ترکیبي آریایې د پشایې ژبې ادبیاتو پورې اړوند نوم دی ، ښایې چې د لویدیځو ژب پوهانو ، دپشایې ژبې ژب پوهانو او دپشایې ژبې ویوونکو ته یې د هغې د پشایې توب په خاطر ، تر څیړنې لاندې ونیسو :

ـ دنامه لومړۍ کلمه یې په پشایې ژبه کښې د( کی، کئ ،کا = کوي = میکند ) معنا لري ،چې دپشایې ژبې د ( کیک = کول = کردن ) له مصدر د ګردان څخه ( کې، کئ که= کوي = میکند ) په معنی لاس ته راځي .

– شیر ،سیر = سر= کله ؛ سور، نظم ، ترتیب ؛ سور the San= لمر= افتاب معناوې لري .

که+ سر ، سُر = (رڼا= روشنی ) = کوي = میکند = کسر (کهسر )= چې نن سبا همدا د (کسر= قصر ) نوم زمونږ ګران هیواد په ټولو شتو ننیوو ژبو په ادبیاتو کې  

کسر= قصر = لمر کوي = افتاب میکند ( رڼوونکی = روشن کننده ) دی !

برسیره پر لوړې معنا وو :

که سُور، که سر = کهسُر = قهسر / قهصر = قصر ، نظم ورکونکی ، نظم ورکونکی ، رڼا کونکی … ، ترسر ه کونکی ( سور) / کسر = او سمون ورکوونکی په معناوو دی. چې په عربي ژبه کښې د ( قصر ) د جمع شکل یې (قصور / کهسور ) کېږي !

همداشان زمونږ د هیواد په ټولو ژبو کښ دا د ( کسر) نوم په ( قصر) اوښتی او زمونږ هیوادوال یې په خپل هیواد کښې همدا د قصر/ کسر ) نومونه ، چې په پښتو ادبیاتو کښې ورته ( ماڼۍ) وایې لکه : 

قصر دلکشا، قصر دارالامان …..( د دلکشا ماڼۍ ، د دارالامان ماڼۍ ….) او ډیر نور نوي او پخوانۍ ماڼۍ/ قصرونه/ کسرونه !

برسیره پر دې یوه بله ډیره ښکلې ، تر داننه ، په لویدیځو اروپایې هیوادونو په ادبیاتو کښې ، یوه ناپیژانده ، خو ژوندۍ ،مروجه ، مستعمله او د درناوي وړ کلیمه ، چې په ریښه او اصیله معنایې استعمالوونکي نه پوهیږي ، چې د عربي ادبیاتو د قیصر ( کیسر) په بڼه اوشکل او په لاتین الفبا کښې د ( کیسر) په ډولونو سره لیکل کیږي او معنی او تفسیر یې د دپاچا د مقام څخه لوړ د امپراطور په نوم پېژني !

خو د کلیمې په اصلي ریښه او معنی یې سر نه خلاصیږي او ورته ( امپراطور/لوی پاچا ) وایې !

حال داچې نوموړې کلیمه په پشایې ژبه کښې یو ترکیبي نوم او له دوو پشایې کلیمو د( کی، کئ ) او د (سر ) څخه جوړدی ، چې په ګډه سره یې ( کی،کئ + سر = کیسر) کیږي په لاس راځي ، چې په پشایې ژبه کښې یې معنا په لاندې ډول سره ده :

(کی ، کئ ) د پشایې ژبې ( کیک= کول= کردن) مصدر د ګردان څخه په لاندې ډول سره په لاس راځي!

کېک = کول = کردن :

پشایې / پښتو / دري ضمیرونه :

آ (مم) / زه / من :

کیم / کوم / میکنم. .

کی. / کوې / میکني .

کا، کهګا / کوي. / میکند .

کیس. / کوو / میکنیم .

کېدا / کوئ / میکنید. .

کېن / کوي / میکنند. .

امري فعلونه : کا ، کدا = وکړه، وکړئ / بکن ، بکنید ..

 

د نامه دوهمه برخه یې د( سور/ سر sor‌‌‌ = لمر sun = افتاب ) او برسیره د (لمر /افتاب ) دمعنی څخه ،په پشایې ، پښتو او دري / فارسي ژبه کښې ( شیر ، سیر/ سر …،)د ( سر / کله ) معنی لري !

همداشان په پشایې ، پښتو او دري ژبو کښې یوبل ښکلی مفهوم ، چې د ( سور ؛ بې سور = نظم ، برابر ، درست ، اهنګ او برعکس معنایې : بی نظم ، نا برابر ، نادرست ، بدون اهنګ او بې نظم ، نا موزون ) معنی هم لري !

په هر حال اوس مونږ د (پشایې /آریک) ژبې د ادبیاتو په رڼا کښې د ( کیسر ) اروپایې لاتین نوم په لاس راوړو : 

 ۱- کی،کي، کئ = کوې = میکنی .

۲-Sor سر ، سور، the sun = افتاب= لمر. نظم ….

اوس که د (۱) او (۲) کلیمو په لاس راغلي معناوی سره یو ځای ولیکو ، ورڅخه :

کی، که = کوي = میکند .

