مقدسې جگړې آیا آسانه او ژر پای لري؟

محمدآ صف ننګ

365

مقدسې جگړې Holy Wars آیا آسانه او ژر پای لري؟

#دمقاومت_ډلې او هم اسرائیل دغه جگړې تقدسي جگړې بولي، معنا دا چې تکتیکي جنگ ندی او نه هم هومره د استیلا طلبي جگړې دي څومره چې د قناعتونو جگړې دي، ځکه نو نهایي هدف ته تر رسیدو پوري ادامه مومي، او طبعاً لمن به یی پراخیژي او سلسله به یی اوږدیږي، ایران یې د صهیونیزم په وړاندي د امت د عزت جنگ بولي…! یعنی دا د دولتونو نه بلکې د «امت او د عقیدې» جنگ دی!
#په_تبلیغاتي_او_ذهني_لحاظ د جگړي برلاسه طرف پدې بریالی شوی چې د مقابل طرف ملاتړې سره وویشي او صفوف یې پراگنده کړي، مثلا:
• عربي هېوادونه دغه جگړه د ایران او د دوی د نیابتي ډلو (حماس، حوثیان، حزب الله او سپاه) جگړه بولي ځکه خو پکې د عربي هېوادونو علاقمندي او ښکېلتوب کمرنگ دی
•پخپله په لبنان، فلسطین، ایران او یمن کې اړوند ولسونه هم پدې جنگ کې ځانونه د جگړو قربانیان او دغو ذکر شویو ډلو د ناسنجیده ټکر قرباني بولي، ځکه خو د جگړو د فداکارو په صفوفو کې ندې دریدلي…چې دا د برلاسه طرف او د ملاتړو یی د تبلیغاتي کارزار او د رواني جگړې برلاسي ثابتوي او د مظلوم شویو مظلومانو د مظلومیت انتها برجسته کوي!
د ایران څو مسئلې او څو احتماله: 
• مشکله ده چې ایران د اسلامي امت د رهبرۍ مخکښ شي، یو خو عرب ندی نو د عربو د مشرتابه نقش ته نشي راتللی، بلخوا په روان بحران کې د تسنن استازیتوب هم نشي کولی، غالباً دغه روان جنگ عربي جنگ او په تاریخي لحاظ غالباً د تسنن له فاز چلیدلی، له ایران سره د روان مقاومت پیوند پخپله د فلسطین مقاومت د خپلو اصلي ولسونو او د تسنن د حوزې له بین الامتي ملاتړ بې برخې کړی..!
• ایران په همدغه وخت کې د دوه میلیون افغان مهاجرو د جبري ایستلو یو انقلابي جریان پيل کړی، دې کار د ایران په هکله د اسلامي امت د یوې سترې کتلې سمپتي او زړه سوی له لاسه ورکړې، پوهیژو چې د مقاومت د محور د مهاجرو څپې را روانې دي او کمزوری ایران د ټولو تاب نلري!!
•عربي هېوادونه چې تر پرون پوري، په فلسطین او نورو هېوادونو کې، د اسلامپالو ډلو حمایوي عقبه بلل کېده ناممکنه ده چې د روان جنگ په ملاتړ دایران تر چتر لاندې په «نیابتي رول» یا «پراکسي نقش» کې شامل شي، معنا دا چې عجالتاً ایران د اسرائیل په وړاندې عربي نړۍ (او اسلامي امت) تر خپل انسجام لاندې نشي راوستلی.
•ایراني رژیم په کور د ننه د محبوبیت په تر ټولو ټېټې کچي کې واقع دی، عام ولس روان جنگ ته د آخوندې رژیم جگړې وایې، چې اکثراً یې ناسنجیده او د ایران او سیمې لپاره ضرري بولي!
• د نړۍ اغلب وگړې د نتنیاهو لخوا روانه انسان وژنه او بشري جنایتونه د دې عصر د تر ټولو نامقدس جنگ نمونه او د زور د استعمال تر ټولو ناجایزه وسیله بولي چې ټول بشرپالونکې بې طرفه جریانونه یې د جزا په نړیوال دیوان کې د ثبتید‌و غوښتونکي دي؛ خو د دې وحشي هیولا خولې ته چا دغه مظلوم ولسونه او کمزوري حرکتونه ورټېله کړل؟ آیا دا د بدې او ناعاقبت اندیشه لوبي تحرکات د بیاکتنې او تحلیل وړ ندي؟ آیا مطلوبې نتیجې ته د رسیدو لپاره کولی شو چې د دې لوی کړکیچ علت او معلول له خپل تحقیق وباسو؟!
• دا چې اسلامي امت! به پدې ضعیفه اوضاع کې، د دولتي اختلافاتو باوجود، د سیاسي کشمکشونو، اقتصادي ناتوانيو او د نظامي قدرت په نا انډوله وضعیت کې څنگه وکولی شي اسرائیل د ځمکي له نقشي حذف کړې ناممکنه دی، اولاً دغه شعار او شعور څوک او څنگه دیکته کوي زه یې په منطق نپوهیژم…! آیا هغه «امت خانه» چې زما پر وږي مهاجر وچه ډوډۍ منع کوي، جبراً یې له خاورې باسي او برعلاوه په کور د ننه له خپلو وگړو سره په مختلفو دلیلونو د تضاد او تصادم جبهه او درگیرۍ لري، اقتصادي ضعف او رکود یې عملاً په جدي چالش ورته تبدیل شوی څنگه به دغه داعیه تر ثمر رسوي؟! او نور څومره کلونه به پر دغو کمزورو مستضعفه ډلو خپله لوبه له بې رحمه ښامار سره پر مخ وړي؟! آیا ټول ملگري وطنونه به د غزه، یمن او بیروت تر سرنوشت رسیږي؟!
