زده کړه د هر انسان يو مشروع حق دی

سيد هاشمي

238

دکتور محمد اکرم ندوي :

په نصاب کې د اسلامي او عصري علومو او د فنونو (اسلامي ثقافت) يوځای شاملول ((ګډ نصاب))

زده کړه د هر انسان يو مشروع حق دی

نارينه وي که ښځينه وي، مسلمان وي که غيرمسلمان

نوټ : له نېکه مرغه د خپل استاذ ډاکټر محمد اکرم ندوي دغه ليکنه مخې ته راغله چې په ټلېګرام کې خپره شوې وه او دا مې ښه وګڼله او د طالبانو د هغه ناانډوله او سرتنبه خواخوږي د لاپوهاوي لپاره وژباړله چې وايی ((د نجونو زده کړه حرامه ده او هېڅ شرعي جواز نه لري.)) هر څـوک دې له ځانه مفتي او مطللق العنانه نه جوړوي. موږ له اماني پيره تر دې دمه ډېرې ترخې تجربې او بېګانه مصنوعي نسخې وليدې. دا به هم تر يو وخته وي، خو اميد دی چې ډېر ژر به دغه ناچله نسخه هم خپل اعتبار له لاسه ورکړي لکه نورو چې ورکړی دی. يو څوک چې له خدايه او له رسول صلی الله عليه وسلم نه ويريږي، نو له هغه څه تمه کېدای شي؟

د لوراند او بښاند څښتن په نامه

اسلامى اور عصرى علوم وفنون كى جامعيت

@DrAkramNadwi

https://t.me/DrAkramNadwi/4871

ډاکټر محمد اکرم ندوي

اکسفورډ، انګلستان

سليمان خان مظاهري ندوي کاروار کرناټک.

يوه پوښتنه :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

محترم داکتر مولانا محمد اکرم ندوي برکات مو تل اوسه هيله لرم چی روغ به ياست.

ډاکټر صاحب – ماشاءالله – تاسې له ډېرې مودې راهېسې په انګلستان کې اوسېږئ. تاسې د ختيځ او لويديځ بېلابېلو هېوادونو ته مو سفرونه کړي دي. تاسې د ديني او دنيوي علومو سره د تړلو خلکو له ارواپوهنې او په هغو کې د شته نيمګړتياوو او زياتيو څخه هم خبر ياست.

په دې وخت کې ليدل کيږي چې د ديني علومو د کارپوهانو نفوذ تر يوې اندازې پورې محدود دی. ترڅو دوی د عصر په غوښتنو پوی نه شي، چې د اسلام په وړاندې راپورته شوې نيوکې او د ملحدينو او مرتدينو شکونه بيان کړي، د دوی د رواني [نفسياتي] او ژبې له پوهېدو پرته ځواب ورکول ستونزمن دي.

له بلې لورې په تېره بيا د عصري [معاصرو] علومو داسې ماهرين (پوهان / پوی خلک) شته چې په اسلام باندې د باور نشتوالی او کله کله په اسلامي عباداتو باندې نيوکې را مينځته کيږي چې د ديني علومو د ناپوهۍ او يا د سمې ديني لارښوونې د نشتوالي له امله له دين څخه کرکه لري، ناروغي مخ په ډېرېدو ده.

نو د دې ټولو عواملو په نظر کې نيولو سره غواړم په درنښت له تاسو وپوښتم چې يو نوښتګر زده کوونکی بايد د ديني او دُنيوي ګټو په نظر کې نيولو سره د علم د حاصلولو لپاره کومه لاره غوره کړي؟

ځواب :

 زه ستاسې له پوښتنې خوشاله شوم، د مسلمانانو د تعليم او تربيې سوچ/فکر د ملت بنسټيزه خبره/کار يا دنده ده. ما په دې موضوع باندې په بېلابېلو اړخونو ډېرې مقالې ليکلې دي. کېدای شي يوه مقاله له هغو څخه لږ توپير ولري.

موږ بايد لومړی پوه شو چې د تعليمي نصاب هدف څه دی؟

ښوونيز نصاب نوی نسل د خپل عصر او چاپېريال لپاره د يو ګټور شخص په توګه چمتو کوي، يعنې هغه څوک چې له معاصرو ټولنيزو او طبيعي علومو او فنونو (هنرونو/کلتورونو) سره بلد وي، هغوی ته لا پرمختګ ورکړي او د هغوی په رڼا کې خپل ملت ته خدمت کولی شي. په اسلامي نصاب کې به د دې برخې ترڅنګ يوه بله اړينه برخه هم وي او هغه دا ده چې انسان په داسې ډول جوړ کړي چې :

  • د خدای بنده ګي وکړي،
  • او د آخرت د کاميابۍ وړ وګرځي.

که د پورتنيو دوو موخو په رڼا کې د نصاب جزئيات په پام کې ونيسو، نو پوی شئ چې د پوهنې لويه برخه سيکولر نصاب دی.

نصاب هم د همدې حقيقت انعکاس (اواز) دی. د پوهنې نظام پخپله ۸۰٪ سيکولر دی. د هند د لرغونو تعليمي کورسونو فارغانو تاج محل، لال قلعه او ټولې پايدارې او عالي ودانۍ جوړې کړې، لويې لارې يې جوړې کړې، پلونه يې جوړ کړل. حيرانوونکې يو ډول ستورپوهنه يې جوړه کړه، د سلطنت اقتصادي نظام يې پياوړی کړ، قضاء (محکمه (محاکم) يې جوړ کړه/ل. ادب او شعر يې اوج ته ورساوه. د فلسفې او حکمت نوې نړۍ يې پرانيستله او د تصوف او طريقې اسرار يې څرګند کړل.

