Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
اوس راسره واده کوې؟ – DawatMedia24

اوس راسره واده کوې؟

حسنا توخی

566

نجلۍ خپل غټ ټیکری په سر سم کړ، تندی یې ګونځې و، له کوره یې زړه ډاډه و، چې څوک نشته، تر دروازې یې سر وایست، په سپېره ډاګ کې لېرې ځای، ځای خړ کورونه تر سترګو کېدل، د اوړي تود لمر د هغې شنې سترګې وبرېښولې، مخامخ په وره کې ولاړ ځوان هلک ته یې وکتل، د هغه شونډې وخوځېدې: مخکې تر راتلو مې لارې وڅارلې ډاډه شه، په دې ټکنده غرمه کې څوک څه بلا غواړي؟

نجلۍ وویل: که د پرون خبرې لپاره راغلی یې، بیا یې نه منم!

د هلک تندی تریو شو، په خشکه یې وویل: اوس ته ما سره مینه لرې کنه؟

ــ لرم يې!

ــ نو ولې زما هیله نه منې؟ ولې پر ما باور نلرې؟

نجلۍ یوه شیبه غلې وه، بیا یې په خواره خوله وویل: خو ته پوهیږې، چې دا کار زما د ژوند په بیه دی!

ــ ته مینه نلرې، هسې درواغ وایې، ګنې اوس به زما لپاره تر سر تېره وې!

هغه یوه شیبه غلی شو، بیا یې په آرامه لهجه وویل: طلا زه له تا سره له زړه نه مينه لرم، باور وکړه!

نجلۍ تر سترګو رڼې اوښکې وڅڅېدې، په غریو کې وویل: خو ادې دې په مرکه راواستوه، ما دې خپله ښځه کړه!

ــ تر ما مې مشر ورونه لا مجرد پاتي، هغوی يې راسره نه مني، بس ته یو ځل زما هیله پوره کړه، بیا په کراره به مرکه راولیږم!

نجلۍ په ژړا کې وویل: نشم کولای، منم چې ته زما زړه یې، خو…..

هلک په بې پروایي وویل: بس بس، اوس پوه شوم، چې زه ستا زړه نه یم، ګڼې بس یوه کوچنۍ خبره ده، صرف د یو ساعت….

هلک یوه شیبه غلی شو، د هغې سترګو ته ځير شو، تورې شونډې يې بیلې کړې: دا مې اخيري خبره ده، که رښتيا راسره مينه لرې، نو زما هيله به منې!

هغې ژړغوني وویل: د خدای روی ومنه داسې مه کوه، فاروقه……

هلک په خبرو کې ور ولوېد: ستا مینه دروغجنه ده، خو زما ریښتیا ده، که ته د بل شوې، ډير ژر به زما د جنازې اعلان واورې، قسم خورم چې له کمره ځان غورځوم، بیا یې ګوره!

هغه روان شو، د نجلۍ ستونی ډک شو، یوې شیبې لپاره یې ځان ډير یواځې احساس کړ، فکر په مخه کړه، که فاروق ځان ووژني، دا به څه کوي؟ هغه د دې د زړه ټوټه و، پښيمانه شوه، ژر یې ورغږ کړل: ودرېږه!

هلک ور وګرځيد، هغې په ژړغوني غږ وویل: سمه ده هيله دې منم، خو یو شرط لرم!

د هلک شونډې له خندا وېړې شوې: څه شرط؟ زه ستا هر شرط منلو ته تيار يم.

ــ بیا به راسره واده کوې!

هلک وویل: لیونۍ چې په هر قیمت وي درسره یې کوم، زه بې له تا کله ژوند کولای شم؟ دا خو زموږ دواړو ارمان دی چې واده مو وشي!

د نجلۍ سترګې وځلېدې، په زړه خوشحاله شوه، په خیالونو کې يې ځان د ناوې په کمیس کې لیده، چې ګلپوش ته یې خیژوي او بیا د فاروق په کور کې کوځېږي، هلک د هغې د خیالونو نړۍ ورانه کړه، ویې ویل: ښه، اوس به د وخت او ځای غم وکړو!

