!د اکتوبر ۱۱مه؛ د منظور داعیه پیغمبري ده

لیکوال: مولوي رحمت الله اندړ

306
منظور وایې خپل قوم او ولس راویښوي، د غلامي هغه ځنځیرونه ماتوي چې د دوی غاړې ته د وخت جبر وراچولي دي، په خپله خاوره او خپلو وسائلو خپل اختیار غواړي، په خپله خدای ورکړي ځمکه د خپل هویت، حیثیت او وقار غوښتنه کوي.
د خپل قام او ولس د هغو بېوزلو او مظلومو انسانانو د حق غوښتنه کوي چې اولادونه یې د وحشت، بربریت او جبر تورو زندانونو وخوړل، د هغو لاشونو پوښتنه کوي چې هره ورځ یې د کلي شا واخوا پراته وي او هیڅوک یې د مرګ پور پر غاړه نه اخلي، لنډه دا چې د دې خبرې پوښتنه کوي چې ولي هره ورځ پړ هم زه یم او مړ هم زه یم.
منظور دغه غوښتنې او پوښتنې په ډېره سپېڅلتیا، جرئت، متانت او معقولیت په تش لاس د تور او مستبد رژیم مخې ته ږدي. هغه ګواښل کېږي، بندي کېږي، ګل ګل او چنار چنار ملګري یې په دې لاره کې شهیدانېږي، بلکې هره ورځ، هره ګړۍ او هره شېبه یې د سندان او څټک تر منځ تېرېږي.
ځولنې یې لاسونو او پښو ته پرتې دي، څو لیوانو حلقه کړی، خو ځوان رهبر بیا هم خپله خبره ډېره غوڅه او جوته کوي او وایې که په ایټم بم یې هم کښېنوي تر خپل دریځ او داعیې نه تېرېږي.
دغه ځانګړتیا وي د یوه سپېڅلي داعي او یوې سپېڅلې داعیې دي. منظور د خپلې داعیې پر سپېڅلتیا پوخ باور لري، له همدې امله هر ډول کړاونو ته لکه سپر درېږي او ولاړ دی.
سپېڅلې او پیغمبري داعیه تل د الله تعالی او مظلومو مؤمنانو په مرسته تکیه کوي، پر خپل مظلومیت له هیچا سره معامله نه کوي.
منظور له هیڅ چارواکې او هیڅ مقام سره د بندو دروازو شاته نه کېنې، نه د کومې استخباراتي کړۍ په دام کې ځان بندوي، نه د شخصي ګټو او منصب لپاره په قوم او ولس سودا کوي او نه د نیابتي ډلو ټپلو په څېر د اسلام او جهاد په تشو نارو او پردۍ فتوا ولس تېرباسي او نه په پردي ټوپک خپل ولس ته د ازادي او فتح زیري ورکوي، بلکې ولس را ویښوي، خلکو ته شعور ورکوي، په یوه ژوندي او بااحساسه ملت یې بدلوي چې هر فرد یې د خپلو وسائلو، خپل اختیار، حیثیت او وقار غوښتونکی شي.
نور ملتونه استخباراتي ملایان او استخباراتي مدرسي نه لري چې د قوم او ولس د ویښتابه او شعور هره چیغه بې دیني وګڼي، له قوم سره مینه ګناه وبولي، ملتپالنه، د ملت را ویښول، د کرایې او استخباراتي ملا له لومې یې خلاصول کفر وګڼي.
نور ملتونه او قومونه علماء لري، د دین په روح او حقیقت خبر دي، هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره روان دي، هغوی د خپل خیل، قوم او ملت ژغورنه او ګټې لومړیتوب ګڼي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل ولس، خلکو او وطن سره مینه کړي، بلکې د ټول بشریت ژغورنه یې له خپل خیل، قوم او قبیلې پیل کړي، ستر ذات داسې امر ورته وکړی دی:
« وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ» (۱) او خپلو نږدي خپلوانو ته خبر ورکړه.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه، ایا دا هم تعصب دی چې سړی له خپل قوم سره مینه ولري؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« لَا، وَلَكِنْ مِنَ الْعَصَبِيَّةِ أَنْ يَنْصُرَ الرَّجُلُ قَوْمَهُ عَلَى الظُّلْمِ»(۲) نه، تعصب دا دی چې یو سړی په ظلم کې له خپل قوم سره مرسته وکړي.
