ستر پښتون، ملی مفکراو زعیم، محمد ګل بابا- ۴مه برخه

محمد داؤد مومند

95

  د نامتو ژب پوه، پوهاند داکتر مجاور احمد زیار لیکنه: د نړی هر ولس که د انسانی فرهنګ له مخی، ډیر وروسته پاتی هم وی، یو سرغنه او مشر، یو لارښود او سمونوال لری او دا مشری او سرغندویی، آن تردولتی اداڼی هم رارسیږی چی د قانون په چوکاټ کی، ټبر او ولس د ښیګڼی لپاره هلی ځلی کوی.

بد مرغه ټولنه به هغه وی چی په ټاکلی چاپیریال کی د ځینو لاملونو له کبله له داسی یو لارښود او سرغندویه بی برخی پاتی شی او ورسره پری یو زورواک دولت واک چلوی.

په روانه پیړی کی پښتون ولس، دوه پیاوړی مشران درلودل، په لره پښتونخوا کی پاچا خان (خان عبدالغفار خان) او د افغانستان په موجوده جغرافیه کی مومند بابا (محمد ګل مومند).

دوی هریوه په خپله خپله برخه کی د پښتنو د مشر تابه نقش پرغاړه درلودلی او لکه څنګه چی ښایی په پوره مخسورۍ یی دا دنده او نقش لوبولی دی.

په ښکاره خو داسی بریخی چی د پاچاخان صاحب رول په درنه توګه سیاسی او د مومند بابا په درنه توګه فرهنګی ؤ، خو که په ځیر سره وکتل شی، د دواړو هلو ځلو – ونډو فرهنګی هم وه.

که د پاچاخان د خدایی خدمتګاری غورځنګ د سیاسی ویښتابه توله، یو څه یو څه درنه وه، خو د فرهنګی برخی توله یی هم دومره سپکه نه وه، خو د مومند بابا او بیا په ځانګړی توګه د پښتو ژبی ملی غورځنګ خو تاریخ او هر پښتانه بچی ته څرګنده ده.

مومند بابا له امانی، بیا نادرخانی او د ظاهر خانی دوری پوری، یو پیاوړی سیاسی، فرهنګی او پوځی بولندوی پاتی شوی او په همدا واک او ځواک یی، پښتو ژبه د یوه ملی پیژند نښی او سمبول په توګه، پر افغانی حکومت او دولت منلی او هغه یی له نورو نړیوالو ژبو سره د سیالۍ، جوګه کړه.

د مومند بابا له نامه سره، یوه داسی پرتمینه پښتنی تاریخی څیره سترګو ته نیغه دریږی چی د پښتنی، یا په بله وینا، افغانی فرهنګ وروستی اویا کلن (اوس مهاله تقریبا سل کلن – تایپست) څپرکی، ورسره نه شلیدونکی اړیکی لری.

مومند بابا له ټولنیزعام نړیوال دیمکراتیک دود سره د «ډیرخت» آر او اصل پربنسټ د افغانی ټولنی ملی وکړ (هویت) په پښتنی ډیرخت کی لیده او پرهمدی بنسټ یی، پښتو او پښتونواله او پښتون او بیا په ټینګه او څپیڅلی خو پراخ لیده، اسلامی ګروهه ددی ملی وکړ او هویت تاکنده پیژند نښی ګڼلی.

د دی دیمکراتیک، عادلانه او منصفانه آر، له مخی ورته ټولنیز افغانی کلتور له پښتنی فرهنګ (هڅابه) پرته نور څه کیدای نشو.

د دی لیاری انګیزه:

روایت دی چی مومند بابا په کوچنیتوب کی له پلار سره شینوارو ته تللی ؤ، د ده شینواری ما ما ګانو ورته پیغور ورکړی وه چی ولی یی خپله ژبه نده زده؟

هماغه وه چی کابل ته د ستنیدو سره یی د پښتو ژبی زده کړی ته ملا و تړله او دومره په کی پرمخ ولاړ چی ټول برخه لیک یی ور تړغاړی شو او ټول اندو ژوند یی ورته وقف کړ.

زما په اند په ترکیه کی یی پوځی تحصیلی هستوګه ددی لیاری تر هر څه ستره انګیزه وه.

ده، له نږدی څخه د مصطفی کمال اتاتورک، فرهنګی سمونواله (ریفورم) لیدلی ؤ، چی څنګه یی خپل تورکی ولس او ترکی ژبه له عربی او غربی، اغیزو څخه آزادوله او څنګه یی لدی لیاری د یوی نوی او پرځان متکی، ترکی بنسټ پخولو ته مټی او لاسونه رانغښتی وی.