نجلۍ یوه شیبه سوچ ووهه: زه خو له کوره وتلی نشم، ته سبا غرمې ته راشه، زموږ په باغچه کې د انګور د تاکو شاته!

ــ که څوک راباندې رایشي؟

ــ پلار او ورونه مې بر کلي ته ځي، د ملک ځمکه یې په بزګرۍ نیولې، تر شپې نه راځي، مور مې د مشرې خور کره ښار ته تلې، کوچنی خور مې سبق ته ځي، تر مازدیګره نه راځي، د باغچې ور تړم!

د هلک خوله له خوښۍ نه راټولېده: سمه ده، اوس مې ومنلې چې مينه دې رښتيا ده.

هلک روان شو، نجلۍ ور پورې کړ، زړه يې دربېده، لومړی يې داسې احساس وکړ، لکه لویه ګناه چې کوي، خو بیا يې پلار سترګو ته ودرېد، چې دې ته به یې تل پمنه سپۍ ویلې، په هره ناحقه خبره به یې د لښتو لاندې اچوله، خو فاروق ورته ګرانه ویلې، بیا د تېر اختر ورځ وریاده شوه، کله چې د لومړي ځل لپاره یې فاروق ولید، دروازه په زوره ودربېده، هغې خلاصه کړه، فاروق په کڅوړه کې د قربانۍ غوښه دې ته ونیوله، طلا د هغه په لیدو له ځانه بیخوده شوه، زړه یې وتخنېد، ټول غړي یې تاوده شول، هغه هم د دې سترګو ته ځیر و، د طلا د مور غږ دا د سترګو جنګ له منځه یوړ: څوک دي لورې؟

نجلۍ کڅوړه ژر واخېسته او په منډه کوټې ته ورغله، شاید فاروق هم د هغې د مینېدو شمال حس کړی و، څو ځلې نور هم د دوی دروازې ته په يوه او بله بهانه راغی، یوه ورځ ډاډه شو، چې څوک نیژدې نشته، په ټيټ غږ يې ورته وویل: طلا ستا ښاېست زما زړه وړی، طلا له ړومبۍ ورځې په هغه زړه بایللی و، ځکه ورته موسکه شوه، له هماغې ورځې وروسته به هغو په پټه د یو بل سره کتل، فاروق به ورته هر ځل قسم او قران کوه چې پرې مئين دی، وعدې یې ورکولې، چې تر واده وروسته به دا لکه ملکه ساتي، هېڅکله به د دې سترګې په اوښکو لمدې نه کړي……….

֎֎֎

هلک سړه ساه واخیسته، ورټیټ شو، د ړومبي ځل لپاره يې د نجلۍ خوله ښکل کړه ویې ویل: خوند يې وکړ!

د نجلۍ زړه په زوره دربېده، هلک پاڅېد، پرتوګ یې پورته کش کړ، پرتوګاښ یې وتړه، نجلۍ ته یی وکتل، رنګ یې سپین تښتېدلی و، هغې ورخطا وویل: اوس راسره واده کوې؟

ــ هو، تر سبا ماتله شه، مرکه را استوم!

هلک روان شو، نجلۍ ورغږ کړل: دروغ خو به نه وایې؟

هغه څه ونه ویل، د باغچې قلف کړی ور يې خلاص کړ او ووت!

درې ورځې ووتې، خو د فاروق درک ونه لګېد، طلا په زړه اندیښمنه وه، له ډوډۍ به یې ژر لاس نیوه، د سهار تر اذانه به یې سترګې رڼې وې، چُرتونه يې وهل، رنګ یې ورځ تر بلې خرابېده، فکر یې کوه چې هغه دوکه کړې، خو بیا هم په تمه وه، ځانته یې ډاډ ورکوه، شاید ورونو یې ورسره نه وي منلي، هغوی به راضي کوي بيا به مور په مرکه رالېږي…. د طلا مور هغې ته خواشینې وه، میاشت ووته، نجلۍ تر خوب پاڅېدله، زړه يې راجيږېده، ژر انګړ ته ووتله، د ونې تنې ته ودرېده، کانګې يې وکړې، له عمره پخې ښځې اودس کوه، هغې ته یې پام شو، ژر یې خواته راغله، د نجلۍ د سترګو تور ورک شو، ولوېده، ښځې چیغه کړه: نور ګله!