 + سر ( the sun لمر/ افتاب ) = کیسر ( ، Ki sur,ki Sor = کیسر = KiSor = رڼا کوي ، روڼ لکه لمر = روشني میکند = روشن مانند افتاب ) په لاس راځي !

کیسر Kisar,Kisara چې امپراطور ، دڅو هیوادونو لوی پاچا ، شاهنشاه … او د عیسویانو په دیانت کښې همدا د ( کیسر Kisar ) نوم، په لرغونو لاتین هیوادو نو کښې د( پاپ ، پاپ آعظم د نړۍ د عیسوي دیانت لوی مشر ( پاپ )د نړۍ د ټولو کلیساګانو د دیني ( پاپانو ) مشر او لارښود لپاره هم د ( Kisara( نوم په کار وړل شوی دی !

چې همدا د (کیسر) نوم وروسته د اسلام د دیانت په وخت کې ، دعربي رسم الخط په مطابقت سره ( قیصر ) شوی دی ( کیسر = قیصر ، کیسرا ، قیصرا ) کېږي !

يادونه : دا هم باید ووایو چې ، د لمر خاصیت رڼا ، روڼتیا ، نور، ځلاند ، ځلا ، بریښ ، بریښنا ….روشنی …ښکلا، ځلا …. اوډیرې نورې ښکلې معناګانې د ځان سره مل لري !

چې په دې صورت کښې مو نږ د ( کیسر ، کیسرا = قیصر، قیصرا = رڼا کونکی، رڼا، ځلا کونکي ، ښکلي ….. لوی ، لارښود ، قائد …..) نومونو او صفاتو سره لیکلی او معنا کولای شو !

کیسر / کیسرا = قیصر / قیصرا = مشر ، لارښود …؛ بزرګ ، قائد ، رهبر ، راهنما …. معناوې لري !

داوو په پشایې / آریک د هند و اروپایې ژبو د مور او نیا په ژبه کښې د لرغونې آریایې ژبې اغیز او دنامه شتون ، معنی او مفهوم یې ، چې د لرغونو زمانو څخه رانیولې تر دا ننه ، ننۍ پشایې ژبه ورته په مشرح توګه ځواب ویوونکې ده .

 

داچې لمر رڼا او نور لري ، نو بې له شکه لرغونو شاهانو ، امپراطورانو ، د کلیسا سترو عالمانو ، دانشمندانو ،

پاپانو ته به دا نومونه ، د هغې وخت د خپلو ملکونو خلکو او پیروانو لخوا ، یا د همدغو مشرانو لخو ا ، به د اعزازي القابو په توګه ځانونو ته ټاکل !

د پورتني بحث څخه موخه او هدف دا دی ، چې لرغونې آریایې آریک/پشایې ژبه د خپل لرغوني پراخ ، ادبي او ژبني ارزښت له مخې ، چې په خپله هسته « آتم/ آتوم » او زړي کښې دځان سره نغښتې لري ، پوره دپام وړ ده !

داهم باید ووایم ، چې د ( کیسر ، قیصر Kisar ترکېبي نوم په لویدیزو ژبو کښې ، یواځې او یواځې تعریف او مفهوم لري ، خو ریښه او لغوي معنی او مفهوم یې په پشایې / آریک ژبه کښې د لرغونې زماني څخه را نیولې، تر دا ننه پورې ادبي ژوره اغیز لري او خپل ادبي ( فونوتیکي / پینېتیک فونومیکي، پونومیک = پیژندل، پېژند ، لغوي او ترکېبي ارزښت یې ، لا تر اوسه ، په خپل شتون کښې ساتلای دی !

دلوړې تو ضیح او شننې برسیره ، که همدا د ( کیسر ، کیسرا / کیس آرا = قیصر ، قیصرا / قیص ارا ) نوم ، چې بیا هم دپشایې ژبې ریښې لري ، داسې توضیح او تشریخ کیږي :

دا ترکیبي نوم هم زمونږ په لرغونې آریایې آریک / پشایې ژبه کښې له دوو لغاتو ( کیس= دچا = از کی) په معنی او دوهمه برخه نوم یې ، چې ( آر، آرا = واوره = بشنو ) د پشایې ژبې د (آریک/آرېک= اوریدل = شنیدن ) معناوې لري ، که اوس یې په لاس ته راغلې معناګانې یو دبل سره یو ځای ولیکو دالاندې شکل او معنا به نغده او چغده ولرو :

کیس = دچا = از کی+ آر/آرا = واوره= بشنو .

-کیس+ آر/آرا= کیس ارا / کیسرا .

دچا = ازکی = واوره = بشنو :

کیس آر /آرا = دچا واوره/ از کی بشنو = دلارښود واوره / دپاچا / دقیصر واوره = از رهبر بشنو ، معنا او مفهوم ترلاسه کیږي !

زمونږ دا څېړنه یو ځل بیا د لویدیز وڅېړونکو ادب پوهانو او ژب پوهانو په هغه نظر ، چې وایې د ( آریک / پشایې ) ژبه د هند و ارو پایې ژبو مور او نیا ده د تائید او تصدیق مهر لګوي .

مینه او مننه .

احمدجان « ماڼو »

24/09/2024

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.