•د جگړو له دوام سره به ایران بالاخره د درگیرو ډلو او ملگرو هېوادونو د پناه گاه، معنوی ملاتړې، د علاج او مهاجرت په مسکن تبدیل شي، پر اساسي تاسیساتو د اسرائیل او نړیوال ائتلاف له ځپونکو گوزارونو سره به سخت منزوی او بې وسه شي، عملاً به له نیابتي ډلو د نظامي ملاتړ او انتقام سوژه او انگیزه له لاسه ورکوي، د رژیم او اقتدار د بقا لومړیتوب به یې په کمزوري موقف کې واقع کړې، سیاسي «تقیه» به ورخپله کړې او انډېوالان به یې له زرور غلیم سره تاواني انعطاف ته اړ شي…!
اما د اسرائیل اړخ ته احتمالات:
*. مطمئن یم چې د بشري ضد دغه زبېښاکه څپه معکوسه نتیجه ورته لري خو په ظاهره د ځمکني پرمختگ په صورت کې به:
• د خپل قوتونو له انتشار سره مواجه کیږي، لدې سره یې موجوده کنترولي تمرکز لازیات مغلق او پراخ کیږي، د ځمکنې جنگ په سبب به د لا زیات تلفاتو متقبل کیږي او پدې توگه به یې د سرتیرو رزمي مورال ضربه ویني او رسوا عقب نشینۍ ته به دوباره اړ کیږي، چون د پیاده جنگ تجربه نلري او نه یې ملاتړې ورسره په فرسایشي جنگ کې داخلیدای شي چې پدې صورت کې به یی ترمنځ اختلاف او جلاوالی راځي..
•  د جغرافیایي پرمختگ په نتیجه کې به د عربي هېوادونو تشویش پراخ او نړیوال اعتراض به قویاً راوپارول شي، طبعاً عربي هیوادونه به لازیات منسجم او قاطع موقف ته او نړیوال به له اسرائیلو سره فاصلې ته اړ باسي
•اسرائیل نشي کولی په دوامداره توگه جنگ ته پراختیا ورکړې، د جنگ له اوږدیدو سره به روان «د مقاومت د محور جنگ» د «دولتونو په جنگ» تبدیلیژي، هغه څه چې ایران یي د «طلایي انتظار» ثمره بولي، پدې سره د هېوادونو ترمنځ د منافعو موجوده معادله تغیر خوري، طبعاً لدې سره به مقدس جنگ د منافعو په جنگ او تضاد تبدیلیږي طبعاً قیمت به یي ډیر زیات لوړ او نهایتاً به ټولو اړخونو ته طاقت فرسا وي…که داسي وشي نو به اسرائیل او نور اطراف بیرته صفري وضعیت ته عودت کوي…نو له دومره ویرانۍ، دربدرۍ، آوارگۍ، مصرف او وژنو بیرته د صفر حالت ته رجوع به د چا په گټه وي؟؟
نتیجه
•د پورته تحلیل معنا دا چې روان جنگ قطعاً د بایلونکو جنگ losers wars دی، ناسنجیده، ویرانگر، بی نتیجې او تاواني جنگ…
• آیا د جگړو د تقدس او توجیه لپاره د آسماني کتابونو او فکري ایدیولوژیو د موشیگافانه پلټنې او عمیق بحث وخت ندی رارسیدلی؟!
• جنگ هیڅکله د سولې بدیل ندی، د جگړو جبران، سولې او ثبات ته رسیدل او د زخمونو التیام قطعاً په جگړو، اشغال، وژنو او حذفولو ممکن ندی،
•پر روان بشري ناورین د نړیوالو سازمانونو سکوت او بي تفاوتي د دوی د ضعف او زوال دلیل دی، د دې سازمانونو وجودي فلسفه شدیداً تر سوال لاندې ده باید اصلاح یا تجدیدنظر پرې وشي،
•د «استبداد» تر څنگ د «استکبار» مددگاري او ملاتړ عملاً ددې آدرس دی چې «نړېوال کلی» په خطر کې ده که محکوم ملتونه او ښکیل دولتونه پخپله د خپل نجات او د جنگونو د درولو لپاره لاس پکار نشي دا د جگړو تسلسل نه دا چې نه ختمیږي بلکې تر نژدې او لیري هېوادونو غزیدلی شي، تماشاچیان دې بی درده سکوت مات او د جگړو د توقف لپاره رغنده دریځ څرگند او تعقیب کړې..!

د عینکو د مس پروژه په نو ې پړاوو کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.