له عمره پوخ سړی او هلک تر خړو کوټو راووتل، هلک په غیږ کې واخېسته، کوټې ته یې یوړه، په خیرنه توشکه یې وغځوله، د سړي خوله وښورېده: یو دم څه ټکه پرې ولوېده؟

ښځې په ژړا کې وویل: نه پوهیږم، له کوټې راووته، کانګې يې وکړې او وغورځېدله.

ښځه پاڅېدله، اوبه یې راوړې، د نجلۍ په مخ یې وپاشلې، ښه شیبه ووته، خو د هغې سترګې پټې وې، ښځې په غریو کې وویل: رنګ یې شیبه په شیبه ژیړیږي!

بيا يې په هیلمنو سترګو سړي ته وکتل: خیر دی یو ځل يې ډاکټر ته بوځه، دا میاشت کیږي چې هره وخت یې ژیړ مخ نیولی وي، ډوډۍ هم سمه نه خوري!

سړي د هلک شنو سترګو ته وکتل، ویې ویل: زاهد بچو د لالو کور ته ورشه، ورته ووایه خور مې ناروغه ده، د هغه په موټر کې به يې د ولسوالۍ تر روغتونه بوځو!

֎֎֎

کړپ شو، د انګړ ور دیوال سره ولګېد، طلا چادري په سر کور ته راننوتله، د کوټو په لور يې منډې وهلې، د نورګل تندی ګونځې و، تر خولې یې لاړې بادېدې: د سپۍ لورې د خرې لورې، پمنې سپۍ، هلک تر کوټو راووت: څه خبره ده؟

د سړي ژامه ښورېده: زه دا ژوندۍ نه پریږدم!

هلک نجلۍ ته وکتل، بيا يې وویل: ولې؟

د سړي د تندي رګونه راوتلي وو، په خشک او لوړ غږ يې وویل: ډاکټرې معاینه کړه، دا پلیته حرمونی په نس لري!

ور روان شو، د حویلۍ په کنج کې پروت غټ ډانګ یې واخیست او په هماغه کوټه ور ننووت، چې نجلۍ ورننوتې وه. نجلۍ د کوټې په کنج کې ناسته وه، ژړل يې، لينګي یې د ټټر سره نښلولي وو، سړي ډانګ پورته کړ، هغې اخ کړل، په ملا کې يې څړیکه شوه، هلک يو بل پسې سوکان او لغتې ورکولې، چغې يې وهلې: د چا سره پریوتې یې بې شرپې؟!

د هغې په مخ او ځان د وهلو وار نه کېده، شور جوړ و، ښځې دیوال ته سر لګولی و، د کوټې په لور یې وچې سترګې نیولې وې، دا هر څه ورته لکه خوب ښکارېدل، یو دم پاڅېدله، منډه یې واخیسته، د سړي مټې يې ونیولې: بس يې کړه د خدای لپاره وژنې يې

 سړي ښځه پورې وهله: لېرې شه دا د سپۍ لور ژوندۍ نه پریږدم!

 ښځې نجلۍ ته وکتل، مخ يې په وینو سور و، زګیروي یې کول، کیڼه سترګه یې پټه وه، ښځې په زوره وژړل، سړي نجلۍ له مټې ونیوله، انګړ پورې يې وڅښوله، د غوجلې ور يې خلاص کړ، هغه يې ور واچوله، دروازه یې پورې کړه، شیبه ورک و، بیرته راغی، په لاس کې يې قلف و، د لرګین ور ځنځير ته یې ور واچوه، بېرته کوټې ته ورننووت، ښځې لا هم ژړل، سړی کنج کې کښیناست، سر یې په لاسو کې ونیو، ژور فکر په مخ کړ، که کلیوال خبر شي، څنګه به ورسره مخ کیږي؟ که مخ شو څه به وایي، له دې وروسته به يې هر څوک په ليدو وايې: پيغله لور يې امیندواره… لاسونه به غوږو ته وړي او توبې به وباسي، تربوران به پیغور ورکوي، سړی له ډير چُرت وهلو وروسته غوجلې ته ورغی، نجلۍ په ښي اړخ پرته وه، لوپټه يې تر سر لوېدلې وه، د تورو ګړګوټو ویښتو پورې يې واښه نښتي وو، کیڼه سترګه یې پټه وه، شا و خوا يې شنه او پړسېدلې وه، غبرګ لاسونه یې نس ته نیولي وو، زګیروي یې کول، سړی ورغی، تر ویښتو یې ونیوله، له خولې يې لاړې باد شوې: د چا سره پریوتې یې؟

