هنرستان د اوسني دور ګلستان

مهراب الدین ناصري

171

که رښتیا خبره شي د هر انسان پیدا کېدل دا خپله هنر دی او دا هنر بیا کم ساری دی ځکه هر انسان په خپل موجودیت کې هنر زېږوي، خو د هېچا بیا دې برخې ته پام نه دی چې خدای (ج) په خپل مخلوقاتو کې له څومره هنر څخه کار اخیستی او هر څه يې په هنر پیدا او جوړ کړي دي، چې د نړۍ هر رسام، نقاش او لیکوال یې په لیکلو ستړی کېږي. ښایي په دې خبره تاسې را سره موافق اوسئ، چې هر هنر په خپل ځان کې هنر ته اړتیا لري چې په حرکت یې راولي او په قالب کې یې برابر کړي. د هنرستان په لیکلو کې هم له هنر څخه پوره کار اخیستل شوی او داسې یو کتاب ترې جوړ شوی چې هر لوستونکی له ډېرو مبهمو موضوعاتو څخه خبروي، موضوعات یې داسې اوډل شوي چې لوستونکی له ځان سره ساتي.
معمولاً د هر کتاب لوستل په خپل ځان کې لوستونکي ته ډېر څه په زړه پرېږدي او یو هنر ته یې پام اړوي، لکه هنرستان چې په خپل منځپانګه کې داسې ‌‌څه رانغاړلي چې لوستونکی نور هم په خپل عشق کې ډوبوي.
که مو ناولونو ته پام کړی وي لوستونکی له ځان سره ساتي او نورو برخو ته یې تلوسه زیاته وي. دا کتاب هم کټ مټ هغه ناولونو ته ورته دی.
د دې کتاب په لیکلو کې له پوره مطالعې، هنر او دقت څخه کار اخیستل شوی او په یو منظم پلان په دې کتاب کار شوی چې نتیجه یې زموږ او ستاسې مخته پرته ده، هره برخه یې په پوره مهارت او هنر سره ترتیب شوې، موضوعات داسې سره اوډل شوي چې د لوستونکي لپاره جالب دي او نوی څيز ترې زده کوي، په دې کتاب کې له بېلابېلو ادرسونو څخه معلومات راټول شوي، چې د محتوا د کیفیت په برخه کې خپل رول لوبولی. په اوسني شرایطو کې دا ډول کتاب لیکل لوی کمال دی، چې هر څوک دا کار نه شي تر سره کولی او نه هم دومره پراخه مطالعه ورته تر سره کولی شي.
په هنرستان کې ډېری نوي موضوعات راسپړل شوي او په نوې بڼه ترتیب شوي دي، چې د لیکوال په پوره هنر او زکاوت دلالت کوي، هنرستان په خپل ځان کې دا وړتیا لري چې خپل هنر په خلکو کې وپاشي او عام یې کړي همدا راز ووایي چې هنر د ژوند تر ټولو مهم څیز دی.
هنرستان په خپل ځان کې دا وړتیا هم لري چې خلکو ته ور زده کړي چې هنر یانې څه؟
زه باوري یم هر لوستونکی چې دا کتاب ولولي نو د هنر په برخه کې به ولي وي، خو که ولي نه وي نو زه مطئین یم خالي به هم نه وي، حتمن به يې په ذهن کې د هنر هغه نېغې خبرې او جالب کمالات په ذهن کې را څرخي چې ده باندې د مطالعې په دوران کې تر سترګو شوي، زه یې مثال درته وړاندې کوم!
هره موضوع چې په دې کتاب کې وګورې او وې ولولې نو هرو مرو به په هغې موضوع کې د بېلابېلو لیکوالانو مقالې او لیکنې را وړل شوې وي، چې دا په خپل ذات کې د محتوا د پیاوړتیا په برخه کې ډېره مرسته کوي او د لوستونکي لپاره یو ثبوت هم کېدلی شي چې په حقیقت ولاړه ده دا موضوع.
که څوک غواړي چې هنر زده کړي او هنر په خلکو کې عام کړي او یا هم خپل هنر خلکو ته ور زده کړي، د هنرستان لوستل ورته ضرور دي چې وې لولي او د هنرستان له بېلابېلو طریقو څخه استفاده وکړي او خپل هنر ته په کې لوستونکي او یا هم څارونکي پیدا کړي، زه د یو لوستونکي په صفت وړاندیز کوم چې د هنرستان څخه دې الهام واخیستل شي او د هنر په اړه دې کورسونه او سیمینارونه دایر شي تر څو خلکو ته روښانه شي چې هنر زموږ ژوند پورې تړلی تار دی، بېلېدل ترې نه کېږي او که بېلېږي هم! دا هم هنر غواړي چې په کومه طریقه ترې بېل شي چې دا خپله د هنر په برخه کې راځي.
یوه خبره چې هېره مې نه شي د دې کتاب د لیکلو په برخه کې چې له لیکوال سره چا همکاري کړې، کار یې کړی، زحمت یې اېستلی؛ په پوره ایماندارۍ اوږه ورکړې؛ مننه ترې کوم او خدای تعالی دې د ښې عمل تله ور درنه کړي.
درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.