او په زړه پوری بیا داچی، په توره سقوی دوره کی یی د ایران د هستوګنی نه هم، څه ډیر څه زده کړل. هغه مهال ایران غوښتل چی د ترکیی په تقلید، د خپلی پارسی ژبی په سپیڅلتیا او پیاوړتیا، خپل ځانګړی ملی هویت څرګند کړی.

مومند بابا د سقویانو نه د خلاصون او نجات په جګړه کی د یوه پاخه پوځی جنرال په توګه، داسی غوڅ نقش ولوباوه  چی د نادرخان او د هغه ورونو، تش په نامه خپل شبږم ورور وګاڼه. (پداسی حال کی چی شاه محمود خان صدراعظم د شوری په اوومه دوره کی میر غلام غبار ته د وکالت رأی ورکړه او ټول چبی او انقلابی عناصرو لکه فقید محمودی او نورو په آسانی سره شوری ته لیار بیدا کړه  ولی مومند بابا، شوری ته د انتخاب په کلکه مخنیوی وشو، همدا راز د مومند بابا په جنازه او فاتحه کی مارشال شاه ولی خان او سردار ولی له ګډون څخه خان وژغوره – تایپست)

مومند بابا لمړی د کندهار تنظمیه مشر شو، او بیا د کورنیو چارو وزارت تر څنګه د شمالی ولایاتو تنظیمیه مشری تر لاسه کړه چی د (ترکستان) د (افغانی کولو) پلان ورسره غوټه ؤ.

مومند بابا د قطغن او بدخشان د یوه تکړه نائب الحکومه شیرخان خروټی او داسی نورو همکارانو په مرسته وکړای شو، چی په څو کلونو کی ترکی او افغانی توکم سره داسی مدغم کړل چی بیا چا د (د ترکستان او پان ترکانیزم) نوم، هومره هم وانخست.

له تازه دمو میښتو پښتنو، هزاره وو، پشه یانو. بلوڅو او د جنوبی افغانستان نورو اقوامو او ټبرونو سره د ترکستان شاړی دولتی جبی پرشولګرو او غنمګرو، پټو او د میوو په پالیزونو بدلی شوی او لدی سره سره، زموږ پیاوړی سمونوال مومند بابا په هغه نا افغانی سیمو کی د افغانی ورورولۍ داسی ډیوه روښانه کړه چی دا دی نن سبا په کی د تورک او تاجک، مغول او پښتون توپیر په آسانه کیدای نشی په دی مفهوم چی مړی او ژوندی یی سره ګډ دی  او یو د بل پر ژبه، لکه د یوی کورنۍ غړی پوهیږی او یو د بل سره خپلوۍ کوی.

(متأسفانه د ثور د کودتا او مخصوصا د دوهمی سقاوی حکومتونو د استقرار نه وروسته دا ملی او افغانی بافت له مینځه ولاړ او د لوی تاجکستان رمباړی واوریدل شوی – تایپست)

دا تاریخ بیا، په خپله سینه کی خوندی کړیده چی د افغانی ټولنی په هویت ټاکنه کی د لوی مومند بابا، ونډه څومره اغیزمنه وه.

دده په غوښتنه او نوښت، پښتنی ملی اتڼ، او د بیرغ غوندی دری رنګه پښتنی کالی، د افغان د ملی هڅوب (کلتور) د مظاهرو څخه وبلل او ومنل شو.

مومند بابا څه مهال چی د لوی ننګرهار د تنظیمیه مشر په توګه وټاکل شو، نو د ننګرهار و ولس وویل:

راغی ننګرهار ته ننګیالی محمد ګل خان

مومند بابا هم خلکو ته د خوراک، پوشاک، مړی ژوندی او ښو ښو دودونو او رواجونو او بیا د نوی ژوند تبلیغ او لار ښونی کولی، ژبه یی تری زده کوله او ژبه یی ورزده کوله.

د ننګرهار او کونړ خلکو د مومند بابا تر پوهاوۍ دمخه له سابه (سبزیجات) چی د انسان د صحت او رشد خورا مهمه غذایی برخه تشکیلوی، سره دومره خاصه مینه ندرلوده، خو د مومند بابا چی یو تعلیم یافته انسان وه د ارشاداتو په نتیجه کی د سبو یعنی سبزیجاتو  د صحی او هم اقتصادی فوایدو څخه با خبر او مستفید شول.