نجلۍ په زحمت ور وکتل، سړي د هغې خولې ته سوک ورکړ: پلیتې وایم د چا…. هغې خبره ور غوڅه کړه، په بنده بنده ژبه یې وویل: فا فا فاروق!

سړي تر لاس د نجلۍ ویښته خوشې شول، د هغې سر کلک په ځمکه ولګېد، سړی په سپيرو وښو کښيناست، سر یې په غبرګو لاسو ونیو، وریاد شو، چې میاشت مخکې د مسجد انګړ کې کلیوالو د ملک د زوی فاروق په هکله خبرې کولې، ځینو ویل ایران ته تلی، یو شمیر نور په دې باور و، چې ښار ته تلی…….. سړي زوروره چیغه وکړه: هغه خو له کلي تښتېدلی، درک یې ندی مالوم چې چیرې دی، زه اوس تا سره څه وکړم؟

د نجلۍ زړه په درد شو، اوس یې باور راغی، چې فاروق دوکه کړې، سړی ولاړ شو، تر غوجلې ووت.

֎֎֎

له عمره پخې ښځې له لېرې د غوجلې ور ته وکتل، له دوو ورځو وروسته یې خلاص لیده، د لور وچه خوله یې ور په زړه شوه، په دالان کې ایښی ګیلاس یې له اوبو ډک کړ، چټک ګامونه يې واخیستل، ور ننوتله، د سهارني لمر رڼا غولي ته لوېدلې وه، د ښځې له لاسه ګیلاس ولوېد، کوکه يې کړه:اه زما لورکۍ…

سړي او هلک په بیړه ځانونه غوجلې ته ورسول، ښځې په زوره ژړل، خپل مخ او ویښته یې شکول، طلا له چته راځړېدلې وه، د رسۍ یو سر د تیر پورې او بل یې د هغې له غاړې تاو و، د ښځې په کوکو ګاونډیانې په کور ورننوتې، ځينو د نجلۍ په لیدو لمن لمن اوښکې تویولې، ځينو نورو ناړې ور تو کولې، ویل يې د خدای په تقدیر کې يې لاسوهنه کړې، ځان یې وژلی، پوزې پورته نیولې او د هغې له کوره بیرته وتلې، مور يې نه قانع کېده چې هغې ځان وژلی وي، ماسپښین یې غسل ورکړ، په سپین ټوکر کې ونغاړله، په کټ کې يې واچوله، د سړي او هلک رنګونه تور اوښتي وو، غلي ولاړ وو، د څو نورو کلیوالو سره يې کټ پورته کړ، ښځه بېسده پرېوته، شیبه وروسته هغوی هدیره کې وو، د نجلۍ ماما مخته شو، نیت يې وتړه، شاته یې د ګوتو په شمار کسان ولاړ وو، نورو ویل جنازه يې نه کیږي، لمونځ خلاص شو، په هغې یې امبار خاورې واړولې…

֎֎֎

میاشت ووته، نورګل په خیرنه توشکه نرۍ تورې پښې وغځولې، د پوندو چاودې يې ځای ځای په ټوکر ونښتې، بالښت یې سم کړ، ډډه يې ولګوله، خړه لنګوټه یې له ککرې لېرې کړه، خریلی سر یې وګروه، په ږیره کې يې سپین ډکي تر پخوا ډېر ښکارېدل، په مخ يې یوازې خړ پوستکی پاتې و، هغه تر پخوا لږ خواړه خوړل، ګډوډ خوبونه به یې ډېر کتل، کله کله به یې په خوب کې د طلا نوم هم یادوه، ژوند، کلی، بزګري هر څه ترې پاتې وو، تل به په کور و، چُرتونه به یې ډير وهل….