تاسو د “خالص ديني عالمانو” کلمه کارولې چې د ناسم پوهاوي پايله ده. هغه نصاب چې د نن ورځې نصاب بلل کيږي په حقيقت کې د نصاب “کوچنۍ نسخه” ده. کله چې په نصاب کې سيکولر برخې شاملې وي. که داسې وي، نو شاګردان ډېر ذهين او هوښيار وي. د دوی په مخ کې د ټکر نړۍ ده. دوی کولی شي چې د موضوع په اړه خبرې وکړي، او دوی نشي کولی په منظم ډول څه وليکي. ځينې خلک حتی د عادي مرکې کولو توان هم نه لري. ډېری يې يوازې “مسلک” او “اکابر” ليکي چې دا د پخوانيو فتواګانو تقليد دی. څوک چې فتوا ليکونکي / ورکوونکي بلل کيږي او په شرمناکو مناظرو او بحثونو د مسلمانانو د ګمراه کولو دنده/کړنه تر سره کوي. په دې يو نيم سل کلونو کې دې خلکو يوازې په هند کې د فرقه پالنې تخم کرلی او دغه ناپاکه بوټي يې روزلي دي.

پوښتنه دا ده چې د هند په اوسنيو شرايطو کې دغه جامع نصاب څنګه تطبيق شي؟

ځينو خلکو ته د دې لارې د رسېدو يوه لاره دا ده چې داسې بنسټونه رامينځته کړو چې د علومو او هنرونو دواړه ډولونه يو او يو شانته وي. دا تقريبًا ناشونې ده، موږ نه شو کولی هغه ډول لابراتوارونه چمتو کړو چې د ساينسي زده کړو لپاره اړين دي. د داسې مؤسسو په جوړولو سره به موږ يوازې کمزورې زده کړې ته وده ورکړو.

نو معقوله لاره دا ده چې خپلو ماشومانو ته په عصري معاصرو موسسو کې سيکولر زده کړې ورکړو، چې هلته د خپل عصر علوم او فنونه زده کړي او له نورو هېوادوالو سره سيالي وکړي، چې له دې وروسته د دوی ذهنونه روښانه شي. نوي افقونه به پرانيزي، او دوی به ښې اقتصادي لارې چارې رامينځته او په کار واچوي..

ديني زده کړه بايد هره ورځ د ماښام يو يا دوه ساعته وي، يا د اونۍ پنځه ساعته د يکشنبې په ورځ بايد د دې لپاره ځانګړي شي. که په ادبياتو کې وي، له هغه وروسته بايد د قرآن کريم، حديث شريف، سيرت او اسلامي تاريخ مضمونونه تدريس شي.

له نړيوالتوب وروسته که څوک غواړي چې په تفسير، حديث، فقه، کلام يا ادب کې تخصص وکړي، بايد ازهر شريف، قراوين، زيتون او يا کوم بل مشهور پوهنتون کې داخله وکړي او له هغه ځايه دې پی ايچ ډي ترلاسه کړي.

ما د نړيوالتوب لپاره نصاب چمتو کړی، او موږ په يوه برخه کې کار کوو، که تاسو غواړئ، موږ به ستاسو لپاره خوشحاله يو.

فکر وکړئ چې د مسلمانانو اولادونه امانت دی. د قيامت په ورځ به ترې حساب کېږي. له خپل تړون او چاپېريال څخه يې مه بې برخې کوئ. د هغوی د راتلونکې په اړه فکر وکړئ، ژوند يې ښايسته او با اخلاقه، نېک او صالح جوړ کړئ او له خدايه وېرېدونکي انسانان.

په درنښت

سيد هاشمي

اړوند لينکونه :

د نجونو زده کړه حرامه ده او هېڅ شرعي جواز نه لري.

https://www.facebook.com/reel/1728581117942469

Girls’ education is prohibited. There is no legal license. As long as there is an Islamic Emirate and this system, I swear that schools above the sixth grade will not be opened.

طالبان : هر څوک که زموږ پر قوانينو انتقاد وکړي، محکمو ته به معرفي شي.

https://www.pashtovoa.com/a/taliban-ministry-of-justice-warnned-those-who-criticize-their-laws-will-be-faced-court/7782782.html?withmediaplayer=1

Taliban: Anyone who criticizes our laws will be brought to court

طالبان : د نجونو ښوونځي حساسه موضوع ده، په اوونيو او مياشتو کې پرېکړه امکان نه لري.

https://www.pashtovoa.com/a/taliban-higher-education-minister-says-work-contines-for-finding-ways-for-women-education-in-afghanistan/7756162.html?withmediaplayer=1

Taliban: Girls’ school is a sensitive issue, a decision is not possible in weeks and months

ملا هبت الله له ديني عالمانو غوښتي، افغانستان کې د طالبانو پر حکومت عام محضر کې نيوکې ونه کړي.

https://www.bbc.com/pashto/articles/c51z1x7447eo

Mullah Hibatullah asked the religious scholars not to criticize the government of the Taliban in Afghanistan in public

يو طالب وزير ديني عالمانو ته؛ په نيوکو به زموږ نظام نه تخريبوئ

https://taand.net/?p=235048

The Minister of Justice of the Taliban to religious scholars; Do not destroy our system with criticism

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.