زاخارووا: په افغانستان کې د ملي روغې جوړې د پروسې پر پیاوړي کېدو تمرکز کېږي

301
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ په غونډه کې به په افغانستان کې د ملي روغې جوړې د پروسې په پیاوړي کېدو او له طالبانو سره د سیمه‌ییزې ښکېلتیا د پراختیا پر مسئلې تمرکز وشي.

ټاکل شوې چې د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي غونډه سبا جمعه په مسکو کې جوړه شي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم په‌کې ګډون کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون چهارشنبې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه ښکېلتیا به پر سیاسي، اقتصادي، د تروریزم ضد او د مخدرو موادو پر هڅو راټولې وي.

د مېرمن زاخارووا په خبره، په دې غونډه کې به د روسیې، هند، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازي ګډون وکړي.

هغې زیاته کړه چې داغونډه به چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیرهم په‌کې ګډون کوي، د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پرانېزي او له متقي سره به هم خبرې وکړي.

که څه هم د دې غونډې هېڅ یوه برخه‌وال هېواد لکه د نورې نړۍ په څېر د طالبانو سرپرست حکومت تراوسه په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو اړیکي یې ورسره ټینګې کړې دي.

د مسکو فارمټ چې په ۲۰۱۷م کال کې رامنځته شوی، ګډنوال د افغانستان اړوند ګډو مسایلو په اړه بحث او خبرې کوي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.