دروازه خلاصه شوه، په زړو جامو کې زړه ښځه ښکاره شوه، سړي ته نیږدې په توشکه کښيناسته، په پړوني یې اوښکې پاکې کړې، پوزه یې پورته کش کړه، سړی په نامعلوم فکر کې ورک و، ښځې په غریو کې وویل: ومنه چې مړه دې کړه!

سړی نیغ را کښيناست، زړه يې ولړزېد، ښځې خبره وغځوله: په غوجله کې پړی له کومه شو، کال کیږي چې غوا مو خرڅه کړې، په غوجله کې بې له وښو نور څه نه و، پرون د ملک کره کریغې شوې، د لالو ښځې ویل: د فاروق مور خپل مخ او ویښته شکول، زوی يې ایران کې موټر وهلی، اه ځوانیمرګې لورې، اه اه ستا ازار وواهه.

سړی ولاړ شو، تر کوټې ووت، د چوترې په ژۍ کښیناست، ستونی يې په درد شو، پاڅېد، غوجلې ته ننووت پړی لا هماغسې له چته راځړېده، سړی ووت، یوه شیبه وروسته د چوکۍ سره راغی، پرې وخوت، د پړي حلقې ته یې وکتل، د یوې میاشت مخکې شپې صحنې وریادې شوې!

سړی په چوتره وخوت، په کټ پروت هلک یې وښوروه، ورو يې وویل: پاڅه!

هلک سترګې وموښلې، پورته یې وکتل، د لاسې ګروپ رڼا ته د سړي اوږده ږیره ژیړه ښکارېده، هلک تر کټ ښکته شو، د ګروپ کمزورې رڼا لار ښکاروله، سړي د غوجلې ور پرانيست، ور ننوت، یوه کنج ته کښیناست، دیوال ته یې ډډه ووهله، پورته یې وکتل: بله لار نه لرو، له دې بدنامۍ باید ځان پاک کړو!

د هلک سترګې مړې وې، ووت، شیبه وروسته راغی، په لاس کې يې پړی زنګېده، په چوکی وخوت، سړي ګروپ ورته نیولی و، ژیړې رڼا ته د چت تیران ښکارېدل، د یو تیر پورې يې رسۍ کلکه وتړله، د رسۍ بل سر یې حلقه کړ، ښکته شو، سړي ګروپ یوې خواته کيښود ورغی، نجلۍ بې سېکه پرته وه، سترګې يې پټې وې، ورو، ورو یې ساه کښله، سړي تر مټو ونیوله، کش یې کړه، د نجلۍ مړاوی غږ وخوت: مرم، حلق مې وچ دی لږې اوبه راکئ!

سړي په خشکه وویل: مرداره شه!

نجلۍ سترګې پټې کړې، ژبه یې د کام پورې نښتې وه، له پرون سهاره يې د اوبو او خوړو رنګ نه و لیدلی، ټول غړي يې بیسیکه و، هلک په چوکۍ وخوت، مړاوې نجلې یې تر مټو ونیوله، سړي تر پښو ونیوله، په سل خواریو یې سر ورته د رسۍ حلقه کې دننه کړ، خپله ژر ښکته شو، ستمی یې خوت، نجلۍ ورو ورو لغتې وهلې، سترګې يې لږه شېبه خلاصې کړې، خو ژر بیرته پټې شوې، کوچني زګیروي سره يې بدن په هوا کې ځوړند پاتې شو.

سړي سترګې وغړولې، ځان سره په خبرو شو: د طلا یاد مې نه پریږدي، هغې ګناه کړې وه، خو سزا یې دا نه وه، اه خدایه زړه مې چاودي، زه قاتل یم، تېر یادونه مې ځوروي، باید ځان ترې خلاص کړم!

تر سترګو يې اوښکې روانې شوې، په بېړه یې سر په حلقه کې ننه ایست، درب شو چوکۍ په ځمکه ولوېده، تور لنګي یې په هوا کې رپېدل، ساه يې په تنګېدو وه، زګیروی یې وکړ، سترګې يې پټې شوې……..

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.