دا عصبیت او قومیت نه دی چې سړی د خپل قوم او ولس لپاره د هغوی د حقوقو غوښتنه وکړي او پر خپل قوم د ظلم، تېري او وحشت پوښتنه وکړي، بلکې د خپل مظلوم او بېوزله ورور اوښکې پاکول او د ظالم له ظلمه یې خلاصول ستر جهاد دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل وطن او ټاټوبې سره څومره مینه کړي!
مکه مکرمه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاپوړو ښار دی، څنګه یې مخاطب کړی!:
«ما أَطْيَبَكِ مِن بلدٍ ! وأَحَبَّكِ إليَّ ! ولولا أن قومي أَخْرَجُونِي منكِ ما سَكَنْتُ غيرَكِ»(۳)
“ته څومره پاک ښار یې! او څومره پر ما ګران یې! که خپل قوم مې له تا څخه ونه باسي، له تا پرته په بل ښار کې نه اوسېږم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم مشرکینو مجبور کړ چې خپل وطن پرېږدي او مدیني منوري ته هجرت وکړي، خو بیا هم د خپل وطن مینه ورسره مله پاتې شي، فرمایې:
«اللهم حبب إلينا المدينة كحبنا لمكة أو أشد»(۴)
“اې الله! د مکي په څېر مو له مدیني سره هم مینه پیدا کړه او یا تر هغې زیاته.
له خپل وطن سره مینه طبیعي ده، هر انسان له خپل ټاټوبې سره مینه لري.
وطن ستا تشخص او پېژندګلوي ده، ستا هویت، درنښت او حیثیت دی، که بې وطنه یې، نه ته او نه ستا خبره ارزښت لري.
دلته د وطنپالنې، ملتپالنې، له خپلو خلکو او ولس سره د میني، ویښتابه او شعور چیغه هغو خلکو ناروا بللي چې ولس یې له ځان سره د دین په نامه تسخیر کړی دی او هغه تش په نامه ملتپال ګوندونه یې مخالفت کوي چې ولس یې د ملتپالنې په تشو نارو اوږده موده تېر ایستلي او ګرو کړی دی.
د اکتوبر یولسمه نېټه رارسېږي، ملنګ رهبر ناسته، ملاسته، خوب، راحت او استراحت په ځان حرام کړي او لګیا دی کور په کور کلي په کلي ګرځي د خپل ولس د زګېرویو، کړاونو او دردونو کیسې، د خپل وطن د وسائلو او مسائلو کره او بشپړ مالومات راټولوي، د پښتنو د هر مشر په حجره کې یې ګونډه ماته کړي او د دې ورځې د اهمیت په اړه خبره ورته کوي.
منظور وایې چې په دې ولس او ملت ستره غمیزه تېره شوي، خو له هیچا سره یې کره او بشپړ مالومات نه شته.
هغه وایې زموږ غمېزه یواځې دا نه ده چې پلرونه، ترونه، وروڼه، زامن او ورېرونه مو لاپته دي، بلکې دلته جبر، ظلم او ستم داسې اوج ته رسیدلی چې نه مو سر او نه مو مال او نه مو وقار خوندي دي او زموږ له دې ټولو ستونزو او کړاونو نړۍ وال څه چې، خپل وګړې هم په سم ډول خبر نه دي.
د منظور هره چاره پر شفافیت او سپېڅلتیا ولاړه ده، هغه وایې چې هر ملت د مبارزې او خوځښت لپاره یوه داسې ملي روایت او نریټیف ته اړتیا لري چې خپل او پردې پري قناعت وکړي او د هیچا په زړه کې شک پاتې نه شي.
