د ټکنالوجیکو نوښتونو مشهور کاروباري اېلن مسک وايي پلان یې دا دی چې خپلې پيسې مریخ ته د انسانانو رسولو او د اګاهۍ رڼا ژوندۍ ساتلو لپاره وکاروي.
هغه پر خپله اېکسپاڼه یو لیکنه شریکه کړې چې په کې ویل شوي: «اېلن مسک به د نړۍ لومړی تریلیونر شي او ویلي یې دي “هدف مې دا دی چې انسان مریخ ته ورسوم او د اګاهۍ رڼا ژوندۍ وساتم.”»
مسک د دې پوسټ په شریکولو سره لیکلي “هدف همدا دی.”
څه موده مخکې ځینو اقتصادي پاڼو اټکل کړی و چې اېلن مسک ښايي ۲۰۲۷ز کال کې د نړۍ لومړنی تریلیونر شي.
هغه د ټېسلا برښنايي موټرو، سپېس اېکس فضايي شرکت، اېکس ټولنیزې شبکې او نورو ګڼو نوښتګرو کاروبارونو خاوند دی.
سپېس اېکس لومړنی خصوصي فضايي شرکت دی چې د خپلو ځانګړو توغندیو په مرسته فضا ته ستورمزلي او د هغوی د اړتیا وړ توکي لېږدوي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.