د افغانستان د وروسته پاتې کیدو پټ عوامل

داکتر تاج الدین ملت مل

177

د افغانستان د وروسته پاتې کیدو پټ عوامل

(بی ځایه ویري)

ویره یو طبعی شی دی چې د مشخصو شیانو او حالاتو نه باید هر انسان او حیوان ویره ولری، او د ځان نه د دفاع لپاره د هغی یروونکې څیز نه ډډه او مخنیوی وکړی.  بدبختانه موږ افغانان دغه ویروو بیا د ژوند په مختلفو اړخونو کې د زیاتو ستونزو سره مخ کړي یوو.  اکثرا موږ د هغه شی نه چې باید و نه ډار شوو، ډاریږو او د هغه شی نه چې باید وډار شو، نه ډاریږو.  دغی غلطی ویری زموږ ټولنه په مختلفو برخو یا اړخونو کې فلج کړی ده، چی دی ته مضر احتیاط هم ویلای شوو.

د غلطی ویری څو مثالونه تاسو سره شریکووم.  هیله ده دغه د ټولنې تباه کوونکې عواملو د مخنیوی په غرض دا لیکنه عامه او پراخه شریکه کړي.  پدی لیکنه کی د فوبییا کلمه استعمال شویی ده چی دا د غلطی یری لپاره یو خاص لغت دی.

۱–  اسلام فوبیا:  ( د کفر د ټاپې نه یره):   دغې غلطی یری موږ هر یو تل ډارکړی یوو او دپردی پالو او بی منطقه ملایانو غلام کړی یوو.  افغانان الحمد الله مسلمانان او په نړۍ کی د هر چا نه پاک ، سوچه او صادق مسلمانان دي.

۲–  سیاست فوبیا:  ( د سیاست نه ویره) اکثریت افغانان بیلدی چې پوه شي د سیاست نه کرکه کوي.  او دا د دشمن هغه توطه ده چې زموږ د سیاسې انسجام مخه یی نیولې ده.   د نورو د خراب سییاست په خاطر موږ باید سیاست سم وکړو، نه دا چی د سیاست مخالفت وکړو.  په دنیا کی د انسانانو تر منځ د معاملاتو لپاره دوه لاري دي، یا سیاست دی یا ټوپک.  چی سیاست یی مدنی لاره ده او ټوپک یی غیر مدنی او غیر اخلاقی لاره ده. هغه څوک چی سیاست نفی کوی، په حقیقت کی په ارادی یا غیر ارادی توګه د ټوپک د وسیلی پلوی کوی.

۳–  تشکیلات فوبیا:  اکثریت افغانان مبارزه کوي خو په تشکیلاتو او سیاسی دسپلین باور نه لري، او غواړی چې په یوازی ځان د فوټبال لوبه وکړي.  یو شمیر خلک فکر کوي، چې که زه واک ونیسم هر څه به سم شی!  چې دا د خندا وړ یوه ذهنې ناروغی ده.

۴ – مسؤلیت فوبیا:  یعنې دا کار ښه دی، خو بل څوک دی وکړی.  په هر شی کې نظر ورکوی او ورکولای یی شی، اما د هماغه کار چې دی یی سم او ضرور بولی، د هغی په سر ته رسولو کې عملا ونډه نه اخلې.  دا بی مسؤلی د هغه شخص شخصیت ته سخت ضرر رسوی خو دوي ور ته متوجه نه وي.

۵   ملامت فوبیا:  یعنې د یو کار د خرابیدو ملامتیا تل په نورو خاصتآ خارجیانو، جنګې قوماندانانو او نورو ور اچوو او د خپل مسؤلیتونو نه ځان نا خبر نیسو.

۶    نا پوهه فوبیا:  زیاتر خلک د هری تخصصی موضوع په اړه و لو که د هغی مسلک هم نه وی نظر ورکوي.  دوي فکر کوي چې که زه نظر ور نکړم ، نو خلکو ته به نا پوه معلوم شم.  دا بد عمل زموږ په ټولنه کې د تخصص د سپکاوی او د متخصص د بیقدری او د خلکو د غلط پوهولو سبب شوی دی.