له همدې امله د خپل ولس له کړاو، درد او مظلومیت څخه یوه داسې ملي داعیه او ملي روایت جوړوي چې د دې ستر پښتون ملت هر وګړی یې بدرګه کړي او په دې لاره کې هر ډول قرباني ته تیار شي، ځکه مظلومیت د بشریت او په تېره بیا د اسلام په تاریخ کې تر ټولو ستره داعیه ده چې هر انسان ته د ظالم پر وړاندې د کلک درېدلو او مقاومت اجازه ورکوي او الله تعالی تل د مظلوم ملګرتیا کوي.
ستر ذات خپل استازي او د هغه ملګرو ته هغه وخت د وسله والي مبارزې اجازه ورکړه چې کله د دوی پر وړاندې د قریشو ظلم، تېری او تجاوز له زغمه وووت او ورته ویې فرمایل:
«أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ»(۵)
هغو مؤمنانو ته چې جګړه پرې تپل شوي، د جګړې اجازه وشوه، ځکه چې پر دوی ظلم شوی دی او یقیناً الله تعالی له دوی سره پر مرسته کولو قادر دی.
منظور د اکتوبر په یولسمه د مظلومیت دغه روایت ستاسې ټولو پښتنو مخې ته ږدي او له تاسې غواړي چې اوس د خپل مظلومیت پوښتنه کوئ کنه؟ په خپله خاوره، وسائلو او شتمنیو خپل اختیار غواړئ او که د یوه جابر ریاست په تمه کېنئ؟
لنډه دا چې لږ تر لږه د خپل ستر وجود له ټپونو ځان خبروئ کنه؟ د خپل ځان لپاره د ازادي، عزت، حیثیت او درنښت ژوند غواړئ او که لا هم د غلامۍ تور ځنځیر پر غاړه وړئ؟
پښتون ملته!
ستا د ژغورنې لپاره نه ځانګړۍ پیغمبر راځي او نه ستا د ژغورنې او هوساینې ذمه واري چا اخیستي ده.
تر څو به ته رټل کېږي، شړل کېږي، شکنجه کېږي، بندي کېږي، لاپته کېږي او وژل کېږي!
ترڅو به ستا په سر سودا روانه وي!
ترڅو به ته د نیابتي جګړې په مارکیټ کې د تورو خاورو په بیه پلورل کېږي!
تر څو به ته په پردۍ جګړه کې د جهاد او ازادۍ په نامه قرباني یې!
تر څو به ته د دین او اسلام په نامه استخباراتي ملا تسخیر کړی یې!
تر څو به پر تا د ترهګر ټاپې لګېږي!
تر څو به ستا په خلاف جګړه روانه وي، ستا پر اسلام به شک کېږي او تر څو به ته بې وطنه، بې کفنه، بې هویته او بې ارزښته یې!!!
د اکتوبر یوولسمه ستا لپاره برخلیک ټاکونکي ورځ ده، داسې ورځ ده چې ته خپل برخلیک په خپله ټاکي، هیڅوک، هیڅ شی پر تا نه تحمیلوي، ته د خپل ځان په اړه په خپله پرېکړه کوي، د خپل ستر وجود پوښتنه کوي او د خپل حق غوښتنه کوي.
پاڅه!
په هره توره شپه کې روڼ سبا نغښتی، په هره سختۍ پسې اسانتیا راځي او هر غم، مصیبت او درد پای لري.
پاڅه!
د خپل درد او کړاو کسیه وکړه، ستا د درد هره کیسه روایت دی. ستا د مظلومیت له هره داستانه نرټیف جوړېږي.
پاڅه! خپل تاریخ په خپله ولیکه.
پاڅه! ستا له پاڅېدلو پاڅون جوړېږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ـ د الشعراء سورت، (۲۱۴) آیة.
۲ـ احمد او ابن ماجه روایت کړی دی.
۳ـ ترمذي روایت کړی دی، د حدیث شمېره: (۳۶۲۹).
۴ـ بخاري روایت کړي، د حدیث شمېره: (۵۶۷۷).
۵ـ د الحج سورت، (۳۹) آیة.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.