منظور پښتين د وسله والو د يوې ډلې لخوا څارل شوی او ګواښل شوی دی

135
د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي ذکيم خان وزير پخپل فېسبوک ليکلي، چې د خېبر په جمرود کې د قومي عدالت جرګې په ميدان کې د چارو تر پيل وروسته، بېرته د ستنېدو پر مهال منظور پښتين د وسله والو د يوې ډلې لخوا څارل شوی او ګواښل شوی دی.
نوموړي ليکلي: «له ورځو راهیسې ملي مشر منظور احمد پشتین د پنجابي ریاست لخوا تر تعقيب لاندې دی او ځای په ځای کسان ورته ولاړ وي. نن د خېبر د افتتاح نه وروسته په لاره کې څو کسان چې وسلې هم ورسره وې په موږ پسې وو. وروسته بيا څو کسانو د پېښور حيات اباد بنګش مارکېټ سره نږدې په ملي مشر د بريد هڅه وکړه، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګرو لخوا دغه کسان له وسلو سره يو ځای ونيول شول.»
د قومي عدالت جرګې ته د قومونو او بېلابېلو اقشارو د دعوت پر مهال دا څويم ځل دی، چې منظور پښتين څارل شوی او د هغه د وژلو هڅه شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.