ځان وژنه

عابد لويال دوتاڼی

168
ما زښته زياته هڅه وکړه چې د هغې شپې پېښه نور له ذهنه څخه وباسم، او ځان لږ په سکون کړم، خو نه هغه پېښه زما له مغځو وتله، او نه ما په تصور کې له هغې پېښې ځان ايستلی شو.
ما به کوښښ کاوه چې په مطالعه ځان بوخت کړم او له هسې وسوسو څخه ليري شم، خو د کتاب ليکې به ګډې وډې راته ښکارېدلې، يو يو توری به غټېده، او اخر به لکه د انسان دومره غټ شو، له دې هر تورې به وېره راته پيدا شوه، له کتابه به مې کرکه وشوه، کتاب به مې بند کړ، او ليرې به مې غورځار کړ.
بيا به سوچونو په مخه کړم، د هغې شپې هغه بده واقیعه به مې سترګو ته جګه ودرېدله، په ځان به مې لعنت ووايه، چې ولې مې د هغې په دفاع کې هيڅ هم ونه کړل.
د فکر د مصروف ساتلو له پاره به ټلويزيون ته کښېناستلم، چې لږ مې به پام غلط شي، کوم فلم يا ډرامه به مې کتلو، د ټلويزيون په پرده به ناببره تياره شوه، زما د کور مخامخ کور به د ټلويزيون په تياره کې ښکارېدلی، له کوره د ښځې د ژړا اوازونه راوتل، اخر د ژړا ژغ کوڅې ته را ووت، د ټلويزيون په تياره سکرين کې لکه د انسانانو سايې را ښکاره شوې، يوه ښځه په لڅ سر مخ ته منډې وهي او درې څلور کسان چې په لاسو کې څه ښکارېږي له شا منډې پسې وهي، دوی هغه ښځه راهيساره کړي، يوه تر کوڅيو  او بل تر لاسو کلکه نيولې وي، ښځه لويې لويې نارې وهي، دوی يې د کور خواته بيايي، ښځه ډېر زورونه وهي، چې ځان خلاص کړي، خو هغوی درې تنه وي، او دا يواځي، ځان شي ترې خلاصولای، کورته يې ورسوي، لاسونه وروټړي، يو له جېبه دوسمال را وباسي خوله هم ور وتړي، هغه درې کسان لرګي ورته ونيسي، په وهلو وهلو يې تر مرګه ورسوي. د ټلويزيون ريموټ مې په لاس کې مات شوی وي، ور ولاړ شم، ټلويزيون بند کړم، ګرېوان مې په اوښکو لوند وي، د هغې شپې هغه ټوله واقعه، زما تر مخ يوځل بيا تېره شوې وي، او د هغې شپې په سهار، هغو دريو کسانو خلګو ته وضاحتونه کول، چې زموږ کونډه ورېندار ماسخوتن لېونۍ شوه، له کوره بهر په لڅ سر ووته، موږ بيرته راوستله، په کوټه کې مو بنده کړله، خو چې سهار لمانځه ته را ويښ شولو،  هغې د خدای بدبختې ځان وژلی وو.

اړه*-لنډه کيسه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.