مومند بابا چی څه وخت به جومات (مسجد) ته ولاړ، ملایانو ته به یی د دینی لارښونو تر څنګ د خلق الله د خدمت هم، ډیر ټینګار کاوه، د طالبانو او چڼیانو اتڼونه یی هم ورسمول او ددی دپاره چی تقلیدی اتڼ یی ورته، په اصلی بنه زده کړی او ملی کړی وی، په خپله به ودرید اوپه اتڼ به یی ورته پیل کړ.

معیاری او کره پښتو

مومند بابا لمړی مخکښ او لار ښونکی او د پښتو ژبی، ژب پوه او لیکوال ؤ چی تر ټولو د د مخه یی د (یوی یوازنۍ کره او نږه پښتو) په لیک دود ټینګار کاوه.

موږ د وزیر بابا، همدی هلو ځلو ته له نویو ژب پو هنیزو، آرونو سره سم پایښت ورکړ او تر هرڅه دمخه مو د (یواځنۍ کره لیکنی) پښتو ربړه را منځ ته کړه.

د پوهنی له پلوه د (منځنی) د پښتو ژبی معیاری ګرځول بیا هم له مومند بابا څخه د فرهنګی میراثٍ په توګه را پاتی دی.

په تیره د (سه – انګریزی ایکس حرف) او (ر- جی انګریزی حرف) په برخه کی سره لدی چی د ویی رغاونی له آرونو سره یی کومه سیستماتتیکه پيژندګلو ندرلوده، خو ډیری لری رغاونی یی له ویی رغاونی سره ناباندی وو، لکه تکرست (ورزش)  توپن (نری) توبنوی ، تبنی (سیاح) …. هڅوب «کلتور»  له بیلا بیلو ټکو (ه، ح، و، ب) څخه رغولی ورته انګریزی بریشی.

(د انګریزی کلماتو د کاپی کولو نه د خپلی بیسوادۍ له امله معذرت غواړم. تایپست)

د مومند بابا د هلو ځلو په برخه کی (د پښتو لیار) او (پشتو سیند) د نوی علمی ژوند له ګټورو پیلامو څخه بلل کیږی. ( مومند بابا، په وروسته کلونو کی د ( سیند ) کتاب متعلق به ویل چی «سیند اوس د سیند د غرزولو دی- تایپست)

د مومند بابا د نا پایه هلو ځلو – او بریاوی سره بر۱۳۱۶ ( ۱۹۳۷) کال د هیواد د ملی او رسمی (ډیره کۍ) ژبی په توګه د پښتو رسمی کیدل پیل کیږی او پښتو ژبو سیمو کی د دفتری، مطبوعاتی او تعلیمی ژبی په توګه د پښتو دود کیدنه د همدو هلو ځلو له نتائجو څخه شمیرل کیږی.

په راډیو، ورځپاڼو او نورو ټولنیزو مطبوعاتو اوعلمی خپرونو لکه (آریانا دائرة المعارف او جغرافیایی قاموس) کی د پښتو ژبی ورګډیدل او ځای ورکول د مومند بابا له نامه سره ټينګ تړون لری.

پر پښتو ټولنی سر بیره یی په تاریخ ټولنه کی او نورو علمی او تحقیقی څانګو کی د پښتو ژبی ونډه هم همداسی درواخله.

مومند بابا ۱۳۴۳ ( ۱۹۶۴ ) اساسی قانون په ارتباط له ایبکو څخه اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته تیلفون وکړ او هغه سره یی د پښتو ژبی د ملی او رسمی کولو په اړه د اعلیحضرت محمد نادر شاه وعده ور په یاد کړه.

پادشاه ورته وویل:(چی په همدی منظورمی په کمسیون کی پښتانه پوهان لکه سید شمس الدین مجروح، محمد موسی شفیق او ډاکترعبدالصمد حامد او داسی نور ورګمارلی دی.)

مومند بابا ورته وویل: (دا یوهم نه پيژنم.)

هماغه وه چی په نوموړی اساسی قانون کی، د دری ژبی سره، بر سیره د رسمی ژبی په حیث، او په یوه ځانګړی ماده کی د (ملی یعنی اکثریت) ژبی په توګه وپیژندل شوه.

(د یادونی وړ ده چی دا مهمه ماده د سردار صاحب داؤد خان او بعدی نورو اساسی قوانینو کی، د ستمی او ملی ضد عناصرو لکه سید مخدوم رهین په تحریک او تخریب حذف شوه- تایپست.)

ماشت دوه وروسته دا فرهنګیالی ستر پښتون مشر د تل لپاره له نړۍ څخه سترګی پټی کړی.

یاد دی یی تلپاتی وی.

پاتی به پنځمه برخه کی

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل مومند/ ۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.