۷   پوښتنه فوبیا: په یوه موضوع د نه پوهیدو سره سره، پوښتنه کول موږ ته شرم ښکاری.  که متوجه شوی یاست اکثره وخت موږ سره پوښتنه وی خو د پوښتنې کولو جرأت نه کوو.  خو چې کله بیا یو بل کس هماغه پوښتنه وکړی، موږ هم په خوشحالې او علاقه مندی د هغی جواب ته متوجه کیږو.  د همدی ویری له کبله موږ ډیري خبري پداسی حال کې منو  او یا یی ردوو چې لا اصلا” پری پوه هم نه یوو.

۸ – بدلون یا اصلاح فوبیا:  د غلطی سره سره په خپل نظر او عمل کې بدلون راوړل را ته شرم ښکاری.   ډیر ځله موږ پدی پوهول کیږو چې زموږ دریز صحیح ندی.  په زړه کې دا خبره منو هم خو د خلکو د شرم نه په خپل غلطه خبره او دریز لا هم ټینګار کوو.

۹  بی غیرت فوبیا:  په غلط کار ټینګار چې خلکو ته بی غیرته معلوم نشم.  ډیر ځل داسی کیږی چې موږ په یو غلط رواج او یا عادت ټینګار کوو تر څو بی غیرته و نه ګڼل شوو.  د مثال په ډول د خور برخه ورکول د اسلام له نظره منو خو ځکه یی نه ورکوو چې بیا به خلک را ته بی غیرته ووایی. یا د خپلی لور او خور نه د هغه د میړه کولو په اړه پوښتنه کول موږ ته بیغیرتی ښکاری.

۱۰  خلک فوبیا: د دی نه ویره چې خلک به څه وایی:  زیات وخت داسی کیږی چې موږ روا او سم کارونه د دی لپاره نه کوو چې د ټولنې خلک چې د هغی د پوهی استعداد نه لری او هغه غلط او په غلطی نا مناسب بولې، نو موږ د خلکو له ویری زیات داسی کارونه کوو یا نه کوو چې اصلا” دا د خلکو حق ندی چې پری قضاوت وکړی.  د مثال په ډول خپل لور ته د خاوند په انتخاب کې حق نه ورکوو ځکه چې خلک به څه وایی. یا خپل ښځې، مور او خور ته سلام نه ورکوو، ځکه چې خلک به څه وایی.

۱۱ – ځان ښوودنه فوبیا :  اکثره خلکو ته د خپل استعدادونو او لاس ته راوړنوو په اړه نورو ته ویل شرم ښکاري، او داسی فکر کوي چی که زه د خپل لاس ته راړوړنوو یا خبلي پوهی په اړه خبري وکړم، خلک به وایی چی دی ځان ښایی.  دا درسته خبره نده،  یو څه لاس ته راوړلو یا یوځای ته د رسیدلوپه خاطر موږ ډیر زیات زحمت باسو، نو باید خلک پدی پوه کړو چې زه یو زحمت کښ او پوه انسان یم چې داسی کارونه می کړي دي، یا داسی مقامونو ته رسیدلای یم.  که تاسو خلکو ته و نه وایی، هغوي به څنګه پوه شی چی تاسو داسی یو پوه او زحمت کښ انسان یاست.

هیله ده چې د دغو موضوعاتو په پوهیدو او خلکو سره د شریکولو له لاری د خپل ټولنې په سمونه او پرمختګ کی خپل مسؤلیتونه ادا او خپل خلک دا شان منفی عادتونو ته متوجه کړو، تر څو یی مخه ونیولای شوو.

ویاړم چې زما لیکني تل د ټولني عام ضرورتونو ته متوجه وي.  او خوښ یم چې په دی برخه کی می خپل مسؤلیتونه هم پیژندلي او هم می په با مسؤلیته توګه تر سره کړي دي.  چی دا لیکنه یی یوه نمونه بللی شوو.

 په درنښت

د سپتمبر ۲۲/ ۲۰۲۴ ز کال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.